نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څوک به يې محاکمه کړې
Stoman Niazi
08.12.2009
عزت الله نيازي
له ډيرې مودې راهيسې امريکااوچارواکې يې دکابل د موجوده حکومت اوچارواکو څخه يې سرټکوي.اوقسم قسم تورونه پري لګوې لکه په تيروانتخاباتوکښې درغلۍ،دمخدره موادوقاچاق،دتروريزم سره په مبارزه کښې مثبت اقدام نه کول.............که تاريخ وسپړونودا به جوته شي چې امريکايان دانسانانو په جامه کښې هغه وحشې ځناور دي.چا چې به دامريکا د نفوس دزياتولولپاره له افريقا څخه حبشيان تښتول او ورته به يې ويل که تاسوغواړۍ چې آزاد شئ نو بايد تاسود امريکا د حکومت لپاره لس لس اولادونه وزيږوئ.دوي به دا هم ويل چې د ښځې مثال ديو ګيلاس په شان دى دچا په لاس چي ورغۍ نودهغه به وي.داهغه وحشې اوحرامې نسل دى چې تل يې دنړۍ مسلمانان شکنجه کړې.نودکابل دموجوده حکومت ډبره هم دغووحشيانو(امريکايانو) دبون په کانفرانس کښې کيښوده.او هغوپرونې خلقيانواوپرچميانوته يې بريتونه وه خيرول اوپه نوې بڼه کښې يې دحکومت چارواکې ونومول.داهغه ملې خائنان دي. چاچې پرون هم دمظلوم ملت په منګولوداړې خښې کړې وې اودمظلوموافغانانووينې يې زبيخلې.اوريدلې به مووي چې دحج اوقافووزيرباندې دغلا تورونه وليګيدل.اود هغه دنيول کيدواوهغه ته دسزا خبربه موهم اوريدلۍ وي.دا ټولې بې بنياده خبرې دي هسې خلک غولوې.د کرزي په موجوده حکومت کښې هغه خلک ناست دي.دچا په لاسونوچې ډيرې خويندې اوميندې سرتورې شوې دي.هغوي چا محاکمه اوچا ترې پوښتنه وکړه چې ولې. جنرال دوستم چې دطالبانودسقوت په مهال په اسيروطالبانوکوم ظلمونه وکړل يوخداى وليدل چې اوس هم هغه دشتې د شهيدانوپه وينوسرې دې.هغه تنکې ځوانان چې ميندې يې اوس هم دراتلويې لارې څارې په ډيره بې رحمۍ يې ترې کانتينرونه ډک کړل.نوبيايې پرې ډزې وکړې او په ځنې نورو يې ټانکونه وخيژول اوپه شهادت يې ورسول. له دغه ظالم دوستم څخه چاپوښتنه وکړه اوچامحاکمې ته کش کړۍ دى.فهيم چې دمخدره موادويوآزادسوداګردۍ چې دکابل بلډنګونه يې شميرل کيږې نه چا ترې پوښتنه وکړه.داکتر عبدالله چې د پنجشير ياقوت اوبدخشان لعل يې په بشپړه توګه خرڅ کړل چا ترې پوښتنه وکړه.هر څوک ځانته بادشاه ده چې څه يې زړه وغواړي همغه کوې.داکتر عبدالله چې دبدامنۍ جرړه ده او دخپلوشخصې
ګټولپاره دغه اورته لمنې وهې دکوم چې زمونږد ملت مظلوم افغانان يې خشاک ګرځيدلې.
امريکا ته چې افغانستان ويتنام ګرځيدلۍ او د يوې سترې ماتي سره مخامخ دي.غواړې چي په څه بهانه له دې خاورې څخه ووځي ليکن دغه غربې جاسوس(داکتر عبدالله)دپښتنودځپلولپاره دامريکايانو دشتون اودنوروڅلويښت زره عسکرو دراليږلوچغې وهې.ديو حکومت مشران چې دشمالې ټلوالې هغه جنايتکاران اوغله وي چې له چوراوتالان نه بغيرهيڅ نه پيژنې نودښه اوبدقضاوت تاسو وکړۍ.دموجوده کابل حکومت ګډوډ آچاردى چې څومره په کښې ګوتې هغومره يې بوي خيژي.د دې حکومت ډبره دبون په کانفرانس کښې کږه ايښودل شوې ده.دا هغه بې بنياده او کوږ ديوال دى چې دوخت په تيريدو سره قسم قسم ستونزې رامينځ ته کوي.اوهغه ورځ هم نزدې ده چې دغه ديوال به په همدغو بې هنره معمارانو راچپه شې...............................................................انشاءالله
11.12.2009
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ځواب :[color=red:aa24c96ef2] ښۀ ؟ که تر بدبتر؟[/color:aa24c96ef2]
ستومان صيب ټول افغان ته په خير راغلې او له جالبې ليکنې څخه مو ډيره مننه،
خو ددې له پاره چې زماد لاندينۍ پوښتنې په ځواب نور هم ستومانه نشې ،
تاسې او هر لوستونکی دې په پاسني دوه ځوابونو کې يو غوره کړي :
وايي سياست فشرده اقتصاد دی، او ملي آزادي هم د ملي اقتصاد د رغولو او ودې له پاره وي ، نو تاسې مې په دې پوه کړئ چې
که طالبان له خيره په قدرت راشي ، د خلکو اقتصاد به انشا الله لا ښه شي (؟ ) او که له خيره تر بدهم بدتر به شي؟؟؟؟
سميع الله سمس
19.12.2009
مخکی له هر څه نه زما سلامونه ومنی
ګرانو غیرتمندو پښتنو وروڼو!
