د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

واشنګټن پوست : د اداري فساد په خاطرعام افغانان ترحکومت طالبان غوره بولي

pattang
07.01.2010

تاند((چهارشنبه/دسمبر۹) واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې په لغمان ولایت کې د افغانستان د نورو اکثر ولایتونو په څېر دوه والیان دي، یو یې ولسمشر کرزي ټاکلی بل یې د طالبانو والي دی.
[img:8024c4458b]http://taand.com/images/articles/2009_12/16067/u3_CoruptioninAfghanistan.jpg[/img:8024c4458b]
د ورځپاڼې لیکلې له لیکنې سره سم د ولسمشر کرزي د غیر منظم حکومت په مقایسه ډير افغانان د طالبانو سخت او ځیږه حکمونه غوره بولي.
یوه لور ته د امریکا متحد ایالات په افغانستان کې خپل ځواکونه زیاتوي بل لورته طالبانو له خپل لورې تعیینات پیل کړې دي. د واشنګتن پوسټ په وینا طالبان داسې چلند کوي لکه دوی چې بیا واک ته د رسیدو لپاره مټې رانغښتې وي او په خپله طالبان هم داسې انګیري چې بیا به قدرت ته رسیږي.
ورځپاڼه د لغمان د دوو والیانو په اړه لیکي چې د ولسمشر کرزي والي تر ډیره تشریفاتي کارونه کوي او د ملا محمد عمر والي چې پټ ګرځي له خلکو سره په ارتباط کې دی او اغیزمن کارونه کوي.
ورځپاڼه بیا د ولسمشر کرزي د نژدې ملاتړي ، د ولسې جرګې د غړې خالد پښتون خبره رااخیستې ده چې وایي، د طالبانو ټاکل شوي والیان په ډیرو سیمو کې غیر مستقیم واکمنان دي.
د واشنګتن پوسټ په وینا، اته کاله مخکې د طالبانو له افعالو او اعمالو افغانان ستړي شوي وو، دوی نجونې له تعلیمه منع کړې وې او په وړه غلا یې هم د خلکو لاسونه قطع کول اوس هم داسې څه دلیل نه لیدل کیږي چې طالبانو دې تغییر کړی وي، خو د ورځپاڼې په باور د افغان حکومت چارواکي، حتی د ښاغلي کرزي نژدې ملاتړي په دې نظر دي چې له کندزه نیولې تر کندهاره د حامد کرزي د حکومت د متحدانو واک کمزوری شوی دی او عوام د طالبانو خلکو ته مراجعه کوي. د خالد پښتون په وینا طالبان اوس ددې بحران یوه برخه دي.
خالد پښتون زیاتوي، په وروستیو کې کندهار ته د سفر پر مهال ډیرو خلکو ده ته وویل چې نور د دولت پر قضایي ادارو اعتماد نه شي کولای او طالبانو ته مخه کوي ، ځکه چې هغوی هغه قضیه چې حکومتي ادارې یو کال یا هم دوه کاله پرې تیروي، په یوه ساعت کې یوې خواته کوي.
د ورځپاڼې په وینا یو شمیر افغانان له دې پرته بله لاره هم نه لري چې طالبانو ته مخه کړي. طالبان له بزګرانو عشر اخلي، د دوی ټاکل شوي ولسوالان بیا ځوانان د جګړې لپاره استخداموي، که څوک د دوی غوښتنه ونه مني نو د مرګ تهدید ورته کوي.
د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په وینا طالبان زندان نه لري، قاتلان، جنسي تیري کوونکي او د حکومت ملاتړي علني محکمه کوي او په مرګ یې محکوموي.
له کندزه د ولسي جرګې غړې، فاطمه عزیز ورځپاڼې ته وویل، سره له دې چې خلکو طالبان ښه نه ایسي مجبوره دي چې د دوی ملاتړ وکړي.
د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په وینا هغه کسان چې په حکومت کې پاک دي او له طالبانو ویریږي، هغوی هم وایي چې د افغان حکومت اداري فساد او نورې ستونزې به یې دې ته اړ کړي چې له طالبانو سره یولاس شي.
واشنګتن پوست وړاندې لیکي، د طالبانو او د حکومت د ټاکل شویو غړیو تر منځ هم فرق کول ګرانه دي. ورځپاڼه بیا د لغمان مثال ورکوي چې د دغه ولایت والي او نور چارواکي د مځکو د ویش له لارې او د قراردادنو له لارې په لسګونو زره ډالر رشوت اخلي حتی واړه دوکانداران هم د دوی له فساده په امان نه دي بیاد دغه دوکانداران خپله نیمه ګټه دوی ته ورکړي.
ورځپاڼه په لغمان کې د حکومت والي لطف اله مشعل په دغه ولایت کې د طالبانو له والي مولوي شهید خیل سره پرتله کوي او لیکي چې خلک د طالبانو له والي ویریږي خو هغه ته د پاک سړي په سترګه ګوري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more