نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
درهین په غندنه خپل کلتور وژغوری
pattang
05.01.2010
درهین په غندنه خپل کلتور وژغوری:
پت مې دوطن اود پښتو درسره وپالی
نورخومې قاتل ته قهرمان راباندې مه وایه
هر څوکه غربت او بې وسۍ خوله راتړلي ده
ګور ه نوشیطان ته خو انسان راباندې مه وایه
ښي جیبان يې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي
ډلې ته دغلوخو وزیران راباندې مه وایه
(ذ. حسن )
دافغانستان غیور ولس د ۱۳۸۸ کال په ټاکنو کي دمرګ په بیه د کرزي تر شا ځکه ودریدل چي ولسمشر کرزي ورسره وعدې کړي چي دا ځل به یو د فساده پاک او مسلکي حکومت جوړوي ، تر اوږده ځنډ وروسته ولسي جرګې ته دکابینې لیست ولیږل شو . چي متاسفانه یوځل بیا یوازي دافغان ولس په سترګو د خاوري شندل و .
لکه څرنګه چي د ولس ورته تمه او امیدونه وو دهغه خلاف په لیست کي ټول هغه پخواني جنګي جنایتکاران ، مفسدین، فاشیستان او د تیرو اتو کالو د ناکام دولت ناکامه وزیران شامل دي چي ولس ئې په نوماندئ شرمیږي او دنفرت په سترګه ورته ګوري .
په دغو کسانو کي یو هم فاشیست ، مفسید او دایران ګوډاګئ رهین مخدوم دي چي په ولسي جرګه کي دده د ناکامه فاشیستي پلانونو لکبله داطلاعاتو کلتور وزارت لپاره د عتماد رایه ځیڼي واخستل شوه او دوزارته وشړل شو .
نوموړی د افغانستان د ملي فرهنګ ، کلتور او د اکثریت د ژبي او رواجونو سره ځانګړي دښمني لري او پرځای ئې د ایراني اخندانود کلتور ، ټرمنالوژئ ، او عنعناتو د رواجولو لپاره کار کوي .
دداسي یو کس چي دخپل وزارت په دوره کي ئې افغان ولس تر پوزي راوستې ، ناکامه اوله دندي شړل شوي بیا ټاکل دهغه چا لپاره چي دې ئې نوماند کړی دی یوازي د لیونتوب او حماقت په معنا بل څه نه وي ، خو دابه د ولسي جرګې د بې پرېوالي لپاره د افغان ولس په وړاندي یو لوی چلنج وي چي دغه دول منهوسو اشخاصو ته چي یوځل ئې د باور رایه ترې اخیستې وي بیا د باور رایه ورکوي .
افغان ولسپال ځوانان د ټولو ویښو پښتنو څخه غوښتنه کوي چي د خپلي ژبي ، فرهنګ او تاریخ لپاره ددغسي ناروا اشخاصوپه ضد په ټولیزه توګه خپل غږ پورته کړي او پرې نږدي چي د هیواد کلتوري او تاریخي شتمنۍ د پردو په لاس زیانمني شي .. .
رهین مخدوم د قضاوت په تله کي ، د مخدوم رهین د فاشیستي هڅو څخه پرده پورته کوي دغه کتاب د هغه دواکمنۍ په دوره کي د افغان ولسپال ځوانانو لخوا خپور سوی او له تاسو ټولو څخه هیله کوو چي د دغه فاشیست په اړه خپل نظر، لیکني ، دسترګو لیدلی حال له موږ سرره شریک کړئ ترځو د (( رهین مخدم د قضاوت په تله کي )) کتاب دوهم ټوک چي ډیر ژر به له چاپه راووځي ستاسو په هڅو لا بډایه او مستند شي . موږ ته خپله نظر په لاندي برخه کي او یا په دې بریښنالیک brishnalik@yahoo.com کي پرېږدی
افغان ولسپال ځوانان
کابل افغانستان
Say NO to racist and fascist minister proposed by warlords
President Hamid Karzai has recently announced his new ministers to the house of people (Wolesi Jirga) where the obvious attention is aligned to the chosen nominees. We the afghan people are not blind and will not ignore the fact that some warlords and gangs are involved to persuade President Hamid Karzai to nominate certain biased people on behalf of these warlords.
