د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

2010 د لومړۍ ورځ مبارکۍ

و.افغان
01.01.2010

دغه لنډه په منډه ليکنه مې فيسبوک کې کړېده، تاسو درنو وروڼو او پتمنو خويندو سره
يې هم شريکوم:

سلام عليکم ځما ګرانو پښتنو ورورڼو!
35 کاله مو له غمونو ډک تېر کړل, څومره د خوښۍ خبره ده چې الله مو د خوښۍ ورځې ډېرې کړي، هر أمت خپل ځان لپاره اخترونه او د خوښۍ ورځې لري، مونږ په کال کې دوه اختره لرو، کوچنۍ او لوی اختر، له دې پرته ځمونږ په دين کې بل اختر نشته، البته د خوښۍ ورځې ډېرې لرو، د ميلادي کال په لمړۍ ورځ جشن نيول د نصرانيانو ديني اختر دی، چې مسلمانانو ته لازم دي چې هغوی سره په دغو ديني مراسمو کې برخه وانخلي، که چېرته د کال لمړۍ ورځ اختر نيونه د مسلمان لپاره ښه کار وای نو يواځې دوه هفتې مخکې د 1431هـ هجري قمري کال لومړۍ ورځ وه، چې دغه کال ځمونږ يو اسلامي تاريخي رمز دی، او اسلامي تاريخ ټول په هغه ليکل شوی دی، لکه مسيحي تاريخ چې په ميلادي تاريخ ليکل شوی دی، هيچا هم هغه لمړۍ ورځ اختر ونه نيوه، البته د دغسې فرصوتونو څخه د ځان د محاسبي لپاره، د ماضي او مستقبل د فکر لپاره، د نوي پيل او نوو هڅو او نورو داسې څيزونو لپاره استفاده کول ښه کار دی، ځکه چې مبارکي ورکول يواځې د يوه نعمت په مقابل کې وي، يا د يوه ضرر د دفع په مقابل کې وي، دلته هيڅ هم نشته، دومره ده چې د عمر يو کال مو هضم کړ، او د بل کال په خوړلو لګيا شو.
يوه نړۍ مننه له لوستلو څخه

په درنښت



01.01.2010

قمري کالونه په لرغوني مصر او بابل کې هم کارول کېدل، خو مياشت ٣٠ ورځې وه او د مياشت په راختلو او ورکيدلو چندان تړلې نه وه، نو په قمري کال کې شپږ مياشتې چې ٢٩ ورځې دي سمې نه مراعات کېدلې!
په اسلامي قمري جنتري کې چې د حضرت عمر (ر ض) په خلافت کې رسمي جوړه او رسمي شوه، ٦ پيلاپيلې مياشتې ٢٩ او ٦ بيلابېلې مياشتې بيا ٣٠ ديرش دېرش ورځې و ټاکل شوې ، چې د سپوږمۍ له کمېدو او ډيرېدو له پيرونو او دورو سره يې سمون خوړلو!
سره له دې هم تر نن ورځې پورې د شمسي جمتري غوندې قمري نه ده بريالۍ شوې چې هره مياشت په دقيق ډول مخکې له مخکې نه معلومه کړي چې دغه روانه يا مياشت به ٣٠ ورځې وخيږي او که ٢٩ ؟
البته عربي مدنيت له مصري او بابل له مدنيت څخه ډير وروسته پاتې و او په عربي ټاپووزمه کې د معرفت کچه زياتره لا هم په حسي معرفت پورې محدوده پاتې شوې وه نو ځکه د سپوږمۍ کموالی او ډير والی د مياشتو دمحاسبې له پاره څرګند معيار پېژندل کېده !
د عقلي او فکري معرفت قوانين لکه رياضي، هندسه، استرو نومي بيا
په مصر او بابل کې لا له ډير پخوا راهيسې ډېره وده موندلې وه او هغه ولسونه په اړينه او ضروري توګه واخته د شمسي جنتري خاوندان شوي ووچې تر قمري هغې ډيره دقيقه ده!
سره له دې هغه ولسونه چې شمسي جنتري يې لا نه درلوده اسلامي قمري جنتري يو ستر پرمختګ و، خو په شمسي جنتري کې د کال موسمونه ، مياشتې او ونۍ ټول په دقيق ډول مخکې له مخکې محسابه کيږي ، کال په کې بشبړيږي ، چې ټيک ټاک ٣٦٥ ورځې او ٦ ساعته وخت په لمن کې رانغاړي!
سره له دې قمري حساب دديني ورځو او مبارکو ديني مناسکو له پاره ډيرمناسب او غوره دی او بايد په شمسي جنتري کې قمري محاسبه هم د هرې مياشتې له پاره موجوده وي!
مهمه داده چې زمونږ جنتري بايد هجري وي : هجري شمسي او قمري همزمان ، نه عيسوي !


