نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امريکايي ځواکونه به له افغانستان نه ووځي؟
مجيب انګار
12.03.2004
درنولوستونکو! په افغانستان کې دامنيت دټينګښت ،دسولې ترراتلووروسته به امريکا خپل پوځونه له افغانستانه وباسي؟
ليلماـ الفت
12.03.2004
انګار د سترګو توره زما خواري سلامونه او پېرزويني ومنه :
که د امريکا نړيوالي ديکتاتورۍ ته ځير سو نو دا ارمان به دي هڅکله په افغانستان کي پوره نه سي چه دوئ دي په خپله خوښه د افغانستان څه کډه واخلي .ځکه که عربستان ،کويټ ،قطراودسي په لس ګونو هيوادو ته وګورو نو په افغانستان کي ئې هم کډه دايمي وبوله .
کله چه په عربستان کي د امريکا ئې سور مخو فوج ځای په ځای کيده نو دوئ اعلان وکئ چه تر څو عراق عربستان ته خطر وي نود امريکا ئي ځواکونو اډې به تر هغه وخته په عربستان کي وداني وي او امريکائې بيرغ به د داسلام پر هغه سپېڅلي خاوره رپانده وي چيري چه د خدای کعبه او د رسول الله (ص) مبارکه روضه پکښې ده .
نو عراق خو ددوی په لاس کي دئ نو ولي د عربستان څه د وتولو خبره هم داسي چپه پاته ده او زه يقين لرمه چه وابه هم نه ورې :
نو افغانستان هم د دوئ يوه بله ځالګۍ وګنه چه نوې ئې ځانته ودانه کړې ده ؛؛؛؛؛؛؛؛
يو شئ چه د امريکائې ځواکونو کډه دافغانستان د پولو ها خوا غورځولې شي اودا ځواکونه په ځړيدلي سرو له افغانستانه ايستلای سي هغه يواځي او يواځي ملي پاڅونونه دي .
په کليواله پښتنه مينه
ستاسي قلمي خور الفت
درنې اوپتمنې خورې ليلماالفت سلامونه مې ومنه!
مجيب انګار
13.03.2004
درنې اوپتمنې خورې ليلماالفت دکندهاردخوږوانارو او انګوروپه شان خواږه سلامونه مې ومنه!
خورکۍ! لکه چې ټولوته څرګنده ده چې امريکايي داړه مارانوچې په کوم هيوادکې بستره غوړولې بيايي دتللواووتلونيت نه دی کړی لکه جاپان،کوريا،عربي هيوادونه اونور، خوځينې داسې غيرتي خلک هم ښته چې دامريکاښکريي په ډيره ميړانه ورمات کړي اوسرماتې اوسرټيټې يي په تيښته اړکړې لکه ويتنام. موږهم دوه لارې لرويوه دهغو هيوادونواوقامونولاره کوموچې دامريکاپروړاندې مړه غوږونه نيولي اودغلامۍ ژوند يي غوره کړی،اوبل دخوارواوغريبوويتناميانولاره چې په تشولاسونويي دامريکايانو غټ غټ ښکرپه ډيره ميړانه ورمات کړل خپل اولس اوهيواديي دتل لپاره دامريکا له غلامۍ څخه وژغورۀ ...خودامريکااودهربل بهرني يرغلګرمقابله په پوره اتفاق اويووالي ممکنه ده نه په بې اتفاقۍ ...کنه نودنوروډيروقامونواوهيوادونوپه شان به ٌ ډغرې خوروٌ
mahboob
13.03.2004
ګرانووروڼو او خوندو سلامونه اونيکي هيلي مي ومنۍ .
انګار څونه شه پوشتنه کړي او ليلما جاني بيا څونه له غيرته ډک ځواب ويلې دي ليلما ګکي خورکۍ تاسي مه خفه کيژي انشأالله ډير ژر به امريکايان له ګران هيواد څخه په وتلو مجبور شي ګورۍ خلکو خو روسان هم شکست نه خوړونکی قوت باله مګر نن نه روسيه شته او نه يي قوت ???
