نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا انجلۍ څوک ده !؟
bazgar
05.12.2009
يو غنم رنګى انجلۍ چې ميانه قد وړوکې سترګې او سترستر اندامونه لري، سرتور سر، پر بدن يې يخنکاک او نيکر ډوله پتلون دى، پښې او لاسونه او دسينې نيمه برخه يې بربنډه ده، دلوګر د((پتخاب)) په امريکايي اډه کې له طالب بنديانو نه تحقيقات کوي، دغه انجلۍ کندهارى پښتو وايي او ځان دکندهار دښار اوسيدونکې ګڼي ،خپل نوم ناديه ښيي خو دهغه ملګرى فارسيوان ترجمان وايي چې دايې اصلى نوم نه دى،
دموسيي يوتن ملى سوداګر حاجى زرين چې له طالبانو سره دتړاو په تور دڅو ورځو لپاره په دغه زندان کې ساتل شوى ،بيا دنه ثبوت له امله خوښى شوى ،ددې انجلي له خولى وايي:
چې ناديه په ٢٠٠٥ کال کې دکندهارپه ښارکې دانګليسي ژبي له يوه کورس نه فارغه شوه او د١٥نورو انجنو او هلکانو په ګډون د(خالد پښتون )له خوا دکندهار هوايي ډګر ته بوتلل شول او يوه امريکايي جنرال ته دخدمت کولو لپاره ورمعرفى شول، ددې انجلۍ پلار دډاکتر نجيب دواکمنى پر مهال دمجاهدينو له خوا ووژل شول، ناديه او درې وروڼه يې دخپل ماما تر نظارت او تربيه لاندى رالوى شول،
ناديه خپله داکا(تره )لور ((سيما)) ډيره يادوي چې درې کاله وړاندي يې دکندهار په هوايي ډګر کې له امريکايي عسکرو سره خدمت کاوه او يوه ورځ له نورو ملګرو مامورينو او ترجمانانو سره يو ځاى خپلى وظيفى ته دحرکت په حال کې يې موټر دطالبانو تر حمله لاندى راغى او ټول ځاى پر ځاى ووژل شول،
ناديه وايي: دکار په لومړۍ دوره کې يې له شرابو نه ډيره کرکه کيدله خو اوس ورباندى اخته شوى، ناديه وايې دپتخاب اډه که دبنديانو لپاره هر څومره وحشي ښکاري خو د ترجمانانواو کارکونانو دشپې داوسيدلو هال يې ډير ښکلى دى او هره شپه پکې دګډا او شراب نوشى اسانتيا موجوده وى،حاجي زرين دخپل برائت په شيبو کې دې انجلۍ ته ځان دطالبانوسرسخت دښمن ورپيژني،اوهغه په دې اړه مبارکي ورکوي،اودخپل زړه غوټي ورته سپړي.
له حاجى زرين سره دخبرو پر مهال يو سور چاغ امريکايې راځي دناديې په لغړو لاسونو خپل لاسونه دشا له خوا ږدي او دا په موسکا کې خپله غاړه دهغه پرخوا کږوى او په يوه کړس دواړه سره خاندى او له دې ځايه ولاړيږى.
داخبري مى له دغه مشهور حاجى صيب نه په يوه ميلمستيا کې هغه مهال واوريدي چې زه ديوڅومحصلينو سره داخترپه رخصتيوکې دپيښور حيات اباد ته راغلې وم...اوحاجي صيب دتداوي لپاره پيښورته راغلې و...
نور والله اعلم_
pattang
06.12.2009
وروره دا خو وړه خبره ده ، نور کارونه هم شته چې يادول يې دلته ښه ندي، افغانستان
اوس د صليبي اشغال تر بيرغ لاندې فاحشه خانه جوړه شوې ده٠
که ددولت سر ته وګورې او سوانح يې له نږدې در واخلې کرزی څوک دی ?
د يوې مفعولې کورنۍ مفعول انسان ،همداسې دا نور ټول غله ، جنايتکاره او بېکاره انسانان دي ٠ دقتدهار والي د سيا ف د يوه قومندان بجه بيريش وو او په
اخر کې يې له مسعود پنجشېري سره کار کاوو٠
خدای پاک دې طالبانوته قدرت ورکړي چې مفعولان له ملکه وشړي او فاحشو
ته ټيکري ور په سر کړي او ټول اولس ته حرمت ور کړي٠
bazgar
07.12.2009
خدايه زموږ په ټولنه غيبي رحم وکړې.دبشري حقوقو دعوه کوونکې دبشر ترټولو ستر جنايت کاران وختل.ښځينه هم دومره ...شوې
دسيما ثمر په اړه هېښوونکی خبر
[size=24:304ac62c70]دټول افغان لومړى مخ[/size:304ac62c70]
06.12.2009 17:37
د ازادۍ راډیو په ويب پاڼه کې د افغانستان دبشر دحقوقو کميسيون دمشرې سيما ثمر په اړه يو هېښوونکی خبر خپور شوی چې له یادې سرچينې نه په مننه يې کټ مټ دلته خپروو.
