د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د امريکا دکانګرس غوږونه په خلاصېدو دي


11.12.2009

د امریکا په کانګرس کې لوړپوړو امریکایي چارواکو په خپله وینا کې وویل چې پاکستان باید د طالبانو او په تېره بیا که د حقاني د ډلې سره خپلې اړیکي پرې کړي نو په افغانستان کې به ډېر زر وسله والو ته ماتې ورکړي ـ په افغانستان کې د امریکې د وسله والو ځواکونو مشر جنرل میک کرسټل په خپله وینا کې وویل چې د جلال الدین حقاني ډله په وزیرستان کې تربیه کیږي او بیا افغانستان کې هم دغه ډله د اتحادي ځواکونو سره په مشرقي سېمو کې جنګ کوي میک کرسټل وویل چې پاکستان باید ددې ډلې ملاتړ پریږدي او ددې خلاف ریښتونی عملیات وکړي ،ځکه چې ترڅو ددې ډول ډلو خاتمه نه وي شوي نو القاعده ماتې ورکول ناشوني دي کرسټل زیاته کړه چې جنوبي افغانستان کې ۲۷۰۰۰ طالبان شتون لري او همدغه سېمې زموږ د توجه مرکز دي ـ هغه دا هم وویل چې ترڅو پورې اسامه نه وي نیول شوی تر هغې د القاعده ګوند ملا ماتول ناممکن دي ، امریکا غواړي چې تر ۲۰۱۳ پورې څلور لکه افغان سرتېري تربیه کړي ـ

[color=blue:edfb23ce67]ګانګرس ته و ینا په مهال سناتور هیګن وویل چې ترهغې وخته چې هند ویشل شوی دی پاکستان په افغانستان کې د ملګري پښتون حکومت جوړولو هڅه کړی ده او په دې توګه یې نه یوازې د پښتنو د خواهشاتو په مرۍ ګوتې ایښودې دي بلکې هند ېې هم د سېمې څخه د لېرې ساتلو هڅه کړی ده او اوس هم د افغانستان په اړه د پاکستان دوه مخې پالیسي جاري ده .[/color:edfb23ce67]

آيا د نړۍ په نقشه کې اوس د پاکستان د حذفولو وخت نه دی رارسيدلی؟


Re: د امريکا دکانګرس غوږونه په خلاصېدو دي

pattang
11.12.2009

پتوال صيب ورک يې راشې ټک وکړې که غيرت اغا دې وليد سلامونه ورته وايه
او ګوره چې ميدان پرېنږدي !
داخبرې خو نوې ندي خوامريکايان يواځې له زوره کار اخلي په سياست کې لنډي
خره دي چې عراق يې له لسګونو مسالونو يو مسال دی٠
- په څلور کالو کې نور درې لکه عسکرتخنيکي نشي روزلی
خو فرض به يې کړوچې دوی يې کولی شي ٠ رابشو اوس دې ته چې دې ٤ لکو عساکرو + جنرالانو +مارشالانو + نور منصبدارانو + لوجيستيک + حمل او نقل + مهمات+ وسلې توپونه تيارې + .... ،نو ددې کلنی مصرف به څومره وي ?? او
دا مصر ف به تر اخره څوک ور کوي ? که ډېر کم يې ونيسو دداسې يوې عسکري
ادارې ټول مصرف به په کال کې له څلورنه نيولې تر پنځه مليارده دالر کيږي ٠ افغانستان خو دا سې يوه اردو نشي ساتلی نوداخو هغه قصه ده چې پوزه توره که ميدان پرېږده.
خوکله چې د اشغالګرو لکۍ افغانان / طالبان ور لنډه کړي نو ملي اوردو به اول
خپله تسليم شويې وسله خرڅوي او بيا به تښتي٠
++ القاعده يو اسلامي حرکت دی که بن لاډن وي او که نوي دوی به داشغالګرو
او فسادګرو په مخ خپل عمليات کوي٠ 
پښتنو په پنجاب څومره حکومتونه کړي دي ? دوی هغه نشي هېروی او دپښتون
يووالی خو ددوی مرګ دی خو پښتانه بايد کلکې سياسي لارې وګوري ، تر اوسه خو پښتانه د خپل يوالې لپاره هيڅ وخت کوڅې ته ندي وتلي په لا لا ګانو کې بند دي. دازادي روح يې مړه ، چاپلوس ډوله غيرې علمي او په غوړه کاسه پسې داسې
منډې وهي لکه موږکان .
نور بيا

