د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په زور زنا

طالب ISI
15.12.2009

که چیری له یوی ښځی سره په زور او جبر زنا وشی، یا په دغه ښځه د دوره یا سنګسار حکم نافذیږی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اصالتاً او د"ټول افغان" په نمایندګي
د اسلام په خونه کښي دا لازمه او ضرور ده چه : بحث ، پوښتنه په بسم او یا په سلام او دعا شروع ګړئ
تشکر


..Ahmadzai
15.12.2009

وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

شهیره:
ځواب به مختصر درکړم
نه هغه نه سنګسار کیږي، او نه کومه بله سزا ورکول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستاسو خر بشات قلم (سب و شتم ، طعن) ړنګ شوه ، له داسي اخلاقو لاس واخلئ
تشکر

 


طالب ISI
16.12.2009

بسم تعالی
له ځوابه مو یوه نړئ مننه، او وروسته له دېٖ به انشاالله دلته د لوی څښتن تعالی په نامه پیل کوم.
او دا چی ما ته مو کومه ناوړه کلمه کارولی تاسی خپله همدغسی یو شخص یاست ځکه څوک چی چا ته ښنځل کوی هغه په واقیعت کی خپل ځان ته ښکنځل کوی او دده به ذاتی شخصیت دلالت کوی، هیله ده د وروڼو زړونه له پوښتنه کولو تور نه کړئ، .

په درنښت



ع کريم حليمي
11.01.2010

السلام علیکم و رحمة الله
مکرم او محترم شهیر صاحب ، ښې هیلي مي ومنئ ، موږ ستاسو د ارشاد (هیله ده د وروڼو زړونه له پوښتنه کولو تور نه کړئ،) سره موافق یو

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏"‏ لاَ يَقُصُّ اِلاَّ اَمِيرٌ اَوْ مَاْمُورٌ اَوْ مُخْتَالٌ ‏"‏‏"‏ ‏
معنیٰ ئې - ندي کوي وعظ مګر حاکم د وخت او یا نماینده ئې که غیر له دوې بل کس وعظ وکړي ، ریا کاره دۍ


..Ahmadzai
11.01.2010

السلام عليكم

[quote:b963c340e2]که چیری له یوی ښځی سره په زور او جبر زنا وشی، یا په دغه ښځه د دوره یا سنګسار حکم نافذیږی [/quote:b963c340e2]

حليمي صاحب
ته او خداى دې داسې پوښتنه هم عاقل إنسان كوي؟
دا چيرته لوى سوى؟
چيرته يې زدهکړه کړې؟
او كه ستا هغه زاړه خربشات هير ندي؟
خير ړنګه يې کړه؟
زما هم درسره خوښه دا بوډا زړه دې پرې خوښ کړه، او ماته يې هم په پيغام کې راوليږه، مخصد چې ته خوښ يې٠


..Ahmadzai
12.01.2010

,,,,,,,,,,


watanmal
13.01.2010

ټولو لوستونكو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

shaheer صيب د پوښتنى ځواب دى همدا دى ،كه د كومى ښځى سره
په زور زنا وكړى شى نو ښځى ته هيڅ ډول سزا نه وركول كيږى.

د اسلامى بحثونو فورم چلونكو څخه هيله لرم چى د فايدى لپاره دى
د زنا په اړه مكمله ليكنه وكړى چى په دى شيانو مشتمله وى د زنا تعريف ، حكم ئى ، د زنا حد
همدارنګه هغه پيسى چى د زنا له لارى زانيى ته په لاس ورغلى وى حكم يى څه دى؟
د زنا ضررونه او ................

په پاى كى يادونه كوم چى د داعى له مهمو صفتونو څخه يو دادى چى په
ځان كى د مخالف د خبرى اوريدو او په نرمه او ښه لهجه د ځواب توان ولرى
نو له ټولو ليكوالانو څخه د ورورولۍ هيله لرم چى سپكه لهجه دى نه استعمالوى.

وطنمل


طالب ISI
20.01.2010

سلام پر ټولو،
اصلأ داسی وو، چی یو ځل پيښور کی یوه ملا وویل چی، چون د زنا په وقت کی ،کیدای شی ښځه له زنا خوند واخلی، سره له دی چی په زور زنا ده، چی له دغه حالت څخه د ښځی رضا ثابتیږی.نوځکه باید حد پری قایم شی.
خو زما زړه نه منله، بیا یو ځل زه له همدغسی پوښتنی سره مخ شوم، نو بیا می ویل چی په بحث فارم کی به دغه خبره مطرح کړم.

جلال زئ صاحب اسلام ډیر پراخ دین، دی هر څوک کولای شی، هر څه سوال وکړی، او که ستاپه اند لکه کلیوال خلک اتیا کاله مونځ وکړو خو پدی پوه نه وو ، چی مونږ مانځه کی څه وایو او څه غواړو! دا به کومه، عاقلانه خبره نه وی.
بل دا چی بدبختانه په پښتنی ټولنه کی د سوال په ځای باید پدی ډیر فکر وکړو، چی آیا سوال وکړو او که نه، آیا دا سوال ښه سوال دی، که نه، چی دی بی زړه توب سبب کیږی، ته یو تاجک وګوره، او یو پښتون، یو پښتون وګوره او یو اورپايي ، څوک په ژبه کی ډیر جرت لری؟
یوه ورځ محسینی داسی سوالونه کړی، وو چی که هر چا ځواب کړل، جایزه ورکوم،

- ولی مونږ دیرش ورځی روژه نیسو، ولی پنځلس، یا دوه میاشتی....!
- ځمکه او آسمان ولی اوه ورځو کو جوړ شول، ولی لسو کی نه دی جوړ ولی پنځو کی!
-مونږ ولی پنځه وقته مونځ کوو، ولی شپږ نه ، ولی دری نه دی یا کوم بل عدد.
-یو څه نور سوالونه هم وو، چی بیا په کابل کی، یوه عاجز پښتون ملا د ټولو ځوابونه ورولیږل، او ورته وویل چی انعام می هم نه دی پکار.
په ځواب کی محسنی ویلی وو، چی دا ډیر د شکر ځای دی، چی تر اوسه ، دغه وطن کی داسی تکړه عالمان شته.
هدف می دادی، که فرض کړه ته چا ته مونځ ښیی،، او هغه پوښتنه وکړی، چی ولی د ماښام مونځ پنځه رکعته دی، ولی اته نه دی، نو که ځواب درسره وو، وریی کړه، که نه وو، بښنه وغواړه چی نه پوهیږم ، خو دا مه وایه چی دا سوال دی!
چی ستا سره ځواب نه وو،ورته وایه چی زه معلومات نه لرم.

د حلیمی صاحب څخه مننه، دا چی پوښته یی ځواب کړه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more