د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اسلامي نړۍ او درې وران بنيادونه

میوند ننګیال
05.01.2010

اسلامي نړۍ او درې وران بنيادونه

له اصلاح انلاین څخه په مننه .

يکشنبه, 03 January 2010 09:48
ليکوال: استاذ محمد زمان مزمل

څوک چې د اسلامي نړۍ هيوادونه د يوې سرښنده مطالعې لاندې ونيسي، نو وبه ګوري چې دا بيرته پاتې او د اشغال په ګيره کې تکرار لويدونکې نړۍ او هيوادونه يې ټول په دې کې سره شريک دي چې په دې هيوادونو کې سياست او سياست چلونکي او ورپسې فتوى او اهل فتوى او په دريمه درجه کې د ليک لوست مخکښان يا هم مطبوعاتي پرګنې د نورو هيوادونو په پرتله کمزوري، فاسد او بې هدفه دي او د اسلامي نړۍ د هيوادونو زيات مصيبتونه له همدې ورانو بنيادونو له مخې دي او دلته په دې ملتونو کې د اصلاح او بيارغولو عمليه د همدغو درې فاسدو مراجعو د منفي دريځ له مخې هميشه نيمګړي او بې اثره وي، ځکه همدا درې جهتونه هر يو يې نه دا چې د نورو په لمسه د مصلحينو او آزادي خوښو سره په جګړه استخداميږي، بلکې له قصده د پردو خوا نيسي.

اول: سياست

سياست په اسلامي نړۍ کې درې مهم مراحل طی کړي دي.
لمړى پړاو: د راشده خلفاو پړاو:
چې په هغې کې سياست چلونکي هم مصلحين ول او هم د فتوى اهل.
په دې پړاو کې اسلام د خپل تاريخ تر ټولو ښې نمونې وړاندې کړي او حقيقتا چې دغه موجوده اسلامي نړۍ چې لا د عنوان له مخې ژوندۍ ده او د استعمار ګوډاګيان يې په شکولو نه توانيږي، دا د همدې راشدو خلفاو په دور کې جوړه شوې ده او د ملتونو قناعتونه او ولاوې ( تړاو) په کې د هماغه تاريخ پر اساس ژوندي چليږي.

دوهم پړاو: د اموي خلافت او عباسي خلافت د راتلو او ياهم د مذهب د مخکښو امامانو عصر:

په دې عصر کې که څه هم سياست چلونکي له يوې خوا د خلکو په رضا او رغبت نه و راغلي، له بلې خوا هغوى زيات د خداى د احکامو مطابق په تيره په خپلو اجراءاتو کې نه چليدل، ولې په دې پړاو کې د فتوى خاوندان د خپل وخت مصلحين و، او هغوى د شريرو سياست چلونکو مقابله کوله او په امت کې ډير خلک د فتوا د خاوندانو تابع و.

