د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عجب افغانان اوعجبه یې کارونه

خیریوسی
22.12.2009

وروڼو دا عجبه نه ده چې په خپل وطن افغانستان کې ژوند کو دافغانستان تذکره په جیب ګرځو و
دکور ، ځمکی ... قواله دموټر اسناد ... افغانی لرو او په جیب کې کالداری ګرځوو او خرڅول او رانیول په کالدارو کوو ایا دا عجبه نه ده ؟
خیر یوسی


عادل عادل
22.12.2009

سلامونه

وروره عجب دې لیکلي خو عجیب ترین دې پری ایښي، زمونږ جیبونه او کلدارې به عجیب وي یا به نه وي، خو د ډالرو نخره واقعا د تعجب وړ ده، چې ځنې یې د هستې او نطفې نه بدل کړل او ډیرئ نور يې په قراردادي توګه د لاسپوڅئ په پړي تړلي دي.


خیریوسی
22.12.2009

وروره خبره دی سمه ده خو زه ملی سوداګر په دی کار کې پړ بولم ولی چې اکثره معاملې راکړه ورکړه په کالدارو او ډالرو کوی که دوی راکړه ورکړه په خپلو پیسو وکړی نو به ټوله راکړه ورکړه په افغاني شی
اوپه صادرلو او واردولو کې که دغش څخه هم لاس پر سر شی نو به ووطن او بیوزلو هیوادوالو ته لوی خدمت وکړی او دمحشر په ورځ به دعرش تر سایه لاندی ځای پیداکړی
که څوک په کپسول کې نخود راته راوړی او بل بیا ددوا پر کوتئ د6 کالدارو پر ځای 600 کالداری لیکی
ایا دوی دا حدیث شریف نه دی اوریدلی من غش فليس منا
مر النبي صلى الله عليه وسلم بطعام أسفله مبلول من المطر فادخل صلى الله عليه وسلم يده في الطعام فقال النبي صلى الله عليه وسلم لصاحب الطعام ما هذا قال أصابته السماء أي أصابه المطر قال: فهلا جعلته فوق من غش فليس منا)

خیریوسی



28.12.2009

کالداره د مجاهدينو او طالبانو ضدملي پاکستانی سوغات دی او ډالر د کرزيانو ضدملي امريکنۍ ډالۍ ده، دواړه د وطن
د غلامۍ نښې دي، د وطن د خدمت ادعا دواړه خواوې کوي ولې يو هم د بل پر ضد جنګ او پرديو مرستو نه مړيږي ، الله دې
وطن هم د امريکا او هم پاکستان له غلامۍ او غلامانو څخه وژغوري! پاکستان او امريکا دواړه د يوه پلاس دوه اړمخوا دي
او پښتون قام يې د پلاس په خوله کې راګير کړی ، پخپله او يا خپلو ګوډاګيانو په وزله پرې زور او فشار غورځوي نو الله دې
دواړه او ددواړو خواو ګوډاګيان تباه تباه کړي او مسلمان ملتپالونکي افغانان دې خدای بريالي کړي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more