[color=blue:e307fb02c9]همداراز به امريکايان هم له ګران هيواد څخه سرکوزي ووځي هو لکه ګراني خو ر ليلما چي ويلي داهغه وخت ممکن دي کله چي ملي قيام يا عمومي جهاد پيل شي خو حالاتو ته چي ګورو نو ډير په بيړه سره حالات د عمومي قيام په لوري روان دي اوس هم الحمد لله جهاد روان دی او د خداي په لار کي چي يو څاڅکی وينه هم توي شي نو خداي يي نه ضايع کوي نو زموژ او تاسي مجاهدو طالبانو وروڼوخو د خداي په لار کي ټوله دښت ليلا په وينو سره کړه . ايا دادتنکيو ځوانانو پاکي اوسپيڅلي به خداي ((ج )) هسي ضايع کوي ??? نه نه هيڅکله نه انشألله .[/color:e307fb02c9]
Re: امريکايي ځواکونه به له افغانستان نه ووځي؟
نقاد
18.03.2004
[quote:0920eb117a="مجيب الرحمن انګار"]درنولوستونکو! په افغانستان کې دامنيت دټينګښت ،دسولې ترراتلووروسته به امريکا خپل پوځونه له افغانستانه وباسي؟[/quote:0920eb117a]
له سلام او درناوي څخه وروسته :
د ښاغلي انګار صيب پوښتنه داوه چې (( د امنيت د ټينګښت، د سولې تر راتلو [color=red:0920eb117a]وروسته[/color:0920eb117a] به امريکا خپل پوځونه له افغانستانه وباسي ؟)) . خو ځوابونه داسې سر شوي دي چې نه نه، د امنيت د له منځه وړلو او د سولې د ناممکنولو په نتيجه کې به دخيره ژر تر ژره امريکايي او نړيوال سوله ساتي پوځونه ناکام ،ځوړند سر او ټيټې سترګې له دغه هيواد څخه ووځي ، او بيابه دمجغدينو او طالبانو پيشپو، په خلکو باندې چپه ميچنې او د پاکستاني استخباراتو د واکمنۍ اتڼونه ګرميږي ، نا امني يا هډ ايرڼی امنيت ، دځنګل قانون او ددولت زوال به پيل کيږي ؟ او دا ټولې ناخوالې به بيا د اسلام د سپيڅلي نامه د څراغ ﻻندې تياره کې پټيږي ؟
داسې بريښي چې له اسلام او اسلامي جهاد څه د قدرت داړه مارانو ښه لوی جال جوړ کړی، چې زمونږ ساده او ناپوه اولس په کې د بي خبره ماهيانو په څير را ښکيل او ددغه ډول يو خودغرضه جهاد په مسلخونو کې يې يو ځل بيا ونډۍ ونډۍ کړي .رښتيا ده چې د قدرت مزه چې يو ځل چا څکلې او بيا يې دا شاتو خوږه لقمه له خولې څخه لويدلې ده، هغه به ټول عمر خپلې شونډې خوري او د قدرت پسې به په بي سده او سر سام اوره توګه هلې ځلې کوي ، څو اوبه يوځل بيا خړې کړي او د اسلام په تش نامه جوړ شوي جال کې بيا ماهيان ښکار کاندي . که نه، نو د سوال اصلي ځواب خو دادی چې : [color=blue:0920eb117a]هو امريکايان به د امنيت، سولې او ديموکراسۍ له ټينګولو وروسته سمدﻻسه له افغانستان څخه وځي،او په دې توګه به زمونږ دوستي هم ورسره پاتې کيږي ، او که نه ونه وتل ، هله به يې پر ضد د ټول افغان مسلمان اولس ملي قيام پيل کيږي او په زور سره به يې له خپل هيواد څخه باسو. تر هغې پورې نړيوال سوله ساتی ځواک ته چانس شته چې دامنيت د ټينګښت، سولې ، سوله ييز اسلام ، ديموکراسۍ په ټينګولو او ودانۍ او پرمختګ په ﻻره کې مرسته وکړي که طالبان د ملی مسوليت اځساس لري ، د سولې په رامنځته کولو او ان ديموکراسۍ په رامنځته کولو کې دې ﻻس او مرسته وکړي ، څو د امريکايي پوځونو د وتلو او يا ويستلو وخت ژر راورسيږي او بس.
