اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
روح القدس ، جبرائيل او ملايکه
13.12.2009
السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
په عظيم قران کې د مريم بي بي او عيسی (ع ) په اړه د (روحنا) کلمه داسې ذکر شوې چې الله سبحانه و تعالی فرمايي چې مريم ته
مو خپل روح ( روحنا) واستاوه، خو ويل کيږي چې هغه جبرائيل و چې مريم بي بي
ته راغی . همدارنګه کله چې پر عيسی (ع ) د وحې د راتلو پوښتنه مطرح شي نو د ملا صاحب ځواب داوي چې جبرائيل به تل له
هغه سره ناست و او دده خبرې ټولې د جبرائيل (ع) خبرې وې چې د الله تعالی په امر به يې ورته کولې!
دغه شان کله چې د شبقدر په اړه بحث وي نو هم په قرآن کې ذکر شوي روح القدس جبرائيل (ع) بلل کيږي،
له دې څخه دغه څو پوښتنې دلته رامنځته کيږي چې :
١ . آيا جبرائيل يوه ملايکه وه ؟
٢. آيا روح القدس جبرائيل دی؟
٣. داچې جبرائيل يوه ملايکه او روح القدس جبرائيل دی نو روح القدس
هم يوه ملايکه ده !
٤. د ١، ٢ او ٣ جملې کې د روح او ملايکې فرق نه معلوميږي ، خو د
له دې جملې څخه چې الله تعالی [color=blue:5763f8ac5b]رب الملائکة و روح [/color:5763f8ac5b]دی،
د د ملائکې او روح تر منځ روښانه فرق څرګنديږي ، ځکه چې د ملايکې او روح ترمنځ يو تفکيکي [color=red:5763f8ac5b] و[/color:5763f8ac5b] راغلی چې الله هم د ملايکو او هم د روح رب دی يعنې دا دواړه سره يوشی نه دي ، مګر داچې نوموړی (و) دعتف يا
ترادف معنی ولري ، که څنګه ؟
میوند ننګیال
14.12.2009
كران پتوال صیب سلامونه !
په ملایکو ایمان درلودل دایمان درکنو نو نه یو رکن دی او ددی ایمان درلودو نه وراد دا چه :
ملا یکی د الله عزوجل سبحانه وتعلی مخلوق دی چه دنور نه یی پیدا کړی دګناه او عصیان نه پاک دی او دالله سبحانه وتعالی په ذکر او هر هغه څه چه الله سبحانه وتعالی ورته امر کړی وی هغه کوی .
الله عزوجل فرمایی :
لا يعصون الله ما أمرهم و يفعلون ما يؤمرون.
وإذ قلنا للملائكةاسجدولادم فسجدوا لا ابلیس ابى واستكبر وكان من الكافرين)
ډیر داسی ایا تونه او احادیث شته چه دملایکو په وجود دلالت کوی :
الله عزوجل فرمایی :
و من يكفر بالله و ملائكته و كتبه و رسله و اليوم الآخر فقد ضل ضلالا بعيدا .
بی له شکه جبريل یوه ملکه وه او ده تر قیا مته به وی .
جبریل علیه سلام د ټولو ملایکو مشر او دالله عزوجل رسول دی .
د جبریل علیه سلام کار نبیانو ته وحیه راوړل عذاب نازلول دی .
د جبریل علیه سلام ۶۰۰ وزری دی لکه په صحیح مسلم کی حدیث دی چه :
عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه: ان النبي صلى الله عليه وسلم رأى جبريل في صورته له ستمائة جناح. رواه مسلم.
د جبریل علیه سلام ذکرپه قران او احادیثو کی ډیر ځله راغلی لکه :
قل من کان عدوا لجبریل فانه نزله علی قلبک . بقرة ۹۶
پتوال صیب لیکلی :
[quote:51218bf815]. آيا روح القدس جبرائيل دی؟ [/quote:51218bf815]
ګرانه ! په قران کی جبریل علیه سلام په ډیرو نومونو یاد شوی لکه :
روح القدس ،الروح الأمين ،.