[quote:c8c46722f5="پتوال"]د امریکا په کانګرس کې لوړپوړو امریکایي چارواکو په خپله وینا کې وویل چې پاکستان باید د طالبانو او په تېره بیا که د حقاني د ډلې سره خپلې اړیکي پرې کړي نو په افغانستان کې به ډېر زر وسله والو ته ماتې ورکړي ـ په افغانستان کې د امریکې د وسله والو ځواکونو مشر جنرل میک کرسټل په خپله وینا کې وویل چې د جلال الدین حقاني ډله په وزیرستان کې تربیه کیږي او بیا افغانستان کې هم دغه ډله د اتحادي ځواکونو سره په مشرقي سېمو کې جنګ کوي میک کرسټل وویل چې پاکستان باید ددې ډلې ملاتړ پریږدي او ددې خلاف ریښتونی عملیات وکړي ،ځکه چې ترڅو ددې ډول ډلو خاتمه نه وي شوي نو القاعده ماتې ورکول ناشوني دي کرسټل زیاته کړه چې جنوبي افغانستان کې ۲۷۰۰۰ طالبان شتون لري او همدغه سېمې زموږ د توجه مرکز دي ـ هغه دا هم وویل چې ترڅو پورې اسامه نه وي نیول شوی تر هغې د القاعده ګوند ملا ماتول ناممکن دي ، امریکا غواړي چې تر ۲۰۱۳ پورې څلور لکه افغان سرتېري تربیه کړي ـ

[color=blue:c8c46722f5]ګانګرس ته و ینا په مهال سناتور هیګن وویل چې ترهغې وخته چې هند ویشل شوی دی پاکستان په افغانستان کې د ملګري پښتون حکومت جوړولو هڅه کړی ده او په دې توګه یې نه یوازې د پښتنو د خواهشاتو په مرۍ ګوتې ایښودې دي بلکې هند ېې هم د سېمې څخه د لېرې ساتلو هڅه کړی ده او اوس هم د افغانستان په اړه د پاکستان دوه مخې پالیسي جاري ده .[/color:c8c46722f5]

آيا د نړۍ په نقشه کې اوس د پاکستان د حذفولو وخت نه دی رارسيدلی؟[/quote:c8c46722f5]



13.12.2009

ښاغلی پتنګ او درنو لوستونکو ته ښې چارې غواړم!

يوسياسي حقيقت تر هغه چې د سياسي مقاماتو خوله پرې نه وي خوځېدلی نوی يا جالب هم نه دی، خو اوس د کانګرس خوله هم
د افغانانو په تيره بيا پښتنو په ضد دپاکستان په دوه مخي سياست خوځيږي او دا اوس سياسي اکتواليټئ يا نوی توب غوره کوي!
د پاکستان د سياست دوه مخيتوب د افغانستان او هند په تړاو ياد شوی او مونږ ته دغه تړاو مهم دی، چې بايد ټول ځيرپام ورته راوګرځول شي !

