نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ترهغې چه په منځني ختيز کې نفت شته،امپرياليستي ځواکونه داسيمه په کراره
ډاکتر څپاند
26.11.2009
ترهغې چه په منځني ختيز کې نفت شته،امپرياليستي ځواکونه داسيمه په کراره
نه پريږدي٠
دنړئ دساينس اوتکنالژئ پوهانودوړانديزله مخې،دنړئ دنفتو منابع د٥٠ کلنو
لپاره کفايت کوي اوبس٠په همدې سب ترهغې چه په منځني ختيز کې نفت شته،امپرياليستي ځواکونه داسيمه په کراره نه پريږدي٠امپرياليزم په تلاش کې دی چه دسعودي شانتې فاسدو رژيمونودواکدارئ دوام ته، شرايط مساعد وساتي٠
پدی ورستيو ورځو کی دنړېوالو اخباروالاو په حواله،ديمن او سعودي عرب
په سرحداتو کی نظامي عمليات سرته رسيږي٠
يمن او سعودي دسيمې هغه هيوادونه دی چه دهغو تر منځ جنګ جګړه يواځي
اويواځې دنړيوالو اشغالګرو او اسرايلو په ګټه تماميږي او بس٠
يمن دسعودي خلاف يو فقير هيواد دی٠اودهغه سهيل د شمال په تناسب،نورهم دفقر او نادارئ سره لاس ګريوان دي٠
په اويايمه ميلادي لسيزه کی دکمونيزم مرض هلته هم خپور شو٠
شمال او جنوب سره وجنګيدل،ديوه يمن نه دوه هيوادونه،شمالي يمن(فقير) او جنوبي يمن (ډيرفقير) رامنځ ته شول٠
دافغانستان يو پخوانی پياوړی سياستپوه ،چه دمرحوم ډاکټر ظاهر په کابينه کی وزير وو،ديمن دتجزيه کيدو په مهال،دملګرو ملتونو دهغه هئات غړی وه
کوم چه ديمن دجنګ په مهال،هلته موظف شوی وه٠
دنوموړي په روايت،هغه مهال چه دملګرو ملتو دسازمان،ناپيلتوب،دنن پشان
تر پوښتنې لاندې نه وه،مګر بياهم ددې سازمان دموظف هئت د"تلاش"
په پايله کې،جنوبي يمن چه ډير ناداره اوفقير وه،په پخواني شوري اتحاد کی
د تحصيل يافته نظاميانو،يوی ډلې ته وسپارل شو(ديمن دموکراتيک جمهوريت) اوشمالي يمن دامريکې دوست پاته شو٠لږه موده روسته،دې نظاميانو سره پخپل منځ کي اخ او ډب شروع کړ(لکه افغاني خلق او پرچم)٠ددی جګړو نتيجه داشوه چه په ١٩٨٦ کی په سلګونو زره تنه جنوبي يمنيان ووژل شي٠په پايله کی شمالي يمن په ډيره اسانئ سره جنوب هم لاندې کړ٠
پدی روستيو دوه لسيزو کی "بنسټپاله يا افراطي" قوتونه په يمن کې فعال
شوی دي٠څو،څو ځله ئی غربي تيريکونکې بيړۍ ترحملې لاندې نيولي او ګڼ شمير نظاميان ئی وژلي دي٠
ددی ډلو،يوفعال ګروپ ،دسعودي پولو ته نږدې
ديمن دمرکزي دولت سره په اخ و ډب اخته دي٠داسې اوازې شته چه ګواکې
دايران دولت دنوموړې ډلې سره مرسته کوی٠
مګر دسعودي دولت ګډېدل ديمن په لانجه کی "دچپيانو"له نظره ډير مشکوک
بريښي٠داسې فکر کيږي چه دسعودي اصلي واکداران(خدای مکړه انګليس او
امريکه :lol: )،غواړي چه په دې سيمه کی ديوې بلې جګړې اور بل کړي٠
نږدې وخت به حقايق روښانه کاندي٠
په در ناوي،
و.افغان
27.11.2009
ډاکټر څپاند صاحب:
ستونځه مو طرحه کړېده، خو د حل لاره مو نه ده ښوولې.
