نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملي اتڼ يې هم را مردار که ٠
pattang
10.01.2010
ملي اتڼ يې هم را مردار که ٠
http://www.youtube.com/watch?v=ZFkm3rlCzbc
غريب
10.01.2010
پتنګ صاحب ولا همداسي دي
له نورو څه كوي چي وزيرانو لا مردار كړو
زبير نجيب
10.01.2010
سلامونه،
د واشنګټن په سکول کې دوۍ ته والله که اتڼ ورزده کي٠ دوۍ ته به لوڅه نڅا
ولې نه ورزده کوي٠ دا جوړې شوې ديسکوګانې په اتڼ والو نه ډکيږي٠
monir
10.01.2010
متعصبینو عزیزانو سلامونه!
په پیل کې نه دا اتڼ دﺉ او نه یې مسیقی داتڼ ده. دا ځوانان په افغانی جامو کې هسې نڅاوې کوي.او په پای کې دوی بیا سم اتڼ کوي. آفرین دې وي له هېواد نه لرې دې ځوانانو ته چې همدومره هم کوی. تنګ نظری مه کوﺉ ګرانو!
زما په نظر د youtube د فایل نوم سم ندﺉ!
pattang
10.01.2010
منير جانه سادګي ښه نده !
دملي اتڼ په نوم ديسکويې او تاجکي چمونه دکلتور
او عنعناتو خرابوالی ، له منځه وړل، کچه توب دي ،يادملي اتڼ وي او يا دنوي.
هرشی چې دملي په نوم ديږ ي او پښتني ريښه لرې هغه له منځه ځي ، ګوره چې ملي
ژبه پښتو يې هم له منځه بوتله ، همداسې نوره ملي تيرمينالوګي له منځه ځي او
ايراني ترمينالوګي منځ ته راځي ٠
نو وروره ته ولې داسې خبرې کوې هغه را باندې سپوردی کونه يې را وشکوله او ته وايې چې خيردی پروانلري نور هم ورته ټينګ شه ٠
[quote:b331693afe="monir"]متعصبینو عزیزانو سلامونه!
په پیل کې نه دا اتڼ دﺉ او نه یې مسیقی داتڼ ده. دا ځوانان په افغانی جامو کې هسې نڅاوې کوي.او په پای کې دوی بیا سم اتڼ کوي. آفرین دې وي له هېواد نه لرې دې ځوانانو ته چې همدومره هم کوی. تنګ نظری مه کوﺉ ګرانو!
زما په نظر د youtube د فایل نوم سم ندﺉ![/quote:b331693afe]
میوند ننګیال
12.01.2010
ګرانو او درندو وروڼو !
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
[quote:b50a578d3e]متعصبینو عزیزانو سلامونه!
په پیل کې نه دا اتڼ دﺉ او نه یې مسیقی داتڼ ده. دا ځوانان په افغانی جامو کې هسې نڅاوې کوي.او په پای کې دوی بیا سم اتڼ کوي. آفرین دې وي له هېواد نه لرې دې ځوانانو ته چې همدومره هم کوی. تنګ نظری مه کوﺉ ګرانو!
زما په نظر د youtube د فایل نوم سم ندﺉ![/quote:b50a578d3e]
ګرانه !
کیدای شی دیوټیوب دځای په نوم ته غلط شوی یی که دی نڅا ته وګوری نو هغه دا سی کوی لکه اټن کالی یی داټن والا دی .
پتنګ اکا !
یواځی اټن نه هر څه یی رامرادار کړه .
په والله چی دب بعضی لاسپوڅواو خرڅ شوو دی بی غیرته او بی اسلامه کارونو ته چی ګورم په څپل افغانیت راته شرم راشی .
:x
monir
12.01.2010
[quote:8f0be9f5ac="pattang"]منير جانه سادګي ښه نده !
دملي اتڼ په نوم ديسکويې او تاجکي چمونه دکلتور
او عنعناتو خرابوالی ، له منځه وړل، کچه توب دي ،يادملي اتڼ وي او يا دنوي.
هرشی چې دملي په نوم ديږ ي او پښتني ريښه لرې هغه له منځه ځي ، ګوره چې ملي
ژبه پښتو يې هم له منځه بوتله ، همداسې نوره ملي تيرمينالوګي له منځه ځي او
ايراني ترمينالوګي منځ ته راځي ٠
نو وروره ته ولې داسې خبرې کوې هغه را باندې سپوردی کونه يې را وشکوله او ته وايې چې خيردی پروانلري نور هم ورته ټينګ شه ٠
[/quote:8f0be9f5ac]
پتنګ کاکا ماپه دا تېرو دوو ورځو کې هڅه وکړه چې ځینو افغان دوستانو سره چې په واشنګټن او شاو خوا سیمو کې میشت دي اړیکې ټینګې کړم چې بریالی هم شوم. دغه دوستانو وویل چې دا ډول جشنونه تقریبا هرکال په دغه او نورو ښونځیو که چې د افغانانو شمېر زیاد دی د افغانانو له خوا نمانځل کېږي. دوی وویل چې پدغه ښوونځي کې نه یواځې پښتانه بلکه د نورو قامونو افغان محصلین هم په زده کړې بوخت دي او دوی دا ورځ په ګډه نمانځي. هغوی وویل داچې مونږ پدې ټولنه کې ژوند کوو نو زمونږ بچیان هرو مرو د دغوې ټولنې د کلتور تر اغېزې لاندې دي او موږ ډېره هڅه کوو چې د خپل له فرهنګ څخه څومره چې ممکن وي وژغوروو، خو د حل لاره به داوی چې که خدای غوښتل او زمونږ په ګران هېواد کې آرامی راشی او ټول افغانان د خپل هېواد ته بېرته ستانه شی.