دريم پړاو: د عباسي خلافت د راتلو وروسته:
له هماغه وخته تر دې دمه چې په امت کې سياست چلونکي او هم د فتوى خاوندان ټول په يو ډول انحراف اخته شول . دغه دريم پړاو بيا په خپل ځان کې دوه مراحل لري:
لمړى هغه مرحله چې د حکومت سردمداران په کې د عشائري او قومي تعصب له مخې په فساد کې ولويدل او اسلامي نړۍ يې په خپلو کې تقسيم او کمزورې کړه .
دوهمه هغه مرحله وه چې د استعماري دولتونو لخوا د اسلامي نړۍ د اشغال په دوران کې او بيا وروسته د دې نړۍ زيات سياست چلونکي او مسلطې کورنۍ د همدغو پرنګي بادارانو لخوا په ملت باندې وتپل شوې او لا تپل شوي دي.چې په دې دريم پړاو کې سياست چلونکي، د فتوى زيات خاوندان او په وروستي تاريخ کې بيا مطبوعاتي کسان ټول په خپلو کې خرڅ شوي او ټول د دې امت د مصلحينو سره درګير دي.
زمونږ عصر تر ټولو پيچلى عصر دى، په دې عصر کې حکام په ملتونو باندې د نورو لخوا تپل کيږي او دا تپل شوي حکمرانان بيا د خپل فساد د توجيه په خاطر د فتوى اهل او د قلم خاوندان په پيسو اخلي .او په اسلامي ملتونو باندې د هرخير او هرې ترقۍ لاره بندوي او پړه يې په ګډه يا پر اسلام اچوي او يا هم پر هغو مصلحينو چې د دوى په بنديخانو کې پراته دي، او دوى هغوى ته مرتجعين يا تروريستان وايي.
د استعماري دولتونو د ګوډاگيو حکومتونو په دوران کې مصلحين د سياست چلونکو په نسبت، زيات د فتوى او قلم د خاوندانو لخوا ربړول شوي دي.
سيدجمال الدين افغاني، اقبال او نورو مصلحينو چې له دې خلکو ليدلي، دهغه په نيمه يې د وخت له فاسدو سياست چلونکو نه و ليدلي.
اسلامي نړۍ او په کې ميشت ملتونه د خپل نجات په خاطر په خپلو کې د يو بې توازنه تقسيم ښکار دي. ځيني او سطحي کسان په کې خپل دغه حالت ټول د مذهب پورې تړي او پړه يې پر اسلام اچوي، ځينې نور په کې پړه په استعمار او د هغوى په مداخله ګرو تجاوزونو غورځوي، ولې حقيقت دا دى چې د اسلامي نړۍ بنيادي کمزورۍ او کوربه شوى فساد ټول د همدې درې بنيادونو له فساد او ورانۍ څخه دى او هغه دا چې د اصلاح مهم رکائز په دې ملتونو کې چې هغه سياست، فتوى او قلم دى، دا ټول يو د بل پسې، يا فاسد دي او يا هم استعمار د هغه سر، مخامخ يا بالواسطه په بيعه اخيستى دى.
په اسلامي نړۍ کې داخلي تحولات د ډير پخوا نه د اروپايي هيوادونو له خوا څارل کيږي او دلته د هغوى حامي کورنۍ دي چې په دې ملتونو باندې حکومت کوي او چې ضرورت يې شي نو هغوى په هغو باندې عوضوي چې له دوى زيات نوکر وي.
له همدې ځايه دا ملتونه د همدې خامو ډلو يا خامو کورنيو په ګرفت کې دي چې دا اخيستل شوي حکمرانان په دويم قدم کې د خپل نفوذ لپاره او د خپلو بادارانو په مشوره د فتوى خاوندان په بيه اخلي او ورپسې د قلم خاوندان هم د فتوى خاوندانو په نيم قيمت اخلي، او داسې دا درې فاسد بنيادونه د هر ملت له مصلحينو سره په ټکر کې لويږي، خپل فساد او انحراف د هغوى سره په مقابله کې له ملت نه پټوي او له دوى سره په دې تهمت کې، د وخت د ذليلو مفتيانو فتوى او د وخت د کرايي ليکوالانو قلم هم ملګرى وي.
پرون د شوروي په اشغال کې د قلمي ځواک خاوندان نيم په نيمه او د فتوى خاوندان نيم په نيمه د ګوډاګي دولت په څنګ کې و.
نن هم تر هغه بدتر د هيواد سياست چلونکي، تپل شوي او د فتوى او د قلم خاوندان تر پخوا زيات، بلکې له دريو نه دوه برخې د فاسدې اوضاع او فاسد نظام سره ملګري دي، او د هغوى ټولې غلطۍ او مظالم توجيه کوي، او هغه چې د آزاد افغانستان لپاره قرباني ورکوي، د هغوى د غشو هدف دي.
په اسلامي نړۍ کې چې دا درې بنيادونه له سره جوړ نه شي او په ښه تدريجي طريقه جوړ نه شي، هغه به هيڅکله د نړۍ په سطحه د نورو سيالو هيوادونو يا ملتونو په کتار کې رانشي، ځکه پردو په غلطه روان کړي او حساب يې د پرګنو د عقيدې او مذهب نه غواړي. په داسې حال کې چې مذهب په اسلامي ملتونو کې د اروپايي ملتونو څخه زيات څنډې ته ايستل شوى دى، هر څه په دې هيوادونو کې د اروپايي سفيرانو په ذريعه تنظيميږي.او دا د هيچا له سترګو هم پټ نه دي. آن که د کابل انتخاباتي کمپاين هم وي.

اسلامي نړۍ او د لويديځ په دام کې لويدونکې پرګنې:

غرب د ملتونو په تيره د اسلامي ملتونو د ذليلولو او ښکارولو په اړه د پرګنو کمزورې طبقې ښې تشخيص کړي دي او د خپل تشخيص مطابق يې په دې ملتونو کې دغه پرګنې په خپل دام کې غورځولي دي.
هلته چې تر ټولو زيات او تر هر چا آسانه د غرب په دام کې لويږي، درې طبقې دي:
لومړى: ښځينه طبقه:
دوهم: ځوانان
دريم: د ادب او د تاريخ طالبان او يا هم فارغان:
دا چې ولې دا درې خواوې د هغوى په دام کې په آسانۍ لويږي د دې ځواب د هرې يوې په رابطه کيداى شي بيل بيل دلايل او وجوهات ولري.