[/color:0920eb117a]
ګرانه وروه!سلامونه اوښې چارې
مجيب انګار
19.03.2004
وروريه ! اول خوبايدعرض وکړم چې که دخپل هيوادپه هکله خپله لوستنه يا مطالعه لږغوندې زياته کړۍ نوبده به نه وي ،ځکه تراوسه تاسوته لادانه ده معلومه چې په افغانستان کې دامريکايي اونړيوال سوله ساتي ځواک ترمنځ څه توپيردی؟
په دې خبره ټول ښه پوهيږي چې نړيوال سوله ساتي ځواکونه افغانستان ته دامنيت دټينګښت اوسولې راوستلولپاره راغلي خوبل پلوته امريکايان دي چې هغوی خپل بيل اهداف لري هغوی ددې لپاره نه دي راغلي چې زموږوران کورراته ودان کړي ،بلکې هغوی يولړشوم اهداف لري چې غواړي هغه ترسره کړي،که وکتل شي ممکن تر٩٠٪ زيات هيوادوال دنړيوالي سوله ساتي ځواکونومخالف نه دي اونه هم مااونورو ليکونکودلته دسوله ساتوپه اړه څه ويلي بلکې موږدامريکايانوخبره کړې.
بله داچې تاسودتوراوسپين ترمنځ هيڅ توپيرونه کړاوله يوې مخې موپرټولو جهادي ډلودرانه درانه ګوزارونه وکړل ،نړيوال ځبرځواک(پخوانی شوروي)چادړې وړې کړ؟دډيموکراسي پلويانو،غربيانوخلقيانواوپرچميانواوکه همدغوببرسرو مجاهدينو؟
ګرانه وروره! دفرانس پريس خبري اَژانس خبربه مولوستی وي چې يوتن افغان جنرال دخرې سره د.....پداسې حال کې ونيول شو چې په رڼاورځ يي دبيچاره خرې ژوندبربادا وۀ. اوچې کله خبره امريکايانوته ورسيده نوهغوی وويل چې ( نوپرابلم،نوکرايم) يانې دامريکايانودډيموکراسۍ له مخې داکوم جرم نه و،نوهمدې ته ډيموکراسي وايي دکومې چې تاسې غوښتونکي يي؟
Re: ګرانه وروه!سلامونه اوښې چارې
نقاد
11.04.2004
[quote:5325b3617b="مجيب الرحمن انګار"]وروريه ! اول خوبايدعرض وکړم چې که دخپل هيوادپه هکله خپله لوستنه يا مطالعه لږغوندې زياته کړۍ نوبده به نه وي ،ځکه تراوسه تاسوته لادانه ده معلومه چې په افغانستان کې دامريکايي اونړيوال سوله ساتي ځواک ترمنځ څه توپيردی؟
په دې خبره ټول ښه پوهيږي چې نړيوال سوله ساتي ځواکونه افغانستان ته دامنيت دټينګښت اوسولې راوستلولپاره راغلي خوبل پلوته امريکايان دي چې هغوی خپل بيل اهداف لري هغوی ددې لپاره نه دي راغلي چې زموږوران کورراته ودان کړي ،بلکې هغوی يولړشوم اهداف لري چې غواړي هغه ترسره کړي،که وکتل شي ممکن تر٩٠٪ زيات هيوادوال دنړيوالي سوله ساتي ځواکونومخالف نه دي اونه هم مااونورو ليکونکودلته دسوله ساتوپه اړه څه ويلي بلکې موږدامريکايانوخبره کړې.
