نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د بين الأفغاني فکري حوار دنه کاميابېدا مسؤوليت د چا په غاړه دی؟
و.افغان
16.01.2010
درنو پتمنو وروڼو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
عقل د انسان په جسم کې هغه ستر الهي نعمت دی چې په واسطه يې انسان ټول طبيعت
د ځان لپاره تسخيرولی شي، د ژوندانه هيڅ نعمت د هغه سره پرتله کېدای
نشي، او پرته له عقله انسان د انسانيت له دائرې وتلی د حيواناتو په قتار کې شمېرل
کيږي، د انسان په لاس جوړ شوي دولتونه، حضارتونه، وطنونه ، ټولنې، او نور ټول د انساني عقل د تفکر نتيجه او ثمره بلل کيږي.
عاقلانه مثبت تفکر چې پر سالم حوار ولاړ وي، د ټولنو د پرمختيا سبب کيږي، اوګټه يې ټولو ته رسيږي.
ځمونږ په افغاني ټولنه کې پرته له شکه مختلف فکري تيارات يا نيروګانې وجود
لري، او په دې هم پوهيږو چې د دې فکري تياراتو تر منځ د حوار فضاء هيڅکله نه ده
رامنځ ته شوې ، او نه فې الحال وجود لري، يو د بل په اړه
معين محدود نظر لري، او دهغه نظر له مخې يې ارځوي، همدغه د حوار نه شتون دی
دی چې مونږ ټول يو له بل سره لاس او ګريوان يو، او د يو بل په وژلو او وينې
تويولو مو زړونه نه يخيږي، او همدارنګه د حوار نه شتون چې يو مهم سبب ګڼل یشو چې بهرنيو مداخلاتو ته لار هواروي.
راځئ په ګډه سره د همدې سکالو په اړه موضوعي يا عيني بحث وکړو، او د بين
الأفغاني حوار د ناکامۍ يا د نه قائمېدو په اړه د افغاني مختلفو فکري مدرسو يا
مکتبونو د رولونو مثبت او منفي رولونه وارځوو.
ځينې ملګري به مثلا د ټول افغان فوروم ته اشاره کوي چې د بين الأفغاني حوار يوه
پديده يې بللی شو، او زه يې ورسره منم، البته دا يوه محدوده ساحه ده، بين الأفغاني
حقيقي حوار هغه وخت ترسره کېدلی شي چې لکه د نورو هيوادونو غوندې وکولای
شو مخامخ يو بل سره په کانفرنسو کې کښېنو او ژمونږ ژوندانه پورې متعلق مسائلو
باندې په پوره جرأت پرته له وېرې سره ښکاره علني بحثونه وکړو، هو يوه قضيه بايد
په نظر کې ونيسو چې ديني مقدّسات په داسې بحثونو کې مطرح نه دي، بلکه
يواځې هغه مسائل چې د دنيوي ژوندون ښېرازۍ پورې اړه لري، او په دې هم پوهېږو
چې اسلام د دنيوي ژوندون لپاره کافي لويه آزاده مساحه مونږ لپاره د ښه ژوند کولو
او ښې پتمنې زندګۍ لرلو تأمين کړې او رابخښلې ده.
هيله ده چې سکالو کې له پوره صراحت څخه کار واخلو، او په حقيقت ګوتې کېږدو.
په درنښت
عبد السلام
17.01.2010
ښاغلی وهاج لیکي:
[color=darkblue:5295cc9cdd]د بين الأفغاني فکري حواردنه کاميابېدا مسؤوليت د چا په غاړه دی؟[/color:5295cc9cdd]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دهغه چا په غاړه دی، چې: Dialogue او Monologue يوګڼي .
دهغه چا په غاړه دی، چې:Logos او Mythos یو ګڼي.
دهغه چا په غاړه دی ،چې: احساسات او عقل یو ګڼي.
ددیو ترمنځه توپیر او توازن یواځی په زدکړه ،پوهه اوآزادخیال رامنځته کيږي آزادخیال مرغوب نه دی، مرغوب ځکه ندي چې دد مستمره مجادله تل دنامعلوم سره ده،اودددپیټې بار تل ترهغو چې هر څه معلوم ګڼی دروند دی. دی نه یواځی داچې خپل پیټئ وړي بلکي دهغو چې هرڅه تور اوسپین اومعلوم ګڼي .حال داچې په سالمه ،عاقله اوبالغه ټولنه کې هر څوک دخپل پیټې مسؤل وي.
عادل عادل
17.01.2010
سلامونه
تر هغه چې په متقابله توګه د حوار د اطرافو د دید او ارزولو معیار سړیتوب، اسلامي او افغاني اخلاق، حسن سیرت، اهلتوب او پوهه نشي، تش په نوم حوارونه د وخت ضیاع او د پردیو موخو نمایندګي ده او بس، د حوار د کامیاب بهیر لپاره پکار ده چې لومړئ خپل ګډ ملي او اسلامي منلي معیارونه بیا راژوندي کړو، احترام ورته قایل شو، او متعهد ورته پاته شو، د نه تعهد په صورت کې د منزوي کیدو، رټلو او ولسي اعتبار د ټیټیدو حدود وټاکل شي او دا سې نور ..........
