اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ایا نظریه حلول او وحدت الوجودنظریو باندی قاءیلیدل، ایمان ته خو څه نقصان نه لری؟
احمدبلال
14.12.2009
السلام علیک و رحمة الله وبرکاة!
ځما ددی دوو نظریو په هکله داپوښتنه ده چی ایا په دی نظریو قاءیلیدل په ایمان او بلخصوصً په عقیده توحید باندی څه اثر خو نلری.
ځکه ډیر غټ خلک، شاعران، صوفیان په دی نظریو قایلیدلی دې٠
ستاسو ځواب ته اړتیا!!!
په درنښت٠
ع کريم حليمي
14.12.2009
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته ،
ګران او محترم ahmad bilal صاحب تاسو ډېر عظیم سوال مطرح کړئ ،
خبره داده ، چه تاسو د حلول او وحدت الوجود نظریه څرنګه فهمولې ؟ تاسو ئې په مشرح شکل اومفصل، تفصيلي
لوستونکو نه راولیکئ ،
او که یو فوري او ضروري جواب ته اړتیا لرئ ، نو خبره داده بله نده ، چه خالق او مخلوق په ذات کښي شراکت
نه لري !!! نو د وحدت او حلول نظریه یوه غلطه او باطله فلسفه او نقل بوله
دا خبره ډیره مهیمه او ضروري ده چه یو څوک دحلول او وحدت الوجود فلسفه څرنګه پېژني ، ممکن ده
چه نه به غلطه او نه به کفر وي !!
دوئ وایی چه حمزه بابا د وحدت الوجود زوئ وو
درنښت
17.12.2009
السلام عليکم و رحمةالله و برکاته!
د نړۍ له پيدايښت مخکې هم له الله تعالی برته بل هېڅ موجود نه و او د نړۍ له ختميدلو وروسته به هم بل څوک او بل څه وجود ونه لري، ولې نړۍ بيا هم لکه اوس
د بيل او پای په منځ کې وجود وموند پيدا شوه او منځته راغلې ده! اړين دغه پوښتنه راولاړيږي چې نړۍ له څشي څخه را پيدا شوه ، هغه څه چې الله تعالی ترې دا نړۍ جوړه يا رامنځته کړه هغه څشی و؟ دا چې له خدای (ج) پرته بل هېڅ
شی موجود نه و، نو د انسان په فکر دنړۍ خلقت ضرور د خدای تعالی له وجود سره تړاو لري ! داچې عقيده لرو چې الله تعالی نړۍ له هيڅ څخه پيدا کړه ، دا نشو تصور کوولای شو چې له هېڅ څخه نړۍ پيدا کيږي، خو دا منلی شو چې له هيڅ څخه هيڅ او له يو څه څخه يو بل څه پيدا کيدای يا جوړېدای شي!
هو، کن فيکون سره هم مخکی يو[color=blue:6700a2c1a1]شی[/color:6700a2c1a1] په عظيم قران کې ذکر شوی :
[color=red:6700a2c1a1] و اذا اراد شيا ً ان يقول لهو کن فيکون ![/color:6700a2c1a1]
خو داچې تر نړۍ دمخه هېڅ شی هم موجود نه و، نو نړۍ له څۀ څخه جوړه شوه، ددې پوښتنې ځواب ځينې داسې ځوابوي چې خالق تعالی لومړی د نړۍ تصور او پلان درلود او بيا يې د [color=white:6700a2c1a1] کُن[/color:6700a2c1a1] امر وکړ او د پلان سره سم يې د [color=yellow:6700a2c1a1]فيکون [/color:6700a2c1a1] پروسه پيل شوه او لکه څنګه چې د ټولو کايناتو يا دنيا پراختيا او غزېدل لا پای ته نه دي رسيدلي نو د فيَکون پروسه او بهير لا دوام لري! او کله يې چې د ختمولو امر صادر کړ ددنيا او کايناتو د راټولېدل پيل او د ختميدليلو پروسه به يې همدغسې خو په برعکس لوري دوام ولري چې د قيامت دوام ورته ويل کيږي!
څنګه چې ددنيا له پيدايښت نه لومړی صرف د نړۍ د پيداکولو پلان موجود و او هغه د خدای تعالی پلان و، نو د پلي کولو په الهي امر ترې دنيا رامنځته شوه نو د الله تعالی له ذات او وجود څخه د هغه پلان او له پلان څخه د پلان پلي کيدل يعنې د نړۍ پيدايښت او وجود هم جلا نه دی يعنې ګواکې د وجود وحدت سره لري، او دې ته وحدت الوجود وايي، او که چې نړۍ منحل کيږي نو هم هر څه به بيرته د الله تعالی وجود ته رجوع کوي يعنی هر څه به حلول مومي او يواځې الله تعالی به باقي پاتې او تل تر تله به وجود ولري!