دا چه نیازی صاحب په اول کی یو څو ګیلی او په آخر کی یی ښیری کړی او په ځواب کی ورته محترم پتوال په یو څو سوالونو غواړی نیازی وویروی او زما په نظر نیازی هم ترینه ویریدلی دی ځکه چه هغه هم آند کړی چه که طالبان یو وار بیا ارګ ته داخل شی نو بیا به پټکی په سر کوی او لوڅ سر به کابل ته راتلای نشی هه هه هه هه هه...... له خندا نه مړ شوم یاره پتمل صاحب ډیر ټوکی سړی یی.
خو دا خبره درته په ریښتیا کوم چه دا وار یا به امریکا افغانستان په خپلو پښو دروی ځکه چه امریکا به تر څو پوری زمونږ په دی وطن کی وی او یا به دامریکاله وتلونه پس داسی وینی تویی شی چه د کابل د سیند ټولی چټلی به
پری پاکی شی:
24.01.2010
[quote:2dc85c3735]دا وار یا به امریکا افغانستان په خپلو پښو دروی ځکه چه امریکا به تر څو پوری زمونږ په دی وطن کی وی او یا به دامریکاله وتلونه پس داسی وینی تویی شی چه د کابل د سیند ټولی چټلی به پری پاکی شی:[/quote:2dc85c3735]
او د پاسه به پرې تجزيه هم رامنځته شي، لږ تر لږه د هندوکش غرونه به پوله وګرځي او او ددې غرونو د لا غښتلي کولو له پاره به د منځنۍ اسيا د هيوادونو لښکرې هر يو د خپل قام د ملاتړ له پاره پر دغه غرونو واړوي او پاخه سنګرونه به ورسره جوړ کړي ، د تيلو له پاره به د لويدځې نړۍ هر اړخيزه مرستې هم ورسره وي!
نو پښتانه که کابل و هم ساتي، په هندوکش او ډيورن لاين پرتو ځواکونو تر منځ به ښکېل پاتې اود اړ په ژبه به ددوه غرونو تر منځ لکه بېړا نارې وهينه !
طالبان به له دې ګټلې آزادۍ څخه هېڅ ګټه نشي پورته کولی او د هر اړخيزه اقتصادي ماتې سره به داسې مخ وي چې راشه که يې ګورې ،
ولې بيا هم يو زرين اصل ثابت دی چې :
[color=blue:2dc85c3735]طالبان د الله تعالی په لاره کې د زړه له اخلاصه سرښندنې ته وردانګي او لکه ځمريان پر مخ روان دي، نو مونږ يې هم د الله تعالی سره له ډيرې
مينې کلک ملاتړ کوو
او ژر تر ژره يې د لويديځ ښکېلاک پر ليونو سپيو څپانده بری غواړو !
نصر من الله و فتح قريب ![/color:2dc85c3735]
[color=red:2dc85c3735]د نورو ستونزو حل به هم د الله مرستې ته سپارو ![/color:2dc85c3735]
سميع الله سمس
27.01.2010
سلامونه او نیکی هیلی!
درنو او ښا غلو وروڼو لومړی له هرڅه نه ستاسو پښتنو سلامتیا د لوی څښتن تعا لی څخه غواړم.
ښا غلو زه په دی نه پوهیږم چه طالبانو د پښتانو له پاره خدمت کړی او که خیانت خو زه د دی ورور څخه غواړم چه ما ته د طالبانو په دوره کی هغه خدمت چه پښتنو ته شوی راته په ډاگه کړی.