larghonay laraway
02.01.2010

السلام علیکم!
د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم په وخت کې کومه نیټه چلیده؟



ع کريم حليمي
03.01.2010

وعلیکم السلام و رحمة الله ،

بسم تعالی :-إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللّهِ اثْنا عَشَرَ شَهْراً في كِتابِ اللّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّماواتِ وَ الأَرْضَ مِنْها أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذالِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلا تَظْلِمُوا فيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ وَ قاتِلُوا الْمُشْرِكينَ كَافَّةً كَما يُقاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَ اعْلَمُوا أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقينَ

قال النبي صلى الله عليه وسلم‏:‏ (اياكم ومحدثات الامور، فان كل محدثة بدعة، وكل بدعة ضلالة )،
(من تشبه بقوم فهو منهم )
(الحلال بين والحرام بين ‏)

د نجد او شام شریف علماء : ميلادي سنې ته په سپکه سترګه ګوري ، حال داچه هر تقویم د خدای ورځي حسابي
د کچ ، وزن ، تودالي ، یخوالي د مقیاس واحد ته اسلامي او کفري نه ویل کیږي

هو !! یوه خبره سته چه : جنترۍ ډیري سته ، هجري قمري ، هجري شمسي ، میلادي .......
حضرت عمر بن الخطاب رض دا مشهوره وکړه چه کال به له محرمي شرع کیږي او مبارک چه خط استولئ ، تاریخ ئې نه لیکلئ

بله خبره دا ده چه : د عباداتو جنتري لازمه ده چه قمري به وي که څوک له دېٖ خبري مخالف سي نو د نص
سره جنګ کي شو
او پاته سوه معاملات : نو بیا عرف لـه اعتبــار دی ، چه په وطن کښي له کومي سنې کار اخستل کیږي
ښه مثال ئې پیسې دي ، که په ملک کښي ډالر وو نو ډالر په استعمالوېٖ


میوند ننګیال
03.01.2010

ګرانو او محترمو وروڼو!
اسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته !
دروند شیخ الحدبث وهاج صیب ! ستاسو کامیابی او خوشحالی د واحد او لایزال رب څخه له همیش لپاره غواړم .
جزاکم الله په دی لیکنه .
همدارنګه دروند پتوال ،لرغونی او محترم او معزز حلیمی صیب ته خپل یلامونه او احترامات وړاندی کوم .

