د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د يوۀ نوي فوروم وړانديز

Ghairat
16.01.2010

............................................... [color=red:d94fcbd201]د علمي پانګو زيرمتون[/color:d94fcbd201]

[color=blue:d94fcbd201]
درنو لوستونکو سلام پرتاسې!
که د علمي پانګو د زيرمتون په ډول يو فوروم پرانيستل شي چې هر افغان پوهاند، عالم، اديب او فيلسوف په کې خپله علمي پانګه خوندي کړي
بي له دې چې څوک يې په همغه فوروم کې بيا په بحثونو اخلال کړای شي، ګران لوستونکي به ترې ډيره ګټه پورته کړي!
که بيا څوک يې په کومه برخه تبصره هم کول غواړي ، کولی شي اړونده برخه يې يوۀ مناسب فوروم ته کاپي او هلته پرې خپله تبصره وړاندې کړي !
تاسې په دې اړه څه اندګورنه لرئ او کوم نوم به ددغه نوي فوروم له پاره وړانديزه
کړئ ؟ [/color:d94fcbd201]


و.افغان
16.01.2010

وعليکم سلام.

غيرت صاحب: ډېر ښه وړانديز دی، او زه درسره په کې ملګری يم.
ستاسو موخه ده چې د نوموړو لپاره تقريبا د يوه بلاګ حيثيت غوره کړي؟

مننه.


باتور
16.01.2010

ښاغليو غيرت خان او ساپي خان ته سلامونه،

ړوند له خدايه څه غواړي؟ . . . . دوه سترګي بينا !

غيرت خانه، ډېر ښه وړانديز دي کړی، ناپيدا يې، کله نا کله سر را وهه، دلته به اخير پتنګ خان او زه سره پاته يو. . :wink:

په درنښت


عادل عادل
17.01.2010

سلامونه

غیرت صیب اول دا ووایاست چې چیرته خدای مکړه ورک یاست؟

ډیر ښه وړاندیز موکړئ، علمي مواد خو د سمندر په اندازه موجود دي، مهمه داده چې کوم یې په اولویت کې راټول شي؟.

زما په نظر دا چې د بحث فورمونه هم تر خپله وسه او د ضرورت په بنا په علمي او منلو معیارونو پیل او پر مخ ځي نو که د نوموړو بحثونو اړوند علمي او مدللې لیکنې راټولې او د یوې بیلې ټولګې په بڼه خوندي کړل شي نو دا به له یوې خوا د روانو بحثونو لپاره د یوې بارزې او استفادې وړ نتیجه ګیرئ بڼه ولري، او د بلې خوا به د هغه څه لپاره چې ښاغلي غیرت صیب یې وړاندیز کړی تهداب وګرزي او په نتیجه کې به د نورو علمي لیکنو د واریدیدلو الویت په اتوماتیک ډول رامنځ ته شي.


Ghairat
18.01.2010

پتنګ خانه ژوندی او ګړندی اوسې! ستا دې خبرې

[quote:9ebb785c4c]ډېر ښه وړانديز دي کړی، ناپيدا يې، کله نا کله سر را وهه، دلته به اخير پتنګ خان او زه سره پاته يو. . [/quote:9ebb785c4c]
يوه ټوکه را په ياد کړه :
يوه ورځ د شوروي تر ټولو لوړ دوه مشران برژنېف او صدر اعظم ځان ته سره ددفتر يوې کړکۍ ته مخامخ ولاړ وو او پر سوسياليزم په راتليزه يې بحث کاوه .

کاسيګين پوښتنه وکړه چې د ګوند مشره ، سوسياليزم به کله په کمونيزم بدليږي؟
برژنيف :
هلته لاندې زما او ستا دوه موټر و ته وګوره: کله چې د شوروي هر تبعه ، نر او ښځه هر يو ددغسې يو يو موټر خاوندان شي او له مونږ سره يې توبئر ورک شي !

کاسيګين بيا وپوښتل :
ښه نو که اوس د شوروي تړلي سر حدونه د اتبآعو په مخ خلاص کړو ، څومره خلک به په هيواد کې پاتې شي او څومره به شوروي پريږدي؟

بريژنيف :
يو زه او ته به پاتې شي !
کسيګن :
يو ته به پاتې شي ! :lol: :lol: :lol:
نو د تا او باتور کې په ځای به هم :
يو ته او ته پاتې ش[color=red:9ebb785c4c]ئ[/color:9ebb785c4c]!


باتور
18.01.2010

غيرت خانه محترمه !

زه نه پوهېږم چي سر دي او که پښې دي خدای مه کړه درد لري، پوښتنه ما کړې وه، ځواب دي پتنګ خان ته ورکړ. . دا ولې؟

له ما څخه دومره حيا کوې چي زما د خبرې ځواب دي پتنګ خان ته ور حواله کړ، او د برېژنيف او د کاسيګين د مثالونو راوړلو ته مجبور سوې؟؟

زموږ په وطن کي ښځي مخونه پټوي، سړي مخامخ په يو بل ورځي :wink:

په درنښت


عادل عادل
19.01.2010

سلامونه

باتوره خدای دې جوړ کړه، په شنه سهار کې دې وخندولم، ..........

تر زه او ته پورې یوه ټوکه رایاد شوه

وایي یو سړئ یې له میرمنې سره د هر شي پر سر خوړل، په ضمن کې هم ډیر بد ترې ویریده، او میرمنې به یې هم د هرې خبرې نقد ځواب ورکاوه، نو چې ډیر به په تنګ شو نو میرمنې ته به یې ویل چې: وئ وئ یا خو زه نه وای او یا زه !

په هر حال خوښ یو چې غیرت صیب راپیدا شو.


عبد السلام
19.01.2010

[quote:6a21e853e6]غيرت خانه محترمه !

زه نه پوهېږم چي سر دي او که پښې دي خدای مه کړه درد لري، پوښتنه ما کړې وه، ځواب دي پتنګ خان ته ورکړ. . دا ولې؟

له ما څخه دومره حيا کوې چي زما د خبرې ځواب دي پتنګ خان ته ور حواله کړ، او د برېژنيف او د کاسيګين د مثالونو راوړلو ته مجبور سوې؟؟

زموږ په وطن کي ښځي مخونه پټوي، سړي مخامخ په يو بل ورځي

په درنښت[/quote:6a21e853e6]

باتوره! ته هم عجبې خبرې کړې، دچا چې خدای نه خواسته سر خوګیږې هغه لیکنې کړي؟ پښې به یې خوګیږي :D


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more