کابلي: سیما سمر د رشوت په بدل کې د جنایتکارانو نومونه له لیست څخه ایستلي دي
د افغانستان د ملي مشاركت جبهې ريس او د ولسي جرګې غړى نجيب الله كابلي خبريالانو ته وويل، چې په نږدې راتلونكې كې به د شاوخوا سلو هغو كسانو نومونه په ډاګه کړي چې د ده په وينا په جنګي جنايتونو، اداري فساد او قاچاق كې لاس لري.
د افغانستان د ملي مشاركت جبهې د بشري حقونو د خپلواك كميسيون پر ریيسې سيما سمر تور ولګاوه، چې د دغه كميسيون له نوم او حيثيته شخصي ګټه اخلي او په لوى لاس يې د جنګي جنايت كارانو او د بشر د حقوقو د تېرې كوونكو د محاكمې مخه نيولې ده.
د دې جبهې مشر او د ولسي جرګې غړي نجيب الله كابلي په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې وويل، دا، چې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون په تېرو اتو كلونوكې د يوه جنګي جنايت كار نوم هم افشا نه كړى شو، علت يې په دغه كميسيون كې موجود اداري فساد دى.
نوموړي وويل، ميرمن سمر د رشوت په بدل كې د جنګي جنايت كارانو له ليست نه د ځينو كسانو نومونه لرې كړي دي: د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشره سیما سمر
"دوستانو موږ داسې اسناد لرو، چې يوې ځانګړې محكمې ته به يې وسپارو، دا اسناد ښيي، چې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون له ځينو رهبرانو او قومندانانو دوه دوه نيم لك ډالره باج اخيستى دى او په جنايتونو يې سترګې پټې كړي دي، د څو تنو ليست يې جوړ کړی دى او د ځينو نورو، چې هغوى هم جنايت كاران دي، ليست يې نه دى جوړ کړی. د بشر د حقوقونو كميسيون په خپله په يوه مافيايي باڼد بدل شوى دى."
كابلي همداراز وويل، د بشر د حقونو په خپلواك كميسيون او د شهدا ارګناييزشن په نوم ټولنه كې، چې سيما سمر يې مشره ده ، له كونډو او نجونو څخه جنسي ګټه اخيستل كيږي.
هغه وويل، د افغانستان د ملي مشاركت جبهه به، چې له لسګونو سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو جوړه ده، د شاوخوا سلو كسانو، چې ده قومي ټيكه داران او په اداري فساد او د مخدره موادو په قاچاق كې ښكيل وبلل، نومونه هم ډير ژر خپاره كړي.
د افغانستان دبشر د حقونو د خپلواك كميسيون وياند په سيما سمر لګيدلي تورونه ردوي.
نادر نادري رسنيو ته وويل، دا تورونه سياسي انګيزه لري او دوى به يې له قانوني لارو ځواب ووايي:
"هغه تورونه، چې ښاغلي نجيب كابلي پورې كړي دي، زموږ له نظره له حقيقته لرې دي. دا تورونه بې بنسټه دي . زموږ په نظر دا تورونه د ځانګړو اوڅرګندو سياسي انګيزو له مخې پورې شوي دي.
د عدالت د تامينولو، د معافيت د كلتور د پاى ته رسولو او په افغانستان كې د جنګي جنايت كارانو عدالت ته دكش كولو په برخو كې د بشري حقونو د خپلواك كميسيون فعاليتونه لكه لمر روښانه دي. د كابلي د د تورونو د تثبيت لپاره به كميسيون له قانوني لارې عمل وكړي."
نادر د جنګي جنايت كارانو د نه محاكمې پړه پر افغان دولت واچوله او ويې ويل، د پخوانيو جنايتونو د څيړلو لپاره سياسي اراده اوليوالتيا نه لري، همداراز ځينې كسان هم، چې په دولت نفوذ لري د دې كار مخه نيسي.
په افغانستان كې ګڼ كسان د تېرو كلونو په جګړو او جنګي جنايتونو كې ښكيل بلل كيږي، خو تراوسه پورې هيڅ كومې ادارې د دوى پر خلاف په كومې ملي او يا نړېوالې محكمې كې په رسمي توګه ادعا نه ده كړې.