بله داچې تاسودتوراوسپين ترمنځ هيڅ توپيرونه کړاوله يوې مخې موپرټولو جهادي ډلودرانه درانه ګوزارونه وکړل ،نړيوال ځبرځواک(پخوانی شوروي)چادړې وړې کړ؟دډيموکراسي پلويانو،غربيانوخلقيانواوپرچميانواوکه همدغوببرسرو مجاهدينو؟
ګرانه وروره! دفرانس پريس خبري اَژانس خبربه مولوستی وي چې يوتن افغان جنرال دخرې سره د.....پداسې حال کې ونيول شو چې په رڼاورځ يي دبيچاره خرې ژوندبربادا وۀ. اوچې کله خبره امريکايانوته ورسيده نوهغوی وويل چې ( نوپرابلم،نوکرايم) يانې دامريکايانودډيموکراسۍ له مخې داکوم جرم نه و،نوهمدې ته ډيموکراسي وايي دکومې چې تاسې غوښتونکي يي؟[/quote:5325b3617b]
دروند ورور انګار ته سلامونه ! ستاسې په هوکړه غواړم وپوښتم:
١ـ د ( ورور ) تصغير د تحقير لپاری ورورئ دی ، اود وروري تحقير بيا ورور يه ، په تيره بيا چې نه سلام او نه کلام ورسره وي ، نو پو ښتنه داده چې ددغسې کلماتو کارول ، هغه هم هغه چاته چې نه يې پيژني او نه يې ايژني ، او بيا د انټرنيت په پاڼه کې ، به د کومې روحي او رواني ناروغۍ پايله او يا
دوا وي (؟) او يا د کوم لوړ کلتور علامه ؟؟؟
٢ــ دا چې سوله ساتی ځواک اوامريکايان سره فرق لري ، له دې نه هاغه دی ته هم خبر يې ، خو داچې سره يوشی هم دي ( په ډيرو برخو او ډيرو اړخونو کي) ، له دې بيا خبر نه ياست يا نه غواړې چې ترې ځان خبر کړئ. ددواړو تر منځ ښايي طالبانو او مجاهدينو فرق نه وي کړی ، که نه نو طالبانو به ددومره زيات فرق پر اساس سوله ساتی ځواک راغوښتی وای ، يو څه سوله خو هغوی هم لرله چې دوی ورته ساتلای او څه جنګ يې هم ﻻره چې ددوی پر برکت ورته وزګار وای . خو نه ، هغوی ته نه هغه وخت دا فرق موجود ؤ او نه خو اوس دوی دي چې دې فرق ته ګوري ، بلکې ستاسو په وينا نور 90% آفغان اولس دی چې دغه فرق مني ـ البته د طالب او القاعدې پلويان ستاسو د محاسبې په پاتو ١٠٪ پورې تړاو لري (؟) او په دې ډول يې د خلکو په وړاندې يوه مردوده ﻻر خپله کړې ده، که نه ؟
٣ ــ يو څه سوله بايد وي او مخ په زياتيدو وي چې سوله ساتونکي يې وساتي ، او دا سوله لومړي امريکايانو رامنځته کوله او دوی ساتله يا يې ساتي ، څو دامريکا په خپل سوله زياته شي او دوی يې وساتي . نو آيا مونږ نه وينو چې ددوی تر منځ ډير ې برخې چې مثبتې دي سره شريکې دي ؟.
٤ــ ايا د امريکايانو بريد هم د ملګروملتونو د امنيت دشورا له خوا نه ؤ تاييد شوی لکه څنګه چې د سوله ساتي ځواکونو ګمارنه هم د ملګرو ملتونو له خوا شوې ده ؟
٥ ــ د امنيت خرابوالی بل څوک کوي غير له القاعده او طالبانو څخه ، کله چې ددوی اخلال ختم شي ، امريکايان بيا نور نه موجب لري او نه يې په دې کې ګټه شته چې په افغانستان کې پاتې شي او ستر لګښتونو ته دوام ورکړي .لکه څنګه چې د راتللو موجب يې القاعده +طالبان وو، همدغسې يې د پاتې کيدو د ادامې علت هم القاعده او طالبان دي .د اسلام سره او مسلمانانو سره غرض نلري ، که نه نه به يې د مجاهدينو سره او نه د طالبانو سره په لومړي سر کې مرستې نه کولی . ، ويل کيږي چې همدا اوس د حکمتيار د يو پلاوي پټې خبرې د کابل د حکومت سره روانې دي ، څو په حکومت کې برخه واخلي .
