د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دغفارخان لمسيان افغانانوته دگندخطاب کوي!

bazgar
05.12.2009

دپښتونخوا ايالت وزير اعلى څو ورځى وړاندى په يوه وينا کې افغان مهاجرين دضياالحق گند (غ و ل) ونومول ،او ويې ويل: نور به په دې خاوره کې يو افغان هم ونه زغمي.
له همدې امله دپيښور پوليسو دافغان مهاجرينو په رټلو او سپکولو پسې بډې راوهلې دي.
داخبرمې څو ورځي وړاندي دسورلي په موټر کې ديوي ورځپاڼي په يو څنډه کې ولوست،.خداى شته ډير افسوز راته ودريد.اوډير تاريخي حقايق مي دڅوشيبو لپاره دزهن پرپرده را څرګند شول.!
حيران دى ته يم چې اوس هم يو شمير خلک دغفار خان لمسيان (نيشنليان) دافغانانو خواخوږي ګڼي، حالنکى په روانه جګړه کې دغه نيشنليانو قدم پر قدم دپنجاپيانو غلامى ته ملاتړلې، بلکې تر پنجابيانو يې څو چنده زيات دافغانانو په توهين لاس پوري کړى، دوى افغانان په ډيرو سپکو نومونو يادوې، د دوى لهجه او شخصيتونه پخپله ډير سپک او بى تهذيبه دي، دوى دروسانو په وخت کې دپښتنو پرضد له روسانو سره ولاړ وو او اوس دپښتنو پرضد له امريکا او پنجاب سره ولاړ دى...
خداى دى دهغو خلکو عقل ځاى ته راولي چې له دغو پښتون دښمنه خلګو نه دنيکۍ تمه لري، دپيښور دبورډ بازار يو افغان دوکاندار دوزير اعلى دغه سپکى وينا دومره غوسه کړى چې وايي:
_[size=18:9661176beb][color=red:9661176beb]زړه مى غواړى چې دغفار خان هډوکې له قبر نه راوباسم او په چارسده کې يې دې حراميانو ته واچوم: چې دغه ستاسى گند هم درواخلئ! زموږ خاوره پرې مه لړئ، چې تاسو موږ گند ګڼئ موږ هم تاسو گند ګڼو[/color:9661176beb][/size:9661176beb]_
خو دا ددې دوکاندار شخصى احساسات اوجزبات دي، نيشنليانو هيڅکله دغفار خان په لاره تلل نه دى کړي، بلکى هميشه يې دشخصى ګټو او مالى اجرت لپاره ديو اوبل مزدوري کړې، غفار خان دانګريز دښمن و .خو دوى دانګريز غلامان دي، غفار خان په مبارزه کې خپل مال جاګيرله لاسه ورکړى وو، خو دوى دغلا، لوټ او جاګير په لټه کې بوخت دى، او غريب د دوى په ليکوکې نه تر سترګو کيږى ټول فيوډالان او جاګيردار دي، دتهذيب اودرنوالي خونه يې تالا ده،په دوي ترټولومعتبر دبلورکورنۍ سينما وى او دفاحشي اډې لري، او دپښتو فلمونو دفاحشى بازار هم همدغونيشنليانو عروج ته رسولى، دلاهور دفاحشو فلمي کمپنيو هر ناوړه فرمايش ته يې هرکلى ويلى او دپښتون پر پاک فرهنګ يې دبربنډونڅا ګانو له لارى تور داغ پوري کړى، داسې خلکوته بيا دخپلواکي ومبارزې تمه يو ستر حماقت نه دۍ نو څه دې؟؟؟


رښتینی
06.12.2009

.

بزګرصیب منه ددی خلکو په اړه ستاسو خبری
زه هم تایدوم خو دا لاندی یی نشم تایدولی :
[code:1:7f80c7a102]خو دا ددې دوکاندار شخصى احساسات اوجزبات دي، نيشنليانو هيڅکله دغفار خان په لاره تلل نه دى کړي، بلکى هميشه يې دشخصى ګټو او مالى اجرت لپاره ديو اوبل مزدوري کړې، غفار خان دانګريز دښمن و .خو دوى دانګريز غلامان دي، غفار خان په مبارزه کې خپل مال جاګيرله لاسه ورکړى وو، خو دوى دغلا، لوټ او جاګير په لټه کې بوخت دى، [/code:1:7f80c7a102]

ځکه دا دروسانو په لاره خو هغه هم تللی و او هغه هم دترکی له حکومت نه را مهاجرو افغانانو ته افغان بګوړی ویلی زما په اند خو چی دادوی په کومه لاره
روان دی داد هماغه فقید لاره تعقیبوی !

