د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانستان کي ولې بايد د ايساف قواوې وي؟

م ن غروال
14.03.2004

کله چه د روس په وړاندي غرب، افغان سر تيري وموندل نو د وسلو او ډالرو له بارانه يي څه ونسپمول٠ پدي دوي پوهيدل چه د اسلام له جذباتو ښه ګټه پورته کوﻻئ شي٠ پدي کي دوئ ته هم کوم شک نه وؤ چه د اسلام په ليکو کي به د مسلمانانو جذبات پياوړي او پرمختګ به ډير ګړندۍ وي، چه مثبت تاثيرات به هرومرو په خپل چاپيريال او په نورو اسلامي مستعمرو هېوادو کي ولري٠ دا شۍ وؤ چه غرب ورته زړه نه ښه کولو او بيشکه چه مذهبي وده ددوي له سياست سره مطابقت نه درلود نو بايد دراتلونکي غم يې هم د روس له ماتې سره جوخت خوړلۍ وای٠ دا غم خوړل همدا وو چه د يوه متحدې جبهې او يوه متحد هدف سر تيرو په ليکو کي د اوو اسلامي ګوندو جوړول او تنظيمول وؤ٠ تر څو بېرته ددغه متحدې جبهې ماتولو امکانات هم ولري٠ هېواد ته د ننوتلو سره سم د يوې ﻻرې وروڼه د يوه او بل په وينو تويولو او د کورنۍ جګړې په پيل کولو ددوئ درځ او د اسلامي جذباتو نزول چه حتی خبره تر بدنامۍ ورسېده ،بايد شوې وای لکه څرنګه چه پيل شوه او وشول، چه د همدغو اوو ګوندو جوړول د نفاق دﻻملو څخه يو اغېزمن ﻻمل بللای شو٠ ددوي منځ کي د نفاق سياست ﻻ د جهاد وخت کي روان او په شکل د اشکالو د يوه او بل پر ضد استعمال د غربي نړۍ د سبا غم خوړل وو چه البته نن يې د سر په سترګو وينو٠ تر څو کرکه او نفرت هم د جذباتو تر څنګ دسبا لپاره وده وکړي ٠د ددغو اوو ګوندو د پردې ﻻندي د غرب همدا سياست نغښتۍ وو چه د مجاهد او اسلام نوم به د بد نامۍ هغو پولو ته رسيږي چه مسلمان به خپله نارې وهي چه تباه شوؤ ٠٠٠ هله په لحاظ د خدای مرسته٠٠٠٠:
مونږه دا اوه٠٠٠٠٠ نه غواړو هماغه ٠٠٠٠ راته ښه وؤ، او داسي نور ٠٠٠ خير
خلکو د نجيب پر وخت وژړل او د هغه دوران ارمانجن شول٠ دغو اتلانو ((خورا په غم لړلي زړه بايد ووايم چه)) د بلاګانو او وحشيانو او متجاوزينو او داړه مارانو لقبونه د هغه مسلمان افغان ولس چه يا خو خپله د جهاد په ليکو کي وو يا هم د مجاهد د راتګ ارمانجن وؤ او يا يي هم شپه او ورځ د مجاهدينو له برياليتوبه نور څه له خدايه نه وو غوښتي، او همدا ډول د هغه بهرنيو مسلمانو لخوا چه جهاد کي يې حتی برخه درلوده، وګټل٠
په وطن چه کومې شپې راغلې هغه بې سارې وې٠ حتی په نړېواله کچه سړئ کوﻻئ شي ددوئ دا غيري انساني اعمال چه هم مذهبه او هم وطنه پخپل هېوادوال او بې ګناه او مظلوم ولس داسي له شرمه ډک او بې حيا تيري کړئ وي، ولټوي فکر نه کوم چه پيدا يي کړي، چه په بشري کلتور کي د شته والي ځاي هم، د آدم ذات له صفاتو څخه محاله خبره ده٠ نه ورځی وی او نه اونۍ او نه هم مياشتي! دا ډول کلونه وؤ چه تېر شول او اور وؤ د بېګناه افغان مسلمان ولس پر سر٠ خير ٠٠٠٠
[color=yellow:d824a1066e]نور بيا،[/color:d824a1066e]


نقاد
15.03.2004

غروال صاحب سلامونه ، ستړی مشې او هر کله راشې، ايله په بيله چې بيا دې مخه وکړه ، دوستان دې خوشاله شول چې دې فورم ته مو هم سر راوواهه . له خدايه مو روغتيا او نيمرغي غواړم .