٦ــ که د شوري سوپر څواک ستاسو په قول همدغو ببر سرو مجاهدينو وويستل ،نو ببر سري دې هم بيا همدغو پاي لوچو طالبانو وويستل او د ( کل يوم بتر ) تصديق يې عملي کړ . زما په اند شورويان د مجاهدينوتنظيمونو نه ، بلکې ټول مجاهد اولس ويستلي دي او تنظيمونه سرف د سلاح کوټونو د تحويلدارۍ دنده پرځای کړې ده او د شخصي تجارت له سياست نه يې کار اخيستی دی
٧ـ ببر سرو مجاهدينو چې شوري مات کړ او هغه يي وويستل، طالب ترې ولې د مجاهد نوم صلب کړ او پر ځان يي کيښود، دهغوی تنظيمونه يې د ځانه سره غاړه نکړل ، بلکې له جمعيت نه نيولې د سياف ، خالص او حکمتيار صيب تر تنظيم پورې د ټولو سره وجنګيدل ، او يو ځل بيا يې ثابته کړه چې د جهاد نوم اوس دسياسي او حتی سختو جنايي هدفونو له پاره کارول کيږي .
٨ ــ په پای کې به دا هم درته ووايم انګاره وروره، چې که د نړيوال سوله ساتي ځواک او امريکايانو تر منځ فرق ښه ډير هم وای ، خو چې د موضوع په اړه دغه فرق ليکونکي ته مطرح نه وي، نو آيا بيا دې هم حتمأ هغې فرق ته اشاره وکړي ؟، که برعکس ، چيرې چې يې مشترک اړخونه د موضوع سره اړخ لږوي ، ليکوال بايد حق ولري څوهمغه اړخونه يې ياد کړي،او بې له دې چې له توپيرونونه يې منکر شي ، يادونه يې پريږدي . په درنښت او ورور ګلويزه اوصميمانه سلامونو . پاڅونوال
م ن غروال
12.04.2004
ښاغلئ پاڅونوال صاحب سلامونه عرض کوم٠
ستاسو د جريان په رڼا زما لخوا څه د ويلو نشته اما يو څه غواړم عرض وکړم چه:
احيانا که د امريکايانو او نورو باندني هېوادو نظامي قواؤ تر منځ توپير هم موجود وي بيا هم د ننۍ ورځې سوله ساتۍ ځواک د افغانستان لپاره حساب کيدای شي٠ د سولې او افغاني شتمنيز پرمختګ او افغاني نړېوال سياسي مخ يې بيا راژوندۍ شو٠ هېواد د يوه نورمال هېواد په شان د عادي ژوند په لور مخه کړېده٠ په هر حال که دا هرڅه نا درست او غټ درواغ وبولو نو ريښتيا خو بيا هغه څه دي چه تاسو ليکلي دي اما څوک به دا پوښتنې ځواب کړي چه کوم مشر په کومه اساسنامه او مرام نامه او په کوم نړېوال سياسي او شتنميز مټ او اسلامي ورورګلوۍ او افغاني سياسي يووالې به د افغانستان سوله امنيت او اقتصاد او نړېوال سياسي تګ لارې تګ د افغان مظلوم يتيم او د کونډو بورو وطن ته ضمانت کړي٠ کوم ګوند کوم رهبر کوم داسي سياسي اتحاد؟ نه او اصلا نه !!!!