که د فلسفې د مادې او معنی د پوهيزيو نولخه مخه يې ووايو، نوخدای او د هغه طرحه يا اېديا وې (لوح محفوظ) د عيني معنی په توګه وجود درلود او هغه ذات
دا مادي نړۍ له خپل پلان ، يا عيني ايدياو څخه جوړه کړه ، معنوي عيني نړۍ
يې په مادي نړۍ واړوله اوکله يې چې ختموي بيرته به په معنوي بڼه او معنوي طرحې اوړي دا اوښتون به د اسرافيل په لومړۍ شپيلۍ پيل کيږي او تر بشپړيدو وروسته به يې بيا الله تعالی بله عيني معنوي طرحه رامنځته کوي چې له مخې به يې انسنان د اسرافيل د دوهمې شپيلۍ سره بيرته راژوندي کيږي حشر سوال ځواب او د جنت او دوزخ ژوند ټول بيا د اخرت د عيني معنوي نړۍ محتويات او شامله اجزاوې دي او بس .
داچې وحدة الوجود به دغسې دتصور وړ وي او که نه والله اعلم ، خو بل ډول وحدت الوجود راته د تصور وړ نه بريښي .
و.افغان
18.12.2009
السلام عليکم
د بحث ټولو ګډونوالو ته سلامونه او نېکې هيلې، په ځانګړي توګه مکرم او معزز
حليمي صاحب چې ډېر وخت مو حال او احوال سره نه دي اخيستي.
پتوال صاحب: تاسو چې څرنګه تفصيل کړی دی، نو که دغه تفصيل حقيقت لرلی، نو
دا خو د هر مسلمان عقيده ده، او د قرآني آيتونو لارښوونه هم ده، ځکه چې پيدايښت
له الله جل جلاله څخه پيل او هغه ته بېرته ورګرځيدونکی دی.
الله جل جلاله فرمايي: الله يبدأ الخلق ثم يعيده ثم اليه ترجعون.
خو ستاسو دغه تفصيل د وحدة الوجود له موجودې اصطلاح او معتقد څخه په متضاد جانب
کې واقع دی، زه ډېر تفصيل په کې نشم کولای، خو لنډه دا چې وحدة الوجود خالق او
مخلوق
يو بولي، په بل عبارت د نصرانيانو د اتحاد او حلول جزئي څخه يوه درجه پورته کفر
دی، د وحدة الوجود والا د خالق او مخلوق تر منځ د فصل او جدايۍ تصور نه کوي، دا د تصوف هغه درجه
ده چې ورته فناء فی الله وايي، په پښتو کې يې رسېدلی پير بولي، په دغه مرحله کې
د حرام او حلالو او نور مختلف ټول قيدونه ماتيږي، ځکه ځينې د دوی اور ته هم
ځان ورګذاري، ځانونه وژني، زناګانې کوي، لواطتونه کوي، هره مرداري کوي،
دغه وخت کې د هغوی په قاموس کې حلال او حرام له منځه ځي، ديانتونه او د دينونو
حدود، د پيغمبرانو اخلاق او نور هر څه له منځه ځي، او هر طرف ته هر څه ورته خدای
خدای ښکاري، حتا ځانونو ته هم د خدای خطاب کوي، لکه مولانا بلخي خپل
معشوق ته خطاب کوي:
ای شمس من وخدای من
همدارنګه يوه يهودي ته سجده کوي، بل څوک ده ته سجدې لګوي، دا هر څه په دغه
عقيده کې هيڅ پروا نه کوي.
لکه منصور چې
دا عقيده درلوده، او ځمونږ جاهل شاعران يې زمزمه کوي، د دار په وخت کې هغه
د أنا الحق چيغې وهلې، ځان يې خدای بللو، ټول موجوده شيان يې د خدايي مظاهر
بلل، چې حقيقت کې يو وجود دی، چې همدغه خدای دی.
دا عقيده سور کفر او زندقت دی، او دا هغه عقيده ده چې په دنيا کې ټول اديان
صحيح بولي ، هر فعل صحيح بولي، او دا هغه عقيده چې غرب غواړي مسلمانانو
کې یې نشر او پخش کړي.
لنډه دا چې دا عقيده د الحاد او د الله جل جلاله څخه د منکرېدو يو غير مستقيم تعبير دی.
په درنښت
larghonay laraway
19.12.2009
السلام علیکم!
