د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د لوى اختر پيغام دحکمتيارصيب له خوا:

pattang
26.11.2009

د لوى اختر پيغام دحکمتيارصيب له خوا

بسم الله الرحمن الرحيم
د لوى اختر پيغام


گرانو هېواد والو!

په سنگرونو كي پر تو مجاهدينو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

د لوى اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعا كوم چي الله تعالى زمونږ مظلوم ولس او دردېدلى امت له دې دردناك حالت نه وژغوري او دا توفيق وركړي چي راتلونكي اخترونه په داسي حال كي ولمانځي چي آزاد او خپلواك وي او د اسلامي نړۍ په گوټ گوټ كي د اسلام شين بيرغ رپانده وي، ټول اشغالگر ځواكونه له ټولو اشغال شوو سيمو وتلي وي، تپل شوې جگړي پاى ته رسېدلې وي او اقتدار د داسي چارواكو په لاس كي وي چي له خدايه وېرېږي او پر مظلومانو ترحم لري.



وروڼو خوېندو!

لوى اختر مسلمانانو ته د قربانۍ درس وركوي، په دې ورځ د نړۍ نږدې دوه مليونه حاجيان په يوه رنگ جامو كي د الله تعالى د كور طواف كوي، په حجرالاسود لاس ږدي او له خپل رب سره دا ژمنه تازه كوي چي له ده پرته به بل چا ته لاس نه اوږدوي، د بل كور دروازه به نه ټكوي، بل چا ته به سر نه ټيټوي، له ده پرته به نه له چا طمعه لري او نه وېره، د هاجر عليها السلام په پل گام ږدي، او ژمنه كوي چي هره سعي او هر هاند به ئې د الله تعالى په لار كي وي، د خپل ستر موحد او بت ماتوونكي جد ابراهيم خليل الله قرباني رايادوي، د اسمعيل ذبيح الله په لار د تلو هوډ كوي، د الله تعالى او د ده د بندگانو د دريو سترو او دائمي دښمنانو څلي په ډبرو ولي، او دا تعهد كوي چي تل به د هر (فرعون، هامان او قارون) په ضد جنگېږي، د منىٰ، عرفات او مزدلفې شپې ورځي دوى ته د مجاهد او قربانيو ته د چمتو باايمانه انسان په څېر د ژوند كولو طريقه ورښيي او د نړۍ د ټولو مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ، مساوات، يووالي او يو رنگ والي درس وركوي، پاته مسلمانان په خپلو كورونو كي د قربانيو او د لمونځ په ترڅ كي دا ورځ لمانځي، اسلام د دې ورځ په ټاكلو سره مونږ ته وايي: ستاسو د خوشحالۍ ورځي هغه دي چي الله تعالى تاسو ته د ده په لار كي د قربانۍ همت، عزم او توفيق دركړي، راشئ په دې مباركي ورځي كي تعهد وكړو چي د ابراهيم عليه السلام په څېر به ژوند كوو، د اسمعيل عليه السلام په څېر به قربانۍ ته چمتو وو، د نمرود مقابلې ته به درومو، په هغه اور كي به له لوېدو وېره نه لرو چي نمرودان ئې بلوي، په همدې اور كي د لوېدو په وخت به وايو: حَسبُنَا اللَّهُ وَ نِعْمَ الْوَكيلُ ، نِعْمَ الْمَوْلى وَ نِعْمَ النَّصِيرُ: خداى هم راته كافي دئ او هم ډېر غوره وكيل، غوره مولا او غوره مرستندوى.

دا اختر مونږ ته وايي: د ابراهيم عليه السلام په څېر شئ، خداى ته مخه كړئ، د بنده بندگي مه كوئ، بتان نسكور كړئ، د اسارت جغ مات كړئ، زولنې وشلوئ، آزاد او سرلوړى ژوند وكړئ، د خپل ټاټوبي د خپلواكۍ او آزادۍ بيرغ لوړ وساتئ، د پرديو بيرغونه رانسكور كړئ، د هغو طاغوتي نظامونو ټغر ټول كړئ چي مظلومان او بې وزلي انسانان كړوي، د هغو زندانونو دېوالونه ونړوئ چي خداى پال آزادي غوښتونكي په كي ځورول كېږي، كه دا ونه كړئ نو تاسو نه اختر پېژندلى او نه مو لمانځلى!!

وروڼو خويندو! له دې فرصته په استفادې سره د هېواد د مهمو قضاياوو په اړه څو عرايض لرم:

· لكه څنگه چي الله تعالى تاسو ته د روسي يرغلگرو په ضد په تېر جهاد كي بريا دركړه، دا دى د صليبي ځواكونو په ضد په روان مقاومت كي هم ستاسو د بريا لمر په راختو دئ، امريكايي يرغلگر له ماتي سره مخامخ شوي، اعتراف كوي چي د مقاومت له ځپلو عاجز دي، په تېرو اتو كلونو كي ئې د تابوتونو له انتقال نه پرته بل څه نه دي ترلاسه كړي، فوځيان ئې ستړي، جنرالان ئې د جنگ له گټلو ناهيلي او ولس ئې له افغانستان نه د خپلو فوځونو د ايستلو غوښتنه كوي، حكومت او بهرني حاميان ئې اعتراف كوي چي دا جنگ نشي گټلى، ډېري سيمي ئې له لاسه وتلې، امنيت نشته، نه لويي لاري خوندي دي، نه د بهرنيو ځواكونو اډې او نه ئې گزمې او كاروانونه، د اداري فساد، رشوت، اختلاس او د ملي شتمنيو د تالان بازار گرم دئ، اشغالگران هم له سياسي پلوه له ماتي سره مخامخ دي او هم له نظامي پلوه. امېد دئ الله تعالى د اسلام او بشريت دا زوړ او ترټولو خطرناك دښمن هم له هغه برخليك سره مخامخ كړي چي شوروي اتحاد ئې ورسره مخامخ كړ،