لومړى: ښځينه طبقه:

ښځه په اسلامي نړۍ کې د ډير ځنډن تاريخ نه د خپلو حقوقو نه برخمنه نه ده او د هغې مقام په اسلامي ملتونو کې د اسلام خلاف يو خدشه لرونکى مقام دى. چې دې خاليګاه ښځه په يو حساس حالت کې غورځولې چې له مخې يې د غرب لخوا په مطرحې او غرضي آزادۍ په آسانه دوکه کيږي، ځکه چې د هغې خپل حالت هم زيات ځورونکى دى، په داسې حال کې چې همدا شرقي ښځه په بل مخ کې له د ې هم عاجزه ده چې په غرب کې د ښځې د آزادۍ او معاملې په رابطه يوه سطحي ارزونه وکړي.ځکه فطرتا ښځه تر نارينو زياته د مظاهرو نه رنګ اخلي . په دې اړه ما په (افغانه ښځه کردار او کړاوونه) ليکنه کې پوره تفصيل ورکړى دى. د زياتي خبرو د تکرار اړتيا نشته.

دوهم: ځوانان:

ځوانان که څه هم د ښځو په شان د خپلو حقوقو او يا مقام د کمزورۍ مشکل نه لري، ولې ځوانان څرنګه چې د سيالۍ او غرور ښکار کيږي، هغوى له دې مخې چې غرب او غربي هيوادونه پرمخ تللي ويني، د کمترۍ احساس کوي او د علاج او تدبير په رابطه هغوى هم د غرب د علمي پانګو يا هم علمي هڅو پر ځاى د غرب د مظاهرو ښکار کيږي او هغوى په خپل وار د غرب د پروپاګندې په دام کې لويږي، او ډير يې په هغو لارو روانيږي چې هغه خپله له يوې خوا دا ملت په دوو جلا جلا لارو ويشي او له بلې خوا د غرب د مظاهرو تقليد، هغوى د يوه جدلي ماحول هاخوا د کوم عملي پرمختګ په لاره نه روانوي. که څه هم په اسلامي شرق کې ځوانان کله ناکله د تيرو مشرانو مذهبي ناکامو سبقونو له عمل او کردار نه په کرکه ښودلو او بې اعتمادۍ ناچاره د غرب د تهذيب نه د تاثير لاره نيسي او زيات د هغو ډلو په کتار او ولکه ورځي چې د همدې کار لپاره غرب، هغوى ته پيسې او وجاهت دواړه بخښلي دي.
دا هم په داسې حال کې چې د غرب او بيګانه دولتونو هڅه هم په دې اړه زياته ځکه جدي ده چې هغوى تر هرچا د ځوانانو د رول په اړه زيات معلومات لري او له دې مخې د ټولنې حساس اړخ تر هر چا د مخه مشخص کوي، تر څو يې پاتې پروګرام بې تشويشه پرمخ ولاړ شي.
که څه هم په څلورمه او پنځمه لسيزه کې ځوان نسل د يوې اوږدې تجربې وروسته د غرب پر ضد ډير حساس شو او په اسلامي نړۍ کې ځوانان خپله په خپل مذهب او تاريخ راوګرځيدل، ولې د ايران او افغانستان ناکامو مشرانو او نيمګړو تجربو دا راستون شوى بهير ټکنى کړ او اوس ډير ځوانان د شعاري مسلمانانو په کار او مبارزه باور نه ساتي.
په اوس مهال کې چې غرب د شوروي په سقوط د مسلمانانو سره په يوه نامتعادله جګړه کې ښکيل دى، ځوانان تر هر چا زيات د تذبذب سره مخامخ دي، منتها دلته او په عربي هيوادونو کي ځوانان يا د غرب د ښکاره دښمنۍ له مخې، يا هم په دې ملتونو کې د مذهب د عمق او سوابقو له مخې زيات ځوانان د غرب سره تر شوروي زيات مخالف او زيات يې ورسره په مقابله کې روان دي.
ولې بيا هم ډير ځوانان دي چې د جنګي او گډې وډې اوضاع له مخې په خپلو هيوادونو کې د يوې ژورې ماتې سره مخامخ دي، او ډير يې هڅه کوي چې غرب ته پناه يوسي.