ستاسو په نظر نوموړي دولتونه څه کولای شي، چې منطقه د استکباري ځواکونو د
د شيطاني خوزښتونو د قربانېدو څخه بچ کړي؟
په درنښت
ډاکتر څپاند
29.11.2009
محترم وهاج صيب سلامونه،
دې پوښتنې ته چه سعودي اوورته هيوادنه بايدڅنګه خپلې خدای ورکړي
شته اوپه ځانګړې ټوګه نفت،دامپرياليزم دمنګلو نه بچ کړي،کيدی شي چه يو
مفصل ځواب په ليکه شي٠
مګرکه په يوه کلمه کي تخليص شي ،ملي اوملتپاله حکومت ددي لانجمنې مسلې
دحل دلارې اساس اوتهداب جوړوي٠
په درناوي،
..Ahmadzai
29.11.2009
څپاند صاحب
اختر مو مبارک سه
[quote:29562d47d2] چه دسعودي شانتې فاسدو رژيمونودواکدارئ دوام ته، شرايط مساعد وساتي٠
[/quote:29562d47d2]
تاسو چپیان هر وخت د سعودي نظام باندې د فساد ټاپې لګوۍ، که مهرباني وکړۍ دسعودي نظام دفساد یو څو نمونې مونږ ته په ګوته کړې .
په درنښت
و.افغان
29.11.2009
ډاکټر څپاند صاحبه:
د کومې ګډوډۍ څخه چې تاسو تعبير په ملتپاله او ملي حکومت کړی دی، که هغه
ګډوډي منځ ته راشي، نو له دغو دولتونو به هم لکه د يمن رجواړه جوړه وي.
په درنښت
[quote:7d74257824="ډاکتر څپاند ص�"]محترم وهاج صيب سلامونه،
دې پوښتنې ته چه سعودي اوورته هيوادنه بايدڅنګه خپلې خدای ورکړي
شته اوپه ځانګړې ټوګه نفت،دامپرياليزم دمنګلو نه بچ کړي،کيدی شي چه يو
مفصل ځواب په ليکه شي٠
مګرکه په يوه کلمه کي تخليص شي ،ملي اوملتپاله حکومت ددي لانجمنې مسلې
دحل دلارې اساس اوتهداب جوړوي٠
په درناوي،[/quote:7d74257824]
ډاکتر څپاند
30.11.2009
محترم احمدزی صيب،متقابل سلامون اوا ختر مبارکئ ومنئ٠
که خدای مکړه تاسو د سعودي فاسدې کونۍ له حال احوال بيخبره ياست،
فقط google ته ورشه او saudi family corruption پکي ولټوه !
محترم وهاج صيب،
ملي حکومت،ستاسو د تصور خلاف،يو ډير مضبوت نظام وي٠
دبيلګې په توګه،په عراق کې دمرحوم صدام حسين حکومت،که څه هم بشپړ
ملي حکومت نه ګڼل کيده٠ددموکاسئ ډير لړ اثار پکی موجود ول٠
په ساده ډول،يوملي نظام،دبهرنيو دولتو سره،په هره معامله کې دخپل ولس ګټو
ته علويت ورکوي٠کيدی شي چه داسياست ددې نظام دواکمنو ځواکنو په ګټه
نه وي،مګر دملت ګټې ،ورته ترشخصي او کونئ ګټو زيات ارزښت لري٠
په دې کي شک نشته،چه شاهي کورنۍ او نور مفتخواره چه په يو ملي نظام
کې خپلې شخصي ګټې دخطر سره مخامخ ګوري، دداسې نظام دايجاد سره
مخالفت کوي٠
[color=yellow:7d7586c9be]داډول مخالفتونه نبايد دحقانيت مخنيوي وکړي٠[/color:7d7586c9be]
کډوډي هله پيښيړي چه اني او دفعتا يو تغير را منځ ته شي،دبيلګې په توګه
دثور کودتاګاني او دهيواد اشغال٠
مګر،که موږ دګډوډئ له ايرې،سعودي کورنۍ ته داحق ورکړو چه دخپل هيواد
دټول عمر سرمايه،دغربي هيوادونو دګټو دتامين او دخپل حاکميت ددوام لپاره
په څو لسيزو کی ختم او دلاسته راوړي عايد نه ، امريکائي پرمختللي وسلې
وپيري او باقيماند حيف او ميل کړي،نو داشوه دتباهئ او بربادئ نسخه،
که څنګه؟
اياتاسو پوهيړې چه دسعودي ،کويت اوورته هيوادو دتيلو دتوليداتو سطحه
دامريکې اوانګليس ترسيخ هدايت لانې هميشه دسعود پحال کې ده؟
په تيرو ٤٠ کلنو کی داستحلاکي موادو بيه په لسګونو چنده زياته شوی،مګر
دتيلو په نرخ کی يواځې دری يا څلور چنده زيادښت راغلی دی٠
هر ځل چه دنړئ خپلواک اوملي دولتونونه غواړي چه دنفتو بيه دنورو مصرفي
شيانو په تناسب،په متعادل ډول پورته کړی شي،سمدم دسعودي،کويټ او
شيخنشينو نور فاسد او غرب نوکره رژيمونه ،دتيلو دتوليد سطحه لوړه کړي
چه نتيجه ئی دنرخنو ثبات يا اندک تغير شي٠
اسرايل،دعربو دتيلو داستفادې نه بغير،ديوي مياشتې لپاره هم د جنګ او حتي
دزيست توان نشي لرلی،مګر همدا تير کال چه غزه او فلسطينيان داسرايلو
تر بمونو لاندې ټوټي ټوټي شول،دسعودي پاچايانو او نورو خاينو شيخانو
تيل دهمدې التوکو دفعاليت لپاره جاري ول،ولي؟
تاسو ممکن ليدلي وي چه دتيل لرونکو عربي هيوادو دژوند سطحه تر نورو
ګاوڼډيو بهتره ده٠مګر تاسو ديوشي نوم واخلئ چه د Made in Saudi....
