د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دبانکی حسابونو خوندی کول انتر نیټ کی؟

عبدالمتین
08.12.2009

سامونه ګرانو دوستانو هیله کوم چی معلومات راکړی؟
کوم ځای کی کولایشم چی خپل بانکی وړنه او راوړنه دهری ورځی څرنګه او کوم ځای کی کولایشم یعنی زه هروخط کامفیتر ته ناست او خپل وړنه راوړنه هره ورځ او هر ساعت ذخیره او وګور دمسال په توګه دبانکی حساب چی کوم وخط کی رانه نادرکه نشی فرون ورځ مانه ده دریو ورځو دروزنامچی وړنه او راوړنه دوینډوز په بدلولو کی ورک شول یعنی فلش کشی می خوندی کړی ول او فلش هم کامفیتر سره وصل وه او پاک شو؟؟؟


کریم
08.12.2009

:!: وروره السلام علیکم:
وروره که څه هم دا راته بده ښکاری چی دا خبر کړم خو دا یو مسعولیت ګڼم چی که لږ په لیکنه کی د که سمون راولی ښه به وی لکه ځنی جملو ته د و ګوره سامونه ایا دا ټوکی نه در ته ښکاری؟ بل کامفیتر او داسی نور هیله لرم چی خفه نه شی باید په خپلو غلطیو ته ځیر شو
والسلام


سلام ګرانه وروره

عبدالمتین
08.12.2009

سلامونه ګرانه وروره
که څه هم خوابدی رانه نشی چی تاسو نوی راغلی یاست پاڼي ته ښه راغلاست درته وایم!
کریم وروره ریښیا هم زما لیکنه غلطی لری چی ما هڅه وکړه چی ځوابی بښنه وغواړم خو سایټ اجازه رانکړه چی سمدستی بیا لیکنه وکړم ،
خو ته اوس نوی راغلی باید داسی نیوکی ونکړی کڅه دی زده وای نو دلیکنی په پای کی به دی زما جواب هم راکړی وای نو لدی معلومه شوه چی تش لوبی کوی داځای دلوبوکولونه رامعلومیږی خوابدی هم نشی ؟ مخکی لیکنه کښی عجله شوی بښنه ټولو لوستونکو څخه غواړم وسلام


naimtullah
09.12.2009

وعليکم سلام...!
محترمه! دا کار په اېکسېل پروګرام کې هم کولاى شي او که په اکسيس او يا اريکل کې ډيټابيس جوړ کړئ ، نو په ډيره ښه توګه به مو کار پر مخ ولاړ شي، خو بايد ووايو چې د وينډوز له انسټالولو سره دا هم له مينځه ځې که پر همغه ډريو کې وي په کوم کې چې ستاسو وينډوز وي.


اسلام علیکوم !

عبدالمتین
09.12.2009

سلامونه اونیکی هیلی می قبولی کړه نعمت الله وروره ډیره مننه له همکاری څخه مو،
اوس فیعلن زه داکار کوم یعنی ایکسل کی جوړوم او خوندی کوم خو کله ناکله دتخنیکی ستونزو له عمله هغه رانه پاکیژی یعنی فیکر نشی! زه وایم چی چیرته انټرنیټ کی خوندی کم ایاکولایشم یعنی خودی همداغه دایکسل پروګرام رقم وی او انتر نیټ کی لیکنه اوخوندی کړم؟؟؟؟ وسلام