هو روح اقدس جبریل علیه سلام دی .
شیخ شنقیطی رحمه الله ددی ایت په پاره کی وایی :
وایدناه بروح القدس : روح القدس نه جبریل مراد دی .
امام ابن تیمیة رحمه الله فرمایی : دټولو علماوو پدی اتفاق دی چه روح اقدس جبریل علیه سلام دی .
پتوال صیب لیکلی :
[quote:51218bf815]. که د ١ او ٢ ځواب هو وي، نو آيا روح القدس يوه ملايکه ده ؟[/quote:51218bf815]
وروره روح القدس د جبریل نوم دی او ملایکه ده .
ع کريم حليمي
14.12.2009
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته ،
ډېر ګران او محترم پتوال صاحب ښې هیلی می هم ومنه
دا (مسيحيون )) دا پوښتني ډېري کوي چه : من هو روح القدس في الإسلام
((کله چې په عظيم قران کې د مريم بي بي او عيسی (ع ) په اړه د (روحنا) معنی څېړو نو ويل کيږي چې هغه جبرائيل و چې مريم بي بي ته راغی ))
دپورته جملې په معنیٰ دي نه پوهېږم ؟؟؟
لاَ تَيْئَسُوا مِنْ رَوْحِ اللهِ إِنَّهُ لاَ يَيْئَسُ مِنْ رَوْحِ اللهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الكَافِرُونَ
په پورته آيه کښي رَوْح بفتح (ر) هغه نسم او ريح ته ویل شوي چه رحمت راوړي
او په سورت واقعه کښي (فروح و ریحان وجنت نعیم) یعني راحت به وي او جنت پر نعمته
وَ لِسُلَيْمانَ الرِّيحَ غُدُوُّها شَهْرٌ وَ رَواحُها شَهْرٌ (سباء)
سلیمان باچا مزې اخستې پر هغه باد او ریح باندي نو طبعا فیها جمال هم پهکښې وو
وَ لَكُمْ فِيها جَمالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَ حِينَ تَسْرَحُونَ (سورت نحل)
او زموږ له له پاره بیا خوندونه او مزې پر آسونو او اوښانو ، اوفیلانو
او (رُوح) بضّم(ر) دغه جمله په عربي کښي و روان یا جوهر مجرد ته ویل کیږي
فَأَرْسَلْنا إِلَيْها رُوحَنا فَتَمَثَّلَ لَها بَشَراً سَوِيّ
او به دغه پورته آيه معنیٰ فرشته مو ور واستول
قُلْ نَزَّلَهُ رُوحُ الْقُدُسِ مِنْ رَبِّكَ بِالْحَقِّ لِيُثَبِّتَ الَّذِينَ آمَنُوا وَ هُدىً وَ بُشْرى لِلْمُسْلِمِينَ --/ نزل به الروح الأمين على قلبك
په دغو دوو ایاتونو کښي له روح نه مراد جبرائیل دئ ، په یوه آيه کښي په قدس او بله آيه کښي الأمين ،
توصیف شوئ دئ
وَ ما كانَ لِبَشَر أَنْ يُكَلِّمَهُ اللّهُ إِلاّ وَحْياً أَوْ مِنْ وَراءِ حِجاب أَوْ يُرْسِلَ رَسُولاً فَيُوحِىَ بِإِذْنِهِ ما يَشاءُ إِنَّهُ عَلِىٌّ حَكِيمٌ
د رب کلام له بشر سره په درې قسمه دي : وحي ، د پردې له شا ، رسول
او روح ممکن ده چه وحي وي
یو ملک یا ملائکه دي یوه طرفته او بل روح القدس (جبرائیل) بل طرف ته !
ټول ملک له جبرائیل نه فرمان اخلي
د دغه خبرو مطلب په مجموع کښی دا دئ چه : مسيحیون عقیده ثلاثه لري
پلار (الله) ، زوئ عیسیٰ ، او روح
نو رب فرمايې چه :
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ خَيْراً لَّكُمْ إِنَّمَا اللّهُ إِلَـهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلاً
اې اهل کتابو تجاوز مه کوئ تاسو له حد نه ، ......................او مه وایاست تاسو چه خدایان درې دي
منع شئ ..............
