اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
سر سيد څوک وو؟
M Tahir
21.12.2009
محترمو وروڼو
اسلام عليکم
د سر سيد احمد خان پۀ اړه که څۀ مالومات له چا سره وي او پۀ تېره بيا د نوموړي ليکل سوی تنفسير (تفسير احمدي) پۀ اړه څۀ مالومات وي، لطفا له موږ او نورو وروڼو سره يي شريک کړئ
پۀ مينه
ستاسو طائر
رښتینی
25.12.2009
ښاغلی طایرجانه لومړۍ خو می سلامونه ومنه !
سرسید د هند په نیمه وچه کی په علمی کړیو کی دنوی ترکیی د بنسټ
کیښودونکی مصطفی کمال اتاترک په څیر یو انسان و چی دهند مسلمانان
یی غربیتوب ته رابلل خو متاسفانه چی له غرب نه د تقلید له دوو لارو
نه یی یوی ډیر خوند ورکاوه یعنی یو دلویدیځ دتهذیب او اخلاقو په برخه
کی تقلید دی او بل یی په علم ،پوهه اوساینس کی تقلید دی دا وروستی تقلید
خورا ګټوراو مهم دی او هغه لومړۍ یی مضر او له زیانونو ډک تقلیددی
سرسید صاحب د هند مسلمانان دغرب مطلق تقلید ته رابلل
او نورو نو دعلی ګړه پوهنتون هم دده کار نامه ده چی په اړه یی پوره
مالومات نلرم لکه دتفسیر احمدی په اړه یی چی مالومات نلرم
دا مالومات می ددماغو په خورجین کی پراته و او ګوګل ته له
مراجعی پرته می درته ډالۍ کړل شاید په ډیرو یی ومی
په مینه
احمدبلال
01.04.2010
دغه رزيل خو دوه شيان نه منل
يو جننات
او بل هغه به ويلی چی عيسی (ع) اسمان ته نه ده ختلی.
ددی خبرو حوالی به زه لنډ وخت کی ورکم! ما د پاکستان يو تاريخی کتاب کی لوستی وه.
M Tahir
09.01.2011
ښاغلی حامد صاحب او احمد بلال صاحب
اسلام عليکم
ستاسو له نظر ليکنې څخه يوه نړۍ مننه . ما د سرسيد په اړه يو څۀ تحقيق کړی دی چې د نوموړي پۀ عقايدو، افکارو او ژوندموخو مشتمل دی خو دومره وخت راسره نشته چې پښتو ته يي واړوم. کله چې مې وخت پيدا کړ، دلته به يي پرليکه کړم .
پۀ مينه
ستاسو طاهر