په مینه


bazgar
06.12.2009

محترمه !ستاخبره پرځاى دى.خوپه دې کې هم شک نشته چې عبدالغفارخان له انګريزانوسره په مبارزه کې ډيرګړاونه ګاللي.اودمبارزي ابتدا يې دهندوستان دديني علماو سره په همغږي شوې.دروسانو نامشروعه غلامۍ دولي خان له دورې څخه زور اخيستي.چې خبره يې داسلام بربنډ مخالفت هم رسولې وه.خوغفارخان بيا داسې نه و...
يعني توپيرشته

[quote:2d00fedd36="حامد"].

بزګرصیب منه ددی خلکو په اړه ستاسو خبری
زه هم تایدوم خو دا لاندی یی نشم تایدولی :
[code:1:2d00fedd36]خو دا ددې دوکاندار شخصى احساسات اوجزبات دي، نيشنليانو هيڅکله دغفار خان په لاره تلل نه دى کړي، بلکى هميشه يې دشخصى ګټو او مالى اجرت لپاره ديو اوبل مزدوري کړې، غفار خان دانګريز دښمن و .خو دوى دانګريز غلامان دي، غفار خان په مبارزه کې خپل مال جاګيرله لاسه ورکړى وو، خو دوى دغلا، لوټ او جاګير په لټه کې بوخت دى، [/code:1:2d00fedd36]

ځکه دا دروسانو په لاره خو هغه هم تللی و او هغه هم دترکی له حکومت نه را مهاجرو افغانانو ته افغان بګوړی ویلی زما په اند خو چی دادوی په کومه لاره
روان دی داد هماغه فقید لاره تعقیبوی !

په مینه[/quote:2d00fedd36]


و.افغان
06.12.2009

[quote:0e5e1bdfe6="حامد"].

ځکه دا دروسانو په لاره خو هغه هم تللی و او هغه هم دترکی له حکومت نه را مهاجرو افغانانو ته افغان بګوړی ویلی زما په اند خو چی دادوی په کومه لاره
روان دی داد هماغه فقید لاره تعقیبوی !

په مینه[/quote:0e5e1bdfe6]

حامد صاحب:
تاسې لکه چې د ولي خان او عبد الغفار خان تر منځ خلط کړی دی.
د بزګر صاحب خبره صحي دي، خان عبد الغفار خان په خپل مبارزه کې د هند او د
پښتخونخوا علماوو سره همغږي لرله، اوپخپله يې هم د مولانا پنجفير محمد طاهر
سره يو ځای ملايي کړې ده.

په درنښت


pattang
06.12.2009

لوی خائنين دي ،د روسانو سره يې يو ځای کار کاوو ، پېسې به يې اخيستې
اوس چې امريکايانو افغانستان اشغال کړ، دو ی دوه ځله امريک ته لاړل او د cia
او نورو سره يې وکتل ، په جرمني کې لدې خائن پرکټي څخه خلکو پوښتنه وکړه
چې خان صيب هدف مو په امريکا کې څه وو نو دا سې بې منطقه امي ځواب يې
خلکو ته ور کاوو:
" زه امريکا ته تلی وم چې د فابريکو دجوړلو په هکله هلته خبرې وکړم "
داددې رزيل شرابخواره ځواب وو چې خره هم ورته خاندي٠
دا خائنين لکه ځينې نور داسلام او پښتنو په سرتجا رت کوي او په کلنو کلنو څخه
يې پښتانه غلط کړي دي٠ اوس دا شغالان د طالبانو له لاسه تر کوره هم نشي وتی٠


..Ahmadzai
06.12.2009

وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زما په اند خو نه خان عبدالغفار خان پښتنو ته څه توره وکړه، او نه یې بیلماځه زمنو
صرف او صرف یې خپله خاني جوړه کړه، او عیش وعشرت ته یې لاره وکړه،
ساده بېسواده او ډیر سوادداره یې هم وغلول.
دا خلک له خان څخه تر اسفندیارخان پورې ټول خاینین او ټګمار وو.
خدای دې نور د دوۍ جرړې وباسي.
په درنښت



06.12.2009

که طالبان دې د غفار خان او زامنو به مناسباتو له پاکستان سره وغږيږي، بيا به هله پوه شئ چې ايا ستاسې تنقيدونه د طالبانو په خير دي که نه، که وي او که نه وي تاسې به بيا د طالبانو له پاره د خپل دريځ په ارزښت او مونږ به د طالبانو په دريځ پوه شو!
خو متاسفانه چې طالب مشرتابۀ نه د غفار خان ستاينه کولی شي او نه هم اسفنديار ولي غندلی شي، لکه څنګه چې ټيک ټاک نه د افغان ولس د ګټو پر ضد او نه هم د پاکستان د حکومت پر ضد دريځ نيول ورته اوس شوني بريښي!
د ډيورن لاين په اړه يې دريځ ځکه معلوم کړی چې د افغانستان د ملي ګټو پر ضد د يو بې ضرورته ريفندوم کولو او په هغه کې د پاکستان لاسوهنو ته زمينه برابرولی شي !


bazgar
07.12.2009

دروند پتوال صيب خداى دي تل پتمن لره!
باور وکه! خبره دي ګونګه ده په مطلب دي پوه نشوم.