14.12.2009
محترم حليمي صيب او ښاغلی ميوند ننګيال صيب السلام عليکم و رحمة الله !
عيسويان خو مقدس روح او عيسی (ع) د مخلوق له جملې څخه باسي او نعوذ بالله
د خدای دوه بېل قاتونه يې بولي، حال داچې په [color=red:85ff9c5889]رب الملايکة و روح
[/color:85ff9c5889]کې د هغوی مخلوقيت ثابت شوی دی، نو د عيسويانو انګيرنه دلته له هډه مطرح نه ده، بلکې که ذکر شوی روحنا = جبرائيل = روح القدس وي، نو فکر نه کوئ چې عيسی (ع) به = جبرائيل ، يعنې د انسان په شکل اووښتی جبرائيل و ؟
[color=blue:85ff9c5889]
١ ) د قيامت تر درشله د نوموړي ژوندي پاتې کېدل چې د انسان خاصيت نه دی،
٢) په همدې ژوندانه تر هغه وخته په جنت کې اوسېدل ،
٣) او بيا د دجال وژل ،
٤) تورات له زدکړې پرته ورته ټول ياد و،
٥ ) او نورې ډيرې معجزې يې چې مړي يې په اذن الله ژوندي کول ،
٦) خپل قول د حديث په بڼه نه لرل ، بلکې خپله وينا او اقوال يې ټول د الله تعالی ايتونه و
٧) د بې پلاره تولد اعجاز او تر پايه ازدواج نه کول او اولاد نه لرل
نو آيا دا ټول همدا نه رسوي چې عيسی (ع) پخپله د انسان په شکل راليږل شوی او د انسان په بڼه زيږېدلی جبرائيل و ؟؟؟[/color:85ff9c5889]
میوند ننګیال
15.12.2009
ګران او محترم پتوال صیب !
ګوره وروره !
عیسی علیه سلام بشر دی او دخاوری او خټی نه جوړیدی او جبریل علیه سلام ملایکه ده او دنور نه جوړه ده .
تاسو لیکلی
[quote:c5585a182a] ) د قيامت تر درشله د نوموړي ژوندي پاتې کېدل چې د انسان خاصيت نه دی، [/quote:c5585a182a]
تر قیا مته پاتی کیدل دده په وس او واک کی ندی بلکه دا دالله عزوجل اراده ده او یو معجزه الله عزوجل هر نبی ته ځانته حانته معجزی ورکړی لکه سلیمان علیه سلام چه د مرغانومیږیو او نورو جیواناتو په ژبه او خبرو پوهیده یا د سلیمان علیه سلام دا معجزه چه پیریان هوا او نور یی تابع ول دا خو هم دانسان خاصیت ندی چه هواء تابع کړی یا د موسی علیه سلام معجزة چه په تیږه کی دننه چینجی وه او ښنه پا ڼه یی په خوله کی وه او داسی نور ی ډیری معجزی..
[quote:c5585a182a]٢) په همدې ژوندانه تر هغه وخته په جنت کې اوسېدل ،[/quote:c5585a182a]
وروه ! عیسی علیه سلام په اسمان کی دی نه په جنت کی .
[quote:c5585a182a]) تورات له زدکړې پرته ورته ټول ياد و، [/quote:c5585a182a]
وروره !
نن سبا خو میډیا ډیر پرمختګ کړی څو واری به دی اوریدلی وی چه د څلورو، ښپږو
دریو کالو ماشومان دقران حافظان دموره پیداشوی چه دا هم دالله عزوجل معجزی دی سبحانه وتعالی .
[quote:c5585a182a]٧) د بې پلاره تولد اعجاز او تر پايه ازدواج نه کول او اولاد نه لرل [/quote:c5585a182a]
ګران پتوال صیب !