pattang
12.01.2010
انډيواله زما په مقصد نه يې پوه شوی !
ملي شيان بايد ملي وي نه مسخره ګي او بدل ، که څوک ځان دافغانستان دملت
بولي نو ملي شيان يې له پښتنو سره ګډ دي نويا به يې سم کوې او يا به يې پرېږدې چې پښتانه يې وکړي٠ دوی قصدا له ملي شيانو مسخره جوړوي لکه له افغانستان
يې چې جوړکړی دی٠ نورو ملکونو usa ته ګوره ، تور ،سور ، برګ يې ټول ملي
شيان ګډ بولي٠
[quote:56c2e3069c="monir"][quote:56c2e3069c="pattang"]منير جانه سادګي ښه نده !
دملي اتڼ په نوم ديسکويې او تاجکي چمونه دکلتور
او عنعناتو خرابوالی ، له منځه وړل، کچه توب دي ،يادملي اتڼ وي او يا دنوي.
هرشی چې دملي په نوم ديږ ي او پښتني ريښه لرې هغه له منځه ځي ، ګوره چې ملي
ژبه پښتو يې هم له منځه بوتله ، همداسې نوره ملي تيرمينالوګي له منځه ځي او
ايراني ترمينالوګي منځ ته راځي ٠
نو وروره ته ولې داسې خبرې کوې هغه را باندې سپوردی کونه يې را وشکوله او ته وايې چې خيردی پروانلري نور هم ورته ټينګ شه ٠
[/quote:56c2e3069c]
پتنګ کاکا ماپه دا تېرو دوو ورځو کې هڅه وکړه چې ځینو افغان دوستانو سره چې په واشنګټن او شاو خوا سیمو کې میشت دي اړیکې ټینګې کړم چې بریالی هم شوم. دغه دوستانو وویل چې دا ډول جشنونه تقریبا هرکال په دغه او نورو ښونځیو که چې د افغانانو شمېر زیاد دی د افغانانو له خوا نمانځل کېږي. دوی وویل چې پدغه ښوونځي کې نه یواځې پښتانه بلکه د نورو قامونو افغان محصلین هم په زده کړې بوخت دي او دوی دا ورځ په ګډه نمانځي. هغوی وویل داچې مونږ پدې ټولنه کې ژوند کوو نو زمونږ بچیان هرو مرو د دغوې ټولنې د کلتور تر اغېزې لاندې دي او موږ ډېره هڅه کوو چې د خپل له فرهنګ څخه څومره چې ممکن وي وژغوروو، خو د حل لاره به داوی چې که خدای غوښتل او زمونږ په ګران هېواد کې آرامی راشی او ټول افغانان د خپل هېواد ته بېرته ستانه شی.[/quote:56c2e3069c]
باتور
14.01.2010
ټولو ته سلامونه او احترامونه،
پتنګ خانه محترمه !
زموږ اتـڼ زموږ د غېږي تن دی، دا نه ها او نه دا، موږ ته را خراپولای سي. . . دوی هم کله ناکله ځان په دې خوا را وهي او نورو ته ور ښکارول غواړي چي دوی هم څه نا څه افغانان دي، لېکن هغه د چا خبره :
کارغه د زرکې تګ کاوه خپل يې هېر سو . .
د دې لپاره چي عصاب دي لږ څه کرار سي دا لاندي اتڼ ساز او اواز واوره، دا مو د دوی په هنرمند ويلی، په زور نه په رضا :)
http://www.youtube.com/watch?v=0TWJdTOvqHQ
په درنښت
monir
14.01.2010
[quote:f000a3e823="pattang"]منير جانه سادګي ښه نده !
دملي اتڼ په نوم ديسکويې او تاجکي چمونه دکلتور
او عنعناتو خرابوالی ، له منځه وړل، کچه توب دي ،يادملي اتڼ وي او يا دنوي.