تاسو پورته هم زمونږ د ژوندي تاريخ د وروستيو شيبو ډيرې مهمې موضوع ته ګوته نيولې ده . آخر تاريخ دی د څه له پاره ؟ طبعأ زيات د اوسني حالت د کنهې او ريښې د موندلو له پاره، څو اوسنۍ ستونځې پرې درک او سم تحليل او د حل ﻻر يې وموندل شي . په ټولګړي توګه ستاسو نظر د تائيد وړ دی چې لويديځ يا امريکا د افغانانو له اسلام څخه دخپلې ګټې له پاره (او نه د افغانانو له غمه ) د شوروي پر ضد ګټه پورته کول غوښتل . خو ﻻزمه بريښي چې ﻻ په همدې برخه کې هم د افغانستان د ګاونډۍ سيمي ، په ځانګړې توګه بيا د پاکستان د ملي ګټو وټو ديالکتيک او تړاو ورسره له سترګو ونه غورځوو. که امريکا د اسلام په پلوي د افغانانو سره د شوروي پر ضد په يوه سنګر کې درېدله، ښايي ورته اسانه وی چې د ﻻدينۍ اوکمونيسم پر ضد يې د عيسويت او اسلاميت
اتلاف او دافغانانو سره د خواخوږي ښه اساس ګڼلی او د مستقيمې مرستې او احسان په واسطه يې د افغاني مجاهدينو (( دوستي)) هم ځان ته خوندي کړی وای . ولې دا هغه ستر خطر و، کوم چې په شوروي باندې د افغانو د بري په نتيجه يې افغان ملت د اسلامي او ملي جهاد له برکته نور هم غښتلی کاوه او ورسره جوخت د امريکا څه ناڅه نږديکت او دوستي م راټوکيدله ، چې د پاکستان په سترګو کې يې د اغزو پر ځای موږي ټکوهل . پاکستان هيڅکله نشوه زغملی چې دده د خپل امريکايي دوست د وستي دده د تاريخي دوښمن افغانستان سره هم پيدا شي . له دی کبله د امريکا عزم چې د افغانو له اسلام څخه د شوروي امپراتورۍ په ماتولو کې استفاده وکړي، کومه ستفاده چې امريکا د پاکستان له مرستې پرته اډو کولی نشوه ، بايد په هغه مطلوب شکل ،سياسي هدف ،سازماندهي ، ﻻرو او وسايلو ترسره شي چې پاکستان يې غواړي او همدغسې هم وشول . اوس به راشو د پيښو مسير او بهير ته :
[color=yellow:da4c284045]١ــ کله چې د غويي خونړۍ کودتا د خونړي قوماندان حفيظ الله امين په شخصي قومانده پيل او د بري يا حلال دايرې ته په يوه سيړه او بيړه ورسيده ، په کوم مفت بري چې طبعأ د ګوند مشر شکرونه ويستل او له خوښۍ څخه يې پرې من من ججوره کوله او د څوارلس منزله کيکونو تر شا به پټيده ، د ګوند مرستايل کارغل پرې هم خوښ او هم انديښمن ؤ، او سور ملحد حکومت د تره کي په مشرۍ اعلام شو، نو د امريکا جمهور رئیس جيمي کارتر د توقع خلاف يو فوقالعاده مثبت دريځ خپل کړ او د نوي حکومت يې په دې ډول ستاينه وکړه چې (( په افغانانو يو داسې سياسي بدلون رامنځته کړ چې په نتيجه کې يې افغانستان له ١١ ميلادي پېړۍ څخه په يوځل او مستقيمه توګه ١٣ ميلادي پيړۍ ته ټوپ وواهه )). هغه وخت د امريکا يوشمير دوستانو په دې څرګندونه تعجب څه چې نيوکې همد وکړې ، چې ګواکې جيمي کارتر له واقعي حال او حالت څخه بي خبره دی . ولې دوی نه ليدل چې د کارتر دا دريځنيونه هسې (( د پټي سر ؤ او پټی شاته سره ور ؤ)) او يواځې د اغفال له پاره يوه کرول شوې جمله وه ، څو سمدلاسه ددغه سره ناسور آن تر مسکوه پورې د جرړو ويستلو په تدبير لاس پوري کړي ، نو :
