د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان د میاشتی د اوه لکو او شل زرو ډالر مقابل کی ، کندهار ته د بریښنا د غزیدلو مزو، د نه الوځولو تظمین ورکوی

طالب ISI
23.12.2009

ين الله ستانکزى - Dec 20, 2009 - 10:39

لښکرګاه

د ليندۍ ٢٩ مه، ١٣٨٨، پژواک خبري اژانس

د هلمند ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دې ولايت په درېيو ولسواليو کې د کجکي د برېښنا محصول وسلوال طالبان ټولوي.

په هلمند کې د کجکي د برېښنا بند، چې په دې وروستيو کې يې دويم توربين هم جوړ شوى، ټولټال ٣٢ مېګاواټه برېښنا توليدوي، چې د دې ولايت پر يو شمېر ولسواليو سربېره، يوه اندازه کندهار ولايت ته هم ورکول کېږي

د امريکا د متحدو ايالاتونو د نړيوال پرمختيايي پروګرام ( يو اېس اې اى ډي) لخوا د لسګونو ميليونو ډالرو په لګښت، د کجکي د برېښنا بند د رغولو چارې پيل شوې، چې تېر کال د ايساف پنځو زرو سرتېرو په يوه اونۍ کې دوه توربينونه ساحې ته ورسول .

خو اوس د دغه بند جوړوونکى شرکت او د يو اېس اې اى ډي مسوولين وايي، چې د نا امنيو او د طالبانو د ګواښونو له امله، ددغه بند د رغولو چارې ځنډېدلې دي .

کندهار ته د برېښنا مزي د کجکي، سنګين او زمينداور له ولسواليو څخه تېرېږي، چې د چارواکيو په وينا، د دغو ولسواليو يو شمېر سيمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او د برېښنا محصول يې هم هغوى اخلي .

د کجکي ولسوال حاجي ملا شراف الدين د ليندۍ په ٢٩ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کجکي، سنګين او زمينداور ولسواليو د اړوندو سيمو د برېښنا محصول په يوه مياشت کې٣٦ ميليونه افغانۍ دى، چې وسلوال طالبان يې اخلي.

خو هغه زياته کړه، چې وسلوال طالبان بيا د دې کار په بدل کې لښکرګاه او کندهار ته د برېښنا په غځول شويو مزو غرض نه لري .

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

د هلمند والي محمد ګلاب منګل هم دا مني، چې يو شمېر سيمې چې د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې دي، د برېښنا محصول يې د هغوى له خوا ټولېږي.

خو نوموړي هغه اوازې رد کړي، چې ګواکې د کجکې د برېښنا د پروژې د رغونې کار په ټپه ولاړ دى او د ډونرانو له لورې ژمنه شوې پيسې نه ورکول کېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې اړه يې د USAID ادارې له مسوولينو سره خبرې کړې او ډېر ژر به د درېيم توربين د نصبولو چارې هم پيل شي.

والي زياته کړه، چې په کجکي بند د برېښنا د درېيم توربين فعاله کولو لپاره زرګونو بوجيو سيمنټو ته اړتيا ده، چې د امنيتي ستونزه له کبله يې رسول ستونزمن دي، خو ويې ويل چې ډېر ژر به د سنګين ولسوالۍ د سړک د پخولو چارې پيل شي، چې ورسره جوخت به کجکي ولسواليو ته د توکيو په وړلو کې هم ستونزې هوارې شي.

خو په خپله د کجکي ولسوال ملا شراف الدين وايي، چې اوس مهال د کجکي د برېښنا د سيستم د رغونې کار بند شوى دى.

د هغه په خبره، دغه پروژه يو ځل چينايانو ته ورکړل شوې وه، بيا افغان انجنيرانو ته ورکړل شوه، چې د هغوى په زيار څه موده مخکې د دويم توربين د رغونې کار بشپړ شو.

د هلمند د ولايتي شورا رييس حاجي محمد انور وايي، چې سره له دې چې د کجکي د برېښنا بند رغول زيات مهم دي، خو له مرکز لښکرګاه څخه د سلو کيلومترو په اندازه د سيمې ليرې والي او امنيتي ستونزو دغه کار له خنډ او ځنډ سره مخ کړى دى.

نوموړي د دې کار د نه پرمختګ يو لامل د بهرنيو نه پاملرنه ګڼي او وايي، چې هغوى اوسمهال د هلمند سوېلي سيمو ته زيات پام اړولى دى.

د هملند د برېښنا رييس اهل الله عبيدي وايي، چې اوس مهال د کجکي د بند دوه توربينه فعال دي، چې ٣٢ مېګاواټه برېښنا توليدوي او د هلمند د ځينو ولسواليو ترڅنګ کندهار ته هم ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې يواځې مرکز لښکرګاه ٢٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو اوس يواځې ٤ يا ٥ مېګاواټه برېښنا د ښار ٩زره کورنيو ته په نوبتي ډول ورکول کېږي.

