نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتانه، بلوڅ اوسنديان !!
باتور
03.01.2010
پښتانه، بلوڅ اوسنديان !!
کله ،چې لرغوني تاريخ ته وکتل شي . . سند ،سين او آباسين يوه حوزه او يو مدنيت دى ، چې پر درې سيمو پورې اړه لري .که گنداهارا ، ساکستان ، زابلستان ، کوچيانيان ، زاوليان او پيتليان يا هر څه ،چې ياد شوي يو،) درې نه دي! (، يو ځاى لوړ شوي ،يو ځاى ښکته شوي ،خو انگريزانو يو ځاى کوټلي دي . انگليس ،چې راغلاى بيا تللاى نه دي ،خو زمونږ د حوزې تاريخ او کولتور يو دى .
اوس به د تاريخ خبرو ته غوږ شو ،چې د نفاق او اتفاق داستان وگورو ،چې پر کومو شيانو اتفاق و او څنگه نفاق راغلو : لومړى به د اتفاق اړتيا و څېړو ؛ ځکه ،چې لومړى اتفاق و بيا نفاق راغلو ) لومړى به خپل حال ) د اتفاق( په مهال کښې وگورو بيا به يې د نفاق په دوران کښې وگورو( .
پوهه او روڼ اندي همدا ده ،چې سپين سپېڅلى ژوندون کله و .
زمونږ د الهام او تفکر سرچينه کوم مهال ، کله او چېرته وه ؟
دپښتانه ، بلوڅو او سنديانو څو عادي ځوانان دې د تاريخ ،هڅوب او ادب پر موخې خپله هڅه وکړي ،چې د خپلو وگړيو تر منځ د يووالي بينادونه ټينگ کړي . ليکنې ، کتابونه ، تاريخي آثار او د معلوماتو يو له بله بدلول دې وي ،خو له چل، سياست او دروغو لېرې .لکه يو علمي يون اود يوې تاريخې دورې څېړل .
کوچيانيان )کوشانيان( کوچ او بلوچ
کله ،چې کوشان يادېږي؛نو دا يو پېر دى ،چې دغه درې واړه په هغه مدنيت کښې يو ځاى ول . نور هېوادونه ول . . . چې کوچيان )کوشان( دوستان ول. هر يو خپلواک و او دوستان ول .
له دې وروسته دا مهال همدلته پرېږدو، تاريخ ته ځو. څلور لويې امپراتورۍ د دوستانو په توگه ليدل کېږي ،چې سوله ييزه کراره نړۍ يې وه .
چين ، کوشان ، پارت او روم
)له 31 کاله له ميلاده مخکې تر220 م پورې(
مونږ پښتانه ، بلوڅ د کوشان يا کوچيان په برخه کښې يو.په نړۍ کښې د درېمې ميلادي پېړۍ په لومړي سر کښې څلور امپراتورۍ وې ،چې د دوى ځمکه د يو ملاوستي ) کمربند( پر څېر له اروپا اواطلس اوقيانوس څخه تر بحر الکاهل پورې وه .
د دوى سياسي يو والى په لرغونې نړۍ کښې يوه بې سارې بېلگه ده. کوشانيانو 48 ميلادي کښې باکتر ، باختر يا بلخ اوشمالي هندوستان سره وتړل .دا هغه کار دى ،چې بيا يفتليانو وکړ .
په اسلامي دوره کښې صفاريانو ، غزنويانو ، غوريانو ، هوتکو او ابداليانو وکړ ،خوکله،چې انگريزان د آسيا لويې وچې ته راغلل ، بيا تر دغه مهاله د دوى له سياسي اغېزې خلاص نه يو . اوس د ناټو پر نوم ،پوځي ځواک سره پر اخ او ډب اخته يو، ځان خلاصولاى نه شوو .
پښتانه سياست پوهان په لره او بره پښتونخوا کښې تاريخي تړون او سياست ته نه دې پرېښودل شوي .
ارواښاد قاضي عطاو الله ،چې مړ شو، ماستر عبدالکريم پرې وليکل : ولې ؟ قاضي مړ شو، نه بازارونه بند شول ، نه هټۍ وتړل شوې ، پښتنو لکه د غله مور ،د کندو تر شا وژړل .
دا څومره سخت حالت بيانوي او پښتانه دا حال نه شي بدلولاى .
فرغانه اود تارم سيمه د چين او کوشان تر منځ ، سيستان او ارمنستان هم د کوشان او پارت تر منځ څرگنده نه وه او يوه خواشوي نه ول . ارمنستان خپله دوستي له روم سره ټينگه کړه. ښه خبره ده ،چې دوستي او ښې اړيکې پر خپل حال وي .
دغه څلور امپراتورۍ له درې لارو يو له بله سره تړل کېدې . لومړۍ شمالي لاره ،چې د چين له لوى ديوال او د تورې بحيرې له شمال څخه يونان ته رسېده ، بله لار له هندوکش څخه تېرېدله ، هند ته رسېده او بله سمندري لار وه ،چې د يونان، مصر او هند تر منځ وه . ساکو د تورې بحيرې لا ره? تر مديترانې پورې نيولې وه .
ساک هغه قوم دې ،چې ايران ، بلوچستان ، هند او افغانستان کښې خواره شوي ،ځينې ليکوال هخامنشيان هم ساک بولي .
کوشانيانو يوناني خط کارولو، ژبه يې سکايي وه او دوى سره تعصب نه و . په څه کښې به يې ،چې گټه وه ، هغه به يې خپلولو .