بی پلا ره خو ادم علیه سلام هم پیدا شوی وه
همداسی بی بی حوا علیها سلام هم بی موره وه .
عیسی علیه سلام چه کله د اسمان نه رکوز شی بیا واده کوی او درسول الله علیه افضل الصلاة وسلام سره به خښیږی په کوم ځای کی ]ه رسول الله علیه افضل الصلاة وسلام او ابړبکراو عمر رضی الله عنهما خښ دی هلته په د هغوی سره دا هم خښیږی چه ځای یی ورته پریښی .
امید کوم چه تر څه حده ستا سوالونو ته جواب ویلی وی .
15.12.2009
ګران او محترم ننګيال صیب ، له ځواب نه مو ډپره مننه!
ګوره وروره !
زه هم وايم چې عیسی علیه سلام بشر دی او دخاوری او خټی نه جوړدی او جبریل علیه سلام ملایکه ده او دنور نه جوړه ده .
خو آيا نور نشي کيدای چې په خټه خاوره ننوځي تنفيخ شي او داسې څوک وزيږوي چې روحا ملايک او جسما بشر پاتې شي (؟) لکه کله چې جبراييل
(ع) مريم بي بي ته راغی او په هغې کې يې روح نفخه کړ؟
داچې واياست تر قیا مته پاتی کیدل دده په وس او واک کی ندی بلکه دا دالله عزوجل اراده، ايا دا دټولو ملايکو په اړه صدق نه کوي چې دالله تعالی په په اراده ژوندۍ دي لکه جبرائيل اسرافيل عزرائيل ميکائيل ، دوی ټول تر قيامته د الله په اراده ژوندي نه دي ؟ که ژوندي دي ، نو بيا ؟
دا هم هرچاته معلومه ده چې نبيانو خارق العده معجزې لرلې او د دين بنسټ معجزو ايښي او مړي ژوندي کول که وتلې معجزه هم ده ،
د يوه بشري پيغمبر معجزه ده ، ولې وتلې او بې ساري معجزه خو ده کنه، نو دځانګړي ټکي په توګه ورته ګوته نيول کيدای شي که نه ؟
[quote:d662480a29]وروره ! عیسی علیه سلام په اسمان کی دی نه په جنت کی .[/quote:d662480a29]
ما هم اسمان لوستلی نه جنت، خو داچې جنت په اسمان کې دی او له ځينو ځينو ملا يانو څخه جنت هم اوريدل کيږي، نو د اسمان پر ځای مې جنت وليکه، ولې تاسې چې جنت ردوئ بايد او بايد په ايت او حديث يې رد کړئ، حديث هم هله چې د حديث ثقه توب معتبر وي!
او بيا له جنت پرته به په اسمان کې د هغه د هستوګنې ځای وښايې، په کوم ځای، ستوري کې دی او که د الله تعالی سره په عرش کې چېرې؟؟؟
او له جنت بهر به هغه د بشر په توګه څه خوري څښي که نه ؟؟؟
که له جنت بهر وي اودخوراک او څښاک نه اړتيا لري نه امکانات ، نو دا بيا هم د ملايکې ژوند نشو؟
[quote:d662480a29]بې پلا ره خو ادم علیه سلام هم پیدا شوی وه [/quote:d662480a29]
مطلب يواځې معجزې نه دي چې له آدمه تر دې دمه راټولې شي، بلکې د معجزو کثرت او تمرکز دی په عيسي(ع) کې، چې سړی ويلی شي يو حرکت يې هم بې اعجاز او بې معجزې نه دی ليدل شوی، مګر داچې
[quote:d662480a29] چه کله د اسمان نه راکوز شی بیا واده کوی او درسول الله علیه افضل الصلاة وسلام سره به خښیږی په کوم ځای کی چه رسول الله علیه افضل الصلاة وسلام او ابوبکراو عمر رضی الله عنهما خښ دی [/quote:d662480a29]
دغه واده به د هغه يواځينی او لومړنی بې معجزې کار وي چې وبه يې کړي!