مارک يا نشان ولري؟
دتيلو دخرڅلاو عايد(چه داصلي ازادبازار تر نرخونو په ارزانه بيه پر غربي
نړۍ پلورل کيږي)،يا داچه داشخاصو په جبونو کې په غير قانوني وجه ذخيره
کيږي،يا پري وسلې پيري(دخندا وړ خوداده چه F16 جنګي الوتکه د سلهاوو
ميلينو ډالرو په بيه،دسعودي ددولت له خوا خريداري شي،مګر پيلوټ ئی يا
امريکائي او يا کوم بل لوټمار وي :D )٠
چه بحث اوږد نشي،
داوس لپاره همدومره بس،
و.افغان
01.12.2009
السلام عليکم
بې ادبي دې معاف وي، ځمونږ ځينې افغانان هسې ځانونه په بادو وهي.
خپل وطن يې د تباهۍ په درياب لاهو کړ، اوس ناست دی يو پښه يې په بله اړولي وي، خان نورو روغو جوړو دولتونو ته مشورې ورکوي، چې څنګه دولت جوړ کړي؟
تر اوسه
ونه توانېدل چې خپل وطن خپل ولس راغونډ کړي، او د خپل پخواني خر څخه
ښکته شي؛ لګيا دی د نورو ولسونو د سرنوشت فيصلې
کوي، هر څوک په خپل کار ښه پوهيږي، خليجيان که هر وخت لازمه ويني، چې خپل
حکومتي نظامونه بدل کړي؛ پوره حق لري، او چې تر اوسه يې دا کار نه دی غوښتلی
نو نور چا ته ضرورت هم نه لري چې هغوی ته نصيحت وکړي، او بيا د هغه چا نه دا
نصيحت قبول کړي، چې خپل وطنوال يې درپدره کړه، او وطن يې خاورې لوټه کړ.
دوی ته پوره پوره امن دی، ګېډه يې مړه ده، د تعليم زمينه ورته ښه مساعده ده، د فکر
کولو وخت هم لري، خپل کار به خپله ګز کوي.
په درنښت
ډاکتر څپاند
02.12.2009
السلام عليکم
[quote:98f1831080]بې ادبي دې معاف وي، ځمونږ ځينې افغانان هسې ځانونه په بادو وهي.
خپل وطن يې د تباهۍ په درياب لاهو کړ، اوس ناست دی يو پښه يې په بله اړولي وي، خان نورو روغو جوړو دولتونو ته مشورې ورکوي، چې څنګه دولت جوړ کړي؟
تر اوسه
ونه توانېدل چې خپل وطن خپل ولس راغونډ کړي، او د خپل پخواني خر څخه
ښکته شي؛ لګيا دی د نورو ولسونو د سرنوشت فيصلې
کوي، هر څوک په خپل کار ښه پوهيږي، خليجيان که هر وخت لازمه ويني، چې خپل
حکومتي نظامونه بدل کړي؛ پوره حق لري، او چې تر اوسه يې دا کار نه دی غوښتلی
نو نور چا ته ضرورت هم نه لري چې هغوی ته نصيحت وکړي، او بيا د هغه چا نه دا
نصيحت قبول کړي، چې خپل وطنوال يې درپدره کړه، او وطن يې خاورې لوټه کړ.