داد ډيورنډ له مسئلي اوس دبني اسرائلو غوا جوړه شوې.په دې اړه استعماري قوتونه دساده خلګو له جزباتونه سياسي ګټه پورته کوي.
يو وخت روسانو هم ګرمو اوبو ته درسيدلو لپاره ،دګوادر ساحل ته اړتيا ليدله.نو دساده پښتنو په خوله يې دپښتنونستان چيغه راپورته کړه،خوپه مقابل کې يې پښتنو ته کوهي کندلى و،او دهيواد شمالي برخه.ازبک ،تاجک او ترکمن يې په ازبکستان، تاجکستان اوترکمنستان پوري ټړل غوښتل چې .چې دوخت صدراعظم موسى شفيق په دې ډرامه پوه شو او اعلان يې وکړ.چې موږته ترپوښتونستان،دموجوده افغانستان وجود مهم دي.په دې خبره موساشفيق ډيرمصيبتونه وګالل،

اوس امريکا هم پرپاکستان دفشار لپاره له دي شعارنه گټه پورته کول غواړي،

[color=red:18438e3fbf]نه امريکاموږته ډيورنډ را گټل غواړي اونه هم روس غوښتل[/color:18438e3fbf]

که په دې اړه کرزې يا کوم بل لوري کومه توره کړې وي،نو په ډاگه يې کړئ.کنه تش دنورو سياسي مقاصدو لپاره له دې نارې نه گټه پورته کول له ملت سره خيانت دى

موږ وايو ډيورنډ له پيل نه غيرقانوني و،او دتل لپاره قانونيت نلري،
خو داچې څوک يې گټلى شي؟اوڅنګه يې گټلى شي؟داهغه خبري دي،
چې په تشو درغجنو اومغرضو نارو نشي حل کيدلې.

له افغانستان سره بهرني استعمارګر هيڅکله دومره مينه نلري،چې ډيورنډ لاين ورته وگټي ،بلکې هغوي يې دا پاته وجودته سترګې پټي ګړې

په دي اړه راسره زيات اسنا دشته .خواوس دي وي ،بيابه کوم بل وخت په سړه سينه مفيد بحث پرې وکړو

مينه اودناوى


میوند ننګیال
07.12.2009

ګرانووروڼو سلامونه !
شیخ الحدیث وهاج صیب !
[quote:d214876786]د بزګر صاحب خبره صحي دي، خان عبد الغفار خان په خپل مبارزه کې د هند او د
پښتخونخوا علماوو سره همغږي لرله، اوپخپله يې هم د مولانا پنجفير محمد طاهر
سره يو ځای ملايي کړې ده[/quote:d214876786]
ګرانه !
همغږی به یی لرله خو په هغی همغګی کی یی پټ منافقت وه تر کومه چی زه خبر یم غفار دومره کلک مسلمان نه وه وایی چی د چارسدی مشهور عالم دین حاجی صاحب ترنګزو( چه په خپل وخت کی یو ښه عالم وه ) الله دی وبخښی دده سره څو ځله خبری ترخی اړولی وی څکه دده عقید صحیح نوه نو په اخر کی هغه رحمؤ الله علیه یی دی ته مجبور کړی وه چی ده ته ښیرا وکړی دا دهما غه ښیراوو وهلی چه تر اوسه یی تندی په ځمکه نه لګیږی .
[color=yellow:d214876786]که غفارخان یو مسلمان او اصیل پښتون وه خپله لور په یی د ګاندی کورتی کی نه ورکوله[/color:d214876786]


عادل عادل
07.12.2009

سلامونه

د غفار خان کرړه که افغانانو ته د ګند خطاب کوي نو دا ددې مانا ورکوي چې دوی د غفار خان له نطفې څخه ندي پیدا شوي، بلکه ددوی په خلقت کې به ضرور د هندوانو ګنده نطفه او ناولئ هندي فرهنګ ګډ وي چې خپل ټبر ته د ګند خطاب کوي.


باتور
07.12.2009

ټولو ته سلامونه،

که يې د ګوډاګي دولت چارواکو افغانانو ته د ګند خطاب کړی وي نو بيا خو يې حق ويلی، هغو ته ګند ويل حتی ګند ته توهين دی!

