د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

موږ پوهيږو چه رشوت څوک اخلې ٠ دا رشوت څوک ورکوي


ع کريم حليمي
10.03.2004

محترمو لوستونکو سلام و رحمت الله !
د يوه ﻻسه ټک نه خيژی ٠ هر وخت موږ اکثره افغانان هرڅه داسی غواړو چه زموږ زړه وغواړی ٠ هر قانونی او غيری قانونی کار د زړه په خوښه کوو ٠ مثلأ که زموږ پاسپورټ غواړو ٠ د پاسپورټ اخستل په هر ملک کی
کاغذ پرانی ته ضرورت لری په بعضی ملکو کی يوه هفته او په بی کمپيوتره ملکو کی تر درو هفتو وخت نيسی
او بعضی افغانان په رشوت ورکولو دغه وخت لنډوي ٠
اوبعضی وخت يو قانونی مشکل وي بايد مشکل حل سی ٠ دحل ورسته بايد حکومت پاسپورټ ورکی ٠
د پاسپورټ غوښتنکی نه غواړی چه مشکل حل کی نو رشوت ور مخ کړی ٠ پاسپورټ واخلې٠
په داسی حال کی چه پاسپورټ غوښتنکې هم لمونځ کوي ،الحاج هم ، او د قرأن قرأت هره ورځ کوي ٠
او په هر مجلس کی وايې کار کی زرميکند نه پدر ونه مادر٠
يوبل خان اکا يا لوی الحاج صاحب يا لوی تاجر صاحب چه مالونه دخارجه و ګمرک ته راوړې ډير په خوشحللې
سره رشوت ورکوې ٠ او دئ نو پر شرعت هم ډير برابر وې تر سپينو کالو پورې ٠
او بل ملاصاحب هم ځانته وايې ٠ غواړې چه کور جوړکې که څه دښاروالئ تعمرې مشکل وی هغه نه حل کوې
مصرف لری ډير اسانه او ارزانه ﻻر ئې رشوت دې ٠ چه مامور رشوت قبول کی ملا صاحب ئی پسله کور جوړولو
دخوشحالۍ څه مامور ميلمه هم کې٠
او بل الحاج ښه خبر دې چه زوی ئی مړی کړې دی او زوی ئی قاتل دی او په محکمه کې وﻻړ دی قسمونه اخلی
او رشوت ورکوې چه زوی دبنده خلاص کړ ٠
او دغه پورته خلګ نعری و هی چه رشوت دی بند سی ٠ چه ته رشوت ور نه کړئ نو رشوت خو بندسو ٠
او بل هغه څوک دی چه نه رشوت اخلی او نه رشوت ورکوې ٠ دغه جنابان اکثره وخت د رشوت خور کره ميلمه دی
ښه خبر دی چه دغه د ملمستيا ډوډي حرامه ده او ناستدی خورې ئی او خاندی ٠ دا د اکثره مسلمان افغان حال دی ٠ او اکثر نامسلمانه بياداسی دی ٠ که زوی ئی مړی وکی پوليسوته ئی پلار خبر ورکی يا ئی ور ولی ٠
او پلار ئی د مقتول د فاميله بخښه غواړې ٠ نه چه دمقتول دفاميله سره دعوه وکړې چه مقتول بدسړی وو
که يو سازنده پر زنا ، غلا٠٠٠٠ ونيول سی ٠ د ټيپو پلورنځۍ ئی بيا د هنرمند غزلی نه پلوری٠
که يو مامور د دولت د چا څه رشوت وه غواړی ٠ څوک نسته چه رشوت ورکی٠
هو په هر ملک کښې رشوت سته چه په عامو خلک په منځ کی فی صدې ډيره کمه ده تقربأ (0.005 )
رشوت ورکول او رشوت اخستل د واړه ګناه کبيره عمل دی ٠که دملت خلک رشوت ورکول حرام ونه ګڼی ٠ هيځ وخت به حکومت کاميابه نسی د رشوت په بندولو٠ دواړه يو دبل سره همکاره دی ٠ که ملت غل نوی حکومت غلانسی کولاې ٠ که ملت رشوت ورنکړې د دولت کاريګر رشوت نسی اخستلای ٠
افغان ملته زموږ او ستاسو په همکارې ښه حکومت جوړيږی ٠ او هره خرابی لمنځه وړلای سوو