وهاج صیب غوښتل مې چې په دې اړه څه ولیکم خو چې ستاسو لیکنه مې ولیده نو زما د زړه خبرې وې. په قلم دې برکت شه. ولې یوه خبره باید یاده کړم چې بدبختانه زمونږ په ټولنه یعنې افغاني ټولنه کې تر ډېره حده دودیز او رواجي اسلام حاکم دی. ځکه خو زمونږ شاعران څه چې عوام او ملایان هم د دودیز اسلام تر اغېز لاندې ژوند کوي. دلته یوازې شاعران نه بلکې ملایان په ممبر د منصور قیسې او ورته جوړ شوي شعرونه وایي او عوام یو متل لري چې (رښتیا منصور ویل چې په دار شو).
نو شیخ الحدیث وهاج صیب !
زما په نظر تر ډېرو سیاسي بحثونو هم دا یوه ښه موضوع ده او که وس مو وه نو په همدې اسلامی بحث فورم کې په تفصیل سره څه پرې ولیکئ .
[color=red:aa4d749c9b]یو جاهل پیر احمدرضاخان بریلوي لیکي:
یا محمد لا اقول لک الله ولا استطیع ان یفرق بینمها[/color:aa4d749c9b]د شرک، جهالت او بریلویت له تورو تیارو د افغانانو اومسلمانانو د خلاصون په هیله
ستاسو لاروی
میوند ننګیال
19.12.2009
سلامونه او نیکی هیلی !
ګران ورورلرغونی لاروی صیب !
بواځي د منصور قیصه نده .
بعضی پښتانه جاهل ملایان دومره چټیات وایی چه د سړی عقل کار پریدی .
درسول الله علیه افضل الصلاة وسلام ته منسوب شوی احادیث چه نن سبا یی ویل او حواله ورکول ډیر عام شوی .
اسرایلی روایت چه هیڅ سند نلری .
او داسی په زرکونو مسلی چه عقل ورته بی کاره شی .
[color=yellow:073a83dec8]متاسفانه چه اکثره یی افغانان ملایان روایت کوی .[/color:073a83dec8]
ګران ورورلاروی صیب !
بریلویان ،پیران وصوفیان خو د مخکی ول او س خو:
[color=blue:073a83dec8]قادیانیان ، جماعت المسلمین ( چه یو تکفیری تنظیم دی ) نصاری او نور هم مخ په زیاتیدو دی او دعوت یی ښه په درز کی روان دی .[/color:073a83dec8]
د [color=white:073a83dec8]ګمراهو فرقو نه د پاک افغانستان په هیله [/color:073a83dec8]
ع کريم حليمي
21.12.2009
درنو عزیزانو ، السلام علیکم و رحمة الله
مکرم عزتمن قاري صاحب زمونږ ښې هیلي ومنه ، جوړ اوسې ، داچه په بحث کښي مو برخه واخستله ډېر خوښ سوم ، پوښتنه راسره پیدا سوه
دانشمند پتوال صاحب لیکلي چه : ((يواځې الله تعالی به باقي پاتې ))
آیا ، دا خبره د منلو وړ ده چه هر څه مري او یو الله ج به باقي وي ؟؟
یعني ميكائيل عليه السلام ، جبريل علية السلام ، إسرافيل عليه السلام ، او خودي ملك الموت عليه السلام
هم مړه کیږی ، که مري ؟ سند واره ثابته ده ، او که تاویلي ،ماویلي ؟
كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ
وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ
دانشمند پتوال صاحب تاسو لیکلي چه :((څنګه چې ددنيا له پيدايښت نه لومړی صرف د نړۍ د پيداکولو پلان موجود و او هغه د خدای تعالی پلان و، نو د پلي کولو په الهي امر ترې دنيا رامنځته شوه نو د الله تعالی له ذات او وجود څخه د هغه پلان او له پلان څخه د پلان پلي کيدل يعنې د نړۍ پيدايښت او وجود هم جلا نه دی يعنې ګواکې د وجود وحدت سره لري، او دې ته وحدت الوجود وايي))
دا زمونږ خاورینه نړۍ له دوو جزو جوړه ده چه یوه ماده او بل مانا ، نو آیا د الله تعالی په ذات کښي ماده او مانا وجود لری ؟ که څنګه ؟
او بیا ورسته تاسو لیکئ چه :
((چې نړۍ منحل کيږي نو هم هر څه به بيرته د الله تعالی وجود ته رجوع کوي يعنی هر څه به حلول مومي او يواځې الله تعالی به باقي پاتې او تل تر تله به وجود ولري!))