دا هغه معیارونه دي چې انساني منطق یې مني، نو که د حوار اطراف یا یو طرف یې اصلا نادیده نیسي او یایې تر پښو لاندې کوي، نو بیا خو حوار د جدال ډګر ګرځي او د جدال ډګر هغه حالت رامنځته کوي چې پر مونږ او تاسو یې له ډیره وخته وزر اچولي دي.
تر هغه حوار نه چې مشترک معیارونه پکې د پامه غورځي، نه حوار ډیر بهتر دی، ځکه دا ډول حوارونو مونږ افغانان د نږدیکت پر ځای د پردیو په لمنو کې ټومبلي یو او د هغوی مطلق العنان مامورین جوړ شوي یو.
تر ټولو مهمه دا چې د یو افغاني طرف په صفت سره د هر هغه شخص، ډلې او سیاسي تنظیم منل چې افغانشموله معیارونه یې تر پښو لاندې کړي، ددې مانا لري چې معیارونه اصلا وجود نه لري او که وي نو نادیده نیول او تر پښو لاندې کول یې د یوازیني معیار (جرم) په توګه بللئ شي.
د نورو وروڼو د هراړخیزو څرګندونو په هیله
Sangar Watan
17.01.2010
درنو مبحيثينو سلام،
پرموضوعاتو جر اوبحث ځانته قواعد او عهدونه غواړي٠
موږ به هله وکړی شو ديوه بل په موقف،اند اوچالچلند پوه شو چه ځموږ تر
منځ دبحث قواعد وضع او مراعات شي٠
ډير داسی احساساتي ځوانان شته چه دمنطق نه بهر شي او په ښکنځلو شروع
وکړي٠اويا داچه په عاجله توګه دخارجيانو دنوکر،ملحد،تاريک انده،کافر
کمونست٠٠٠٠٠ټاپه درباندي ولګوي٠
تر هغي چه موږ دبحث ابتدائی قواعد رعايت نکړی شو،زموږ بحثونه به ندرتا
نتيجی ته ورسيږي٠
که دبحث لپاره تر ټولو اساسي قواعد چه داسلامپالنې،ولسپالني او ولسواکئ
نه عبارت دي،رعايت کړو،هله به ديوه سالم بحث تهداب کيښودل شي٠
shokoor
18.01.2010
ګرانو دوستانو سلامونه
د مطرح شوي سوال په ځواب کې چې[color=yellow:9f989c3632] د بين الأفغاني فکري حوار دنه کاميابېدا مسؤوليت د چا په غاړه دی؟ [/color:9f989c3632]
په لنډه توګه ویلای شو چې د خبرو اترو او مباحثو د نه کامیابیدو مسؤلیت د بحث د هر ګډونوال په غاړه ده. تر څو چې د مباحثو هر ګډونوال پخپل نظر ټینګ ولاړ وي چې د ده نظر یواځینی سم نظر دﺉ زمونږ مباحثې به هسې د چا خبره ساعت تیري وي او د مباحثو او خبرو اترو کامیابیدل به هم ممکن نه وي.
په لومړي سر کې باید دا ومنو هسې چې انسانان ذاتاً یو له بل سره توپیر لری د هغو نظرونه هم متفاوت دي. داهم باید ومنو چې هیڅ افغان د دې خاورې دښمن ندﺉ او د مباحثو ټول ګډونوال د ګران هېواد آبادی غواړي. یواځې تو پیر پدې کې دﺉ چې دوی د هېواد دآبادۍ او ستونځو د حل لپاره بیلا بیلې لارې غوره کوی. ښایي ځینې غوره شوې لارې هیڅکله هم مقصود ته ونه رسېږي خو سره لدې هم د دغو کړنلارو خاوندان باید احترام شی، ځکه هغو پدې باور دي چې په سمه لار روان دي. خلاصه دا چې ضروری نده چې ټول په یوه نظر وي خو د یو بل د اعتماد ترلاسه کولو لپاره حتمی ده چې د نورو نظرونو ته احترام وشی.
په خبرو اترو او مباحثو کې یوه تفاهم ته د رسیدو لپاره ښایی د لاندو ټکو رعایت مرسته وکړﺉ شی:
- په خبرو اترو او مباحثو کې باید هڅه وشی چې سړﺉ[color=yellow:9f989c3632] صریح او صادق [/color:9f989c3632]و اوسی. که مونږ د خپل نظر په صراحت بیان نکړوو مقابل لوری ته حدس او ګمان پیدا او له واقعیت څخه لرې کېږي.