٢ــ سمدﻻسه يې په دې ﻻس پورې کړ چې د مسکو دغه لومه په داسې دام واړوي چې پخپله د نړۍ ټول کمونستي طاقت، هيوادونه يا د وارسا تړون ټول په کې راښکيل باسي . د کارتر د مشهور سلاکار برژنسکي په وينا او مغرور اعتراف د امريکا سپينه ماڼۍ په دې سلا شوه چې د پاکستان په مرسته او پاکستان له ﻻرې د افغانستان د جنوب او جنوب شرق دهقاني پرګنې د اسلام په نامه د کمونستي رژيم پر ضد راوپاروي ، څو شوروي د خپل ګوډاګي او ﻻسپوڅي رژيم د ساتنې له پاره پوځي مداخله وکړي او په افغانستان باندې رامرش شي . په دې ډول به امريکا له شوري څخه نه يواځې د ويتنام د ماتې غچ واخلي ، بلکې د شوروي فرسوده نظام به هم ړنګ او د تباهۍ کندې ته ور ديکه کړي . خو په دې کې :
٣ــ د پاکستان شرط داو چې په افغانستان کې د شوروي د ماتې سره که د شوري نظام ماتيږي او که نه، خو افغانستان بايد دړې وړي شي او بيا په کې داسې رژيم منځته رانشي چې د پاکستان په ﻻس نه وي جوړ شوی . نو لهدې کبله بايد :
٤ ــ د جهاد سياسي ،پوځي، سازماني ، استخباراتي او لوژستيکي مشري د پاکستان پوځ او پوځي استخباراتو په ﻻس کې اخيستې وه او د لويديځ ټولې مرستې د دوی په ﻻس او ددوی د مطلقې مشرۍ د تامينولو په شرط د مجاهدينو سره کيدلی . د پراخه مرستو په طمعه پاکستان د ٧ مختلفو جنتونو د ارمان اوتصور سره سم د مجاهدينو ٧ تنظيمونه جوړ کړل او هر يو يې له بل څخه په بيله اندازه تطميع کاوه . د ضيأ تر وخته پورې او له هغه وروسته هم ترډيره پورې ځزب اسلامي لومړی مقام لاره او په اصطلاح د اووم پاکستاني جنت ګټونکی بلل يده .
٥ ــ د پاکستان هدف د يوه داسې افغانستان جوړول وو، چې ناپوهي او وروسته پاتې والی يې د پاکستان د قبايلي پښتنو سره پر تله کيږي ، البته د قوميت پرځای بايد پرې يو ډير وروسته پاتې، محافظه کار اسلام لکه وروسته يې چې دطالبانو پواسطه پلی کاوه رامنځته کړي او افغانستان پرې د تاريخ ډيرو تيارو کندو او د جهالت څمڅو ته ور ټيل وهي . په دې کې شک نشته چې د مجاهدينو تر منځ هغه اختلافات چې پاکستان يې تر منځ کرلي وو، په پای کې د کمونست رژيم له سقوط وروسته بيا ددې سبب هم شول چې ټولو يو ډول د پاکستان هدفونه هم يو شان او په يوه آواز نور نه تعقيبول او د پاکستان ديوه مطلق ګوډاګي افغانستان هدف د سوال سره م٠امخ کيده . نو ځکه د پاکستان سره ويره پيدا شوه چې ښايي د مجاهدينو واګي يې له ﻻسه خطا وځي، نو د دې سياسي ﻻمل پر بنسټ يې يو بل نوی، وفادار، محافظه کار ، اتم تنظيم د اتم پاکستاني جنت ټيکدار يې د طالب په نامه راوزيږاوه او د ﻻ تيرې تورې سره يې دداخلي جګړې ډګر ته سوق کړ . [/color:da4c284045]
نور [color=red:da4c284045]بيا[/color:da4c284045] والسلام


م ن غروال
20.03.2004

پاڅونوال صاحب سلام
[color=yellow:8d2da07542]تاسو ښايسته ليکلي دي او څه چه غواړم وليکم هغه تاسو تقريبا ليکلي دي٠ خو بيا هم هدف مې له عنوان څخه معلوميږي٠ [/color:8d2da07542]