د کانګرس غړو خو پاکستان د دپښتنو د [color=white:532f634ac5]خواهشاتو[/color:532f634ac5] په ځپلو تورن کړی ، ولې مذلب ترې د پښتنو علايق
يا عينې غوښتنې هم دي!
او عيني غوښتنې قانونمنده حقوقي عيني علايق دي ! په دې قانونمنده عيني او حقوقي غوښتنو سترګې پټول اسان کار نه دی مګر
داچې بر ضد يې پاکستان د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنو ته دوام ورکړي او ددې لاسوهنو دوام دی چې امريکا يې ستا خبره
په ملياردونو ملياردون مصارفو ته هم په افغانستان او هم پاکستان کې اړويستلې ده چې په روان شکل دې لګښتنو ته امريکا نور دوام نشي ورکولوی!
نو ځکه خو د اوبا ما حکومت ته د پاکستان د ناولي سياست او ککړو هدفونو له ملاتړ څخه د امريکا خپل سياسي هدفونه مهم دي او
نور حاضر نه دی چې پاکستان ته د ډالرو د بوجيو خوله بې کنتروله پرانيزي او له دې امله يې په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان د پوځي
بريدونو لګښتونه هم په حساب او کنترول ورکوي! خو سناتورانو يو بل ټکی هم په ګوته کړی چې د لګښت په نامه دغه ډالر بيرته هغه
طالبانو ته ورکوي چې دوی يې خپل پلويان طالبان بولي او هغه تر مخالفو طالبانو خو چنده زيات دي! د سناتورانو په قول دا افغاني طالبان
دي چې ګوندې د دوی د پوځي استخباراتو په لار ښونه، سازماندهي، لوژستيکي مرستو ، تکټيکي او شتراتيژيکي ملاتړ سره د (( آزادۍ))
جګړه پرمخ بيايي ! د اوبا ما د حکومت دغه فشار د پاکستان ددولت په سر دولت (= پوځ + آی اس آی) سره بيا د داسې يوې پوځي
کودتا فکر پيدا شوی چې د زرداري حکومت را وپرځوي خو د امريکا مرستې او پلوی له لاسه ورنکړي، دا ځکه چې د زرداري
دوه مخيتوب د امريکا په وړاندې کافي نه دی او د مشرف غوندې يو پوځي جنرال په هغه څه کوي چې ددولت په سر دولت يعنې آس اس آی
يې ورته وايي ! که د آی اس آی د ځانګړي قدرت دغه سپۍ لنګه شوه نو پر افغاني
طالبانو به لاډېر شيده راپريږدي ! نو د خواشينۍ
ځای دی چې د شوروي په ضد دتنظيمي جهاد هدف د افغانستان آزادي نه ، بلکې
د امريکا په موافقه د شوروي ښکيلاک د پاکستان
په ښکيلاک بدلول وو، اوس هم پاکستان له طالبانو سره د افغانستان د آزادۍ له پاره نه ده ، بلکې د امريکا ښکيلاک په خپل ښکيلاک
بدلول غواړي ، بې له دې چې پاکستان له امريکا سره دوښمنۍ ته تن ورکړي!
چې زمونږ د جهادي تنظيمونو مشران چې هر يو
يې ځان ته کيلاړي وايه داسې د آی اس آی له خوا د افغان ملي ګټو او ملي
ناموس پر ضد استعمال شول ، نو زمونږ ساده بوده
طالبانو ته خودې خدای بالکل ډير خير پېښ کړي !


Ghairat
13.12.2009

پتواله وروره !

مونږ بايد په هر قيمت د آزادۍ د غورځنګ ملاتړ وکړو او طالبانو ورونو ته يوځل بيا دا ملي رسالت وسپارو چې قدرت ته د رسيدو
په لومړيو ٦ مياشتو کې دننه دننه آزاد مخفي او عمومي انتخابات کوي که نه،
د ګوندونو آزادي اعلاموي که نه،
د مطبوعاتو او خپرونو آزادي تضمينوي که نه او د خپل قدرت انحصار ماتوي که نه، که دا يو کار په لومړيو شپږو
مياشتو کې ونکړي ،بيا نو دا ټولې خبرې پرې ثبوت دي چې صرف او صرف د پاکستان يو چوپړی او نا مشروع
قدرت دی او ژر ترژره يې را پر ځول د ټول افغان ملت فرض دي! او که يې تر سره کړل په لومړيو شپږو مياشتو کې نو بيا يې
قدرت مشروع او ملاتړ يې په ټول ملت فرض دی !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more