د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د هر القاعده وال پر ضد ۱۰۰۰ امریکایی عسکر جنګیږی

زبير ساپى
03.12.2009

د هر القاعده وال پر ضد ۱۰۰۰ امریکایی عسکر جنګیږی

د امریکا « اې بی سي » خبری شبکه په خپل تازه راپور کی وایی چی د « سي آی اې » او نورو استخباراتی منابعو له قوله په افغانستان کی صرف ۱۰۰ نفره القاعده وال اوسیږی . نو دا چی هلته به ډیر ژر د امریکایی پوځیانو شمیر څه باندی یو لک ( ۱۰۰۰۰۰ ) ته ورسیږی او کالنی مصرف به یې هم ۳۰ بلیونه ډالره وی ، نو معنا یې دا ده چی د هر القاعده وال پر ضد ( ۱۰۰۰ ) امریکایی عسکر جنګیږی او د هر القاعده وال د وژلو لپاره هم ۳۰۰ ملیونه ډالره مصرفیږی چی دا په تاریخ کی تر ټولو ګرانه جګړه ده . خو په پاکستان کی د « سی آی اې » پخواني مدیر ( باب ګرینایر ) سَنا ته وویل چی « القاعده مخکی لا په افغانستان کی دړي وړي سوې ده . » پس د انتقادیانو په نظر د دې څخه ثابتیږی چی د اوباما لخوا افغانستان ته د نورو ۳۰ زرو پوځیانو لیږل اصلأ د القاعده پر ضد نه بلکی د طالبانو پر ضد اقدام دی چی هغوی نه امریکا او نه هم سیمی ته خطر دی بلکی د خپل هېواد څخه د هغو بهرنیو پوځیانو ایستل غواړی چی د لس زره کیلو متره لیری څخه ورغلي دي . ( ن . صمد )
http://larawbar.com/detail.php?id=14539&date=2009-12-02&author=(


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more