محترم لرغونی لاروی صیب لیکلی :
[quote:8e131fc677]السلام علیکم!
د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم په وخت کې کومه نیټه چلیده؟[/quote:8e131fc677]
لرغونی صیب !
اصلا عربو معین او معلوم تاریخ نه درلوده .
هر قبیلی او وطن ځانته تاریخ وه چه د بعضو احداثو او واقعو نه اخیستل شوی وه او د هغی نه وروسته به یی حساب نیوه .
لکه دابراهیم او اسمعیل علیهما سلام کعبه جوړول چه د میلاد نه 1855 کاله مخکنی واقعه ده او ددی نه وروسته به یی حساب نیوه یا د عمرو بن لحی260 میلادی سره سمون خوری د ریس کیدو نه وروسته دودوی تاریخ نیول ،
او یا د بعضی مشهوروعربو مشرانو په مړینه لکه کعب بن لوﺉ چه 60 میلادی ته نزدی ده د هغه د مړینی نه وروسته تاریخ نیول .
او یا د عام فیل په کال چی دایی ډیره مشهوره ده او د 570 میلادی سره نردی ده د مکی خلکو ددی کال نه وروسته حساب نیول شروع کړ.
او یا د کعبی د بیا دجوړولو نه وروسته په کال 605 میلادی کی د مکی بعضی قبیلو ددی نه وروسته حساب شروع کړ.
[color=blue:8e131fc677]خو سلمان ابراهیم الجبوری پخپل کتاب تاریخ التقویمین کی لیکلی [/color:8e131fc677]:
عربو داسلام نه مخکی هم میاشتی درلودی او هری میاشت خپل نوم درلوده چی په لاندی ډول دی :
1 : المؤتمر
2 : الناجر
۳ : خوان
4 : حوان
۵ : حنین
6 : الاوزیاء
۷ : الاصم
۸ : عادل
۹ : نافق
۱۰ : واغل
۱۱ : هواع
۱۲ : البرک.
[color=yellow:8e131fc677]او همدارنګه د اسلام نه مخکی عربو اشهر الحرم هم درلودی چی عبارت دی له :[/color:8e131fc677]
۱ : هواع : ( ذی القعدة ) 2 : براک :(‌ذی الحجة ) 3 : مؤتمر :(محرم )۴ : الصم :(رجب).
په کال 17 هجری کی عمر رضی الله عنه لوی صحابة راوغوښتل او د ډیرو مشورونه وروسته یی د حضرت علی رضی الله عنه په رایه اتفاق وکړ او اسلامی هجری تتقویم یی جوړ کړ.


larghonay laraway
03.01.2010

السلام علیکم!
جناب مکرم حلیمي صیب کور ودان چې معلومات مو راکړل. ستاسو له معلوماتو معلومېږي چې په نیټه کې تعصب نشته که هره یوه مروجه وه همغه کاریدلی شي. ولو که میلادي هم وي. نو بیا خو هجري شمسي ته ډېره اړتیا نشته ځکه د عباداتو لپاره قمري ښه ده او د معاملاتو لپاره میلادي نړیواله ده. بله دا چې عیسې او محمد علیهم السلام دواړه به مو پاللي وي.
د نیټې مثال د تولکاڼي غوندې دی چې بېلابېل تولکاڼي درد سر جوړوي خو (کیلوګرام) نړیوال دی.



03.01.2010

لاروی صيب هجري شمسي زمونږ ملي جنتري شوې هم ده او هم د ميلادي سره سيالي کولی شي، خو دا سيالی بيا قمري هجري نشي کولای، ځکه قمري دقيقه او
وړانديونکې نه ده!
شمسي سنې هجري جنتري او هجري شمسي بيا د هجرت ستره پېښه ژوندۍ ساتلې ده، نو مونږ بايد شمسي هجري د اسلام له درانده خاطره هم ډيره درنده او ژوندۍ وساتو او عيسوي جنترۍ ته لکه د ګوډاګي پاکستان غوندې په عيسوي جنتري بدله نکړو! معادلې عيسوي نيټې ورسره هم په جنتري کې ليکل کيدای شي خو اصلي جنتري مو پايد هجري شمسي اوسي!


Re: 2010 د لومړۍ ورځ مبارکۍ

كريم كامران
04.01.2010

[quote:3dc436e10e="وهاج ساپی"]دغه لنډه په منډه ليکنه مې فيسبوک کې کړېده، تاسو درنو وروڼو او پتمنو خويندو سره
يې هم شريکوم:

سلام عليکم ځما ګرانو پښتنو ورورڼو!
35 کاله مو له غمونو ډک تېر کړل, څومره د خوښۍ خبره ده چې الله مو د خوښۍ ورځې ډېرې کړي، هر أمت خپل ځان لپاره اخترونه او د خوښۍ ورځې لري، مونږ په کال کې دوه اختره لرو، کوچنۍ او لوی اختر، له دې پرته ځمونږ په دين کې بل اختر نشته، البته د خوښۍ ورځې ډېرې لرو، د ميلادي کال په لمړۍ ورځ جشن نيول د نصرانيانو ديني اختر دی، چې مسلمانانو ته لازم دي چې هغوی سره په دغو ديني مراسمو کې برخه وانخلي، که چېرته د کال لمړۍ ورځ اختر نيونه د مسلمان لپاره ښه کار وای نو يواځې دوه هفتې مخکې د 1431هـ هجري قمري کال لومړۍ ورځ وه، چې دغه کال ځمونږ يو اسلامي تاريخي رمز دی، او اسلامي تاريخ ټول په هغه ليکل شوی دی، لکه مسيحي تاريخ چې په ميلادي تاريخ ليکل شوی دی، هيچا هم هغه لمړۍ ورځ اختر ونه نيوه، البته د دغسې فرصوتونو څخه د ځان د محاسبي لپاره، د ماضي او مستقبل د فکر لپاره، د نوي پيل او نوو هڅو او نورو داسې څيزونو لپاره استفاده کول ښه کار دی، ځکه چې مبارکي ورکول يواځې د يوه نعمت په مقابل کې وي، يا د يوه ضرر د دفع په مقابل کې وي، دلته هيڅ هم نشته، دومره ده چې د عمر يو کال مو هضم کړ، او د بل کال په خوړلو لګيا شو.
يوه نړۍ مننه له لوستلو څخه

په درنښت[/quote:3dc436e10e]

محترمو لیکوالو او ګډونوالو ته سلامونه عرض کوم

محترم وهاج ساپي صاحب خیر یوسې دا ډېره مهمه موضوع ښکاري
په اسلام کې اخترونه تعیین شوي دي نو مسلمان ته لازمه ده یواځې همدغه اخترونه ولمانځي
نه هغه کوم چې دیهودو او نصاراوو لخوا لمانځل کېږي.

او دع کریم حلیمي صاحب خبره مې په دې خوښه شوه چې که چا په معاملاتو کې پردۍ جنتري هم وکاروله باک نه لري.


عادل عادل
04.01.2010

سلامونه

د روان نوي اسلامي 1431 کال مبارکي تاسو ټولو ته وایم، الله دې یې پر ټولو مسلمانانو بختور کړي، الله دې مسلمانان او مستضعف ولسونه د زورویونکو کفارو او شیطانانو له شر څخه وژغوري. آمین

که اسلامي کلیزه هم خدای مکړه د نورو کلیزو په شان د by force په ریاضیکي روښ سره د ثابت شمیر ورځو په میاشتو سره جوړه شي نو بیا به روژه، حج او داسې نور مناسک د کال په ثابت موسم کې راتلل چې د مځکې پر مخ به د ځنو په ګټه او د ځنو په زیات مشقت سره تمامیدل، همدغه نه ثابت والئ دی چې د سپوږمي په متابعت سره یې د مناسکو د ادا وخت ټولو ته مساویانه او مطبوع رسي.

که زه واکدار شوم نو ټول ژوند او قوانین به د همدغې مبارکې اسلامي کلیزې تابع وګرزوم :)


عتیق الله
04.01.2010

سلامونه!
وروڼو تنګ نظري مریضي ده موږ او تاسو باید تنګ نظره ونه اوسو. د عادل په نامه چا لیکلي:

[quote:7a8f627b22]د روان نوي اسلامي 1431 کال مبارکي تاسو ټولو ته وایم[/quote:7a8f627b22]
هجري قمري او هجري شمسي دواړه اسلامي کلیزې دي. د دواړو سرچینه د دوو پیغمبرانو له حالته راپیل شوې ده چې یو یې زموږ د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه والسلم هجرت او بل د حضرت عیسی علیه السلام تولد دی. دا بېله خبره ده چې کفار ټول عیسوي یا میلادي تاریخ کاروي. موږ یو ته هم سپک نه ګورو.
شیخ الحدیث وهاج صیب ښه لیکلي چې موږ دوه اخترونه لرو او د همغو مبارکي وایو. نو که د کال د مبارکۍ خبره شي بیا د هجري قمري، شمسي او میلادي یو مبارکي هم شرعي کار نه دی.
عادل صاحبه تاسو چې د قدرت دومره وږي یئ خدای دې دا ارمان ورېژوه خو کوښښ وکړه چې د حلیمي صیب په خبرو هم عمل وکړې. هغه ویلي چې د اسلامي مناسکو لپاره هجري قمري ښه دی او نور چې هر څوک چېرته اوسي همغه مروجه نیټه کارولی شي.