د عبيدي په وينا، د کجکي د برېښنا د پروژې لپاره د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا ١٨٠ ميليونه ډالر ځانګړي شوي، چې د همدغو پيسو په ٩ ميليونو ډالرو په لښکرګاه کې د برېښنا سب سټېشن په نوي او عصري ډول سره ورغول شو.

دى وايي، چې په دې پروژه کې د کجکي په بند کې د برېښنا درېيم توربين نصبول، له کجکي څخه لښکرګاه او کندهار ته په نوي سيستم د مزو غځول هم شامل دي، چې له څو کلونو را په دې خوا يې کار په ټپه ولاړ دى.

د هلمند د مسوولينو په وينا، له ژمنې سره سم بايد دغه سيستم د ٢٠٠٧ زېږديز کال تر پايه رغول شوى واى اود درېيو توربينو په فعاله کېدو سره د برېښنا د توليد کچه ٥١ مېګاواټه ته لوړه شوې واى، خو امنيتي ستونزو دا هر څه له ځنډ سره مخ کړي دي.

د دې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي بيا په دې باور دي، چې نړيوال د افغانستان خلک تېر باسي او يواځې د دا ډول لويو پروژو ژمنې کوي، خو عملي کوي يې نه.

د هغوى په وينا، په ورته توګه له لښکرګاه څخه مارجې، ناوې او ګرشک ولسواليو ته د سړکونو د غځولو ژمنې وشوې، چې د ځينو کارونه هم پيل شول، خو ډېر ژر يې کارونه د نا څرګندو لاملونو له مخې ودرول شول.

له دی څخه داسی معلومیږی، چی که چیری، طالبانو ته پيسی ورکړل شی، نو د بیت المال مربوط نور شیان به هم نه ورانوی، خو لاندی سوالونه ډیر مبهم دی:

که چیری د k.g.k دریم توربین نصب شی، دا خو بیا د عامو مسلمانانو کورونه رڼا کیږی، نو ولی د طالبانو پر خلکو رڼا نه لوریږی؟
کله چی دریم توربین انتقال کیدوی، پنځه زره بحرنی عسکرو ، په دی کار کی برخه اخسیتې وه، که چیری طالبان د خلکو له غمه مړه وی، نو ولی په داسی لویو پروژو کی له دوی سره مرسته نه کوی، ولی نه ورته وایی، چی کوم سامان، سیمنټ چی د کی، جی ،کی د بند لپاره راوړل کیږی، په هفو موټرو مونږ حمله نه کوو.

بل دا چی د یوه افغان، مسلمان په صفت زما زړه درد کوی، چی طالبان ولی دومره دغه ملک ته ځانونه پردی ښیی، ولی د پښتنو د ښونځی، سړک، برق، اوبو غم ورسره نه شته، آیا د طالبانو مثال د صحرایی غلو نه دی؟ ځکه که فرض کړه دا پيسی دوی ټولی نه کړی، نو بیا به په کندهار برق قطع کوی!

د جنوب غرب ولایانو ټول ځوانان به بیسواده شی، که دا طالب او دا ملا وی.
که چیری تاسی ټول هفه مطبوعات وګورئ، داسی یوه لیکنه به هم پیدا نه کړی، چی د طالبانو هغه برید غندل شوئ وی، چی بهرنیان پکی وژل شوی وی، ټول پښتانه له طالبانو دا غواړی، چی:
ښونځی د هلکانو او نجونو پر مخ مه تړئ
هلته بریدونه مه کوئ، چیرته چی عام مسلمان شهیدان کیږی
پریږدئ چی د پښتنو سړکونه، کیلینکونه، ښونځی، د بریښنا مربوط تاسیسات جوړ شی.

د مامورینو، د موسساتو کارکونکو، او پولیسو پر ځای یواځی له بهرنیانو او شمالی ټلوالی سره جکړه وکړئ.

په درنښت


stanizay
23.12.2009

شهر صیب سلامونه مې و منۍ :
دا خو خو را په زړه پورې خبر دی ، خدای دې وکړي چې رښتیاوي ځکه چې دا د محصول پیسې به ښایسته مناسب ځای ته ولاړې او په صحي ځای به و لګېږي ، او دا د حکومت مامورین خو هسې هم له آمره تر ماموره ټول غله دي که ېې دوۍ را ټولې کړي نو په خپلو جېبونو کې به ېې واچوي او بیا به ېې په دا غربي بانګونو کې خوندي او ځای پر ځای کړي .
په درنښت



27.12.2009

ستانيزی صيب

ايا وجدان مو درته نه وايي چې :

* دا پيسې خو دوی له غريب ولس څخه هم مفتې او هم په زور اخلي ؟؟؟

* آيا دوی دا هم نشي منلی چې ولس ته دغه برېښنا وړيا شي او حکومت ته يې محصول ورکول بند کړي ؟ ؟؟؟

* آيا مفتې پيسې اخيستل غارتګري او زور زياتی کارول ترهګري نه ده؟؟؟؟

* آيا د طالب له نامه سره غارتګري او ترهګري ښايي ؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more