naimtullah
09.12.2009

هو ګرانه!
لومړى خو داسې وکړه چې کوم معلومات تاسو په اېکسل او يا بل کوم پروګرام کې جوړه وي ، هغه د کمپيوتر په هغه ډريو کې خوندي کړه چې په هغه کې ستاسو اپريټينګ سيسټم(وينډوز) نه وي انسټال مثلاً ستا په C ډريو کې ويندوړ انسټال دى په دي ډريو کې معلومات مه ذخيره کوه ، او په بل ډريو کې يې خوندي کړه په D,E او نوروډريونو کې او بيا هم که ته ويريږي چې کمپيوټر ته به مې داسې ستونزه پېښه شي چې ټول ډريونه به مې له مينځه لاړ شي بيا ته کولاى شي دي ډيټا ريکوري په واسطه خپل ورک شوي معلومات بيرته لاس ته راوړي.
اوکه ته غواړي په انټرنيټ خپل معلومات خوندي کړي هم کولاى شي په دي سايټ کې اکونټ جوړ کړئ او معلومات خوندي کړئ www.4shared.com
او که Gmail ايډې لري په هغه کې هم ١ GB معلومات ساتلى شي، خو پورتنى سايټ غوره دى.
د ستونزې د حل په هېله.


سلام

عبدالمتین
09.12.2009

سلامونه قبول کړه نعمت الله وروره؟
زما مخکنی معلومات لیکنی Fکشی ولی خو کله می چه وینډوز نوی کاوله نو رانه فرمټ شو سهون او س لاره څه ده ایا هغه معلومات لاس ته راولی شم هغه فرمټ شوی فایلونه کنه؟
او اوس داهڅه څکه کوم چی انترنیټ کی خوندی کړم خو جیمیل کی به هم دایکسل رقم پروګرام وی کنه زبه ورباندی کاروکړم مننه


naimtullah
09.12.2009

محترمه!
تاسو دا پروګرام پخپل پلش وچلوى انشاالله ستاسو معلومات به پيدا شي.
او په Gmail کې داسې پروګرام نشته هلته به تاسو د خپلومعلوماتو کافي ږدي او له جميل څخه www.4shared.com غوره دي هلته د خپلو معلوماتو کافي کېږدي.
http://www.paktinghag.com/Shows/Entkhbat/rcsetup126.exe

[/url]


سلامونه اونیکی هیلی قبولی کړه

عبدالمتین
09.12.2009

سلامونه نعمت الله وروره ؟
هغه پورته لینک می کلیک کړ او کښته می کړه خپل کامپیوټر ته او انستال شو او اوس څه عمل وکړم که مهربانی وکړی اولیژ نوره رڼا ورباندی واچوی یعنی زما F ډرایو فرمټ شوی څه کار وکړم چی هغه له لاسه وتلی فایلونه لاس ته راوړم ،
له زحمت یستلو څخه دی یوه نړی مننه!


naimtullah
09.12.2009

وعليکم سلام!
کله دې چې پر Recuva باند غبرګ کليکونه وکړل نو تاسو ته به يوه وړه کړکۍ پرانستل شي په هغه کې په Cancel
کليک وکړه او خپل پلش په کمپيوتر کې واچوه هلته به C ډريو ليکلي وي ته دې هغه پر ځاى خپل پلش انتخاب کړه او سکين کليک وکړه.
ستاسو ټول فايلونه به واپس شي له هغه وروسته پورته filename چيک مارک کړه او لاندې په Recover کليک وکړه فولډر ورته انتخاب کړه ستا فايلونه به هلته راشي.
او دا سافټ وير هم د ډيټا ريکوري لپاهر استعماليږي
http://www.ziddu.com/download/4235272/EasyRecoveryProv6.04.rar.html

دا اوس مې چې کوم نوى سافټ وير درته لينک کړى دى دا تر پخواني هم قوي دى.

