نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
محمودخان، اسفنديار او عمران خان ته !
باتور
04.12.2009
د پښتنو درنو او قدرمنو مشرانو، ښاغليومحمود خان اڅکزي، اسفنديار ولي خان او عمران خان ته!
د هوسايۍ او خوښۍ په حالاتو کي انسان خپل ژوند راحت او اسوده په مخ بيايي، ډېرو منډو او ستړتياوو ته ځان نه ورکوي . . لېکن حالات چي بدل شي او هوساتوب په سختيو او خوښۍ په غمونو واوړي، بيا نو هرومرو هرانسان ته د ځانژغورني سوچ او فکر ور لوېږي. دا چي چاته څه اولويت لري، دا د هغه په انسانيت، عقيده، ملت، خوی او خواص پورې اړه لري.
د پښتنو لپاره د وطن، ملت او ناموس تر منځ کوم توپير نسته! دا يو ثابت سوی حقيقت دی .
په خپله ژبه او کلتور تېری خو مو له کلونو کلونو راهيسي زغملی، لېکن اوس خبره له ژبي او کلتور نه اوښتي ده، په خاوره، ځان او مال مو له هري خوا ګوزارونه کېږي، زموږ سر او ناموس په خورا جدي توګه له خطر سره مواجه دی . .د ناموس په ژغورنه او له هغه نه د دفاع په لار کي سرتېری د پښتانه د پېژندني علامه ده، هغه څوک چي د خپل ناموس د ژغورني لپاره ګام نه پورته کوي، هغه ته پښتون ويلای نه سو.
د پاکستان اوسني ګډوډ حالات داسي ښايي چي نه يواځي يې د سياسي ځنکدن ورځي را نژدې کېږي، بلکه د جغرافيايي تجزيې لارې هم هوارېږي.
هوښيار وخت او موقع ته ګوري او خپل ګوزار کوي، زموږ يو متل وايي:
پښتانه سل کاله وروسته خپل غچ واخيست، لا ويل يې چي تلوار مي وکړه.
موږ په پنجاپيانو او نورو اشغالګرانو نه يو لګېدلي، دوی په موږ لګېږي، د سلو دوو سوو القاعده د نيولو او وژلو په پلمه يې زموږ غيرتي، سرلوړي او پاکه خاوره د خپلو تورمخيو نظاميانو تربوټونو لاندي کړه، يو څه نسبي آزادي چي مو تر اوسه درلوده، هغه يې رانه واخيسته، د القاعده په ځای زموږ عام خلګ وژني، ژوبلوي يې، بنديانوي يې، تحقيروي يې او له خپل کلي کوره يې کډو ته مجبوروي. .
آيا تاسو تر اوسه دا پوښتنه کړي چي څومره پښتانه وژل سوي او ژوبل سوي؟
آيا دا پوښتنه مو کړي چي څومره پښتانه بنديان دي؟
آيا دا مو پوښتلي چي د جبري کډوالو تعداد څومره دی او چېرته کډي وړي؟؟؟
له تاسو پوهو او عالمو سياستمدارانو څخه اوس د پښتنو دا هيله ده، چي د حالاتو بدلون ته په کتلو سره په ګډ غږ د پښتونستان د ازادۍ نارې پورته کړئ!
تاسو ناره کړئ، موږ به حرکت کړو، خدای به برکت کړي!
پاکستان د افغانستان او هندوستان له غوښو څخه په نامشروع توګه جلا سوي ټوټه ده، حق بايد حقدار ته وسپارل سي. . کوږ بار منزل ته نه رسېږي.
[color=green:b2c82ae8c3]اصيل پښتون پښتونستان خوښوي، کم اصل تل پاکســـتان خوښوي!
اصيل پښتون افغانســــتان خوښوي، کم اصل تل د بل زندان خوښوي![/color:b2c82ae8c3]
په درنښت