دوی ته پوره پوره امن دی، ګېډه يې مړه ده، د تعليم زمينه ورته ښه مساعده ده، د فکر
کولو وخت هم لري، خپل کار به خپله ګز کوي. [/quote:98f1831080]
بني ادم اعضای يکديګر اند ***** که در افرينش زيک جوهر ان
چوعضوی بدرد اورد روزګار *****ديګرعضوهارانماند قرار
دچپ انده اوتريقيخوا ځواکونو په عقيده،هيڅ هيواد نشي کولی چه خپلې ستونځې کاملا په جلا ياځانګړې توګه حل کړي٠زموږ سرحدات،هوا،فضا،اقتصاد،سياست او نور تول امور،ديوبل سره
تړلي دي٠
زما په اند،پدې کي هيڅ شک او شبهه نشته چه کمونستانو دخپلو غلطو
سياستونو،اعمالو او بيسنجشه منډو په نتيجه کي دا هيواد ويجاړ او نني حالت
ته ئي مساعد کړ٠پدی کی هم شک نه وينم چه ځيني کمونستانو خيانت او جنايات سرته رسولي
چه هيڅوک دا حق نلري چه هغه جنايات پټ کړي او تری تير شي٠مګر ددې
مانا دا نشوه چه که يوه افغان،ديوځل لپاره هم ""هورا"" ويلي وي نو دتل لپاره دبحث او نظر ورکولو حق ترې واخستل شي٠مه هيروئ چه چپ جنبش تر
روسي يا چينائی کمونيزم پخوا هم موجود وو اوس هم وجود لري او سبابه
هم وجود ولري٠
مګر که يوسړی او يا يوه ډله يا دولت ،خيانت،جنايت او خطا کاري وکړي او
بيا دخپل ځان نه ددفاع په خاطر ادعا وکړي چه ځما دغلطيو سبب کمونيزم او کمونستان دي،که کمونستان نه وی ما به دا يا هغه جنايت نه کاوه!
داشوانصاف؟؟
چپ جنبش پدې عقيده دی چه افراطي اسلامي ځواکونه،دامپرياليزم په سيخ
يا ناسيخ هدايت،پدی تکل کی ول او دي چه افغانستان دهميش لپاره يو روسته
پاتې هيواد وساتل شي٠ددې ځواکونو،يوشمير په صادقانه ډول دکمونيزم په مقابل کی
وجنګيدل،مګر ځيني نور ئی فقط اوفقط دامريکی دګټو دتامين لپاره پدی کار لاس
پوری کړی وه٠دچپ په عقيده،دکمونيزم صادقو دښمنانو يواځي دعامو مسلمانانو ملاتړ دځان سره لاره،مګر دويمه ډله چه اسلام ئی دخپلو اعمالو لپاره ديوې پردي په ډول
استعمال کړ او کوي ئی،دعربو دمرتجع رژيمونو لکه سعودي،شيخان او نورو
دننګي نه برخور دار ول او دي٠مانا داشوه چه عربي غير ملي دولتونه،دخپل
قدرت دبقا په خاطر حاضر دي چه دامپرياليزم په هدايت،هرڅه تر سره کړي٠
زموږ دخلکو او هيواد سرنوشت دنړۍ دخلکو او هيوادو سره
تړلئ دی٠که په سعودي کی دسعودي عرب دخلکو لخوا يو ملي دولت موجود
وي،داسي دولت به دانګليس او امريکي دګټو دتامين په خاطر نه بلکه،دخپلو
خلکو،اسلامي نړۍ او دټول بشريت لپاره خدمت وکړای شي٠
پياد ساته چه دا امريکه اوانګليس ده چه په سعودي او خليج کی حکومتونه او
دهغو مشران ټاکي،نه ددې هيواد خلک !
