د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو، کرزيانو او نورو پښتنو ته !!

باتور
02.12.2009

ټولو ته سلامونه او احترامونه !

درنو لوستونکو،
آيا د امريکا دولت په رښتيا غواړي چي طالبان اوالقاعده له مينځه وېسي او که صرف په خپلو اوږدمهالو ستراتيژيکي او اقتصادي هدفونو پسې روان دي او په دې لار کي له طالبانو، القاعده، کرزيانو او مسعوديانو. . خلاصه له ټولو څخه په مستقيمه او غير مستقيمه توګه کار اخلي؟

که چېري د امريکا دولت په رښتيا غواړي چي القاعده او طالبان سکوت او سقوط ته اړ کړي، نو دا کار خو په ډېره آسانۍ سره سر ته رسولی سي؛
د پاکستان په دولت چي جدي سياسي او مالي فشار واچوي، هغوی دې ته مجبورېږي چي د القاعدې او طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي، د هغوی ملاتړ چي ختم سي ، خبره ختمه سوه . . د موجوده اشغالګرو عسکرو پاته کېدو او د نورو رالېږلو ته به هيڅ کومه اړتيا نه وي .

او که داسي نه وي او هغه بله خبره وي، بيا خو نو په رښتيا هم د پښتنو لپاره که )لر دي او که بر( د اشغالګرو دا )غله ته وايه غلا کوه او کوربه ته وايه کور دي ساته( سياست چي د پاکستان دولت يې هم يوه مهمه او اساسي مهره ده، ډېر لوی، جدي او ملا ماتوونکی خطر دی، په دې اړه بايد ټول په وطن او پښتو مين پښتانه که لر اوسي او که بر، که له کرزي سره ولاړ دي، که له ملاعمر سره او که له دواړو ډلو نه بهر دي، په ساړه دماغ سوچ او فکر وکړي او د خپلي تباهۍ د مخنيوي په لار کي )په علني او غير علني توګه( مثبت ګامونه پورته کړي .

په لر او بر کي صرف پښتانه ضرر ويني . . غيرپښتانه خو د خير په غونډۍ ناست دي او زموږ د لا زياتي تباهۍ او بربادۍ دعاګاني کوي . .

آيا داسي نه ده؟؟

په درنښت


عبد السلام
03.12.2009

ښاغلی باتور داپوښتنې کوي:

[color=darkblue:59d044d29b]آيا د امريکا دولت په رښتيا غواړي چي طالبان اوالقاعده له مينځه وېسي او که صرف په خپلو اوږدمهالو ستراتيژيکي او اقتصادي هدفونو پسې روان دي او په دې لار کي له طالبانو، القاعده، کرزيانو او مسعوديانو. . خلاصه له ټولو څخه په مستقيمه او غير مستقيمه توګه کار اخلي؟ [/color:59d044d29b]

[color=darkred:59d044d29b]که چېري د امريکا دولت په رښتيا غواړي چي القاعده او طالبان سکوت او سقوط ته اړ کړي، نو دا کار خو په ډېره آسانۍ سره سر ته رسولی سي.
د پاکستان په دولت چي جدي سياسي او مالي فشار واچوي، هغوی دې ته مجبورېږي چي د القاعده او طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي، د هغوی ملاتړ چي ختم سي ، خبره ختمه سوه . . دموجوده اشغالګرو عسکرو پاته کېدو او د نورو رالېږلو ته به هيڅ کومه اړتيا نه وي . [/color:59d044d29b]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
باتور صاحب! همدا یې دحل دلارې تر ټولو ګټوره مشوره ده!
چې: [color=red:59d044d29b]د پاکستان په دولت جدي سياسي او مالي فشار واچوي، هغوی دې ته مجبورېږي چي د القاعده او طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي ![/color:59d044d29b]
خو ته راته دا ووایه چې تا دطالب او پنجاب تر منځه د نا مشروعو اړیکو په لرولو اعتقاد دکومه حاصل کړ؟


باتور
03.12.2009

اقتباس:
[color=brown:125e146f61]خو ته راته دا ووایه چې تا دطالب او پنجاب تر منځه د نا مشروعو اړیکو په لرولو اعتقاد دکومه حاصل کړ؟[/color:125e146f61]

