وطن پال او نور ګټور شعرونه
دوطن فرياد
      Stoman Niazi
      08.12.2009
    
عزت الله نيازي
                                  راکـــــړه عــــصـــا د ادريــــدو نــه يــــمــه 
                                  ســــورى ســــورى يــم د لـــيـدو نـه يــمه
                                  دزړګــــې زخـــم مـې نـاســـور شـو اشــنا
                                  څـــــړيـکــې وهـــې د رغــــيـدونــه يـــمـه
                                  ســپـيــنه ســـيـــنه مــې پـه بـارودوسـوې
                                  ځـاي پـه ځـاي تـور د سـپيـنـيدو نه يمه
                                  يـوه راواخـيــسـتم پـه دې حــال يـې کـړم
                                  اوس ددي بــل دټــيـنـګـــيـدو نــه يـــمـه
                                  جـګـه شـــمـله مـې کــړه دې خـپلو ټـيټه
                                  اوس په جــګ غـــږ دغـــږيــدونـــه يــمـه
                                 پرهـــرپرهـــر زړه مـې ښــيـرې کـړې ورتـه
                                   نـيــــازيـــه نـــــورد زغـــمـــيـدونــه يــــمــه