ستاسوپه اند که ديوه انسان،مسلمان او يا ملت ګيډه مړه وي،په سوله کی
ژوند وکړي اودتعليم امکانات ورته مساعد وي،نو دوي بل هيڅ ډول مسولت
نلري؟؟
چپيان پدې عقيده دي چه که دنفت لونکو هيوادونو نفتي منابع ختمې شي،
دبشريت لپاره لوی زيان دی٠دغه راز نفت لرورونکي هيوادونه بايد دامپرياليزم د نفوذ په مقابل کی
خپل امکانات داس پکار يوسي چه نه خپل نظام کډوډ کړي اونه هم دهغو د
اهدافو وسيله شي٠که دا در سره ومنم چه ګواکې دسعودي او خليج شيخانو
په افغانستان کی دکفر او الحاد خلاف مباريزيونو سره عندالله کومک کړی او
کوی،نوبيا ولي دوي نشي کولای چه دډول امکانات داسرايلو خلاف پکار کړي٠
تکراري به وي چه وليکم چه دعربو دتيلو نه بغير داسرايلو جنګي ماشين
فلج دی٠
لږ انصاف پکار دی،
ديوه په ګناه بل مه ملامتوه،بز ازپای خود وبره از پای خود،
دهر فرد يا دولت اعمال ،مثبت يامنفي بايد په عادلانه ډول وڅيړل شي،
هرنظام ښه او بد لري٠
احساساتي او دپټو سترکړ قضاوت،ښکنځلې او بد ی خبرې که دځان لپاره
نه خوښوې،نو په نورو ئی هم مه پيرزو کوه!
په درناوي،
و.افغان
02.12.2009
[quote:001afb230c]
دچپ په عقيده،دکمونيزم صادقو دښمنانو يواځي دعامو مسلمانانو ملاتړ دځان سره لاره،مګر دويمه ډله چه اسلام ئی دخپلو اعمالو لپاره ديوې پردي په ډول
استعمال کړ او کوي ئی،دعربو دمرتجع رژيمونو لکه سعودي،شيخان او نورو
دننګي نه برخور دار ول او دي٠مانا داشوه چه عربي غير ملي دولتونه،دخپل
قدرت دبقا په خاطر حاضر دي چه دامپرياليزم په هدايت،هرڅه تر سره کړي٠
[/quote:001afb230c]
ډاکټر صاحب:
په سياست کې تر يوه حده مرونت (نرمي) مطلوبه ده، مرونت په دې معنا چې د
بالمقابل قوي عنصر په مقابل کې تر يوه د حده د انفعال باب اختیا رکړی شي، يعنې تر
يوه حده يې تأثير قبول کړې، د دې لپاره چې د دغه شرير عنصر له شره ځان په امن
کړې، يا کم نه کم شر يې خفيف کړې، په قرآنکريم کې د دغه سياست ته په لاندني
آيت کې اشاره شوې ده:
الا أن تتقوا منهم تقاة.
ــــ
لنډه دا چې انسان بايد وچ کلک لرګۍ نه وي، چې په يو ځل سره مات شي، لکه طالب
چې مات شو، بايد د لمدې نرۍ لښتې په شان داسې سلوک اختيار کړی شي، چې
انسان وکولای شي څو مناورې تر سره کړي، څو فرصتونه لاس ته راوړي، په دې
سياست باندې د نړۍ ډېر دولتونه عمل کوي، او ډېر کرته له شرونو په امن پاتې
کيږي.
د دې دا معنا نه ده چې انسان له خپلو ديني مبادئو، اصولو، او وطني سيادت څخه
لاس واخلي، لکه چې نن پاکستان اخيستی دی.
ـــ
کمونستانو خو د خپل حکومت د بقاء په خاطر خپل هيواد د روس غېږ ته سلامت
ورواچاوه، نو غلبېل څنګه پاڅيږي او کوزي ته وايي چې ته خو سورۍ يې.
آخر انصاف په کار دی.