خير څه چه تير شول هغه شپه په هېوادوالو د طالبو زرګونو وروڼو د شهادت له برکته سبا شوه ٠ تقريبا ټول هېواد کي داسي سوله او امنيت راغلو چه سارئ يې د محمد ظاهرشاه خان بابا د وخت سره مقايسه کيدائ شول٠ اما د وخت په تيرېدو له بده مرغه هغه څه چه هېواد ورته اړتيا لرله او افغاني سياستوال ورته اميد درلود، هغه سياست او د هېواد مخه هغې لورې ته شو چه هيلي نهيلې شوې٠ هر څه دپردې ﻻندې نور وؤ او د طالب او اسلام په نوم هېواد د افغان لوئ دښمن منګولو ته ولېد او طالب هم د مجاهد په ډول دبدنامئ پولو ته ورسېد٠ عوام ولس نور سپېږمو ته راغلل او نور نو دې ته حيران شول چه اوس کومې خواته مخ واړوي او له چا کوم ډول اميد وکړي او څوک به وي چه له دغه آفته يې وژغوري٠ ډيرو طالبو سياستوالو هم د خپلو لوړو سياسي چارواکو سره د يوه بنسټيز بدلون په هکله اختلاف د آند پيدا شول او زيار يې همدا وو چه ﻻره لکه څنګه چه بايد وهل شوې وه، ووهل شي٠ اما اصلي دجريان رېښې د بل چا ﻻس کي وې٠
کله چه نړېوال ((غرب)) د امريکا تر مشرئ ﻻندې د تروريزم او بن ﻻدن په نوم افغانستان ته پام شو د طالبو نزول پيل شو٠ ﻻ ترمخه امريکا د بن ﻻدن په لټه کي وو چه د شمالي وسله والو (( احمد شاه مسعود )) مرسته يې هم پدې هکله غوښتې وه٠ غرب ته دا جوته وه چه دا ډول خلک د نړېوال يا غربي امنيت لوئ ګواښ دي٠ نو د غرب بريد په بن ﻻدن د طالبو سره د غرب سياسي اختلاف النظر د اساسي دﻻيلو له جملي څخه شمېرل کيدائ شي٠
په هر حال غربي پوځيان داسي راننوتل چه هيچ چا داسي ژر د امريکي برياليتوب ته تمه نه درلوده٠ په زرګونو مسلمان بې ګناه افغان ولس ددې ﻻرې قرباني شول٠ داسي نظامي حرکت او تکتيک وؤ چه مشران صاحبان شپه په شپه کندهار ته يا خو هم د سرحد څخه اوښتي وؤ او شمال کي يې په لسګونو زرو پښتانه تنکي مسلمان وروڼه د توپک خولو ته داسي وربرابر کړل تا به ويل که په انسان د وبا مرض ګډ شوې دي او سپينو مليو پشان پراته وؤ٠
د جنرال دوستم غوندي متجاوز د توري ﻻندي دا قرباني نه يوازې په زرګونو تنکيو وروڼو بلکه شمال کي پراته په زرګونو پښتنو کورنيو هم ورکړه٠ د دومرې لويې قرباني په ورکولو د طالبو سياسي نتيجه هماغه شوه چه په دومره لوئ شهادت يې تورې خاورې وپاشلې٠ نن يې واړه يتيم د خېمو ﻻندې د نهايت د لوږې او فقر شپې سبا کوي او دغم يې په نړېوال اسلامي کچه څوک نشته ، چه کوم د حيات اوبو څاڅکۍ د بې ګناه کوچنک ماشومانو خولو ته وروڅکوي٠ اما رابه شو اوس اوسني وخت ته :
[color=yellow:8d2da07542]نور بيا[/color:8d2da07542]


م ن غروال
04.04.2004

اوس چه د طالب او د مجاهد د شاه کاريو له برکته هېواد له خاورې سره خاورې شو او په زرګونو کورنۍ يې قرباني شول او بالاخره هېواد پردو ته ﻻس کي ورغئ نو له منطق او علم څخه ماته خورا لرې ښکاري چه بيا هم د جهادي او طالبي نارې ووهو٠ اوس مهال که څه هم ﻻ جانيان په قدرت کي دي او وسله په ﻻس او ﻻ تيري کوونکي دي مناسبه داده چه په خوا کي يې هغه سياستوال هم هېر نه کړو چه صرفا د هېواد پالنې بيا رغونې او افغانستان ته د سوکاله ژوند د راستنېدو لپاره په اوسني حکومت کي دندې لري٠ په کار داده چه د هېواد پالو سره همکار او د سولې ﻻر پر مخ بوځو او له يوه بل سره ﻻس په ﻻس له نږدې څخه سياسي او فرهنګي مبارزه وکړو٠ زه پدې عقيده يم چه د وخت په تېرېدو به د جانيانو چانس ورځ په ورځ کميږي او ورځ په ورځ به قدرت ريښتيني هېوادپالو افغانو خويندو او وروڼو ته په ﻻس کي ورشي٠ دابه بيا هماغه شپې او ورځې وي چه د ملت ﻻس به د هر قاطل او جنايتکار او خائين ګرېوان ته وراوږد او د انصاف محکمو ته به يې راکش کوي چه د خپلو جناياتو ځواب ووايي٠
