د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د ۲۰۱۰ کال نوې ټوکه

عتیق الله
09.01.2010

سلامونه!
دا ریښتونې ټوکه ده چې کابل ته نژدې په یو کلي کې پېښه شوې ده.
وایي په دغه کلي کې د ستر اختر تر قربانیو وروسته له هر کوره د ملا په وار کې غوښه او شورا راوړل کېده. بله ورځ ملا له ډېرو غوښو خوړلو ستړی شو نو په جومات کې یې ووې : که لږه لږه سبزیجات هم راته راوړئ ښه به وي له غوښې مې نور زړه تور شو.
د کلي خلکو چې د ملا دا غږ واوریدو نو تر دې وروسته یوه میاشت سر په سر هر کور ورته پالک، ګندنه اوشوتل راسر کړل. ملا ته په دې کار ډېره غوسه ورغلې وه نو په جومات کې یې په لوړ غږ وویل: تر دې خو چې هره ورځ شوتل راکوئ نو پړی راوړئ او په پټي کې مې وتړئ.


كريم كامران
10.01.2010

خوند نه وو د ۲۰۱۰ کال نوې ټوکې دې. :twisted: :lol:


سلامونه

عبدالمتین
11.01.2010

سلامونه اونیکی هیلی زما هم ومنی،
یاره کریم خانه وروره که ریښتیا راباندی ووای بیخی ټوکی یاد ته نراځی خو تاسو دواړه هم جام دریدلی یی خدای دی وکړی چی څه خو ووایې ،
یوه ټوکه ده خدای دی وکړی چی دسایټ تکراری نوی،
وای دیو سړی والیده شریفه وفات شوی وه او دکلی خلقو داسړی په غوړیو پسی دکلی دوکان ته لیږلی ده چی دوکان دار اغاګل څخه دغوړو غوښتنه کړی نو اغاګل ورته ویلی دی چی وه وروره تاسو خو زیاد وطنی غوړی هم لری نو سړی ورته په ځواب کی وویل اغاګل لالا هغه خوموږ دمړی اوژوندی لپاره ساتلی دی :lol: :lol: :lol: نوخدای دی وکړی چی خوخه شوی مو وی مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more