- په خبرو اترو او مباحثو کې باید هڅه وکړو چې مقابل لوری سره[color=blue:9f989c3632] ګډ او ورته ټکي [/color:9f989c3632]پیدا کړو. باید د مقابل لوری موخې، ضرورتونه او اندېښنو ته توجه وکړوو. که مونږ دمقابل لوری په اندېښنو پوه شو کیدای شی یوه تفاهم ته په رسیدو مرسته وکړي. په خبرو کې هسې جملې وکاروو چې د یووالي او تفاهم اساس وښیی. د ساری په توګه که ووایو: [color=blue:9f989c3632]مونږ دواړه همدا یوه موخه لرو[/color:9f989c3632].
- مونږ باید په خبرواترو او مباحثو کې [color=yellow:9f989c3632]ښه اوریدونکي[/color:9f989c3632] و اوسو. که مونږ د مقابل لوري خبرو ته په دقت سره متوجه شوو، مقابل لورﺉ د آرامۍ احساس کوي او د خپل د زړه خبرې درسره شریکوي او زمونږ خبرو ته هم غوږ نیسي.
- په مباحثو کې باید د [color=blue:9f989c3632]احترام کړنلاره[/color:9f989c3632] غوره شی د مقابل لوری نظر ته باید احترام وشی. تر څو یو متقابل اعتماد را منځته شی. باید هڅه ونشی چې مقابل لوری توهین او کم ارزښته یا ناپوهه وښودل شی، ځکه دا ډول کړنلاره منفی اوتخریبی اثر لری.
- او بالأخره په مباحثو او یا په عامه توګه په انسانی اړیکو کې د سړي[color=yellow:9f989c3632] قول اوعمل [/color:9f989c3632]باید یو وي. که چېرې چاته هغه څه چې خپله وایی ارزښت ونلری نو د مقابل لوری نه به څه تمه کیدای شی.
نو د تکرار احسن په توګه ویلای شوچې د مطرح شوي سوال په ځواب کې چې[color=yellow:9f989c3632] د بين الأفغاني فکري حوار دنه کاميابېدا مسؤوليت د چا په غاړه دی؟ [/color:9f989c3632]
په لنډه توګه ویلای شو چې [color=white:9f989c3632]د خبرو اترو او مباحثو د نه کامیابیدو مسؤلیت د بحث د هر ګډونوال په غاړه ده.[/color:9f989c3632] تر څو چې د مباحثو هر ګډونوال پخپل نظر ټینګ ولاړ وي چې د ده نظر یواځینی سم نظر دﺉ زمونږ مباحثې به هسې د چا خبره ساعت تیري وي او د مباحثو او خبرو اترو کامیابیدل به هم ممکن نه وي.
والسلام
pattang
18.01.2010
وخت ضائع کول دي ، دخبرو پر ځاي عملي او صادقانه حرکت په کار دی٠
میوند ننګیال
20.01.2010
ګرانو،محترمو او درندوورڼو سلامونه او ښی هیلی !
شیخ الحدیث وهاج صیب !
ښه موضوع مو وړاندی کړی الله دی اجر درکړی.
عادل صیب !
کډاسلامی ملی شعار ته خو منډی وهو اودراژوندی کولو کوشش یی هم کووخو مشکل یی دادی چی بعضی خلک ددی کوشش کوی چی زمونږ اسلام ازادی پوری ملنډی وهی چی دا کار هیڅ دزغملو وړندی پاتی شوه د تعهد خبره نو دا ډیره مهمه ده ځکه چی مونږ باید دجهادی مشرانو نه عبرت واخلو.
سنګر وطن صیب معقوله او ښایسته خبره مو کړی خو:
[quote:833fdf84b9]ډير داسی احساساتي ځوانان شته چه دمنطق نه بهر شي او په ښکنځلو شروع
وکړي٠اويا داچه په عاجله توګه دخارجيانو دنوکر،ملحد،تاريک انده،کافر
کمونست٠٠٠٠٠ټاپه درباندي ولګوي٠ [/quote:833fdf84b9]
د اخبره مو صحیح ده چی احساساتی خلک شته خو ولی احسا ساتی کیږی ددی خو به څه وجه وی .
دلته بعضی خلک داسی څه ولیکی چی د که ځناور چیرته په خبرو پوهیدی او خبری یی کولی شوی نو هغه به هم ورته سپک ویلی او لیکلی .
زه دامنم چی دحوصلی نه باید کار واخستل شی خو د مقابل لوری خبره داسی وی چی حو صله کول ورته ناشونی وی .
زما په اند د پتنګ اکا خبره بیخی معقوله ده باید دی خبرو ته یوه عملی جامه واغوستل شی ځکه تر څو چی عملی حرکت شوی نوی نو لیکل ویل هیڅ فایده نلری.
وسلام
په ټوله اسلامی او پښتنه مینه[/quote]