او که بیا هم طالبان کامیاب شی څه کولی شی
pattang
27.01.2010
ته چې دطالبانو په خدمت نه پوهېږې ، خدای پاک دې ستا ملا کړي٠
طالبانو ډېر خدمتونه کړي :
- طالبانو افغانستان له تجزيې خلاص که٠
- طالبانو دپښتنو دوښمنان ان تر کولابه تېر کړل.
- طالبانو فحشا، پاټکيان او بې اخلاقه حراميان ښه وځبل٠
- طالبانو لوڅې ښځې د هزارګانو له بنديخانو او غلا مي څخه خلا صې کړې.
- طالبانو دکابليانو وژنې ته ټکی کېښود٠
- د طالبانو په وخت کې سړی شپه او ورځه هر چېرته له طلا او الماسو سره ارامه
تلی او راتلی شوی٠
ژوندي دې وي طالبان مرګ په لاسپوڅيو او اشغالګرو٠
[quote:fbfbdb088f="sami samsor"]سلامونه او نیکی هیلی!
درنو او ښا غلو وروڼو لومړی له هرڅه نه ستاسو پښتنو سلامتیا د لوی څښتن تعا لی څخه غواړم.
ښا غلو زه په دی نه پوهیږم چه طالبانو د پښتانو له پاره خدمت کړی او که خیانت خو زه د دی ورور څخه غواړم چه ما ته د طالبانو په دوره کی هغه خدمت چه پښتنو ته شوی راته په ډاگه کړی.
او که بیا هم طالبان کامیاب شی څه کولی شی[/quote:fbfbdb088f]
سميع الله سمس
30.01.2010
سالامونه او نیکی هیلی!
ښاغلیه پتنګ صاحب نه پوهیږم چه ته په جرمنی کی حضور لری او که دلته مونږ غوندی له هسکو غرو لیکنی کوی.
ته که دا خدمت بولی چه دوی هزاره ګان وژلی او له بندی خانو څخه یی پښتنی میرمنی آزادی کړی ...پدی د هم کوم واری آند کړی چه هزاره ګانو ولی زمونږ میرمنی بندیانی کړی وی؟
دوی راغله کابل ته دوی ددی لپاره چه د اداری رسمی ژبه پښتو کړی دوی را جک شول او پښتو یی د توروریستی رسمی ژبه کړه او نن سبا چیری چه پښتو یادیږی نو نړیوال یی د توروریستی په مفهوم پیژنی.
او کله چه تلل نو هغه تنګی ځوانان چی مورانی یی تر اوسه پوری د راتلو انتظار کوی هغوی یی په میدان کی پریښودل او دوی د خپلو بادارانو کورونو ته لاړل او هغه ۱۵ زره ازبکان او هزاره ګان چی دوی وژلی وه د هموغو رهبران را جګ شول او دوی یی ژوندی د خاورو لاندی کړل
نن سبا څوک وژل کیږی او د چا خوبونه حرام دی او ولی
نن سبا زمونږه ښونځی څوک سوه ځوی د دی ګټه چا ته رسیږی او تاوان یی چا ته
نن سبا په پوهنتونونو کی څو ک درسونه وایی او هغه ځوانان چی په ایران کی مزدوری کوی هغه څوک دی
د دی د کوم واری خیال کړی چا دا قومونه به څه وخت آرام ژوند کوی ورځه مونږ به هم و جنګیږو خپلی وینی به توی کړو د نورو به توی کړو زمونږه لاندی نسل به هم جنګ کوی او مکتبونه به سوځوی....
نن سبا په پوهنتونونو کی ۷۵ سلنه ټول همدا هزاره ګان دی چه دوی په ایران کی مکتبونه ویلی وه او زمونږه ځوانانو له پاکستانه څه راوړل ؟ ځان وژونکی او مکتب سوځونکی ډیره د افسوس خبره ده دا چه بله ورځ به زمونږه جمهور ریس یو پټ سترګی د خرافاتی مذهب پلوه هزاره ګی د ارګ له آدرسه د آزادی شعارونه ورکوی
داواری خو ښه وه پارلمان کی پښتانه ډیر وه بل وار ته یی ننداره کوه پتنګ وروره که هم دا حال وه
ته که پدی نظر یی چه وله طالبان امریکایانو ته ماته ورکوی او بیا حکومت جوړوی؟ امریکا په خپله لا افغانستان نه وځی خو هغه به داسی وخت وی چه چه تشریح ته ضرورت نه لری.
په درناوی (زه پښتانه او پښتو په جهان کی د آزادی قومونه او ژبه غو اړم).