خو داپوښتنه بيا هم بې ځوابه پاتې کيږي چې له ١٨ کلنۍ نه يې تر ٣٣ کلنۍ پورې ښه وخت او امکانات درلودل ، خو ولې يې بيا هم واده نه کاوه ؟
آيادا کار يې هم لکه ملايکه اړتيا يې ورته نه لرله ، که څنګه ؟
امید کوم چه تر څه حده تاسو ته د پوښتنې مطلب ، شکل او هدف اوس يو څه روښانه شوی وي ، ځکه .
ملايک، که پيغمبر که بل مومن دی
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ د الله په بندګۍ کې يې شک نشته
ع کريم حليمي
16.12.2009
السلام علیکم و رحمة الله ،
گران او مکرم و متبحر پتوال صاحب ، ښاغلی ميوند ننګيال صاحب ، ښې هیلي !
هو !
یوه شپه جبرائیل ورغلئ او مبارک یي د شپې په سفر رهي کړ ، تر اسمانونو پوري یي سردارعالم پورته کړ
او تر ډېر حده جبرائیل ع ، زمونږ د خواږه نبي مهماندار وو ، هر چیري او په اسمانونو کښي هم ، زمونږ خوږ نبي رسول الله ټول مخلوقاتو پېږندلئ ، اما مبارک هر څوک په رنګ او رویت نه پېږندل ، نو له خپل مهماندار
یعني له جبرائیل نه به یي پوښتنه کول چه دئ څوک دئ او هغوئ څوک دي ، نو مهماندار يعني جبرائیل په
هغوي ور پېږندل
آدم ع ئې ولیدلی او مبارک له خپل مهماندار څخه پوښتنه وکړه چه دئ څوک دئ ؟ قال هذا آدم
ثم پر ثم ټول ئې ور معرفي کول ، کړپ سو عیسیٰ ع په مخه ورغلي ، زمونږ خواږه نبي نه ئې وویل چه :
مرحبا صالح وروره او صالح نبي ! نو مبارک د خپل مهماندار جبرائیل څخه و پوښتل چه دئ څوک دئ ؟
مهمان دار یعني جبرائیل ورته وویل چه : هذا عيسىٰ
زموږ عقیده ده چه جبرائیل خلاف ویل نه کوي او نه ئې کړي ، په دغه لحظه کښي هلته دوئ درې مخلوق وه
که عیسیٰ او جبرائیل اصلاً یو وي ، نو بیا جبرائیل و مبارک ته خلاف نه ویل چه : هذا عیسیٰ
ولي چه : جبرائیل ( الروح الأمين ) أمین یعني رښتیا ویونکئ او هم پاک لمنئ !!!
میوند ننګیال
16.12.2009
ګران او محترم ورور پتوال صیب !
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
زه عالم دین نه یم بهر حال کوشش چه تر یوڅه حده ستاسو سوالونه جواب کړم .
محترم وهاج ساپي او دروند حلیمی صیب نه هم هیله کوم چه صحیح جواب درکړی .
الحمد لل رب العلمین والصلاة وسلام علی سید المرسلین وعلی اله واصحابه اجمعین .
پتوال صیب !
[quote:71bd0942e4]دا هم هرچاته معلومه ده چې نبيانو خارق العده معجزې لرلې او د دين بنسټ معجزو ايښي او مړي ژوندي کول که وتلې معجزه هم ده ،
د يوه بشري پيغمبر معجزه ده ، ولې وتلې او بې ساري معجزه خو ده کنه، نو دځانګړي ټکي په توګه ورته ګوته نيول کيدای شي که نه ؟ [/quote:71bd0942e4]
ګرانه او محترمه !
صحیح ده چه دمړو ژوندی کول غټه معجزة ده[color=indigo:71bd0942e4] خو دټولو پیغمبرانو د معجزو نه لو یه معجزه قران کریم دی [/color:71bd0942e4]
پتوال صیب !