هو همداسي ده چه : إِلى رَبِّهِمْ راجِعُونَ ، راجعون دا معنیٰ ! رجوع کيږي چه رب العزت ته حساب ور کړي
رجوع ؛داسي معنیٰ نه ورکوي چه : د رب العزت سره یو ځای کېدل
د حلول او رجوع له جملو نه ستاسو مطلب داسي دئ چه ، هر څه به حلول وکړي
او د خدای په ذات به ور ګډ شي یا یو ځای ؟؟؟؟
له پورته جملو نه زه داسي و فهمېدم چه خالق او مخلوق په ذات کښي شریک دي !!! ؟؟؟؟
یعني خالق و مخلوق اعضاء يک پیکرند که در آفرينش ز يک گوهرند ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
تصوف اواسلام
وصيل پېروز
22.12.2009
درنووروڼوسلامونه اونېکې هیلې له ډېره وخته مې په زړه کي ووچي دتصوفودباطلې فرقې په اړه به یوڅه لیکم خوله دې امله مې زړه نه شوکولای چي په رښتیاهم دخلکوله توندغبرګون څخه وېرېدم ځکه دې نظرې دومره وسعت موندلی چي نه یوازي په عواموکي مقبوله ده بلکه په هغوکسانوکي هم خورامحبوبیت لري چي شپه اوورځ ناست دي بخار،مسلم،ترمذي،ابوداووداونورصحاح سته درسوي زموږپه سیمه کي یوسترعالم وویوبل عالم چي تصوف اودهغوئ وحدت الوجود اوشهودیې نه منل دهغه لیدوته ورغلی خوکله چي هغه خبرشوی چي فلانی راغلی نو حال یې ورته راولېږی چي زه له تاسره په دې وجه نه وینم چي ته وحدة الوجوداوشهود نه منې هغه په ځواب کي ورته وویل : ماویل دی به مسلمان وي داخودی هم تراوسه خوارپه اسلام اواسلامي عقیده نه دی خبر. اوس چي تاسوپه دې اړه بحث پیل کړی نوزه هم یوڅه زړورشوم اودې ډګرته مې راودانګل زه دځان صفت نه کوم لله الحمد مادیني زده کړې کړي اواوس فارغ یم په یوه دیني مدرسه کي تدریس کوم زه وړاندي په دې نظروم چي تصوف رښتیاهم په اسلامي ټولنه کي داصلاح اوسمون راوستلو یوه هڅه ده،مسلمانان دنفوسوتزکیې ته هڅوي اوغواړي په ټولنه کي دګناوومخه ونیول شي خوکله مې چي ددوئ افکارمطالعه کړل نوراته څرګنده شوه چي که څوک دتصوفوپه حقیقت پوه وي اوبیاهم ورته معتقدوي نوهغه هیڅکله مسلمان نه شي کېدای ان تردهریانوهم یوڅوګامه وړاندي دی . نوزماوړاندیزدادی چي راځئ ددې باطلې فرقې ټولې ناولتیاوې په پوره تفصیل په ډاګه اومسلمانانوته یې ښکاره کړو زه غواړم داسلام اوتصوف په نوم یوسلسله واره مضمون په دې مشهوروافغاني ویبپاڼوکي ولیکم اماله دې وجې ورته زړه نه شم کولای چي دوئ به یې راته نشرنه کړي که تاسوپه دې برخه کي مرسته راسره کولای شئ بیانوزه هم مټې رابډوهم .
ستاسوورورمولوي عبدالغفورپېروز.
رښتینی
22.12.2009
ټولو وروڼو ته سلامونه اونیکی هیلی !
دهند یو نوماند عالم چی ظفر احمد عثمانی نومیږی او دیو ډیر لوی کتاب
لیکوال دی دده دا غوره کتاب اعلاء السنن نومیږی په شاوخوا دیرش ټوکه
کی دا کتاب دحدیثو یو غوره کتاب بلل کیږی داراز ده داحکام القران په
نامه یو تفسیر هم کښلی دی چی ښه منل شوی کتاب دی دنوموړی عالم له
دی کتابونو نه مالومیږی چی دی یو ښه محدث او مفسر عالم دی
دی مولانا ظفر احمد د منصورپه اړه یوکتاب هم لیکلی دی چی په اردو
ژبه کی دی دا کتاب ماټول کتلی او ښه تحقیقی کتاب دی په دی کی یی
منصور په اړه دسلفو علماو مختلف اقوال راخیستی دی تفصیلات می
له ذهنه وتلی دی خو دنوموړی نظر دادی چی منصور ښه نیک انسان و
او دا فیصله یی دنومورو سلفو علماو دډیرۍ امامانو له تایید وروسته
کړی ده اوس که موږ دهغه په اړه یوڅومخالفی ویناوی لیدلی وی او یواځی
دهغو په اساس پریکړه کوو دا هم دتحقیقی اصولو خلاف خبره ده
اوبل په اخرت کی الله له موږ نه دا پوښتنه هم نه کوی چی تا دمنصور په اړه
