نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اوباما د ۳۰ زرو پوځیانو د رالېږلو اعلان وکړ
مصطفى مهاجر
02.12.2009
اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی بارک اوباما څو دقیقې مخکی د نیویارک د ویسټ پاینټ په پوځی اډه کی د وعدې سره سم اعلان وکړ چی افغانستان ته به دیرش زره نور امریکایی پوځیان لېږل کیږی چی لومړنۍ ډله به یې تر کریس مس پوری هلته ځای پر ځای کیږی . خو ده دا هم وویل چی ۱۸ میاشتي وروسته به د پوځیانو په راایستلو بیرته پیل وکړو . اوباما په خپله وینا کی وویل چی موږ دا پوځیان هغه ځای ته لیږو چی له هغه ځایه پر موږ د سپټمبر د یوولسمی حمله سوې وه او همالته همدا اوس د طالبانو جنګ شدید سوﺉ دی . خبر وایی چی د دې پوځیانو د یو کال مصارف به ۳۰ بلیونه ډالره وی چی دا ډیر ستر مبلغ دی . اوباما وویل چی موږ باید پرې نږدو چی القاعده هلته بیا ژغورلی امنځی ولری او موږ باید د طالبانو خوځښت پر شا وتمبوو او باید د افغان حکومت او امنیتی ځواکونو قوت ورزیات کړو .
اوباما چی ولسمشر سوﺉ ، هغه مهال په افغانستان کی ۳۴۰۰۰ امریکایی پوځیان مستقر وو ، خو ده وروسته هغه ۷۱۰۰۰ ته ورسول او دا دﺉ اوس یې ۱۰۱۰۰۰ ته رسوی . اوباما د ناټو څخه هم وغوښته چی ۵۰۰۰ ـ ۱۰۰۰۰ نور پوځیان افغانستان ته ولیږی . هغوی اوس هلته ۴۰۰۰۰ پوځیان لری . د دغو دیرش زرو پوځیانو په لیږلو سره به په افغانستان کی د ټولو بهرنیو پوځیانو شمیر ۱۴۱۰۰۰ ته ورسیږی چی دا په واقعیت کی د یو اشغالی پوځ مطلب افاده کوی . ځکه د طالبانو شمیر د امریکایی چارواکو په وینا پنځلس زرو ته رسیږی .
څېړونکي په دې رایه دي چی اوباما د دیرش زرو پوځیانو د ورلیږلو تر څنګ په ۲۰۱۱ کی د هغوی د بیرته راایستلو د پیل کولو څخه هدف په یوه ډبره د دوو مرغیو ویشتل دی یعنی دا چی د افغانانو د حساسیت لږول له یوې خوا او د امریکایی مخالفینو د ږغ کمول هم له بلی خوا مد نظر لری خو دا تاکتیک به ځکه ګټه ونکړی چی طالبانو ته به اهداف نور هم ډیر کړی .
( ن . صمد )
http://larawbar.com/detail.php?id=14526&date=2009-12-01&author=(
و.افغان
02.12.2009
مهاجره وروره!
سلامونه او نېکې هيلې.
دې خلکو خو په پيل کې ويل چې طالبان 6000 کسان دي، او ژر به يې له منځه يوسو
خو له هغې ورځې راهيسي چې دوی د کومو طالبانو د وژلو ادعاوې کوي، نو د هغوی
شمېر لکونو ته رسيږي (ښکاره خبره ده چې عام ولس وژني، او په طالب يې شميري).
دا وخت دوی د طالبانو شمېر 15000 ښودي، نو آيا دوی ته شرم نه ورځي، چې د دنيا
تر ټولو متطور دولتونه په افغانستان کې فوځي حضور لري، او فوځونه يې په
پرمختللو وسلو سمبال دي، او شمېر يې له 100000 (يولک) څخه اوړي، او په
نږدې کې به يو نيم لکو ته ورسيږي ( 150000) ته ورسيږي، ورسره نږدې يو لک
افغان اردو ده، او په زرګونو پوليس دي، له لک څخه زيات د بلاک واټر او نورو
امني شرکتونو مسلح افراد دي.