هرشی چې دملي په نوم ديږ ي او پښتني ريښه لرې هغه له منځه ځي ،[color=blue:f000a3e823] ګوره چې ملي ژبه پښتو يې هم له منځه بوتله [/color:f000a3e823]، همداسې نوره ملي تيرمينالوګي له منځه ځي او ايراني ترمينالوګي منځ ته راځي ٠
نو وروره ته ولې داسې خبرې کوې هغه را باندې سپوردی کونه يې را وشکوله او ته وايې چې خيردی پروانلري نور هم ورته ټينګ شه ٠
[/quote:f000a3e823]
پتنګ کاکا، دا سمه ده چې د افغانستان په اساسی قانون کې لیکل شوي وو، چې پښتو ملی ژبه ده، خوپوښتنه دا ده چې آیا واقعا هم همداسې وه؟ زه خو وایم په هر دلیل چې و په عمل کې ملی ژبه نه وه. دا ځکه چې نه په رسمیاتو کې وه او نه په ورځنۍ محاورې کې او هسې نور.
زما په نظر د وخت چارواکي پدې پوهیدل چې پښتانه احساساتی خلک دي د چا خبره دوی په ګازره ندي بلکې په خړپه یې دي له همدې کبله پښتو یې د ملی ژبې په توګه په اساسی قانون کې درج کړل چې پښتنو ورته اتڼونه کول خو واقعیت دا وه چې اکثرې نورې چارې د پخوا پشان په دری پاتې شول.
له همدې له امله د پښتو ژبې اجباری کورسونه یې هم په دولتی ادارو کې جوړې او اکثر بې صلاحیته پښتو معلمین یې هلته په دنده وګمارل، چې هیڅ نتیجه یې ورنکړه.
نو هسې بې نتیجې شیانو پسې ژړل او نور خلک بې ځایه را پارول ګټه نلری. ښه یې دا ده چې د نورو ژبو هېوادوالو د راپارولو څخه چې ډېر زیان لری ډډه وشی او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د شونځیو له لارې د پښتو ژبې ستونځه په اساسی توګه حل شی.
د زور سړی باتور صاحب وایي
[quote:f000a3e823]د دې لپاره چي عصاب دي لږ څه کرار سي دا لاندي اتڼ ساز او اواز واوره، دا مو د دوی په هنرمند ويلی، په زور نه په رضا [/quote:f000a3e823]
کله چې خبره [color=yellow:f000a3e823]د دوی او زمونږ [/color:f000a3e823] ته رسېږي پدې معنی ده چې تاسو د افغانستان د قامونو په یووالي باور نلرﺉ او که لرې یې هم نو په زور یې کوې چې ناممکن کار دﺉ. نو داسې ښکاري چې تاسې هم [color=blue:f000a3e823]په ګازره نه بلکه په خړپه یې یاست [/color:f000a3e823] :lol:
په درنښت
باتور
14.01.2010
د سلامونو تر څنګ،
منير خانه محترمه !
باورصرف په خدای پاک او په قدرت يې لرم، له هغه نه پرته باور په هغه څه لرم چې وينم او اورم يې.
د قومونو يووالی يا يوځای والی، صرف د زور له برکته حاصل دی، چي زور نه وای او يا نه وي، نو دا رنګارنګ قومونه به هر يو په يوه خوا تللی وای او يا به لاړ سي .
ملي يووالی په هر ځای کي چي وي له زوره پرته امکان نه لري!
په درنښت
هیښ
14.01.2010
سلامونه
زور ته ضرورت نشته .خپله پښتو او اتڼ راټینګ کړئ .ښکلي ئې کړئ،دقدرپه سترګه ورته وګورئ ،جذاب ئې کړئ او وده ورته ورکړئ .همدغه دملي وحدت د دښمنانو دزړونو دچاودیدلو دپاره ترټولو مؤثره او کاري وسله ده .
دپښتنوسره دښمنئ یوازې دپښتو ژبې اوپښتني کلتور له امله روانې دي ،نو که غواړئ چې دپښتنو دښمنان ناکامه شي باید دخپلې ژبې او کلتور دپیاوړتیا دپاره مټې راو نغاړئ .په هرځائ کې ،هروخت کې او هرمحفل کې په پښتو خبرې وکړئ ،لیکنې وکړئ ، راکړه ورکړه او تجارتي معاملې په پښتو کړئ .بیابه ووینئ چې ملي وحدت څنګه اسانه منځ ته راځي.
دا لاندې لینک وګورئ چې په اتڼ کې څومره نظم،ترتیب،توازن اود ښکلانه ډک عناصر پراته دي .ماشومان ،ځوانان ،مشران،کشران ،کلیوال ،روښنفکران ،روحانیون ، شتمن او نیستمن ،خواص او عوام په ډله ايزډول په یوه کتارکې تریوه اشاره اواواز لاندې بې له امتیازه په موزونواو یو رنګه حرکتونودمینې او احترام په فضا کې لګیادي. دا دئ انساني لوړ ژونددود چې الله تعالی دپښتنو نصیب ګرزولی دئ٠
http://www.youtube.com/watch?v=rSaKvav6OJU
مننه