عبدالسلام خانه محترمه،

دا چي دا اړيکې مشروع او يا نامشروع دي له دې به تېر سو. . ستا د پوښتني په ځواب کي به کېدای سي چي زما دا پوښتنه کفايت وکړي :
ما د پاکستان د دولت او د طالبانو د رهبرۍ تر منځ اړيکې کوم وخت نفي کړي؟

د حل د لاري ترڅنګ، زما دا جمله هم مه هېروه؛
د هغوی ملاتړ چي ختم سي ، خبره ختمه سوه . . دموجوده اشغالګرو عسکرو پاته کېدو او د نورو رالېږلو ته به هيڅ کومه اړتيا نه وي .

په درنښت


عبد السلام
03.12.2009

ښاغلی باتور لیکي:

[color=red:52a33d0ea7]دا چي دا اړيکې مشروع او يا نامشروع دي له دې به تېر سو[/color:52a33d0ea7]. .ستا د پوښتني په ځواب کي به کېدای سي چي زما دا پوښتنه کفايت وکړي : ما د پاکستان د دولت او د طالبانو د رهبرۍ تر منځ اړيکې کوم وخت نفي کړي؟د حل د لاري ترڅنګ، زما دا جمله هم مه هېروه؛
د هغوی ملاتړ چي ختم سي ، خبره ختمه سوه . . دموجوده اشغالګرو عسکرو پاته کېدو او د نورو رالېږلو ته به هيڅ کومه اړتيا نه وي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

باتور صاحب! ګوره دا دواړه جملې دې متناقضه دي .
په دې معنی: چې ته د یووه په وجود کې اشغال ګورې، اود بل په شتون کې آزادي !!!
بې ادبی دې ډیره معاف وي، او خویندو ته دې هم ډیره حیا وي ، پښتانه وايي که :
( .... نیسی دپیل نیسه)! البته ددې مطل اویا مثل استهزا به له پامه نغورزوي،
او په پام کې لرئ چې پنجاب ایران ، او عرب په اوسنی شرایطو کې مونږ ته له غربه ډیر مضر دي.

ښاغلی باتور لیکي:
او دا چې : [color=darkred:52a33d0ea7] دا اړيکې مشروع او يا نامشروع دي له دې به تېر سو[/color:52a33d0ea7]
نه ! باتور صاحب! دا تر ټولو مهمه پوښتنه ده چې ځواب به یې تاسو ته پریږدم.
په درنښت


باتور
05.12.2009

عبدالسلام خانه د سلامونو تر څنګ؛

د اړيکو د مشروعيت خبره به شريعتپوهانو او سياستپوهانو ته پرېږدو، دا زما او ستا کار نه دی، لېکن دا چي د غربيانو اشغال د پنجاپيانو، عربانو، روسانو او يا هم د ايرانيانو تراشغال ښه دی، دا خبره له پښتانه سره زېب نه کا. . اشغال اشغال دی، موږ بايد په مطلقه توګه اشغال وغندو، که د هر چا وو او يا دی . .
بښنه غواړم، چي درباندي سپور يي، څه پنجاپی، څه عرب، څه روس او څه امريکايی. . . . څه تورڅه سپين .

