د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دلطفآ معنی راکړی ؟

عبدالمتین
06.12.2009

سلامونه اونیکی هیلی می ومنی ،
دلطفآ معنی :
دلطفآ معنی څه ده ایا معنای پښتو کی دا راځی لکه مهربانی یعنی دمسال په توګه مهربانی وکړه بښنه غواړم هغه پیاله راکړه اوکه ایا داغه معنی لری چی خامخا زر په زودی هغه پیاله رکړه ستاسو دجوابو په هیله وسلام


larghonay laraway
08.12.2009

سلامونه!
لومړی خو دا چې ځینې لغتونه په یوه ژبه کې یو ډول اصطلاح ګرځېدلې وي چې بلې ژبې ته یې هوبهو راوړل یې ښه کار نه دی. سم هم نه راځي.
د لطفاً معنی په انګریزي کې : kindly, please ده چې په پښتو کې مونږ ویلی شو چې:
هیله ده چې دا کار وکړې
خوشاله به شم که دا کار وکړې!
منندوی به شم که دا کار وکړې
مهرباني وکړه دا کار وکړه.
هله دا کار وکړه
یره که دا کار مې وکړې
او نور ګڼ اصطلاحات لرو چې د لطفاً پر ځای یې کارولی شو او همدا مفهوم ورکوي.


سلامونه

عبدالمتین
08.12.2009

ډیره ډیره مننه له معلوماتو څخه مو یوه نړی مننه


رښتینی
08.12.2009

[code:1:8b225385a9]هیله ده چې دا کار وکړې
خوشاله به شم که دا کار وکړې!
منندوی به شم که دا کار وکړې
مهرباني وکړه دا کار وکړه.[/code:1:8b225385a9]

لرغونی صیب خو ګوره پام دی وی چی ددی پورتنیو جملو
او لطفا په منځ کی داختصار او لنډیز په لحاظ بیخی ډیر توپیر
ده او دڅه غوښتلوپه مهال ډیر ځله بیړندی حالات وی نو هلته هر
څوک لنډ توری غوره کوی او طبعا هسی هم انسان اختصار
خوښوونکی دی او دا لامل ده چی لطفا دا پورتنی
جملی شاته پری ایشی دی

په مینه


larghonay laraway
12.12.2009

السلام علیکم!
حامد صیب تاسو ښه لیکلي خو هره ژبه لنډ او اوږده اصطلاحات لري . پښتو ژبه هم لنډ او اوږده اصطلاحات لري نو مونږ داسې نه شو کولی چې ټول اوږده اصطلاحات وغورځوو. که داسې وي نو بیا خو بې لطفا او هرې بلې اصلاح همداسې بې تکلفه ویلی شو چې : راکړه، وکړه، ووایه او نور. خو که ژبه رسمي او مؤدب غېږو نو وخت به خامخا یو څه قرباني کوو.
تاسو وګورۍ ښاغلی په پښتو کې د صاحب په ځای کارېږي په داسې حال کې چې درې څپې لري او صاحب په پښتو کې دوه څپې لري خو( Sir) یوه څپه لري نو که په لنډو او اوږدو پسې ګرځو بیا خو د انګریزي (Sir) تر ټولو لنډ دی.


larghonay laraway
20.12.2009

هغه خبرې چې له موضوع سره تړاو ونه لري د ګډونکوونکو وخت ضایع کوي نو ځکه مو د امید یوه نیمه لیکل شوې جمله ړنګه کړه.
عبدالمتین صیب ډېره په زړه پورې پوښتنه وه، بلکې ډېره ضروري پوښتنه وه ځکه چې مونږ ورته په پښتو کې بدیل لرو نو بیا ولې پردۍ کلیمې وکاروو؟
هغه وخت چې یوه ژبه خپل لغت ونه لري نو باید د بلې ژبې لغت وکاروي او دا د ژبې اصول هم دي.
په همدې هیله
لاروی


اختر
20.12.2009

عبدالمتينه وروره، ستا ماغزه خراپ شوي دي !!
وايي کله د فارسي ادبياتو يو نوچه معلم د خپل شاګرد د پوښتني سره مخامخ شو ،
پوښتنه داسي وه چي شاګر ددې لاندي بيت معنی غوښتې وه :
کريما ببخشای بر حال ما
که هستيم اسیر کمند هوا
معلم چي لکه رهين غوندي چي د سي آی اې د ډنډه پنچ په زور د کلتور او فرهنګ وزارت ته نومول شوی دی په دې چي دپښتنو کلتور او فرهنګ يو دم ور باندي تباه کړي، نو دغه ښاغلی هم د هماغه د معلم په حيث مقرر شوی وو ، چي په نره يې په ځواب کي ورته وويل :
او ساده!
این خو بسیار ساده سوال است، يعني اینکه ،
کريما، خو کريما ، است!
و، ببخشای هم همان ببخشای است که همه میدانيم ،
بر حال ما ،
ګوزوک، همان بر حال ما
است!
حالی آمديم که
که هستيم اسیر کمند هوا،
چی معنی میدهد
معنی این جمله بی عقل همان است يعني،
که هستيم اسیر کمند هوا !
معلم صیب وويل چي :
بالا خبره خلاصه او خیر و خيريت دي !!!

نو اوس هم برادره داغه د لوطفن معني هم څه سر پسې ګرځوې ،
همداسي ده ،
لکه چي ده،
يعني دا چي
لطفاً !
هماغه لوطفن  دی!!

مختار


اميد
21.12.2009

دا نو څه ريشخن وهل دي دا نو ته اوخداي اوس پوښتنه دي چي دا متين خان يي كوي مختاره وروره زيات ښۀ د ورته ويلي دي هسي دماغ يي خراب دي وخت مو مه را كموه ياره
داسي پوښتني كوي
[/code]
عبدالمتينه وروره، ستا ماغزه خراپ شوي دي !!
وايي کله د فارسي ادبياتو يو نوچه معلم د خپل شاګرد د پوښتني سره مخامخ شو ،
پوښتنه داسي وه چي شاګر ددې لاندي بيت معنی غوښتې وه :
کريما ببخشای بر حال ما


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more