په درنښت


Lotfollah
07.12.2009

لویه خدایه دې هېڅو ډلې ته لارښونه وکړه، ځکه ژوندیو ته خو لدې عزیزانو له لاسه کوم خیر کار پوره ندﺉ چې مړیو پسې یې را اخیستې ده!


رښتینی
07.12.2009

.
ښاغلی لطف الله په موجوده ستونزو کی لکه ژوندی
چی څومره ککړ دی ډیر داسی مړی شته چی له دی لا
زیات ددی ستونزو لامل دی اوځینی خو یی د ډیرو
لویو ستونزو اساسی عاملین دی او مهمه لادا چی په
ژوندیوکی دهغومړیو په لاره روان خلک هم ډیر دی
نو دروانو موضوعاتو په څیړنی کی خدای بښلی
مړی نشی بښل کیدلی :) :)

په مینه



08.12.2009

زما موخه داوه چې طالبان دې د غفار خان په اړه او د اسفنديارخيلو په اړه ، چې لومړنی يې دپښتنو ملي مبارز ګڼل کيږي او دا
وروستني ئې ملي خاينان ، خپل دريځ څرګند کړي، ځکه په دې اړه چوپتيا سخته شکمنه ده او يواځې د غلام د غلامانو کار دی،
څو خدای مکړه پر طالب مشرتابه د ISI د غلامۍ تور لا ترينګلی نشي او رښتيا سپين حقيقت راونۀ وځي (!)

د غفار خان به اړه بايد هير نه کړو چې خدايي خدمتګارانو غورځنګ له امان الله خان سره ښه مناسبات پيل کړي و، خو هغه وخت
اما نالله خان هم د ټول هند د آزادۍ لافې وهلې او خدايي خدمتګاران چې وروسته سرخپوشان شول د٤٦ ١٩ پورې د هند دآزادۍ
ډول ته اتڼونه کول خو په ١٩٤٧ کې يې ملي افغاني موقف اختيار او د
شاه محمود خان صدر اعظم په وخت کې
يې د پاکُستان په وړاندې د مستقل پښتونستان غږ پورته کړ!
مهم د يو ملي غورځنګ ژوندي ساتل دي، دا د يوه قوم او يو ملت د ژوندو نښه ده،
نو طالبان ددغه ملي غورځنګ د تاريخ په ا ړه څه دريځ نيسي، ايا څه ارزښت ورته لري او که د ISI غوندې په دې اړه چوپ پاتې کيږي ؟؟؟؟


pardesi
08.12.2009

ډیروګرانو دوستانوسلامونه
دغفارخان په اړه دومره سپکی سپوری ویل لږ غوندی بیعدالتی ده که مونږ په پښتنو کی دګوتوپه شمارافتخارات ولرو یوې دیدی دده دپاره دابس دی چه خپل دژوند زیاته برخئ دانګریزانو او دپنجابیانوپه جیلونوکی تیرکړل البته دازادی په جرم ددژوند ترپایه پوری خمتائ جامې اغوستلی اوخوراک بي سوکړک او سابه وو ده و یلئ ترڅوچه ټول پښتانه اباده اوازاده نشی زه به ښه ونخورم اونه بی واغوندم درحالیکی له ده سره کافی استطاعت موجودوو داچه دی تکړه مسلمان وو او که نه وو پدی نپوهیړم ولی اعمالی خوداسی وو چه ښه مسلمان وو ده دژوند ترپایه دپښتنو ارمانونوته وفادار پاتی شو
رازودغفارخان دازادی غوښتلومبارزی ته٠
کله چه ګاندی دهند دنیمی وچی دپاره دکانګرس ګوند جوړکړواوددیګوند ایدولوژیئ ئ دعدم تشدد ترعنوان اعلان کړو نوداعدم تشدد یعنی بی له خونریز خشونت اوپرته دجنګ دلاری ازادی لاسته راوستل خلاصه داچه که چاپه چپلاخه وهلی ته ورته بل مخ هم واړوه البته دامنطق اوفلسفه دهند دخلکودپاره به ښه وو او نتیجئ هم ورکړه هندوستان پس د سلو کالو ازادئ وګټله غفارخان چه ددغه فلسفئ تر اغیزلاندی راغلی وو ویغوښتل چه د عدم
تشدد له لاری دپښتونستان دپاره ازادی ترلاسه کړی داوو ځما په ګان چه لویه
اشتباه وکړو اودپښتنو توره او میړانئ تئ درنه صدمه ورسوله ځکه دا فلسفه
دپښتنو دروحیات اوسلحشوری سره ډیر توپیرلی پښتانه دتاریخ په اوږدو کی
خپل و طنئ دتوری په زورازادکړی دی او یو زلئ بیا باید کړی وی ددغی غلطی فلسفی په اساس دغلام غلان پاتی شوی دی نو باقی دی خدای خیرکی
په درناوی پردیسی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more