To mention some warlords such as Fahim, Khalili, Mohaqiq and Dostum have joined their forces to once again ruin the future of Afghanistan. They are putting forward people such as Raheen Dr. Sayed Makhdom as their first choice for minister of Information and Culture, who is well known by the people of Afghanistan as a racist and biased person with direct links to Iran. We urge everyone to stand up against these unethical and unfair methods to protect our beloved country Afghanistan from being ruined from inside out. We urge everyone to do what is possible to complain and never accept racist and fascist ministers. Please consider every method being available to you to stop the nomination procedures by these warlords. We want nothing else but a stabilized Afghanistan to be a home for all Afghans.
Finally, we urge Mr. President Hamid Karzai to consider the unbalanced share of ministers according to the ethnical composition of Afghanistan. Only 24% of the nominated ministers are ethnic Pashtons. This is unacceptable and will only undermine the credibility of the government of Afghanistan.
Forward this message to your friends and write a complain letter to President Hamid Karzai's office:
president@afghanistangov.org
Regards,
Afghan Unification Committee
larghonay laraway
06.01.2010
یاره پتنګ کاکا ستا په دین او مذهب هم پوه نه شوم.
له یوې خوا د کرزي حکومت، دا سره او سپین انډیوالان او نظام یې ټول ردوې او له بلې خوا بیا په همدې کابینه کې ښه او خراب لټوې.
زما په نظر له رهین او پدرام خو پښتنو شخصیتونه جوړ کړل. ځکه دوی په خپله ټولنه کې ډېر فاسد او ناکاره خلک دي او حتی په غندلو هم نه ارزي.
د دویم ځل لپاره چې د رهین نوم د وزیرانو په لیست کې راغلو نو پښتو خپرونو داسې بده ورځ جوړه کړه چې د ولسي جرګې پاړسیوان وکیلان یې په لوی لاس دې ته مجبور کړل چې همغې فاحش او فاسد وړکي ته رایه ورکړي. په دې کې یو شمېر هغه پښتانه چې له پخواني وزیر څخه خوابدی وو هغه هم شول او رهین یې په ۱۲۰ رایو کامیاب کړ.
shokoor
06.01.2010
سلامونه
زه پدې باور یم هر څه چې وشول اوس ښاغلی رهین د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شو، نو نارې سورې پرته لدې چې له رهین نه یو مهم شخصیت جوړ شی کومه بله نتیجه به و نه لري.
موجودو شریطو ته په پام سره ښه به دا وي چې د امکان په صورت د هغه د پښتو ضد له کړنو څخه مخنیوﺉ وشي.
زما ښه په یاد دﺉ چې دښاغلي رهین دتېر پړاو د وزارت په پای کې چې ښاغلی نجیب روشن د ملی رادیو تلویزیون رئیس و د رادیو تلویزیون په خپرونو کې د پښتو ژبې انډول ۱۷ % ته را ټیټ کړﺉ شوﺉ و . نو اوس ښه به دا وي چې ملی رادیو ټلویزیون هسې چې ملی شورا هم تصویب کړې ده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له تشکیل نه لرې او یوه مستقله ملی مؤسسه شی. پدې توګه به لږ تر لږه ملی راډیوټلویزیون چې د ژبې په ترویج کې مهم رول لوبوی د ښاغلي رهین د لاسوهنو څخه وژغورله شی.
په درنښت
pattang
06.01.2010
لرغونيه ياره !
څوک چې دل چا په دين او مذهب نه پو هيږي هغه په خپل دين او
مذهب هم نوي خبر. وروره ! نارو او سورو ته ضرورت نشته عمل په کاردی.
[quote:43e0baaae9="larghonay laraway"]یاره پتنګ کاکا ستا په دین او مذهب هم پوه نه شوم.