په درنښت


عبد السلام
06.12.2009

با تور صاحب! سلامونه اونیکې هیلې وړاندې کوم،
اوبیا! تاسو راته ووایئ ،چې ددغو دوؤ لاندې جملو ترمنځه کوم توپیر تاسو ته څرګندیږي؟
اوله جمله زما:
[color=darkblue:fcc2a49776]او په پام کې لرئ چې پنجاب ایران ، او عرب په اوسنی شرایطو کې مونږ ته له غربه ډیر مضر دي[/color:fcc2a49776].
دوهمه ستاسو جمله:
[color=blue:fcc2a49776]لېکن دا چي د غربيانو اشغال د پنجاپيانو، عربانو، روسانو او يا هم دايرانيانو تراشغال [size=24:fcc2a49776]ښه[/size:fcc2a49776] دی، دا خبره له پښتانه سره زېب نه کا. .[/color:fcc2a49776]زه خو دادواړه جملې یوشانتی نه وینم.
اوس به ستاسو ددې یوې جملې مفهوم او یا خبر ته راشو:
ستاسو دا یوه جمله دا خبر افاده کوي:
چې نه ، نه خیر، ترغربی اشغاله دپنجاب، ایران،روس او عربو اشغال بهتره دی . آیا همداسي نه ده؟
نو باتور صاحب ! اوس ته راته ووایه ، چې دا خبره د[size=24:fcc2a49776]کوم[/size:fcc2a49776] پښتون سره زیب [size=24:fcc2a49776]کا[/size:fcc2a49776]؟ اوکوم پښتون یادوئ؟ دوچې خان؟ پښتون خو د خپل معاصر تاریخ په لړ کې دشاه شجاع له زمانې څخه لا پخوا په قوتی کې دی. هغه چې : دجهل، فقر، مرض او احتیاج زهر یې دپیړیو را پدې خو په وینوکې چلیږي؟ کوم پښتون یادوئ؟ هغه چې دوینو په بیه لاسته راوړي افتخارات یې پاکستان په بډه وهي؟ او دخپل مصنوعی وجود دبقا ترزیق په پښتون کوي؟ او یا هغه پښتون چې دایران او عربی ملکو ټولې ناوړه شاقه کاري او ټیټ ترین نژادی تبعیض یې په برخه دی؟
خو نه! زه پوهیږم چې تاسو کوم پښتون یادوئ ، هغه چې په پاکستان ، عربو، اوایران کې دروانو فاسده سیاسی حالاتو دساتلو پچه داسلامی صبغې ترشا ددخوارد بچو په نوم ختلي !!! هغه پښتون یادوئ ؟
په درنښت


باتور
07.12.2009

عبدالسلامه محترمه،

ما ليکلي ول چي اشغال اشغال دی، که سپين وي او که تور!

زه د نورو اشغال ته تر غربي اشغال ترجېح نه ورکوم، برعکس ستا خبري دا معنی لري چي تر پنجاپي اشغال خو د غربيانو اشغال ښه دی، لږ څه ډالر خو دا خوا ها خوا پيدا کېږي، دا ډالر دي د هغه چا چي اخلي يې زهر شي چي د خپلو وروڼو او خويندو د وينو د تويولو په بيه يې لاس ته راوړي، د اشغالګرو غوړه ګوله دي خدای د هغه چا په ستوني کي بنده کړي چي د وږيو تږيو ماشومانو فکر ورسره نه وي .

له اشغاله پرته که د ښو اړيکو موضوع ته راشو، او دا ووايو چي تر شاته پاتيو پنجابيانو او يا په نس مينو عربانو به له غربيانو سره د ښو اړيکو په درلودلو او ساتلو کي زموږ خير وي . . غربيانو ته اړيکي کومه معنی نه لري، دوی صرف زموږ او د منطقې د معدني ذخيرو لوټولو ته راغلي، لس يا شل کاله وروسته به څادر ټکوهي او لاړ به شي، تر دوی د مخه به د دوی لاسپوځي ګوډاګيان وطن ته شا کړي، موږ ته به بدبختي، لوږه، بېسوادي، بېکاري، نفرت او نفاق را پاته وي . .
که له غربيانو سره په رښتيا هم زموږ د تعليم، تحصيل او درست پرمختګ غم وای نو بيا به مو تر نورو دوی ته ترجېح ورکوله . . د روسانو په شان دوی هم زموږ په کور او کلي بمونه اوروي، فاسد، هرزه او بې استعداده خلګ يې د حکومتي ادارو په لوړو منصبونو کي راته کېنولي. . داسي کسان چي له ځانځانۍ، غلا او رشوت اخيستلو پرته يې بل څه نه دي زده، هر يو د خپلو جېبونو د ډکولو په سوچ کي دی، نه د وطن د پرمختګ غم ورسره دی او نه هم زموږ د راتلونکيو نسلونو د تعليم او تحصيل. . له فهيم، شېرزي، ګلابزوی او داسي نورو بېسوادو جلادانو څخه به ملت د څه تمه ولري؟

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more