څه عقیده لرله خو چی د ډییرۍ پوهانو له تایید وروسته هغه ته ښه ووایو
شاید کومه بدی ونلری که څه هم هغه ښه نه وی چی دابهیو الله ته مالومه وی
اوکه دیوڅو علماو دمخالفت له کبله هغه بدیاد کړو یا یی خاوری شویو
هډوکو ته دکفر او زندیقیت ډالۍ ورو ولیږو نو دابه زه وایم چی ښه خبره نه وی
اوپه تیره بیا هغه خلک ټول غلط او ناسم وبولو چی منصور یی چیرته
په کومه شعری تشبیه کی ستایلی وی نو دابه لاښه خبر نه وی
تاسو باور وکړی چی دمنصور دانا الحق ناره په ما ډیره بده لګیږی او دایو
غټه شرکی او فرعونی ناره ده او له منصور سره کومه خپلوی هم نلرم چی
ننګه یی لازمه بولم اصلا دمولانا کتاب ډیر تحقیقی کتاب دی هغه ډیر
کره دلایل راوړی دی خدای دی وکړی کوم بل ملګری هم کتلی وی اوپرته
له دی تعصبه چی مولانا ظفراحمد مسلم لیګۍ وبولی بلکی دهغه دعلمی
ژور تحقیق په اساس پریکړه وکړی
په مینه
24.12.2009
هسې خو شريعت - طريقت - حقيقت يوه تکاملي سلسله ده، چې بېخ او بنسټ يې شريعت ، وده يې طريقت او هدف او نتيجه يې حقيقت دی، که هر څو وروستۍ له خپلې لومړۍ ځخه لوړه پوړۍ ده خو دويمه له لومړۍ او دريمه له دوهمې پرته منڅته مشي راتلای، ولې ظاهرا به مولويانو ته زور ورکوي چې په لومړۍ پوړۍ پورې محدود شميرل کيږي او له ځان نه پورته پوړۍ به هم مني !
ښه داده چې هرڅه د شريعت سره ټکر خوري ويې غندي او هغه څه چې په طريقت او حقيقت موندلو کې د شريعت سره ټکر نه خوري تاييد کاندي يا لږ تر لږه يې پر ضد څه ونه وايي ، ځکه چې د شريعت خلاف نه طريقه شته او نه حقيقت !
خو ملا صاحبانو ته په کار دي چې د ش ريعت ، طريقې او حقيقت ترمنځ سمون ولټوي او ځان پرې پوه کړي :
مثلآ فرض کړئ هغه څوک چې د [color=white:27d95d40e2]انالحق [/color:27d95d40e2] غږ ترې اوريدل کيده، بايد تفکيک شوی وای، چې نوموړی دغه کلمه د ادعا په توګه د ځان له پاره کاروي او که د څرګند ذکر په توګه د قران يوه کلمه تکراروي، چيرې چې الله تعالی د [color=blue:27d95d40e2]انا الحق [/color:27d95d40e2]کلمه فرمايلې ده !
ورونو، د هر وخت ديني عالمانو له ځان څخه پورته ديني شخصيتونه تکفير کړي، که هغه نوي نبيان او رسولان وو او که هغه د افغان سيدجمال الدين غوندې ستر دينپوهان وو، د احساساتي او قدرت غوښتونکو موليانو له خوا رد شوي او ډير يې تکفير کړي دي !
عادل عادل
26.12.2009
سلامونه
وروڼو زه خو د ورته بحثونو د وړاندې کوونکو په نیت شک کوم.
نن سبا طاغوتپاله ډلې ټپلې د مسلمان په جامه کې کوښښ کوي عام مسلمانان په سردرګمئ یا confusion کې واچوي او د ډالر په ټیله سره یې د منسوخو دینونو منلو او یا هغې ته په میلان سره ذهنا او عملا اماده کړي.
ننني طاغوتپاله علامه ګان او دعوتګر کوښښ کوي د خپل ګمراه دعوت په لاره کې ځانونه پخوانیو منلو عابدانو ته منسوب کړي تر څو د یوې خوا ځانته قدامت ثابت کړي او د بلې خوا عام مسلمانان د هغوی په اړه په اتوماتیک ډول په شک کې واچوي.
مونږ هغه وخت خطا وزو چې ددغو مردودو ژوندیو مفکرینو او مبلغینو د مردودشمیرلو تر مخه د هغه چا په رد او سپکه خوله پرانیزو چې دوی ورته ځانونه منسوبوي،پداسې حال کې چې ددوی په شاوخوا کې ډیر نور عیني او ژوندي شواهد شته چې دوی پرې مردود وشمیرل شي، په نتیجه کې د هیڅ یو پخواني عابد د هیڅ ډول منفي او مثبت عمل په اړه د مطالعې او څیړنې ضرورت نه پاتې کیژي، او نه هم باید چې خپل ګرانبها وخت پرې ضایع کړو.