په درنښت
ډاکتر څپاند
02.12.2009
سلامونه،
[quote:cfe8682724]
کمونستانو خو د خپل حکومت د بقاء په خاطر خپل هيواد د روس غېږ ته سلامت
ورواچاوه، نو غلبېل څنګه پاڅيږي او کوزي ته وايي چې ته خو سورۍ يې. [/quote:cfe8682724]
وهاج صيب،
انصاف دې ښه شوی،مګر دا ځل په قضاوت کې مشکل لري٠اوهغه داچه ته اوس هم چپ مساوي کمونيزم بولې،دا يوه ستره تيروتنه ده٠
تر هغې چه دچپيانو او کمونستانو ،توپير ته ځير نشې،ترهغی به دې قضاوت
درست نشي٠
دلمدې لښتې مثال مو ښه دی،مګر داهم پياد ساته چه نه ډيرخوږ شه چه
وخوړل شي،اونه ډير تريخ چه لرې ګذار شې٠
بيا بيا کمونستان را يادول، دخپلو عيبونو دپټولو لپاره؟
کمونستانو خپل هيواد روسانو ته تسليم کړ،مجاهدينو دکرزي په شمول خپل
هيواد امريکې او انګليس ته تسليم کړ او داسې شواهد شته چه دطالبانو او
پاکستاني ISI داړيکو څرګندوی دي٠
چه زه در سره پورتني واقعيتونه منم،نوبيا ته ولي چپ مساوي کمونيزم بولې٠
تاسونه ديو مسلمان په صفت ديو بل واقعيت تصديقول هم غواړم،اوهغه داچه
دسعودي په خاوره کی امرکائي نظاميانو شتون بايد مردود وشميرل شي٠
مګر که تاسو په سعودي کې دامريکې دقواوو موجوديت موجۀ وبولې،يو بل به
راپيداشي او په افغانستان کی دامريکې او حتی روس دموجوديت لپاره دلايل
جوړ کړي(دی ته جدل او مغالط وائی؟؟)٠
په درناوي،
عبد السلام
03.12.2009
وهاج صاحب، لیکي:
[color=darkblue:c2ba117482]ډاکټر صاحب:
په سياست کې تر يوه حده مرونت (نرمي) مطلوبه ده، مرونت په دې معنا چې د
بالمقابل قوي عنصر په مقابل کې تر يوه د حده د انفعال باب اختیا رکړی شي، يعنې تر
يوه حده يې تأثير قبول کړې، د دې لپاره چې د دغه شرير عنصر له شره ځان په امن
کړې، يا کم نه کم شر يې خفيف کړې، په قرآنکريم کې د دغه سياست ته په لاندني
آيت کې اشاره شوې ده:
الا أن تتقوا منهم تقاة.[/color:c2ba117482]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
انفعال !! اوسیاست !! او بیا قطعی دلیل ــــ آیت ـــ!!!
دا درې اقطاب تاسو څنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــګه، او په کوم منطقی دلیل سره یو ځای کوي ؟؟؟
انفعال= لیونتوب،
سیاست =منافقت،
آیت = قطعی اسمانی دلیل ، چې انسانی ستاسو په قول( مرونت) ته په کې دګونجایش ځای نشته !!! اوپه خپل سرد توضح اجازه نشته!!!
وهاج خانه! زه دې په بې معنی هدف په پورتنۍ جمله کې پوه یم، خو ته یې په خپله ولوله او بیا یې معنی لوستونکو سره شر یکه کړه چې ستا مطلب د:
[color=green:c2ba117482]په سياست کې تر يوه حده مرونت (نرمي) مطلوبه ده، مرونت په دې معنا چې د
بالمقابل قوي عنصر په مقابل کې تر يوه د حده د((( انفعال باب اختیا رکړی))) شي، يعنې تر
يوه حده يې تأثير قبول کړې، د دې لپاره چې د دغه شرير عنصر له شره ځان په امن
کړې، يا کم نه کم شر يې خفيف کړې، په قرآنکريم کې د دغه سياست ته په لاندني
آيت کې اشاره شوې ده:
الا أن تتقوا منهم تقاة.[/color:c2ba117482]
جملې نه څه دی؟؟؟
و.افغان
03.12.2009
ګرانه عبد السلامه!
خفه نه شې، خطا ډز ېدلی او په ګډو وډو سر شوی يې.
لومړی دا چې انفعال عربي کلمه ده، د لېونتوب معنا نه ورکوي، بلکه موخه ترې
داده چې د جانب مقابل د قول يا فعل په وړاندې سړی ايجابا (مثبت) يا سلبًا متأثر
شي، او د خپل تأثر څرګندونه وکړي.
انفعال په سلبي جانب کې ډېر استعماليږي، خو زما دلته دغه مقصود نه دی.
ما ويلي دي: د انفعال باب.
انفعال باب په صرف کې له لسګونو مزيد فيه بابونو څخه دی، چې په کې (الف +
نون) اضافه دی، د انفعال باب ماده غالبا د جانب مقابل د تأثير په قبول دلالت کوي:
لکه چې وايي: کسرته فانکسر، جبرته فانجبر.
يعنې مات مې کړ مې کړ نو ماتېدا يې قبوله کړه، پيوند مې کړ نو پيوند يې قبول کړ.
او داسې نور.
پاتې شوه: سياست = يعنې منافقت ، دا خبره دې هم بې خلطې فير دی، سياست د
ساس يسوس مصدر دی ،يعنې په خلکو حکومت پاچايي چلولو، او د د غه حکومت
چلولو څرنګوالی، چې دا يو مستقل علم دی، خپل اصول او قوانين لري، اسلامي
سياست خپله يو مستقل سياست دی، چې د دروغو لپاره په کې هيڅ ځای نشته،
په خلاف د غربي سياست چې براګماتېزم او واقعيت بناء دی، او د مثاليت سره اړخ
نه لګوي، براګماتېزم او واقعيت هم خپلې محددې معناوې لري.