له یوې خوا د کرزي حکومت، دا سره او سپین انډیوالان او نظام یې ټول ردوې او له بلې خوا بیا په همدې کابینه کې ښه او خراب لټوې.
زما په نظر له رهین او پدرام خو پښتنو شخصیتونه جوړ کړل. ځکه دوی په خپله ټولنه کې ډېر فاسد او ناکاره خلک دي او حتی په غندلو هم نه ارزي.
د دویم ځل لپاره چې د رهین نوم د وزیرانو په لیست کې راغلو نو پښتو خپرونو داسې بده ورځ جوړه کړه چې د ولسي جرګې پاړسیوان وکیلان یې په لوی لاس دې ته مجبور کړل چې همغې فاحش او فاسد وړکي ته رایه ورکړي. په دې کې یو شمېر هغه پښتانه چې له پخواني وزیر څخه خوابدی وو هغه هم شول او رهین یې په ۱۲۰ رایو کامیاب کړ.[/quote:43e0baaae9]
عادل عادل
07.01.2010
سلامونه
د لاروي صیب د نظر په تایید، زما په نظر خو په تړلو لاسونو سره د مخدوم تخریبول او رټل هغې ته د شخصیت ورکولو پرته د بل هیڅ مانا هم نلري، هر چا چې د مخدوم په اړه کتاب لیکلئ نو تر ټولو زیاته ګټه یې ورته رسولې، که زه خدای مکړه مخدوم وای نو د کتاب لیکوونکي او تاسو ټولو ته مې جایزې درکولې.
ددې مثال د امام خمیني احمقانه فتوی ته ورته دی چې دټولې نړئ توجه یې سلمان رشتي ته واړوله او په لوی لاس یې شخصیت ورته وباښه.
larghonay laraway
07.01.2010
السلام علیکم!
[code:1:a63eca70dd]پتنګ لالا ما خو ستا حوصله معلوموله چې زما یوه ناړامه څومره زغملی شې خو فکر کوم چې ته خپه شوی یې. دا خبره ماپه نغښتې او مرموزه توګه هم درته کولی شوه خو په کلیوال انداز مې د دې لپاره وکړه چې لږ دې په غوسه کړم.
له دین او مذهب نه مې زمونږ د عوامو اصطلاح هدف ؤ. کله چې څوک کله یوه او کله بله خبره کوي نو دلته ورته خلک همداسې وایي. په هر صورت یو پتنګ لرو خدای دې یې نه خپه کوي چې ډېوې به مړې شي.[/code:1:a63eca70dd]
اوس د رهین خبرې ته راځم. باور وکړئ چې له رهین څخه په لومړۍ دوره کې تر پښتنو پاړسیوانان ډېر خپه وو. که تاسو د رهین د لومړۍ دورې وزارت په وخت کې د متعصبینو پاړسیوانو خبرې اوریدلې وي لکه پرتونادري، محب بارش او زریاب نو پوهیدای شي چې رهین په ټولنه کې یوه رټل شوې څېره وه خو د تللي بابا ظاهرله نامه یې استفاده کوله. زریاب په همدې خاطر ورسره مشاور وزیر ؤ چې د ایران لپاره لا ښه کار وکړي خو رهین ډېره توجه سندرغاړو او خانه قاګانو ته کوله. زریاب هم بیا ورپسې خبرې کولې.
اوس چې دوباره وزیر شو نو همغه زریاب د طلوع تلویزیون له لارې ورته کمپاین وکړ. په هرات او غزني کې ورته کمپاین وشو حتی په وردګو کې ورته زلمي مایار کمپاین وکړو او د خلکو نظرونه یې راټولول ځکه چې پښتنو له رهین نه ډېر غټ سړی جوړ کړ. که د رهین په غندنه کې اوس هم پښتانه لږ حوصله وکړي او پاړسیوانان له ځان سره ملګري کړي نو د وزارت عمر به یې ډېر لنډ وي.
په همدې هیله
ستاسو لاروی