ځينې خلک ،چې پر اساسي سياست نه پوهېږي ؛ له احمدشاه بابا څخه گيله لري ،چې ولې يې ځينې هېوادونه له نيولو وروسته دهماغې سيمې خلکو ته پرېښودل .
لکه : ډيلى ، مشهد ، بخارا او نور. دا د کوشانيانو د کوشان دوستۍ سياست و ،چې پر خطبې او سکې يې قناعت کولو ، نور يې پر هغو کارنه درلوده ، هغه هم د يوځل لپاره.
احمد شاه بابا ،خود هغوى د خپلواکۍ ضمانت کولو . له نيکه مرغه د هغې وينا ،چې احمد شاه بابا په مشهد کښې کړې وه ، يو څو جملې شته ،همدا ډول د سلطان مسعود غزنوي هغه عبارات ،چې د خراسان په ولايت کښې يې بيان کړي دي هم خوندي دي .
له دې خبرو غټ هدف دا دى ،چې مونږ افغان سياست لرو،خو اوس پر داسې بلا اوښتي يو ،چې هر سړى منفرد او خپل نظر لري او نور ورته رابولي ،تاريخ نه گوري .
دې بحث ته به اوږدوالى ورکوو؛ځکه د افغان د ملي تاريخ فلسفه ډېره ژوره ده . پښتانه مريتوب نه خوښوي او ددې ثبوت اوه زره کاله ليا پخوا ليدل کېږي .
پښتانه ،بلوڅ او سنديان وڅېړئ !
په سېند کښې څه کار شوى ؛ هغوی د سند د حوزې پر مدنيت پسې گرځېدلي او ځېني نومونه يې ژوندي کړي ،خو دا به هغه وخت بشپړېږي ،چې پښتانه او بلوڅ ورسره يو شي . د بلوڅستان او پښتونخوا تاريخي آثار په يو مدنيت پورې اړه لري، نورې بېلگې هم ډېرې دي .
د معلوماتو ورکول او ااخيستل اړين دي ، بېهوده خبر يې انگريزانو پر خولې ورکړاى دى . تر دوه يمې نړيوالې جگړې ) 1940( انگريزان په هندوستان کښې ول او دغه بې معنا سندره يې د هند پر ځوانانو ويله : )جاپان اور جرمن - بېشک مېرا دشمن(. دوى نه پوهېدل ،چې د جاپان او جرمن کار دوى سره نه شته، د هغوى کار انگريزانوسره دى.
دا يوه هيله ده ،چې لږ خبره سره راټوله شي ؛ځکه زاړه بوډاگان دا کولاى نه شي . چا سره ،چې وخت او ځواک وي د هغوى پام دې دې خبرو ته وي ،چې وخت هم بې ځايه برباد نه شي ، په دوستۍ او اتفاق کښې د خلکو خېر اود څښتن تعالى رضا ده .
الهامي کلام:
دنــــــېکانو مــــــدعا خـــــو نېــــــــک عمل وي *** ساعت نه گوري که صبح وي که شام
چې د زړه حضور يې نه وي په لمانځه کښې *** پکار نــــــه دى، مـــقتـدي وي که امام
چې مجنون غوندې په مينه کښې صادق وي *** رحمـــــــــــان وايم په هغه بـاندې سلام
هم نغمې کاندي هم رقــــــص کا هم خـــــــاندي *** د رحـمــــــــان په شعر تـــــرکې د باگرام
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ :
زموږ مدنيت تر اروپا وړاندې دى هغه هم څو زره کاله، وروسته له هغه، چې باکتريانو د سکندر پاتې کسان وايستل دويمه ميلادي پېړۍ د کوشانيانو کوچيانيانو داسې امپراتوري، چې ډېره بډايه وه دومره بډايه، چې تراوسه يې خزانې پاتې دي کله، چې تاسې د دوى سيکې او کالي وگورئ، چې اروپا او امريکا هغه بډاى او پوه خلک ؤ.
د جغرافيې له مخې د آمو په دواړو خواوو کې دوى ؤ بطليموس جغرافيه پوه هم وايي: سغد، مرگيانا، ثمرقند او بخارا ١٧١ ق م پخوا ترميلاده ټول باختر ؤ بلخ، باکتر، بخت، بخد همدا ځاى ؤ کوشانيانو په چينې ژبې يو Yoehchil کوچى په )کوشى( بدل شوى په برهان قاطع کې ويل شوي، چې کوچى د ټبر نوم دى بلوڅ بل ټبر دى، چې کوچ او بلوڅ يو راځي،لکه، چې دوه و وروڼو وي. کوچيانيان ياکوشانيانو دوه پلاخپله امپراتوري جوړه کړې، چې د لوى او واړه ياد شوي دواړه کوشانيان د اسلام تر راتگ پورې د افغانستان په بيلو سيمو کې حکومت کاؤ رتبيل شاه او لويکان بله برخه ده، چې سيکې او خزانې يې پاتې دي هر پښتون بويه د هغه په ساتلو کې هڅه وکړي . په دې برخه کې ددغو پادشانو تصويريونه د دوى په سيکو کې، چې ضرب شوي دي وگورئ.
زړه دې کـــړو حجــــره د پښتنو زمــــا
څومره، چې ډېريږي مېلمانه گـــــوري
ډېرې ډېوې مړې د حمزه زړه کې شوې
گرځي په ژوندو کې پښتانه گــــوري
قدرت الله حداد )فرهاد(
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
باکتريانا او تصويرونه :
http://www.mlahanas.de/Greeks/Bios/Diodotus1Coins.jpg
. . . . . . . . . . . . . . . .
. . . . . . . . . . . . . . . .
په درنښت
[/img]