او بيا هم دوی د امنيت په راوستلو کې پاتې راځي.؟؟
عجيبه خبره ده؟
پرته له شکه چې خبره بل چېرې ده، دا د اسلام او د وطن دښمنان دلته د طالب او
القاعدې د پرځولو لپاره نه دي راغلي، بل طالب او القاعده هسې يو پلمه وه.
دا ځمونږ ازلي دښمنان افغانستان ته د امن
راوستلو لپاره نه دي راغلي، بلکه خپلې سياسي او اقتصادي موخې په منطقه کې
لري، او کله چې د هغو موخو په لاسته راوړلو کې پاتې راشي؛ يا ترې مأيوس شي،
نو په هماغه ورځ به افغانستان داسې پرېږدي لکه روس چې پرېښود، يا تر هغې
هم بدتر، هسې خو هم په ملي اردو کې پښتنو د خپلې فيصدې نيمايي برخه هم نه ده
ور کړ شوې، او اکثريت يې د يو اقليت په لاس کې دی، دا هر څه د امريکايانو تر
نظارت لاندې تر سره کيږي.
کلينټن څو ورځې مخکې صراحتا وويل، چې په افغانستان کې ځمونږ لپاره
دېموکراسي مهمه نه ده، ځمونږ لپاره مهمه د خپل دښمن له منځه وړل دي، او مونږ
د همدغه دښمن په ضد جګړه پيل کړېده.
په درنښت
صديق اکرمان
02.12.2009
وهاج صاحب خبري دي سلو په سلو کښي حقيقت دي. زه حيران دي ته يم چي ډير افغانان اوس هم امريکايانو ته ددوښمن په سترګه نه ګوري. او د هغو په اشغال پردي غوړوي کله وايي چي مستعامين کله وي چي مليمانه او کله هم وايي چي د ملل متحد په امر راغلي دي. زه حيران دي ته يم چي مستعامين په کوم جواز؟د چا په اجازه راغلي ايا امريکايان کرزي راوستل که امريکايانو کرزي راوست؟
د زياتو فوځيانو راوستل به د امريکا اقتصاد ته غټه ضربه ور کړي د پينتاګون له خولي نه چي د هر عسکر د کال يو مليون ډالر مصرف دي.
او طالبانو او نورو د ازادي اتلانو ته به نور هم هدفونه زيات شي.لنډه دا چي څومره فوځيان زياتيږي هغومره به يي تلفات هم ډير وي.
ابو جرير
08.12.2009
په افغانستان كې دامريكايي صليبي لښكرو ماتې حتمي، او لكه دلمر غوندې روښانه ده، او امريكايان هم له افغانستان څخه دتېښتې په ګټې او ارزښت پوه شوي دي،خو دامريكا لپاره ډېره شرموونكي پرېوځي چې يو په يو له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي ځکه چې دمادي لحاظه كمزورو طالبانو په لاس، دنړۍ ستر طاقت ته ماتي وركول دامريكا او متحدينو لپاره يې يو نه جبرانيدونكى عار دى.
نو كه چيرته امريكا په يو ځل له افغانستان څخه په شا شي او خپل ټول پوځونه وباسي دا به نړۍ ته دطالبانو يا ددوى په اصطلاح دترهګرو قوت لاپسې روښانه کړي او دامريكا ضعف به ښه پسې په ډاګه شي.
نو دامريكا لپاره ابرومندانه لاره داده چې افغانستان ته نور عسكر راوغواړي چې له يوې خوا به خلكو ته ووايي مونږ تراوسه مات شوي نه ياستو او قوت مو برحال دى او دترهګرۍ سره مبارزه هماغسې لكه دپخوا په شان جاري ده، او له بلې خوا به دتېښتې پرمهال دپخوانيو عسكرو دامنيت وظيفه همدغو اضافي عسكرو ته وركړل شي چې په دې سره به دشكست پروخت دامريكايي پوځ تلفات كم شي.
له دې سره په څنګ کې جالبه داده چې امريكايي چارواكو ويلي دي چې مونږ په افغانستان كي داوږدې مودې لپاره دپاتي كيدو تصميم نه لرو، او 2011 كال يې دخپلو قواوو دوتلو كال اعلان كړى.
نوپه دې ترتيب سره كله چې اشغالګر ځواكونه له افغانستان څخه په وتو شي امريكا به څه ناڅه خپل وقار ساتلى وي.