[quote:71bd0942e4]ما هم اسمان لوستلی نه جنت، خو داچې جنت په اسمان کې دی او له ځينو ځينو ملا يانو څخه جنت هم اوريدل کيږي، نو د اسمان پر ځای مې جنت وليکه، ولې تاسې چې جنت ردوئ بايد او بايد په ايت او حديث يې رد کړئ، حديث هم هله چې د حديث ثقه توب معتبر وي![/quote:71bd0942e4]
نه وروره جنت په اسمان کی ندی د جنت عرض د اسمانونو او ځمکو هومره دی .
سارعوا الى جنة عرضها السموات والأرض .الایة.
وروره !
امام بغوی په خپل تفسیر کب فرمایی :
دانس بن مالک رضی الله عنه نه چا پوښتنه وکړه چه جنت په اسمان کی دی او که په جمکه ؟
نو انس بن مالک رضی الله عنه جواب ورکړ چه :
ټول اسمانونه اوځمکیو نه جنت لوی دی .
بیا یی وپوښته چه بیا چیرته دی جنت ؟
جواب یی ورکړ چه :
د اوه واړو اسمانونو دپاسه او دعرش لاندی .
امام قتادة وایی :
چه جنت د اووواړو اسمانونو دپاسه دی.
پتوال صیب !
[quote:71bd0942e4]او بيا له جنت پرته به په اسمان کې د هغه د هستوګنې ځای وښايې، په کوم ځای، ستوري کې دی او که د الله تعالی سره په عرش کې چېرې[/quote:71bd0942e4]
ګرانه ول دا چی جنت به دټولو نه اول رسو ل الله علیه افضل الصلاة وسلام ننوځی لکه احدیث دی چه رسول الله علیه الصلاة وسلام فرمایی :
او لنی کس زه یم چه د جنت دروازه به ټکوم . صحیح مسلم
دانس بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله علیه سلام فرمایلی دی :
آتي یوم القیامة باب الجنة فاستفتح فیقول الخازن من انت ؟
فاقول محمد.فیقول بک امرت ان لا افتح لاحد قبلک .
رواه مسلم .
نه جبرایل علیه سلام عیسی علیه سلام دی دی او نه عیسی علیه سلام په جنت کی :
حدثنا يحيى بن بكير قال حدثنا الليث عن يونس عن ابن شهاب عن أنس بن مالك قال كان أبو ذر يحدث
أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال فرج عن سقف بيتي وأنا بمكة [color=yellow:71bd0942e4]فنزل جبريل صلى الله عليه وسلم ففرج صدري ثم غسله بماء زمزم ثم جاء بطست من ذهب [/color:71bd0942e4]ممتلئ حكمة وإيمانا فأفرغه في صدري ثم أطبقه ثم أخذ بيدي فعرج بي إلى السماء الدنيا فلما جئت إلى السماء الدنيا قال جبريل لخازن السماء افتح قال من هذا قال هذا جبريل قال هل معك أحد قال نعم معي محمد صلى الله عليه وسلم فقال أرسل إليه قال نعم فلما فتح علونا السماء الدنيا فإذا رجل قاعد على يمينه أسودة وعلى يساره أسودة إذا نظر قبل يمينه ضحك وإذا نظر قبل يساره بكى فقال مرحبا بالنبي الصالح والابن الصالح قلت لجبريل من هذا قال هذا آدم وهذه الأسودة عن يمينه وشماله نسم بنيه فأهل اليمين منهم أهل الجنة والأسودة التي عن شماله أهل النار فإذا نظر عن يمينه ضحك وإذا نظر قبل شماله بكى حتى عرج بي إلى السماء الثانية فقال لخازنها افتح فقال له خازنها مثل ما قال الأول ففتح قال أنس فذكر أنه وجد في السموات آدم وإدريس وموسى وعيسى وإبراهيم صلوات الله عليهم ولم يثبت كيف منازلهم