اصلا که د نجيب رالوېدو وروسته ببرسرو قهرمانو وروڼو که لږ په بسم الله اوبه څښلې وائ نن به په دغه مصيبت نه اخته کيدو٠ اوس چه څه شوي دي هغه نو د جهاد په نوم په ټک او ټوک نه جوړيږي٠ د وياړ خبرې هسې په اوبو ﻻهو شوې او د زرګونو قهرمانو وروڼو په شهادت هسې هم ښه په پوره اندازه خاورې وپاشل شوې او د ورخه توپاني سيلاب ته اوس دا مظلوم ملت نوره د حوصلې زغم ندې پاتې٠
او پاڅونوال صاحب که دغه باندنيو خپلو ته بيا د تېر په شان پرېښودو باور وکړئ چه بيا به د افغان مظلوم ولس له وينو روانې ويالي ووينو٠ لوی سبحان و تعالی د نور ګران وطن افغانستان بيا د متجاوزينو او وطن پلورونکو په ﻻس نه ورکوي او بيا دې هغه ترخې شپې او ورځې الله ج په افغان بې ګناه مظلوم ولس نه راولي٠ آمين
په درناوې ــ غـــــــروال
مجيب انګار
29.04.2004
ښاغلی پاڅونوال ! سلامونه
جناب ! مهربانې وکړئ اوخپله پورتنۍ ليکنه په غړيدلوسترګوولولئ،تاسې خوداسې بې خونده الفاظ استعمال کړي لکه دافغان دولت پوځي رتبې اودولايتو نوويش،هوښياران وايي چې په جنګ کې هم خپلې خولې ته پام کوه خوتاسې په وروولۍ اوقلمي دوستۍ کې هم دغه نزاکت په پام کې نه دی نيولی...
تاسې ليکلي دي چې : (دورورتصغيردتحقيرلپارې ورورئ دی، اودوروري تحقير بيا وروريه...)
لومړی خودې د( ې) ګانودابيزايه استعمال وګوره........بيادلته څنګه د(وروريه!) نه دتحقيرمعنې اخلې؟ ( وروريه! )ته هغه وخت تحقيرويلای شوچې دجملې وروستۍ برخه منفي وي، اوبله داچې دپښتوپه بيلابيلوسيمه ييزولهجوکې ورور ته څوک ورورک،وروری،روکی،ورورکی اوداسې نوروايي (خودمنل شوي ليکدودله مخې به ورور ليکل کيږي) دپښتوپه وردګي لهجه کې دترحم مهربانۍ، اوګرانښت له مخې ورورته ورورک،په مشرقي کې رورهمدارازپه لره پښتونخواکې هم رور او روری وايي، اوپه ځينوسيموکې روکی هم ويل کيږي، خوکله چې دوروريارور سره ندائيه ورزياته کړای شي نوبياداسې لوستل اوويل کيږي: وروره! روره! روريه! روکيه! ورورکه! اوداسې نور نودندائيې تعريف ته په کتوسره وروره! يا روره!...دغږ ، بلنې ، امر ، اوخطاب معنې لري نه دتحقير..
لکه چې مې مخکې هم وويل وروريه ! ياروريه ! هغه وخت دتحقيرمعنې ورکوي چې دجملې په پاته برخه کې مخاطب لوري ته دتحقيرالفاظ کارول شوي وي، خوماداسې څه نه دي ليکلي چې خدای مکړه په دغه لست کې دې راشم که څوک دښاغلي پرځای ښاغليه ! وليکي نودابه تاسې دمخاطب لوري تحقيرګڼئ؟
نه پوهيږم چې دادلايل مودکوم ښاغلي له کتابه رااخستي.
په ډيردرنښت ستاسې کشرورور
نقاد
30.04.2004
منلی وروره انګار صاحبه ښې چارې، سلامونه مې ومنئ!
له ځواب نه مو مننه، ماته اوس روښانه شوه چې ستاسې نيت تحقيرول نه وو، نو نه يواځې بخښنه
غواړم، بلکې داچې د تصغير شکل مو د تحقير له پاره نه ، بلکې ، لکه څنګه چې مو په بيلا بيلو پښتو لهجو کې ثابته کړې ده، د ګرانښت او خلوص د څرګندولو له پاره کارولی دی ، که رښتيا همداسې وي نو خاصه مننه هم درڅخه کوم .