د نننیو طاغوتيانو څخه ددوی د کرغیړنو کړو وړو او کریه نفاق په وجه به حتی چې د پخوانیو زمانو شیطانان هم بیزاره وي پاتې خو لا جامي صیب ، بیچاره منصور او نور پیران او عابدان شول.
د عالیقدرو علما کرامو څخه زما هیله داده چې په ورته مسایلو کې ډیر مختصر او پریکنده موقف اختیار کړي تر څو د EVILJENIUS باطلو ډلو ټپلو دعوتګرو ته د بحث د اوږدولو مجال په لاس کې پاتې نشي.
عتیق الله
02.01.2010
سلامونه!
عادل صیب لیکلي:
[quote:387017a0b9]د هیڅ یو پخواني عابد د هیڅ ډول منفي او مثبت عمل په اړه د مطالعې او څیړنې ضرورت نه پاتې کیژي، او نه هم باید چې خپل ګرانبها وخت پرې ضایع کړو. [/quote:387017a0b9]
د افسوس خبره ده . ځکه داسې نظرونه خلک له تحقیق نه منع کوي. دا چې د چا د منفي او مثبت عمل په اړه څېړنه ونه شي نو د تېرو کسانو له کړنو به څنګه پند او عبرت واخیستل شي؟
عادل صیب دې ته هم فکر نه کوي چې څېړنه د وخت ضیاع نه بلکې د وخت بچت کول دي. له ځینو پخوانیو دروغجنو او بې لارو عابدانو خلکو بتان جوړ کړي چې په اړه یې هیڅ نه وایي. حتی د منصور او جامي په څېر کرغېړن او بې عقیدې خلک هم د بحث وړ نه بولي!
[quote:387017a0b9]د نننیو طاغوتيانو څخه ددوی د کرغیړنو کړو وړو او کریه نفاق په وجه به حتی چې د پخوانیو زمانو شیطانان هم بیزاره وي پاتې خو لا جامي صیب ، بیچاره منصور او نور پیران او عابدان شول. [/quote:387017a0b9]
خو باید څېړنې پرې وشي او هره طاغوتی هغه که نننی وي او که پخوانی باید خلکو ته ور وپېژندل شي چې ځان ترې وساتي او مخه یې ونیول شي.
و.افغان
02.01.2010
په خير راغلی دروند عتيق الله صاحب:
تر پاکې عقيدې دې جار.
موضوع مې په ذهن کې ده، هېره شوې مې نه ده، زه ضرور ښه په تفصيل پرې غږېږم،
په يوه خبره چې خپل زړه کې معتقد اوسم ، د چا د خبرو او تنقيد له خاطره يې بې ذکره او
بې نقده نه پرېږدم.
خو اوس د دکتورا په
دې سمسترکې راباندې تقريبا 100 بحثه مقرر دي، چې بيخي واروپار يې رانه خطا کړی دی
په هر حال عادل عادل صاحب ته وايم: که چېرته غواړې کوم مفسق يا مکفر بدعت له اسلامي
امت څخه لرې کړی شئ، کوم چې د اسلام امت د تخلف او رجعيت سبب دي، نو دغه
بدعتونه به له اساسه، بنياده او تهدابه ړنګوې، مؤسسين به يې خلکو ته ورپېژنې.
او ګران محترم ورور حامد صاحب ته وايم:
زه چې دلته څه ليکم، هغه ځما متخصصين ملګري هم ګوري، نو ډېر کوښښ کوم، چې
داسې څه ونه ليکم چې زه پرې علم نه لرم، او په اسانه نقد شي، او دا يو سبب دی چې زه د مشغولتيا په وخت
ليکنې نشم کولی، ځکه چې موثقه او معتبره ليکنه تدقيق او توثيق غواړي.
منصور ځمونږ په طرفونو کې په منصور مشهور دی، چې همدغه منصور په عربي نړۍ کې
په حلاّج مشهور دی، تاسو اوس د حلاّج په اړه معلومات راټول کړئ، چې حلاّج څوک وو،
منصور حلاّج د وحدة الوجود له لويو دعاتو څخه وو، د هغو ساکتو معتقدينو څخه نه وو،
بلکه جهرابين الخلق به يې دغې پليتې عقيدې ته خلک بلل.
