نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
[size=24]دا انجلۍ څوک ده [/size]!؟
bazgar
05.12.2009
يو غنم رنګى انجلۍ چې ميانه قد وړوکې سترګې او سترستر اندامونه لري، سرتور سر، پر بدن يې يخنکاک او نيکر ډوله پتلون دى، پښې او لاسونه او دسينې نيمه برخه يې بربنډه ده، دلوګر د((پتخاب)) په امريکايي اډه کې له طالب بنديانو نه تحقيقات کوي، دغه انجلۍ کندهارۍ پښتو وايي او ځان دکندهار دښار اوسيدونکې ګڼي ،خپل نوم ناديه ښيي خو دهغه ملګرى فارسيوان ترجمان وايي چې دايې اصلى نوم نه دى،
د موسيي يوتن ملى سوداګر حاجى زرين چې له طالبانو سره دتړاو په تور دڅو ورځو لپاره په دغه زندان کې ساتل شوى و اوبيا دنه ثبوت له امله خوښى شوى ،ددې انجلي له خولى وايي:
چې ناديه په ٢٠٠٥ کال کې دکندهارپه ښارکې دانګليسي ژبي له يوه کورس نه فارغه شوه او د١٥نورو انجنو او هلکانو په ګډون د(خالد پښتون )_چې دپارلمان غړى او يو وخت دولايت وياند و_له خوا دکندهار هوايي ډګر ته بوتلل شول او يوه امريکايي جنرال ته دخدمت کولو لپاره ورمعرفى شول، ددې انجلۍ پلار دډاکتر نجيب دواکمنى پر مهال دمجاهدينو له خوا ووژل شول، ناديه او درې وروڼه يې دخپل ماما تر نظارت او تربيه لاندى رالوى شول،
ناديه خپله د اکا(تره )لور ((سيما)) ډيره يادوي چې درې کاله وړاندي يې دکندهار په هوايي ډګر کې له امريکايي عسکرو سره خدمت کاوه او يوه ورځ له نورو ملګرو مامورينو او ترجمانانو سره يو ځاى خپلى وظيفى ته دحرکت په حال کې يې موټر دطالبانو تر حمله لاندى راغى او ټول ځاى پر ځاى ووژل شول،
ناديه وايي: دکار په لومړۍ دوره کې يې له شرابو نه ډيره کرکه کيدله خو اوس ورباندى اخته شوى، ناديه وايې دپتخاب اډه که دبنديانو لپاره هر څومره وحشي ښکاري خو د ترجمانانواو کارکنانو دشپې داوسيدلو هال يې ډير ښکلى دى او هره شپه پکې دګډا او شراب نوشى اسانتيا موجوده وى،حاجي زرين دخپل برائت په شيبو کې دې انجلۍ ته ځان دطالبانوسرسخت دښمن ورپيژني،اوهغه په دې اړه مبارکي ورکوي،اودخپل زړه غوټي ورته سپړي.
له حاجى زرين سره دخبرو پر مهال يو سور_چاغ امريکايې راځي دناديې په لغړو لاسونو خپل لاسونه دشا له خوا ږدي او دا په موسکا کې خپله غاړه دهغه پرخوا کږوى او په يوه کړس دواړه سره خاندى او له دې ځايه ولاړيږى.
داخبري مى له دغه مشهور حاجى صيب نه په يوه ميلمستيا کې هغه مهال واوريدي چې زه ديوڅومحصلينو سره داخترپه رخصتيوکې دپيښور حيات اباد ته راغلې وم...اوحاجي صيب دتداوي لپاره پيښورته راغلې و...
نور والله اعلم_