پاتې شوه د مرونت اجازه نو اسلامي شرعې په حدودو کې ورکړ شوې ده، او د
حديبيې تړون يې لوی واقعي مثال دی، کوم چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم او
د مکې کفّارو تر منځ وشو، زه به تاسې ته د دې آيت ترجمه راوړم چې سر مو پرې
خلاص شي:
[color=white:d5b3731120]
لَا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً
نه دې نيسي مؤمنان کافران دوستان بې له مؤمنانو )يعنې مؤمنان دې يو له بله سره
دوستي وکړي(، او هر څوک چې وکړي دا )کار يعنې دوستي له کفارو سره( نو نه دی
)د ده تعلق( له )دين د الله يا د دوستۍ د( الله سره په هيڅ شي کې، مګر )خو روا ده
دغه دوستي( که ځان ساتئ تاسې له دوی نه په ځان ساتنه سره.
تفسير: یعنې کله چې د حکومت او د سلطنت او د جاه او عزت او د هر راز تقلباتو او
تصرفاتو واګې يواځې د پاک الله په لاس کې دي، نو هغو مسلمانانو لره چې په
صحيحه معنی سره باور لرونکي دي، نه ښايي چې دخپلو دوستانو په دوستۍ او د
خپلو اسلامي ورونو په ورورولۍ اکتفا ونه کړي، او خامخا د الله جل جلاله د
دښمنانو سره دوستي او مدارات وکړي، ځکه چې الله جل جلاله او د رسول الله صلی
الله عليه وسلم دښمنان هيچېرې د مسلمانانو دوستان نه شي کېدی، هو! د تدبير او
انتظام په درجه کې د کفارو له لوی ضرر څخه د خپلې ضروري ژغورنې )ساتنې( او د
حفاظت صورتونه په مشروعو او معقولو طريقو سره غوره کول، د »ترک موالات« له
حکم ځنې په دې ډول سره مستثنی دي، لکه چې د ۹ م جزء )د الأنفال په ۱۶ آیت ۲
رکوع( کې له وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ ځنې إِلاَّ مُتَحَرِّفاً لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزاً إِلَى فِئَةٍ
مستثنی کړی شوی دی، همغسې چې هلت د »تحرف« او د »تحيز« په حالت کې
حقيقتا »فرار من الزحف« نه وي، او يواځې صورتًا وي، دلته هم إِلَّا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً
حقيقي موالات نه دی، او تش صوري »موالات« دې وګڼل شي! چې مونږ هغه د »مدارات« په نامه سره يادوو.
له کابلی تفسير څخه. [/color:d5b3731120]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له دې وروسته ښاغليه سوچ وکړه، خپله به وپوهېږې چې خبرې دې ټولې بې معنا او
بې هدفه دواړه دي، او تعريفونه دې هم له خپلو کولمو راويستي دي، نه د لغت سره سمون
خوري، او نه د مذکورو علمونو د اصولو او قواعدو سره اړخ لګوي، نو بې ادبي
دې معاف وي، له خپلې خېټې دې کړي دي, او هدف دې هم د زړه د مرض څرګندول
دي، پاک الله دې دغه زړه له دغې مردارۍ پاک کړه.
چې علمي تأصيل نشې کولی، نو ضرور نه ده چې ليکنه وکړې،
ولوله او زده کړه، او کله چې د خيره د ليکلو جوګه شوې؛ نو بيا ليکه.
زه پوهېږم چې ستا اصلي ستونځه څه ده؟
ستا اصلي ستونځه (نفسي مرض) دا دی چې ته قرآن يو جامد او يوې وړې زمانې
پورې محدود کتاب بولې، بلکه يو ځای کې دې ډېر جک وهلي وو، چې د شرعې
کمال ته دې د غ.ول.و، خطاب کړی وو، ځکه خو ستا زړه په دې پړق چوي، چې له
اسلامي شرعې څخه دې يوه سياسي قاعده راوويستی شي، د داسې خلکو په حال
د قرآنکريم د الفظ ډېر زيب کوي: قل موتوا بغيظکم.
الله دې روغ کړه.
په درنښت
عبد السلام
04.12.2009
الانفعال هو حالة توتر في الكائن الحي تصحبها تغييرات فسيولوجية ومظاهر جسمانية
انفعال = تآثر
انفعال = اهتیاج (عاطفی) اضطراب
انفعالی= Emotional,Passionat
انفعالیه= Excitability, Irritability
انفعل= Acted upon,be passive to react
سیاست دې لغتاُ سم معنی کړی ولی په مفهوم یې نه پوهیږي ، اویا داچې سیاست کوي !