[quote:7a8f627b22]که زه واکدار شوم نو ټول ژوند او قوانین به د همدغې مبارکې اسلامي کلیزې تابع وګرزوم [/quote:7a8f627b22]
یعنې میلادي کفري ده ستا په نظر؟


عادل عادل
04.01.2010

سلامونه

عتیق الله وروره ما خو د نورو د خوښې د کلیزې په اړه هیڅ هم ندي کښلي، ما د خپلې خوښې څرګندونه کړې او بس.

دا ستا اخیستنې (اخذ) زه فکرمن کړم چې زه به تنګ نظره وم که ستاسو د فکر احاطه محدوده ده؟

ستاسو په لیکنه کې مو یو بل ټکي ته هم پام اړوم چې شمسي کلیزه هغه نه ده چې تاسو یې عیسی علیه السلام ته منسوبوئ، هغې ته خو میلادي سنه وایي، شمسي او قمري دواړه زمونږ او ستاسو د خوږ پیغمبر صلی الله علیه و سلم د هجرت نه حساب شوې دي، تفاوت یې د مبدې څخه نه بلکه د کال د ورځو د شمیر تفاوت دی چې نسبتا کم دی 1431-1388=43

په لنډ او تقریبي ډول هجري قمري کلیزه د هجري شمسي کلیزې په تناسب هر کال 10 ورځې زیاتیژي نو 1431 ضرب د 10 به شي 14310 ورځې چې تقریبا هماغه پورتني رقم ته نژدې کیژي، دقیق حساب لپاره بایده چې د هجري شمسي کلیزې کبیسه کالونه او د اسلامي کلیزې د کال د ورځو اوسط شمیر هم په نظر کې ونیسو.


عتیق الله
05.01.2010

سلامونه!
عادل صاحب فکر کوم لاندې جمله ستاسو ده!
[quote:bfe3c011d2]د روان نوي اسلامي 1431 کال مبارکي تاسو ټولو ته وایم [/quote:bfe3c011d2]
زیوه نیوکه د نوي کال مبارکي وه چې تاسو ټولو ته د روان نوي کال مبارکي ويلې ده. نوڅنګه چې مونږ د میلادي کال مبارکۍ ته ښه نه وایو همدا راز د هجري قمري او هجري شمسي کال رابریدو کې هم چاته مبارکي نه وایو. ځکه چې زمونږ په دین کې یوازې دوه اخترونه دي. د نوي کال اختر نیشته. زما مطلب دا ؤ خو په لاندې جمله کې رانه دمیلادي پر ځای شمسي لیکل شوې چې دا املایي تېروتنه ده.
[quote:bfe3c011d2]هجري قمري او هجري شمسي دواړه اسلامي کلیزې دي. د دواړو سرچینه د دوو پیغمبرانو له حالته راپیل شوې ده چې یو یې زموږ د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه والسلم هجرت او بل د حضرت عیسی علیه السلام تولد دی.[/quote:bfe3c011d2]

عادل صاحب ستاسو لاندې جملې ته ما تنګ نظري ویلې وه ځکه چې ستاسو دغه ارمان خلک له نړیوال توب نه راجلا کوي. بله دا چې تاسو یوازې قمري میاشتې ته مبارکه اسلامي میاشت وایئ خو یوه هم کفري نه ده. بلکې د اسلام د سپېڅلي دین مناسک په قمري برابر دي. نور د نړۍ اکثره ممالک میلادي چلوي چې په قمري، شمسي او میلادي چلولو کې کومه ستونزه نشته او حلیمي صاحب ښه توضیح کړې ده.
[quote:bfe3c011d2]اقتباس:
که زه واکدار شوم نو ټول ژوند او قوانین به د همدغې مبارکې اسلامي کلیزې تابع وګرزوم [/quote:bfe3c011d2]