[img:0e2db1e9bf]http://i47.tinypic.com/jha137.jpg[/img:0e2db1e9bf]
[img:0e2db1e9bf]http://i49.tinypic.com/33lgwgm.jpg[/img:0e2db1e9bf]
[img:0e2db1e9bf]http://i50.tinypic.com/2q2mpp4.jpg[/img:0e2db1e9bf]

http://azamkhan.sitesled.com/Runtime-GetDataBack-for-NTFS-v3.66-+-Keygen.html
دا هم ديټاريکوري سافټ وير دى
http://www.itdunya.com/%20www.ziddu.com/download/4686172/GetDataBackforNTFSv3.66Keygen.rar.html
دا پورتنى لينک ما خپله ازمويلى ډير ښه دى


منندوی یم! نعمت الله وروره

عبدالمتین
10.12.2009

سلامونه اونیکی هیلی زما ومنه!
نعمت الله وروره ډیره ډیره مننه چی زما ستونزه دی حل کړه ،
زیات شمیر پخوانی فایلونه راته لاس ته راوستل
یو مشکیل اوس هم شته لکه ځینی تصویرونه او فیلمونه او اکسل فروګرامونه نخلاسوی یو فایل چی هم هغه ډیر موهیم وه هغه هم نخلاسیژی صفحه کشی داسی چینایی نویشتی راشی ؟
وسلام


باتور
11.12.2009

زموږ عبدالمتين ورور په ما ډېر ګران دی، له ټولو کمپيوټر پوهانو ليکوالو دوستانو څخه هيله لرم چي قدر او خاطر يې وکړي .

ځکه چي هم له کمفيوتر :wink: سره ښه بلدتيا لري او هم تل ښې او مهمي پوښتني را وړاندي کوي .

په درنښت


سلام باتورصاحب

عبدالمتین
11.12.2009

سلامونه اونیکی هیلی می قبولی کړه باتور صاحب،
باتورصاحب په کلیی واله ژبه باوروکه دومره راباندی ښه لګیږی لکه ګلاب خوتاڅخه مننه
کامپیوټر سره ریښتیا هم زیات بلدیت نلرم ځینی تخنیکی عوارضو سره نو خدای مهربانه چی کوم ځای بند راتلم نو ټول افغان کی به شریک کوم اوباتور صاحب که شه کار نوی ډیری پوښتنی بیا نکوم ستاسو دښه صحت په هیله


naimtullah
11.12.2009

وعليکم سلام عبدالمتين وروره!

کيداى شي ستاسو په کمپيوټر کې مخکې ټيټ ورژن لکه ٢٠٠٣ يا له دي څخه هم کم انسټال ؤ او اوس مو لوړ ورژن لکه ٢٠٠٧ افس انسټال کړى وي.
او که داسې نه وي بيا په Recuva باندې کليک وکړئ له هغه وروسته په Next کليک وکړئ هلته به Picture,Music,Documents ليکلي وي تاسو چې هر شى واپس کول غواړي هغه اوکي کړئ او بيا په Next تڼۍ کليک وکړئ او هغه ځاى ورته په ګوټه کړئ له کوم ځاى څخه چې ستاسو معلومات ورک شوي وي.


سلامونه

عبدالمتین
17.12.2009

سلامونه اوښی ورځی درته غواړم نعمت الله وروره ،
زما ستونزه حل شوه خو هغه یوه نده حل شوی هغه موهیمه نده څکه مخکی هم زما 2003 افیس وله او اوس هم هغه لرم بیا هم نخلاسوی نو ستاسو له معلوماتو څخه یوه نړی مننه وسلام


كريم كامران
10.01.2010

وعبدالمتین سروري ورور ته! تاسو ولې دادبي ټوکو ټکالو فورم کې نه معلومېږئ؟ باید کله ناکله دادبي ټوکو فورم ته هم سر ورښکاره کړئ مادرته لینک راکاپي کړی دی پرې کلیک کړه خپله به ورشېhttp://www.tolafghan.com/forum/viewforum.php?f=12
دملګرو به درسره پوره سات تېر شي او تاته به هم یوه شېبه ذهني سکون حاصل شي.مننه


سلامونه می ومنه ګرانه

عبدالمتین
10.01.2010

سلامونه اونیکی هیلی می ومنه له تاسو څخه یوه نړی مننه چی راته هرکلی مو ووایه ... فورم ته ،
نو انشاالله چی دوخط په لروو هغلته هم درشم مننه


كريم كامران
10.01.2010

ډیره مننه سروري صاحب چې زما غوښتنه مو ومنله.


