اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
حسن الخاتمة
كريم كامران
15.01.2010
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته..
دقدر وړ لوستونکیو!
له دې فاني دنیانه هروګړی نن دی که سبا روان دی خو بختور هغه دی چې اخیري خاتمه یې ښه وي او دایمان په حال کې له دې نړۍ سره خدای پاماني وکړي.
په لاندې لینک کې د(حسن الخاتمې) یوه نمونه وګورئ.
څرنګه چې ویډیو په عربي ژبه ده نو دځینو وروڼو د افادې په غرض غواړم لنډه رڼا پرې واچوم.
په اوکراین کې د ټولنیزو ګوندونو اتحادیې د تاتاري مسلمانو لپاره ددیني او شرعي ښوونې دوره جوړه کړې وه.
دې دورې ته په لسګونو ځایي مسلمانان ددیني زده کړې لپاره حاضر شوي ول. چې یو له هغو څخه دغه سړی (چې په ويډیو کې ښکاري) هم دی چې دښار دیوې لرې پرتې سیمې څخه راغلی.
دا سړی دسیمې داوسیدونکو ترمنځ په تقوی او له اسلام سره په مینې او خلکو ته په نصیحت مشهور وو، که څه هم دحق په مقابل کې یې دهیچا پروا نه ساتله خو خلکو ورسره محبت کاوه.
که څه هم ډیر سپین ږيری وو او خپلو خپلوانو دنوموړي دکمزورۍ او ناروغۍ له امله اجازه نه ورکوله خوهغه بیا هم دلته په راتلو باندې ټینګار کاوه اوحاضر شوی وو.
دتعلیمي دورې درس یې ترپایه په ډیر غور واورېد. او کله چې دپوښتنو نوبت راورسیدهغه لیکچر ورکوونکو ته یې یوه عجیبه پوښتنه راجع کړه.
نوموړی ته وګورئ څومره چست حرکات کوي او په څېره کې یې داسلامي امت درد او غم له لیرې ښکاري.
[color=yellow:21b347563c]تاسو په پیل کې یادونه وکړه چې له ډیره وخته راهيسي په مسلمانانو کې بي اتفاقي شروع شوې چې دا یوه ډېره دتاسف وړ خبره ده، نو ولې سره ددومره اوږدې مودې بیا هم مونږ هماغه پخوانۍ تیروتنې او خطاوې تکراروو، او یوتربله دمرستې لپاره اوږه په اوږه نه ودریږو؟ که چېرته مونږ ځانته مسلمانان وایو نو دازمونږ واجب جوړیږي چې یو د بل مرسته او نصرت وکړو، زه له تاسره دفلسطین په هکله موافق یم چې په مونږ باندې یې ملاتړ واجب دی، خو ولې نور هیوادونه لکه عراق مثلا، له یاده وباسو، دعراق دجګړې پرمهال زمونږ هیڅوک هم دهغوی دمرستې لپاره راولاړ نه شول، او نه دپخواني شوروي اتحاد یو اسلامي هیواد یې مرستې ته لاس وراوږد کړ، تردې چې ځینو خپل ځامن دعراقیانو پرضد جګړې لپاره هم ولېږل، زمونږ هر وګړی دا خبره تکراراٌ کوي چې مونږ دقرآن تعالیم په خپل ژوندانه کې پلي کوو او د وحدت او یووالي هڅه کوو، خو کله چې زمونږ له جملې څخه یو کس دخپل مسلمان ورور مرستې ته اړ شي هغه مهال دغه احساس نه لیدل کېږي. مونږ دمسلمانانو سره دمرستې او کومک ډیر چانسونه او فرصتونه له لاسه ورکړي، آیا دې ته انتظار وباسو چې اسلامي هیوادونه مو یو له بل پسې له لاسه واوځي؟ او بیا به دمسلمان په نامه څوک پاتې نه وي. باید مونږ له ابتدا نه سره متحد او یوموټی وو، باید مونږ یو موټی وو، باید مونږ یو موټی وو، ترڅو دښمنانو په فلسطین او هیڅ اسلامي هیواد دیرغل کولو جرئت ونه کړي.[/color:21b347563c]
همدا دنوموړی وینا وه، او لکه چې ددې امت په سینه کې دهر ژوندي زړهّ لپاره یې وصیت کړی وي،.
هیچا دا ګومان نه کاوه چې له دوی سره په دې مجلس کې ملک الموت هم ناست دی او فقط د الله جل جلاله امر ته منتظر دی چې دیو سړی دروح اخیستلو لپاره ورته ووايي.
لیکچر ورکوونکي دنوموړی تاتاري سړي دپوښتنې په ځواب شروع نه وه کړې چې.........
[url]http://www.youtube.com/watch?v=j8u6aUurXyA&feature=related[/url]
الله جل جلاله نوموړی ددې مجلس دحاضرینو له ډلې څخه غوره کړ ترڅو دهغه خبرې دقیامت ورځ په مونږ ټولو باندې حجت وګرځي.
[color=blue:21b347563c]یا الله! مسلمانان په خپل منځ کې یوموټی او متحد کړې.......... آمین.[/color:21b347563c]