د يوې ريښتيني افغاني ټولنې جوړول يا د يوې ريښتيني ديموکراسي جوړول په راکټ ترور او ويشتلو او د احمد محمود او کلبي او مقصود په طرفداريو نه کيږي٠ شرايط وخت امکان يوې سياسي پوهې ته اړتيا لري چه خپل چاپېريال او خپل پرونۍ حالت او ننۍ وضع په سياسي علمي منطق او پوهي وڅيړي او پوه وي چه څوک وؤ او څوک يو او څوک شوؤ٠ څه بايد وکړو څرنګه يې بايد وکړو له کومه ځايه يې پيل کړو او چاسره دوستي وکړو څرنګه دوستي وکړو دښمن مو څوک دي او ولې مو دښمن دي څه چاره سازي کولائ شو ، کوم امکانات دي چه سوله ټينګيدای شي ، پانګه پرمختګ مومي او سياسي اتوريته بيرته خپل ځای ته راستنېده شي٠
که سياسي منطق همدا وي چه فقط امريکا مرده باد او جهاد زنده باد، نو ﻻاقل خو بيا بايد وکوﻻی شي چه د خيمو ﻻندي د زرګونو شهيدانو يتيم بچيانو ته يوه ګولۍ ډوډۍ ورکړي او په سخت ژمي کي يوه کمپله او بړستن ورکړي، ﻻ اقل د دغو يتيم بچيانو ميندو څخه د ګدايې کچکول راوخلي او يوه وچه ګولۍ مړۍ ورکړي٠ ﻻاقل د يوه بريد په وړاندې خو د يوه ټک مرد وي ﻻاقل په نړېواله کچه خو يو هېواد د الله اکبر تکبير ورسره وکړي يا ﻻاقل پناه خو ورکړي ﻻاقل ماشومانو ته خو يې ډوډۍ ورکړي، اصلا له کوم ډول شتمنيز نظامي او سياسي يووالي سره به يې سيالي وکوﻻی شي٠ اصلا نه!!! اوس خو ډير ناوخته دي، له ورخه اوبه دومره اووښتي دي چه توپاني سيلاب ورڅخه جوړ شويدي٠
کله چه لاس پدې کچه تش وي او د جهاد او طالب له وخته هم ولس په توبو توبه ګار وي او د هېواد د سولې او پرمختګ لپاره يې پرته له منفي جهته نور هيڅ نه وي کړي، نو بيا د کوم جهاد او اسلامي قدرت وږو ته په کوم منطق او علم قدرت غوښتل کيږي؟ په کلي ډول کوم تنظيم کوم مشر په کومو سياسي اهدافو او د کومې نړۍ په مټ به د اوسني رژيم په وړاندي داسي مقاومت او مبارزه وکړي چه ګويا امريکايان او سوله ساتې ځواګ به وشړي او خپله به د امنيت او نړېوال سياسي برياليتوب پولو ته ورسيږي؟ نه!!! نشته٠
انساني او اسلامي منطق دا حکم کوي چه ﻻره کي بايد د هېواد ملي ګټې او د هېواد امنيت او خلکو ته د سوکاله ژوند برابرولو ﻻرې چارې تل په پام کي ونيول شي هر ګام کي بايد تحليل او غور او سنجش موجود وي او نبايد کامل هېواد د تباهۍ کندو ته ورنسکور شي٠ همدا بي غوري او غير علمي تګ ﻻره وه چه نه د مجاهد وياړلۍ جهاد پاتې شو او نه هم د طالب امنيت غوندي امنيت! ددغو قهرمانو د تګ ﻻري برکت، نن پردي افغانستان تر کنترول ﻻندې لري او هره چه ددوئ خوښه وه هغه به کيږي٠
نو غوره به دا وي چه له اوسنيو امکاناتو علمي سياسي ګټې پورته کړو او حد تر وسه د سولې لورې ته مخ وکړو او يو نه ماتيدونکۍ اتحاد صرفا د پرمختګ او شتمنيزې ودې لپاره ولرو٠ بچيان مو په ريښتينې اسلامي سياسي پوهې سمبال او د راتلونکي افغانستان وياړلي سياستوال وي تر څو راتلونکي کي دا شرموونکي او نه هيريدونکي غميزې تکرار نشي٠ په درناوې٠ غـــــــروال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more