څه دغه ځوانان د غرب مقابله وکړي يا يې په دام کې ولويږي په هر صورت غرب او غربي دولتونه د پخوا نه زياته هڅه لري چې ځوانه طبقه يا د ځان ملګري کړي او يا له هغوى څخه داسې پاريدلي شاعران، هنرمندان او د نورو ټولنيزو صنفي فعاليتونو مخکښان جوړ کړي چې د يو موټي پيسو په پيدا کولو هغوى د هيچا په درد ونه خوړل شي.
دريمه طبقه: د ادب او تاريخ زده کونکي يا فارغان:
دا چې مونږ د ادب او تاريخ زده کونکي مشخص کړل، د دې وجه دا ده چې اصلا غرب په علمي ساحو کې د مسلمانانو ځوانان صادقانه نه روزي او هغه چې په دې ساحو کې روزل شوي دي، هغوى د خپل علمي تفوق له مخې خپله د غرب د نقشو او پروګرامونو پر ضد خپله پاريدلي وي، له همدې ځايه غرب په دې اړه چندان جذبه نه لري.
تيرو څلورو لسيزو کې په غرب کې او په خپله په شرق کې د علمي فاکولتو زيات طالبان په اسلامي ډلو کې تنظيم شول او هغوى زيات د غرب له اغيزو آزاد وروزل شول، ځکه چې علمي ساحې يې همداسې په يو نسبتا آزاد ماحول کې غورځوي.
ولې ادب او تاريخ چې له يوې خوا يې ثوابت تت وي او له بلې خوا يې روزل شوي ډير د ترقۍ په اړه محوري انديښنو ته لار نشي پيدا کولاى، غرب غواړي په دې ماحول زياته پانګونه وکړي، له همدې ځايه تاسې په شرقي هيوادونو کې د طب، انجينرۍ، ساينس قهرمانان نشي پيدا کولاى، او هغه چې د قديرخان په شان ځان له خپله رسولى، هغه خپله د غرب دښمنان دي، نه دا چې هغوى ته جائزې او مډالونه نه ورکوي، بلکې هڅه کوي، هغوى بند او بنديخانو ته وسپاري. ولې په اجتماعي علومو کې هغوى بلا قهرمانان روزلي دي او زيات يې د غرب پروپاګنډې قهرمانان کړي دي، لکه طه حسين، زيار او داسې نور.
هغه چې په هيواد کې د خپلو تاريخي ثوابتو پر ضد پارول شوي او د يوه نوښتګر ذوق په عنوان د خپلو خلکو او خپل تاريخ پر ضد استخدام شوي دي.
لنډه دا چې په اسلامي نړۍ کې په سياست کې راوستل شوي کسان، کورنۍ او همداسې اهل فتوى او ديني مراجع او ورپسې جوخت زيات ليکوالان او مطبوعاتي کسان دا ټول د يوې نقشې لاندې له يوې خوا د پردو په واک کې دي او له بلې خوا هغه د غربي هيوادونو د سياسي او فرهنګي رجالو په مقايسه د هيڅ په معنا دي، او له همدې ځايه زمونږ پرګنې او ځوانان په دې ټولو کې خپله قدوه نه پيدا کوي، او ځوانان خوارکيان په يوه بې تجربې پړاو کې نوې تجربې او ډير کرته د اصلاح په صادقانه هوډ په داسې پيچلو غلطيو کې لويږي، چې کله کله د همدغو تيروتو سياست مدارانو او اجيرو مفتيانو او غوړه مالو فرهنګيانو تور مخونه سپين کړي، او اسلامي نړۍ همدا اوس اوس د همدغسې يو پيچلي پړاو په متن کې روانه ده. مشران او پوهه پرګنې د استعمار په خط کې روان دي، ځوانان يې د مقابلې په تونده کرښه د داسې سياسي اشتباهاتو ښکار دي چې کيداى شي د اسلامي نړۍ د دې ناکامه کونکي تقسيم هاخوا ځوانان د سياست په وروستيو پړاوونو کې په نورو کړاوونو واړوي.

[color=blue:f3029e027b]د مشهور سیاستپوه ،لیکوال،شاعراو دجهاد ددوری نوموړی شخصیت استاذمحمد زمان مزمل لیکنه ده . [/color:f3029e027b]
[color=white:f3029e027b]وروڼو دغه لیکنه می په اصلاح انلاین کی ولوسته او په زړه پوری راته معلومه شوه نو دلته می را کاپی کړه تر څو وروڼه نری فایده واخلی .[/color:f3029e027b]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more