نور بيا کله ان شاء الله تعالی
په درنښت
ع کريم حليمي
02.01.2010
اسلام علیکم و رحمة الله
درند او مکرم استاد قاري صاحب ،
بېچاره منصور په سنه دریٖ سوه کي په دار شو ، څوک لیکي چه منصور جادوګر وو ، څوک لیکي چه : منصور په حال کښي وو ، څوک بیا لیکي چه : منصور خپل فامیل ته ویل چه و ماته سجدېٖ کوئ انا الله او یا داسي ئې ویل
چه إله في السماءِ وإله في الأرْض ،
د نجد او شام شریف بعضي علماء کرام په دېٖ عقیده وه او دي چه : منصور الحلاج زندق وو نو مباح الدم
او قتل ئې روا دئ
او د دنیا نور علماء کرام بیا وايي چه منصور مرید سو ، چله ئې کاټ کړه ، او کليم الله سو ، د ضوفیانو لمړئ شهید دئ ، د قال څخه به حال ته ولاړئ !؟ او داسي جملې به ئې ویلې چه د مصلحت برخلاف به وېٖ او خلکو
به داسي تعبیر کړېٖ چه د خدائي دعوا ئې کړېٖ ده
دا زموږ او ستاسو وطن (بلخ) د عرفانو ګهواره او زانګو وه ، دغه لاندي ادرس وګورئ
مکرم قاري صاحب ، دا تاسو څه لیکلي
(ځکه چې پيدايښت له الله جل جلاله څخه پيل او هغه ته بېرته ورګرځيدونکی دی.
الله جل جلاله فرمايي: الله يبدأ الخلق ثم يعيده ثم اليه ترجعون. )
پیدایښت له الله جل جلاله څخه پيل !! څه معنیٰ ؟؟
بېرته ورګرځيدونکی دی !! څه معنیٰ ؟؟
پیدایښت کښي کاڼی بوټي هم شامل نو دا هم بېرته ورګرځیدونکي دي !! دا څرنګه او ولي ؟؟؟
موږ چه د رب حضور ته حاضریږو ، حساب او کتاب راسره کوي
اللّهُ - يَبْدَؤُا - الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
http://www.asnanaka.com/phpp2/showthread.php?p=2047
larghonay laraway
04.01.2010
اسلام علیکم و رحمة الله
درند او مکرم استاد حلیمي صاحب!
[quote:4e7b904b67]بېچاره منصور په سنه دریٖ سوه کي په دار شو ، څوک لیکي چه منصور جادوګر وو ، څوک لیکي چه : منصور په حال کښي وو ، څوک بیا لیکي چه : منصور خپل فامیل ته ویل چه و ماته سجدېٖ کوئ انا الله او یا داسي ئې ویل
چه إله في السماءِ وإله في الأرْض ،
د نجد او شام شریف بعضي علماء کرام په دېٖ عقیده وه او دي چه : منصور الحلاج زندق وو نو مباح الدم
او قتل ئې روا دئ
داسي جملې به ئې ویلې چه د مصلحت برخلاف به وېٖ او خلکو
به داسي تعبیر کړېٖ چه د خدائي دعوا ئې کړېٖ ده[/quote:4e7b904b67]
ایا داسې انسان ته بېچاره ویلی شو چې پورتني خواص ولري؟
بله دا چې زړه خو د هیچا هم چا نه دی سپړلی خو په خوله چې هرڅه وایي په همغې محکومېږي.
تر ټولو مهمه دا ده چې زمونږ ننني بې علمه شاعران د منصور پېښې کوي او په خپلو شعرونو کې کوښښ کوي چې ځان منصور منصور وښيي. ایا د داسې شخص پیروي ښه او مشروع کار دی؟
ع کريم حليمي
05.01.2010
السلام علیکم و رحمة الله ،
ډېر ګرانو او مکرمو ، منلو ، دانشمندانو ، لیکوالو لرغونی لاروی ، قاري وهاج ساپي ، وصيل پېروز ،
عتیق الله، عادل عادل ، پتوال ، حامد ، ميوند ، ننګيال ، ښې هیلي مي ومنئ
ستاسو پوښتلي چه :
((بې علمه شاعران د منصور پېښې کوي او په خپلو شعرونو کې کوښښ کوي چې ځان منصور منصور وښيي. ایا د داسې شخص پیروي ښه او مشروع کار دی؟))
لرغوني لاروی صاحب ! علم خو نور دۍ ، علم خو سلاح ده ، او علم خو إرث الأنبياء دۍ ، مبارک فرمایی :
من يرد الله به خيراً يفقهه في الدين ، یعني خدای چه هر چاته إراده د خیر او نېکئ ولري نو {يفقهه في الدين}
نو فقهه څه شي ده : هوَ الفهم ، نو فهم څه شي دۍ ، هوَ : الرزق دۍ د ذكاء او معرفت
بعضي ملګري به فکر کوي چه رزق خو لقمه او عيش ته ویل کیږي
هو ! "د بې علمه شاعر سر د ژړ کډو دۍ " د داسي اشخاصو پیروي بده او نامشروع ده !!!
راځم ، د منصور الحلاج بحث ته !!