او بیا برعکس ستا دالاندې خطاب اوجملې مطلق بل څه په اثبات رسوي،
وهاج وایی:
[color=darkblue:e7e191ccc1]خفه نه شې، خطا ډز ېدلی او په ګډو وډو سر شوی يې.[/color:e7e191ccc1]
اویا ستا دا جمله:
[color=darkblue:e7e191ccc1]دا خبره دې هم بې خلطې فير دی،[/color:e7e191ccc1]
او یا دا:
[color=darkblue:e7e191ccc1]يو ځای کې دې ډېر جک وهلي وو،[/color:e7e191ccc1]
د پورتنیو جملو پوره ځواب دې لرم، ولی زړه مې درباندی سوزی او نه غواړم چې نور هم [color=darkblue:e7e191ccc1]انفعالی[/color:e7e191ccc1] شي.
د افترآتو نه به دې تیر شم مګر دهر مطلق کمال مدعی تل دبلا تشبیه سره تشبیه کوم چې هرڅوک وي.
په پای کې له دعا څخه مو یوه نړۍ مننه، دعا هر کله په کار راځي.
و.افغان
04.12.2009
[quote:cc6a6501bf="عبد السلام"]الانفعال هو حالة توتر في الكائن الحي تصحبها تغييرات فسيولوجية ومظاهر جسمانية
انفعال = تآثر
انفعال = اهتیاج (عاطفی) اضطراب
انفعالی= Emotional,Passionat
انفعالیه= Excitability, Irritability
انفعل= Acted upon,be passive to react
سیاست دې لغتاُ سم معنی کړی ولی په مفهوم یې نه پوهیږي ، اویا داچې سیاست کوي !
[/quote:cc6a6501bf]
عبد السلام صاحبه : يو ځل بيا په خير راغلې:
تاسو خو ځما د خبرو ځواب په صحي توګه ونه کړ، او لاړۍ د انګلش عربي ډکشنرۍ
په ما دليل نيسې، واوا.....
دا درته چا ويلي دي چې په لغت عربي کې د انګلش ډګشنري حجّت دی، يا ورباندې
استدلال کېدلی شي؟؟!!
او بيا عربي ژبه تاسو ته يو دومره سطحي ژبه ښکاري چې د انګلش عربي يوې
ډکشنرۍ کې يې راټولوې، او بيا د انفعال کومه معنی يې چې کړي هم هغه ده او بس،
او انفعال په کوم بل څه دلالت نه کوي؟؟
په هر حال مهمه نه ده، چې اوس هم سم پوهاوی حاصل شوي وي، ښه خبره ده.
[quote:cc6a6501bf="عبد السلام"]
او بیا برعکس ستا دالاندې خطاب اوجملې مطلق بل څه په اثبات رسوي،
وهاج وایی:
[color=darkblue:cc6a6501bf]خفه نه شې، خطا ډز ېدلی او په ګډو وډو سر شوی يې.[/color:cc6a6501bf]
اویا ستا دا جمله:
[color=darkblue:cc6a6501bf]دا خبره دې هم بې خلطې فير دی،[/color:cc6a6501bf]
او یا دا:
[color=darkblue:cc6a6501bf]يو ځای کې دې ډېر جک وهلي وو،[/color:cc6a6501bf]
د پورتنیو جملو پوره ځواب دې لرم، ولی زړه مې درباندی سوزی او نه غواړم چې نور هم [color=darkblue:cc6a6501bf]انفعالی[/color:cc6a6501bf] شي.
د افترآتو نه به دې تیر شم مګر دهر مطلق کمال مدعی تل دبلا تشبیه سره تشبیه کوم چې هرڅوک وي.
په پای کې له دعا څخه مو یوه نړۍ مننه، دعا هر کله په کار راځي.[/quote:cc6a6501bf]
هو دا خبرې ستا په پخوانۍ ليکنې کې د ناسمې لهجې عکس العمل وو، هو انفعال
هم ورته ويلی شي، خو په هغه معنا نه چې انګلش ډکشنرۍ څخه دې راوړی، بلکه
په دې معنی چې تا غوښتل چې زه راوپارېږم، او ما هم استجابت وکړ، کومه لهجه
چې مو غوښته هماغه مې وکاروله.
په درنښت