ورورجانه، زما مطلب پخپله تاسو شخصأ نه وئ او اوس هم چې داکرښې ليکم ، تاسو مې مطلب نه ياست، ما دا (وروري) او (وروريه) کلمې د مخه هم ليدلې وې چې بل چا هم دلته کارولي دي . څنګه چې د روکی، ورورک او ورورجان معياري لهجې شته، غير معياري لهجه ( وروری) کارول ، دود او تعميمول راته اړينه او د ژبې
ښکلا ييزه شتمني نه بريښي. ځکه هره لهجه به ستاسو په نظر هم ښايي شتمني نه وي، او ډيرې لهجې به اسې هم وي چې تاسو به يې هم ښې نه بولئ . زما هدف له دې زيات بل شی نه دی او بس .
پاتې شوو دا د ( ې) کارول، که يې را په ګوته کړئ چې په کومو ځايونو کې مې (( بيزايه)) او چيرې مې ستاسو
په اند پر ځای کارولې ده ، زما خپلې دغې نيمګړتيا ته به مې پام راوګرځوئ او ستاسو له دې مرستې څخه به برخمن او ډير خوښ شم . په پښتنې مينه !
مجيب انګار
01.05.2004
ښاغلی اومشرورور ،دښه قلم اونيکوهيلوخاوندپاڅونوال ورورته سلامونه ورډالۍ کوم.
ښاغلی پاڅونوال صيب!
زه ستاسې يونالوستی وروريم چې نه خودپښتوليکدوسره سم بلديم اونه هم په ليکنه کې پوره (استاذ) يم خوبس داڅه چې ليکم دچاخبره هسې په توکل روان يم، وروره! الله دې هغه وخت نه راولي چې زه دکوم ليکوال ياليکوالې دليکنې په ځواب کې دتحقيراوسپکاوي ټکي وليکم........لکه چې مې په تيره ليکنه کې هم وويل ( وروريه ) مې دګرانښت اوترحم له وجې ليکلي و نه دتحقير. هيله ده چې دغه شک به موله زړه پوره پوره وتلی وي، د( ي) ګانو داستعمال په اړه چې مې څه درته ليکلي ودهغې نه هم زماهدف ستاسې دقلم اوليکنې توهين نه بلکې دغه مهم ( ټکي) ته ستاسې پام راګرځول ؤ ، د (ي )ګانوپه اړه به يوه لنډه ليکنه په همدې کرښوکې ډيره زردرډالۍ کړم.
يووارې بياهم بخښنه غواړم چې زماپه ځينوبې خونده خبرومه خوابدی کيږۍ
نقاد
01.05.2004
د مينې انګاره او زما په څېر د يوه مسافر ورور د سترګو تور او د زړه ټکور ه مجيب الرحمانه روکيه سرلوړی ، نېکمرغ او بريالی اوسې ، سلامونه مې هم د نيکو هيلو سره ومنه. زه نېکمرغه يم چې تاغوندې يو ايماندار ورور هم لرم . خدای (ج) دې راته له تاوده باد او سوړ شمال څخه چې ستاد ځوريدلو سبب ګرځي هم وساته !
ورورجانه ، د (ی) ګانو په اړه هم تکليف نه درکوم ، ځکه زه پنځه ډوله (ی) ګانې په ځيرن توپير او تفکيک سره پيژنم ( ی، ي، ې، ۍ،ئ ) دا به اوس بسنه وکړي، په تېره بيا (ې) په پايګيره توګه ښه او تر هر چا زياته مراعات کوم او کاروم يې، څو د نورو لوستونکو پام هم ددغې (ې) تفکيکي کارونې ته راواړوم . سره ددې ټايپي تيروتنې راڅخه سر وهي ، او چې خپله ليکنه کنترول نکړم ، کلمات راڅخه نيمګړي او د کمپوتر د ليکدړې ګاونډي توري راڅخه يو دبل سره ګډ وډ ليکل شوي وي. په راتليزه کې به زيار باسم چې ليکنه يو ځل بيا ولولم. ستاسې له هڅې څخه مننه، چې دې نيمګړتيا ته مو زما پام راواړاوه. په خدای مو سپارم او الله مو مل شه . په مينه !