غير أنه ذكر أنه وجد آدم في السماء الدنيا وإبراهيم في السماء السادسة قال أنس فلما مر جبريل بالنبي صلى الله عليه وسلم بإدريس قال مرحبا بالنبي الصالح والأخ الصالح فقلت من هذا قال هذا إدريس ثم مررت بموسى فقال مرحبا بالنبي الصالح والأخ الصالح قلت من هذا قال هذا موسى [color=white:71bd0942e4]ثم مررت بعيسى فقال مرحبا بالأخ الصالح والنبي الصالح قلت ( یعنی جبرایل ته می وویل )من هذا قال هذا عيسى [/color:71bd0942e4]ثم مررت بإبراهيم فقال مرحبا بالنبي الصالح والابن الصالح قلت من هذا قال هذا إبراهيم صلى الله عليه وسلم قال ابن شهاب فأخبرني ابن حزم أن ابن عباس وأبا حبة الأنصاري كانا يقولان قال النبي صلى الله عليه وسلم ثم عرج بي حتى ظهرت لمستوى أسمع فيه صريف الأقلام قال ابن حزم وأنس بن مالك قال النبي صلى الله عليه وسلم ففرض الله عز وجل على أمتي خمسين صلاة فرجعت بذلك حتى مررت على موسى فقال ما فرض الله لك على أمتك قلت فرض خمسين صلاة قال فارجع إلى ربك فإن أمتك لا تطيق ذلك فراجعت فوضع شطرها فرجعت إلى موسى قلت وضع شطرها فقال راجع ربك فإن أمتك لا تطيق فراجعت فوضع شطرها فرجعت إليه فقال ارجع إلى ربك فإن أمتك لا تطيق ذلك فراجعته فقال هي خمس وهي خمسون لا يبدل القول لدي فرجعت إلى موسى فقال راجع ربك فقلت استحييت من ربي ثم انطلق بي حتى انتهى بي إلى سدرة المنتهى وغشيها ألوان لا أدري ما هي ثم أدخلت الجنة فإذا فيها حبايل اللؤلؤ وإذا ترابها المسك
رواه بخاری ، باب الصلاة ،
کیف فرضت الصلاة فی الاسراء
پتوال صیب !
[quote:71bd0942e4]مطلب يواځې معجزې نه دي چې له آدمه تر دې دمه راټولې شي، بلکې د معجزو کثرت او تمرکز دی په عيسي(ع) کې، چې سړی ويلی شي يو حرکت يې هم بې اعجاز او بې معجزې نه دی ليدل شوی، مګر داچې [/quote:71bd0942e4]
ګوره وروره !
الله عزوجل هر قوم ته دهغی لپاره مناسب رسول او پیغمبر رالیږلی .
د موسی علیه سلام قوم په سحر او جادو کی عروج ته رسیدلی وو نوځکه یی ورته داسی معجزات ورکړل تر څو د بنی اسریلو سحر ورته هیڅ هم نوی .
همداسی د عیسی علیه سلام قوم په هوښیارتیا او پوه ول نو الله عزوجل عیسی علیه سلام ته داسی معجزی ورکړی تر څو هغهوی نیکی لاری تهبرابر شی .
16.12.2009
محترمو ورونو او غزتمنو دينپوهانو او درنو لوستونکو بيا بيا سلام ُ ُ عليکم و رحمة الله و برکاته !
دينپوهانو اجرونه مو نصيب شه له ښکلو ځوابونو څخه موډيره مننه !
مکرم استاد حليمي صاحب ، الله تعالی دې
اجرونه ، ښه صحت او اوږود عمر درکړي،ليکنه موراته ډير په زړه پورې علمي ، منطقي او مقنع ځواب ښکاري،
ددې پوښتنې څخه وروسته يوه بله دا هم ده :
ايا منلی شو چې روح خو روح نه زيږوي ، پلار او ځوی نه لري، نيکه او لمسي نه پيژني، او هيڅوک هم روحا د خپل پلار ځوی
او د مور لور نه ده، بلکې جسما ً د وينې غوښې هډ او ارثي ځواک له مخې د والدينو ځوی او لور دي نه روحا ً!