ع کريم حليمي
05.01.2010

[quote:fe59feb93c]هجري قمري او هجري شمسي کال رابریدو کې هم چاته مبارکي نه وایو. ځکه چې زمونږ په دین کې یوازې دوه اخترونه دي. د نوي کال اختر نیشته[/quote:fe59feb93c]

دا کوم مذهب دی چه مبارکي نه وایاست ، دا د خلفاء مذهب دۍ او که د سلفو ؟؟؟؟؟؟
خدای ته وګورئ ، خدای دي دا ۵۲ جمې راباندي مبارک کړي ولې نه !! ، امین او بیا امین


عتیق الله
05.01.2010

ټولو ته سلامونه!
دروند حلیمي صاحب خدای دې وکړي چې ډېر راته په غوسه نه شې. زما هدف له مبارکۍ څه د نوي کال داسې لمانځنه ده لکه د اخترونو. چې خلک په کې د اختر مبارکي وايي خو د نوي کال مبارکي نسته. او تاسو مبارک چې کومه دوعا کړې ده. دا نو په نوي کال او جمعې پورې مختص نه ده بلکه یو چاته د هرې ورځې، هرې شیبې او لحظې دوعا هم کولی شو چې خدای دې ورته مبارکې کړي.
عادل د نوي کال مبارکي ویلې وه او دوعا نه وه.



05.01.2010

لومړی فرض کړئ چې شمسي جنتري نشته، يواځې قمري ده، نو قمري کال خو ټيک ټاک ٣٥٤ ورځې دی يعنې ١١ ورځې تر اوسني شمسي کال لنډ دی !
نو ٦ مياشتې په کې ٣٠ ورځې او ٦ نورې بيا ٢٩ ورځې راځي!
داچې نه په کې ٢٨ ورځې کومه مياشت شته او نه ٣١ ورځې، نو ديرش ورځې مياشتې له ٦ مياشتو څخه نه زياتې او نه کمې راتلای شي او همدغسې د ٢٩ ورځو لرونکې مياشتې هم دقيقا ً ٦ مياشتې دي !
نو د عادل صيپ داخبره چې قمري کال ګرځي او په هرو درې کالو کې ٣٣ ورځې رامخکې کيږي ، دا صرف له شمسئ کال څخه رامخکې کيږي خو قمري کالونه  نه له مخکيني قمري کالونو څخه رامخته کيږي اونه د راتلونکو قمري کالونو څخه وروسته کيدای شي!
د اړونده مياشتو د محاسبې له پاره بايد صرف هغه قانومندي چې کومې کومې شپږ يې ٣٠ او کومې ٦ يې ٢٩ ورځې دي په دقيق ډول معلومې او دقيقه محاسبه يې معلومه شي ، څو د روژې مياشت اود نور ديني مناسکو قمري نېټې دقيقاً وټاکل شي!
دا سمه ده چې د سپوږمۍ او د هغې د کمېدو او زياتيدو اغيز د انسان په احساس ، احساساتو او عصبي حالت زيات دی ، او احساس په ديني ژارو کې ډير مهم دی نو
دديني مناسکو له پاره به هم قمري جنتري مهمه وي نسبت شمسي جنتري ته !
خو ددنيوي کارونو اوتاريخ د محاسبو ، اداري چارو او اقتصادي او نړيوالو چارو له پاره شمسي جنتري بديل نه لري او که د اسلام د نزول په وخت کې په جزيرة العرب کې د مصر غوندې مروجه وای ښايي د اسلام پيغمبر (ص) هم هغه نه وای بنده کړې، بلکې بر عکس د شمسي تر څنګ يې قمري لا همغه وخت صرف ديني چارو ته لکه اوس رامحدوده کړې وای او بس !!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more