د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغانان يعني داوسپنې چڼې

Stoman Niazi
08.12.2009

عزت الله نيازی

افغانستان په نړي کښې يو غازي هيواد دي.او ددي هيواد بچي يعنې افغانان غازيان دي.او دټولې نړئ هيوادونه ئي په ميړانه گواه دي.دا هغه پاکه او عظيمه خاوره ده چا چې د احمد شاه ابدالي په شان يو عظيم شخصيت زيږولى دى.او تل ئي دوخت فرعون ته داسې سبق ورکړئ دئ چې دتل لپاره به ئي ياد ساتي.که تاريخ وسپړو او دهغو غيورو غازيانو کارنامو په باره کې ليکل وکړو.ډيرې صفحې به پرې ډکې شي.او ډير زيات وخت به پري ولږي.خو خلاصې به نه شي.خو دلته زه يو څو هغو کارنامو ته اشاره کوم.کومې چې زمونږ دوطن اتلو اوباشجاعت ځوانانو په ډير ميړانه وظالم دښمن په وړاندې ئي انجام کړي.ددښمن په سينه اوس هم هغه پرهرونه تازه دي. په دې عظيمه خاوره باندې ګورګينانو،مغلو،انګريزانو او داسې نورو داسلام دښمنانو ډير په کبر او غرور دې خاورې ته لاسونه اوږده کړي ليکن دالله تعالي په فضل او کرم ددي خاورې اصيلو بچيانو ډير په زړورتيا او مېړانه ئې ورته داسې څپيړه ورکړې اودا څپيري داړي ئې ورماتې کړي او دځان په فکر شوي دي.که سوچ وکړو نو په رښتيا هم افغانان داوسپنې چڼې دي چاچې دا چڼې خولې ته اچولي دي نوديو ناوړه برخليک سره مخامخ شوي دي.دڅو لسيزو راپديخوا ددې چڼو څکل ديوې سيالئ بڼه اختيار کړي او ډير زيات لوبغاړي ئې پيدا کړي او تر اوسه پورې هم جريان لري.ددي ډلې نه يوه ډله انګريزان وه.كله چي انګريزانو په هندباندې حمله وکړه.او کاميابي ئې تر لاسه کړه
نوسم دستي ئې په افغانستان حمله وکړه او ددې چڼو مزه ئې دوه ځله وڅکله.روسې هم ددې سيالئ تر سره کولو لپاره بډې وهلې وي.اوکله چې دې ميدان ته راداخل شو نو يو داسې برخليک سره مخامخ شو چې تر اوسه پورې په پښودريدلي نه شي.اوس مهال ددې سيالئ يو بل لوبغادې پيدا شوې دې.او هغه کسان ئې په شاډبوي چا چې خپل غاښونه په تېرو سياليو کې له لاسه ورکړي. دا نوي سيال هم ډير په غرور او دب دبې سره دې ميدان ته رادانګلي دي.خو اوس داسې برخليک سره مخامخ شوي چې نه ئې دتوکولو او نه ئې دکرپولو توان لري.دوې چې کوم خوبونه ليدلي وو.نن هغوخوبونو تغبيرونه سرچپه دي.په کوم مقصد چې راغلي وو.هغه مقصد ئې پوره نه شو.وارترې خطا دې نه پوهيږي چې څه وکړي. هر خواته چې ځي نو مرګ ورته مخکښې ولاړ وي.او دخپلو تلفاتو غچ اخستلو لپاره په مظلومو افغانانو بې رحمانه بمباري شروع کړي .او بې ګناه افغانان دخاورو سره خاورې کړي.او دژوند شمعې ئې ورمړې کړي.دا يو بزدلانه عمل ده او دائې دکمزورئ نښې دي.اويو څو هغه بې غېرته افغانان چې ځانونه ئې ديو څو ډالرو په بدل کې په بل پلورلي.او دهغوي تر څنګ ولاړ دآزادئ او ډيموکراسئ چغې وهي.آيا داآزادي ده.او ته دې ته آزادي وائې.دې ته بايد غلامي او غولونکې ډيموکراسي ووايو.
اې افغانه! لږ په خپل ګريوان سر ټيټ کړه او سوچ وکړه چې زه څوک يم.دچا بچئ يم.ميرويس خان،احمد خان ،ايوب خان څوک وو.او څه ئې کړي وو.ته يو لرغونئ تاريخ لرې ستا نيکونو چاته سر نه وو ټيټ کړې.ستا بيرغ په هندوستان رپيده.دانن چې تا سره دځان امريکې ته تسليم کړې.داستا دنيکونو وطن دې.ستا نيکونو پرې وينې توئې کړي دي.سرونه ئې پرې قربان کړي دي.دا هغه شيطاني لښکرې دي چې نيکونه ئې په ډيره بې شرمئ ستا نيکونو له دې خاورې شړلي دي. دوي دخپل نيکونو په ناوړه قومونو باندې روان دي.نوته هم لږ غيرت پيدا کړه.ته ولې نن دهغو غلامي کوې او دهغو تر شا ولاړ ئې او حمايت ئې کوې .زه ټولو فغانانو ته ښه په ډاډ وايم چې انشاءالله يوه داسې ورځ راروانه ده.او لنډه ده چې دا سرې لښکرې چې نن په چغو دي او هر ځائې ورته ميوند ګرځيدلې دې.انشاءالله دوې به هم په همغه شان تښتي لکه څنګه چې ددوې نيکونه په ډيره بې شرمئ وتښتيدل.الله تعالي دې په دوي هم داورځ زر ترزره راولي.(آمين)
افغانان داوسپنې چڼې دي چاچې کرپولي نو داړې ئې ورماتې کړي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more