حليمي


خیریوسی
07.05.2008

محترم حليمي صاحب السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
تاسو محترم ډیر ښی خبری لیکلی دې داچې خلک پر حکومت باندی زیاتی نیوکی کوی چې رشوت زیات دی درشوت دمخنوی دپاره یوازی حکومت کوښښ بس نه دی بلکی علماء هم باید ددی ناوړی ناروغی په علاج کی پوره ونډه واخلی باید خلګو ته وعظ اونصیحت وکړی او خلګ پوی کړی چې رشوت اخستل او رشوت ورکول څومره ګناه لری یوازی رشوت نه بلکی هر ګناه( رشوت ، سود ، زنا ، لواطت ،تجارتی معاملات ........... چې په یوه ټولنه کی ډیریږی علما ء بايد خلګ ونوموړی نیمګړتیاو ته متوجه کړی او دهغه عواقب ورته بیان کړی شاید چې زیات خلګ درشوت ورکولو په ګناه ناخبره وی داسی ډیر خلګ سته چې دخپل کار دخلاصولو دپاره چې ژر خلاص شی نو مؤ ظف ته پیسی ورکوی زه یوه ورځ دکوټی څخه اسلام اباد ته تللم وټیسن ته ورغلم چې ټکټ رانیسم هغوی راته ویل 28 ورځی ځای نشته نو زه ځنی راروان سوم که می کتل یو ملګری مې په مخه راغلی راته ویل یې څه کوی ما خپل حال ورته ووایه ژر ولاړی ټکټ یې راته راوړی 50 روپی یې وبابو ته ورکړی وی نن مې هغه دکوټی حال وسترګو ته جګ ودریدی کله چې می دیوه ملګری سره په تلیفون خبری وکړی او هغه وهیواد ته دخپل راتګ حال راته ووایه چې دالوتکو دټکټ رانیولوحال هم هغه دکوټی دبابو حال دی
په درناوی


shokoor
07.05.2008

ګرانو دوستانو سلام علیکم
په قلم مو برکت حلیمی صاحب ! په ریښتیا هم غږ د یوه لاسه نه ووځي. نږدې موږ ټول افغانان قاضیان یوو او عادت مو کړﺉ چې تل نور ملامت کړوو. ښه به دا وي چې هر افغان وګړﺉ یو وار له ځانه وپوښتي چې د هېواد د ستونزو په لرې کولو کې یې څه کړي دي؟
[quote:8886ef34e4]زه یوه ورځ دکوټی څخه اسلام اباد ته تللم وټیسن ته ورغلم چې ټکټ رانیسم هغوی راته ویل 28 ورځی ځای نشته نو زه ځنی راروان سوم که می کتل یو ملګری مې په مخه راغلی راته ویل یې څه کوی ما خپل حال ورته ووایه ژر ولاړی ټکټ یې راته راوړی 50 روپی یې وبابو ته ورکړی وی نن مې هغه دکوټی حال وسترګو ته جګ ودریدی کله چې می دیوه ملګری سره په تلیفون خبری وکړی او هغه وهیواد ته دخپل راتګ حال راته ووایه چې دالوتکو دټکټ رانیولوحال هم هغه دکوټی دبابو حال دی[/quote:8886ef34e4]
ajaza وروره دا ټول انتفاعی ترانسپورټي شرکتونه دي ! که [color=blue:8886ef34e4]ټول خلک[/color:8886ef34e4] د تاسو پشان په ټینګ عزم له رشوت ورکولو څخه ډډه وکړي، د دوی الوتکې او بسونه به تش پاتې شي چې د شرکت په ګټه نده!

والسلام


ډاکتر څپاند
08.05.2008

ګټه اومنفعت غوښتنه د هر انسان طبيعی غريزه ده٠ تاسو به ډیر لږ خلک پیداکړي چه عامه ګټی پخپلو شخصي ګټو مقدمی وشميری٠البته داغريزه په مختلفو انسانانوکی په مختلفو درجاتو ليدل کيږی٠څوک د خدای له اییري ،څوک دخپل ،کورنی او يا نورو فکتورونو په بنياد، رشوت نه اخلې او يا احطيات پکی کوی٠
ځينی داسې خلک هم شته چه درشوت اخستو جرات نلری!
واضح خبره داده چه کورنی او اجتماعې ښونه او روزنه درشوت،غلا،اختلاص او نورو بدو اعمالو په مخنيوی کی ستر رول لوبوې.
نن ورځ اکثر خلک رشوت د غلا او نووو کبيره ګناهګانو په قطار کې نه شماری٠
ځيني بيا پدی عقيده دی چه درشوت تر اخستو وروسته که توبه وکړی او حج ته ورشی نو هغه دی چه خدای به دي وبښی!
په نوره نړی کی د رشوت دورکولو تجربی :
-ساده قوانين او د هغو جدی تطبيق٠ معنی داچه که چيرته د رشوت جزا دلاس قطع کول وټاکل شی اول خو به د حکومت رهبری مقامات اکثرا ديوه لاس لرونکی پاته شی، واضحاچه رهبران به په هيڅ بيه دی ته حاضر نشې، او دعام ولس لاسونه به په اندک جرم قطع کيږی٠ لکه همدا اوس په سعودې کی او يا د طالبانو په زمانه کي٠

-قانون بايد تطبيق کړی شی ٠دقوانينو داجرا مسولين بايد دپاک وجدان،پاک شخصيت او عالی اسلامی او اجتماعی اخلاقو څښتن وی٠
هغو چه د روس،پاکستان،ايران،امريکی او انګليس نو کری منلی ،نو ور نه د صداقت طمع مکوه٠
-دماشوانو تربيه،چه صادق،امانتکاره او وطنپاله انسانان وی٠
او دهیواد د اقتصادی حالت ښه والی٠تر هغې چه لوږه موجوده وی ،دعدالت تامين
امکان نلری٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more