د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په هسپانيه د تازه بمي بريدونو په ترڅ کې د بي ګناه حلکو د وژنې هکله څه نظر لرئ؟


12.03.2004

درنو لوستونکو ، سلامونه مې و منئ !
د هسپانيې په پلازمينې مادريد کې د د ريلو ګاډو په څو تمځايونو کې بمي بريدونه تر سره شول ، نږدې ٢٠٠ تنه يې ووژل او څه کم ١٥٠٠ کسان يې ټپيان کړل . تاسو پدې عمل کې د چا ﻻس ګڼئ او پخپله ددغه عمل په هکله څه واياست؟ آيا د بشري ټولنې د غړي په توګه په دې اړه څه نظر لرئ ؟ ستاسو د نظر څرګندونو او تبصرو په هيله . والسلام .
.



طالب خان
15.03.2004

درورند او محترم ځواكمن صاحب سلامونه او نيكي هيلي مي ومنه!
وروره هسي خو دبي گناه انسانانو وژل نه يوازي داچي داسلام دمقدس دين له مخي ممنوع او مردود گڼل شويدي خو كله ناكله چي دنړۍ په كومه برخه كي دسياسي اتنيكي او ياهم ديني تمائلات له كبله ديوي او بلي ډلي له لوري كومي وژني رامنځته كيږي هغه په اصل كي زموږ دكرى(ځمكي)په سردپرتو هغو ستونزوښكارندوي كوي چي بنسټ يي ناانصافي وي.اخر څوك به تركومه دجابرو اوطاغوتي قوتونو خپل سري،انحصاراوتفرد زغمي؟؟؟يوڅوك چي ښه پدي پوهيږي له ماسره ظلم كيږي،زماپه خاوره كي پرتي طبيعي زيرمي دزبرځواكونو له لوري غصب شويدي.زه له هره پلوه دازاد اوسيدو حق لرم خو هغوي ماته داحق نه راكوي.نوبه ولي زه له هغو سره عقده نه اخلم؟؟
هغوي چي زما په كوچنيانو،ميرمنو او سپين ږيرو باندي رحم نه كوي زه به يي څنگه ورباندي وكړم.
ستاسي داخبره بيخي پرځاي ده چي موږاوتاسي دبشري ټولني غړي يو.بشري ټولنه يوه كورنۍ ده او موږيي غړي يو.خو افسوس چي ددغي كورنۍ دمشرانو له لوري دكورنۍ دغړو ترمنځ مساوات او برابري ساتلي شوي واى.نوچي مساوات نه وي كورني مناسبات به څنگه وده ومومي؟؟؟
په يوه كور كي دوه وروڼه دي يومشر اوبل كشر دى.مشرورورپه نه خبره له كشر سره جنجال په سر را اخستي وي.دهغه ميرمن او ماشومان وهي ټكوي او ځووروي يي.دهغه ميرمن ورته هره ورځ پيغورونه او طعنى وركوي.پيسى او ډوډۍ نه وركوي.نو اوس ته ووايه چي كشر ورور به له مشرداسره تردى زياته گوزاره وكړي؟؟؟ گومان كوم چي نه بلكي هغه به خپل بوريا بستر په سرواخلي اوكډه به وكړي اوياداچي نوله مشر ورور نه به دانتقام پريكړه وكاندي.
دنن نړۍ هم دغسي بڼه لري.مشران ظالمان دي او دكشرانو په حقوقو يي گيډه اچولي ده.كشران به نو خود داسي كارونه كوي؟؟؟ته ووايه اخر څه وكړي؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more