خو ممکنه ده چې له يو روح څخه يوه دوه درې سل او زرو ټوټې رابېلې شي او هره بيله شوې برخه د مستقل روح په توګه ژوند وکړي ؟؟؟؟؟
که هو، نو دغه روح که چيرې يوه ملايکه وي نو يوه ملايکه په سل او زرو مستقلو ملايکو بدليدای شي !
په دې صورت کې که د عيسی (ع) روح د جبراييلي روح څخه يوه بيله شوې
مستقله فرشته وي چې د ابن مريم عيسی (ع) په بدن کې يې ځای نيولی وي
چې له جبراييل (ع) سره همزمان خو له هغه نه بېل او مستقل آن دبشري عيسی
په هويت ژوند ته دوام ورکوي؟
په قران کې خو دومره اشارې انسانانو ته شوي چې که تاسوته مې د بل قوم او بلې ژبې نبي درليږلی وای، تاسو به پلمې کولې چې دا
خو له مونږ نه پردی دی همدغسې که ملايکه مې درليږلې وای تاسو بيګانه شميرله او داسې نور...
نو همقومه او همژپي نبيان مې در وليږل خو بر هغوی هم کافر شوئ او ومو نه منل، نو
ممکنه نه ده چې دا ځل يې يوه ملايک روح جسما د بشري
همقومه او همژبي عيسی (ع) سره مل ورليږلې وي ؟ ( و الله اعلم ) ، چې دوحې نزول له پاره يې د همزمان جبراييل راتګ ته هم
اړتيا هم نه درلوده ، بلکې مستقيما يې خپل (جبرائيل نفخه کړي)روح ته القا کيدله ؟ ځکه وايي چې نوموړي هغه خبره نه ده کړې
چې روح ته يې الله تعالی نه ده القا کړې ، يعنې له انجيل سر بېره يې خپل احاديث او خبرې نه درلودې، دا کار خو يو نبي هم نه دی کړی
او هر يو خپل اقوال او احاديث لرل .که ادم ته خدای صفی الله، موسی ته کليم الله او[color=white:fe8036ca76] محمد(ص) ته رسول الله [/color:fe8036ca76]ويلی نو عيسی ته يي
د [color=yellow:fe8036ca76]روح الله [/color:fe8036ca76]لقب ور کړی دی، چې البته له يوې روحي ځانګړنې او امتياز څخه به خالي نه وي ، که څنګه؟
هو، عزراييل مړي کوي او د مرګ دنده د الله په هذن تر سره کوي، او عيسی (ع) ژوندي کول کړي د الله په اجازه، دالته هم يوډول مشابهت د ارواحو په د ملايکو له دندې سره ليدل کيږي، او داچې عيسی (ع) بدن غوښه او وينه درلودله او تن و بدن يې خپلې بيولو ژيکي دندنې لکه خوراک چښاک ، تنفس ، حرکت او له محيط سره د موادو تبادله لرله لکه هر ژوندی موجود يې چې لري، داسې نه بريښي چې دده د بدن دژوند قوه دې دده د ژوند په دوام کې د هغه د روح يو لاينفک جز اوسيدلی وي يا په بل عبارت دده خبل روح دې د بدن سره داسې ترکيب موندلی وي چې نفس يې رامنځته کړی وي، لکه څنګه چې ملايک نفس نه لري، عيسی (ع) هم له نفسي غوښتنو څخه لکه نکاح ، اولاد لرنه اوونورو څخه يې ژوند مبرا برېښېده !
يوه بله پوښتنه چې ددې بحث سره بې تړاوه يې لرم هغه د ځينو پيتاوي ملايانو دا ادعا ده چې عيسی ګواکې خپلې مور د خولې له لارې زيږولی دی (؟؟؟؟؟)
که دا رښتيا وای نو بيا هغې مبارکې څه اړتيا لرله چې د زيږ ونې په وخت کې يوپټ او مستور ځای ته لاړه شي، د خولې له لارې
زيږول پخپله يوه ستره معجزه ده او معجزه د ښودلو له پآره وي نه د پټولو له پاره ،
حال داچې ددې معجزې يوڅو محدود شاهدان هم نشته ، او که څنګه ؟