ولسواکان (دیمکراسان) او اهل سير و سلوك (اهل التصوف )تر اسلام ډېر زوړ تاریخ لري ، تصوف بودائي او یونانۍ ریښې لري او دیمکراسي یونانۍ او اېټالوۍ ریښې لري ، دا دواړي ډېري عالي فلسفې دي ، نه به یهود وکولی سي نه نصارا ،نه هنود و غیره چه تصوف شنډ کړي ، او نه به هیڅ دکتاتور وکولې شي چه دیمکراسي شنډه کړي
ښه او ښکلې ولسواکي پوه او باعلمه خلک ساتلای شي که پوهه و نه لري ولسواکي یي په پورته سئ سپارسئ بدلیږي
او هغه څوک چه دیني پوهه ونه لري ،او پر شرعیت محمدي برابر نه وي او تصوف ته لاس ور واچوي ، ګمراه کیږي
تصوف په مجموع کي معنیٰ ذِکر ! د الله جل جلاله په ذِکر سره قربت او نزديکت او د انسان ظاهري او باطني قلبي تصفيه او پاکوالي منځ ته راځي ، فرمايلي: فَاذْكُرُوني أَذْكُرْكُمْ وَ اشْكُرُوا لي وَ لاتَكْفُرُونِ
بودا ، موسیٰ ع ، عیسیٰ ع ، محمد رسول الله هم چلې (غار حراء) کاټ کړېٖ
ذِکر او عبادت د انسان دروني احساس دي دا د بندګۍ په احساس ئې د انسان خټه اخښلی ده
هر قوم په خپل فرهنګ کښي په یو شکل د اشکالو ذِکر او عبادت لري که بمي دي ،که ځنګلي ، که وحشي
تاریخ موږ ته په تجریبه راښودلې چه :په ذِکر د الله جل جلاله، بنده و الله ج ته معنوي نزدېٖ کیږي او رب فرماییأَذْكُرْكُمْ کله چه دا د نزدېکت فضل پر انسان وشي ، نو صاحب د کرامت سي ، نو دا خاکي نړۍ ئې د روح تر فرمان لاندي سي ، اسرار ، سِرَّي او مخفي ټول وویني ، ( منصور الحلاج سي )
خو دا هر څه دا معنیٰ نه ورکوي چه وحدة الوجد ، او نه د "حلول " په معنی ، چه رب حلول کړئ په انساني او مادي جسم کښي ، لکه نصارا چه وايي چه رب حلول کړئ د عیسی ع په جسد کي !!!
اوس نو داچه شیخ ابن تيمية رحمة الله ویلی چه : پر دېٖ خبره د مسلمانانو اتفاق دی سره چه حلاج د الحلول او الاتحاد په عقیده قتل سوو او زندقي او الاحادی حبري ئې کولې یعني ویل ئې چه : انا الله ؟؟؟!!!!
څوک چه عالم او فقهه وي ، حج کوي ، لمونځ کوي ، او د قران تلاوت کوي ، د منلو وړ نه ده چه منصور دي ویلي
وي انا الله ،
او دا چه بعضي خلګ وايي چه د منصور په وینو به ولیکل سوه انا الحق دا هم حقیقت نه لري
په دوو بیتونو د منصور مقام ، ملا صاب ډېر فرق ئې دئ
نوټ :-
که د صوفي نه په ذِکر کولو کښي تظاهُر او ریا وشي او دا د ریا مزېٖ او خوندونه یی تر خوله شي او ریا ته دوام ورکړي نو مشرک سوو !!
larghonay laraway
06.01.2010
السلام علیکم!
محترم حلیمي صاحب له معلوماتو مو ډېره مننه . خو که دا لاندې جمله لږه نوره هم روښانه کړې او په یو څو مثالونو مو هم ونازوې نو خوشاله به شو.
[quote:b945d2b1c2]تاریخ موږ ته په تجریبه راښودلې چه :په ذِکر د الله جل جلاله، بنده و الله ج ته معنوي نزدېٖ کیږي او رب فرماییأَذْكُرْكُمْ کله چه دا د نزدېکت فضل پر انسان وشي ، نو صاحب د کرامت سي ، نو دا خاکي نړۍ ئې د روح تر فرمان لاندي سي ، اسرار ، سِرَّي او مخفي ټول وویني ، ( منصور الحلاج سي ) [/quote:b945d2b1c2]
احمدبلال
01.04.2010
السلام عليکم! ع کريم او لرغويال صيب د ليکنو نه مو يو جهان مننه!
اوس نو زه د حلوج او وحدت الوجود باندی پوه سومږ
زما يو بل سوال د وحدت الشهود(از همه اوست) او وحدت الوجود(همه اوست) په باره کښی ده.
ايا د اسلام په لاره کښی دی کښی کومه ډيره په شريعت برابره ده،