پښتون یار
13.03.2010

دمينې ډك سلامونه مې ومني
عبدالمتين وروره ستاسو په اجازه زه هم يوه پوښتنه كوم چې هم دې موضوع پورې تړاو لري
ايا په انټرنيټ كې داسي پروگرام شته چه مونږ ددې په ځاي چه په اكسل كې كار وكړو خپل حسابونه په هغه كې نوشته كړو او خوندي يې كړو
او په هر ځاي كې چې يو وكولي شو خپل حساب وګورو.

د ځواب په هيله

ستاسو ورور فخرالدين


Rahimy
14.03.2010

السلام عليكم ورحمت الله وبركاته
گرانو ورونو زه دير وخت كيزي چه تول افغان گورم ولي تر اوسه مي ثبت نام كري نه وه نن مي چي كله د نوري صاحب پوختنه وليدله نو هم دي لپاره مي ثبت نام وكر چه ماته هم داسي سايت پكار وه هر ورور ته كه پته وي نو پر ليكه دي كري چي مونگ تري استفاده وكري شو.
ديره مهرباني به مو وي

السلام عليكم


naimtullah
17.03.2010

رحيمي صاحب ، له هر څه وړاندي درته په ټول افغان پاڼه کې هرکلى وايو، خوښ شو چې تاسو له ټول افغان سره ثبت شوي، خو ستاسو په پوښتنه مې سر خلاص نه شو چې تاسو څه شي ته اړتيا لرئ ، او د نوري صاحب لېکنه مې هم پيدا نه کړه.
که خپله پوښتنه واضح وليکئ چې کوم پروګرام ته مو اړتيا دي، او يا په کومه برخه کې مشکل لري نو مننه به مو وې.


Rahimy
17.03.2010

نعمت الله وروره سلامونه او نیکی چاری
زما سوال دا وو چی داسی کولی شو خپل حسابونه نیت کی ولیکو
لکه چه په اکسل کی ئی لیکلی شو
که در ته معلومات وی نو مهربانی وکری په لیکه ئی کری

په درناوی


naimtullah
18.03.2010

وعليکم سلام ...!

محترمه داسي کولاى شو چې خپل معلومات په اکسيل کې وليکو او په انټرنيټ کې يې خوندي کړو ، د دي هدف لپاره مونږ دا سايټ کارولاى شو www.4shared.com او که له Squal يا My Squal سره بلدتياولرو بيا کولاى شو په انترنيت کې هم خپل معلومات وليکو، خو د ايکسل په شان فارمولې او فنکشن نشو ورسره استعمال کولاى.


Rahimy
18.03.2010

نعمت الله وروره بيا هم سلامونه مي ومنه
زه غوارم چي په نيت كي ئي نوشته كرم
تا ويلي دي squal يا my squal سره كولي شم
زه هم نه غوارم چي د اكسل فارمولي په كي وكارولي شم بلكه تنها تيبل ولري نوبيا هم زما مشكل حل كيگي
او د بلدتيا مو ويلي وه نو تاسو نه به ئي زده كرو كه چنگه ؟!

بيا هم ستاسو له معلوماتونه مننه


خیریوسی
18.03.2010

تاسی ومنی چې سر می نه خلاصیږی چې تاسو څه غواړی لاندی لینیک وګوری هغه څه چې ستاسو پکار دی په لاندی لینیک کی مندلای شی

http://www.editgrid.com

http://translate.google.com.sa/translate?hl=ar&sl=en&tl=ar&u=http%3A%2F%2Fwww.editgrid.com%2F
که غواړی په ویب پاڼه کې دایکسیل څخه کار وخلی 2007 آفیس کارورکوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more