· خو دې ته مو بايد پام وي چي مسكو او واشنگټن غواړي بيا همغه څه وكړي چي د روسي فوځونو د وتلو پرمهال ئې وكړ، په گډه ئې شمالي ټلواله جوړه كړه او د مخكنۍ جگړي د دوام په اړه ئې د روسي فوځونو نيمگړى مأموريت دوى ته وسپارو، مسكو د همدې لپاره له واشنگټن سره موافقه وكړه چي په افغانستان كي خپلو فوځونو ته د روسيې له لاري وسلې او مهمات ولېږي.

· افغانان يوه بل عمومي پاڅون ته ضرورت لري، داسي پاڅون چي ټول قومونه په كي برخه واخلي، اشغالگران د هېواد په هيڅ گوټ كي يوه شېبه آرام پرې نه ږدي، وطن پلورونكي ورټي او همغه معامله ورسره وكړي چي له كمونستانو سره ئې كوله، هغه ډلي د ملت اصلي دښمنان وگڼي چي افغانان په خپلو كي وېشي، شمال د جنوب په ضد او غير پښتانه د پښتنو په خلاف جنگوي، د پرديو تر قومندې لاندي او د هغوى د گټو لپاره د خپل ملت په ضد جنگېږي. د اشغالگرانو له ايستلو وروسته بايد هغه غلطي تكرار نشي چي تر دې مخكي وشوه، كمونيستان، جنگي جنايتكاران، ملي خائنين او وطن پلورونكي مجازات نه شول او موقع وركړى شوه چي خپل مخكني جنايات بيا تكرار كړي، پرون ئې روسي فوځونو ته د يرغل بلنه وركړه او نن له امريكايي ځواكونو سره يو ځاى شوي او د هغوى تر قومندې لاندي له افغانانو سره جنگېږي. داځل بايد دوى ته د مخكنيو او وروستنيو جناياتو داسي سزا وركړى شي چي د نورو لپاره د عبرت سبب شي.

· افغانستان يوه بل اسلامي انقلاب ته ضرورت لري، داسي انقلاب چي د هېواد خپلواكي ترلاسه كړي، قرآن حاكم كړي، مظلوم افغانان د بې رحمو ظالمانو له منگولو وژغوري، ډاډمن امنيت راولي، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوي، د ظالمانو په لاس د خلكو غصب شوي كورونه، زمكي او مالونه هغوى ته وسپاري، خائن حكام، او د حكومت هغه چارواكي چي په ملي شتمنيو ئې قبضه كړې، ملت ئې لوټلى، هېواد ئې پلورلى، د پرديو لپاره له خپل ملت سره جنگېدلي، پرديو د لوټمار شرايط ورته برابر كړي، د انگريزانو د سلطې په وخت كي هغوى د دوى پلرونو ته زمكي وركړې، او اوس د امريكايانو د تسلط په وخت كي دوى د بنگلو، زمكو او شتمنيو خاوندان كړل، دا خائنان بايد الهي عدالت ته مخامخ شي، د انگريزانو د اشغال له دوران نه تر نن پوري چي كومو وطن پلورونكو ته له استعمارگرانو سره د ملگرتيا په بدل كي زمكي، قصرونه، باغونه او شتمنۍ وركړى شوي، دا او ټولي لوټ شوې ملي شتمنۍ بايد د ملت په حساب مصادره او هغو خلكو ته وركړى شي چي د آزادۍ په جنگونو كي ئې قربانۍ وركړې، مظلومانو، وږو، بې وزلو، د شهيدانو كورنيو او هغو ته چي له لاس او پښو او د بدن له نورو غړو محروم شوي، كور ئې وران شوى او مالي او ځاني تلفات وراوښتي. هيڅ افغان بايد دا ونه زغمي چي د وطن د آزادۍ په لار كي د شهيد شويو كونډي گدائي ته اړ وي او ملي خائنان او وطن پلورونكي په آخرين ماډل موټرو كي گرځي!!

· زموږ دوست او دښمن بايد په دې پوه وي چي جگړه يوازي هغه وخت پاى ته رسېدى شي چي ټول اشغالگر ځواكونه د هېواد له لوېشت لوېشت څخه ووځي، بهرنۍ لاسوهني متوقفي شي، اقتدار د افغانانو د خوښي اسلامي حكومت ته وسپارل شي او اجتماعي عدالت تأمين شي، تر څو چي اشغال ادامه لري جنگ به جاري وي، تر څو چي اقتدار د هغو ډلو په لاس كي وي چي د پرديو د وسلو، پيسو او فوځونو په زور پر ملت تحميل شوې، تر څو چي يو منفور او ملت دښمنه اقليت پر افغانانو حكومت كوي، مفسدين او ملي خائنان د اقتدار په گدۍ ناست وي او اجتماعي عدالت تر پښو لاندې وي، نه جگړه پاى ته رسېدى شي او نه امنيت راتلى شي. د روسانو او امريكايانو ناكامو تجربو وښوده چي د اشغال دوران پاى ته رسېدلى، نور نو هېڅ ځواك نه شي كولى د وسلو په زور خپله اراده پر نورو ملتونو تحميل كړي، هم وطن پلورونكې ډلي بايد له دې نه پند واخلي او هم زمونږ هغه جاه طلب گاونډيان چي غواړي په افغانستان كي د روسانو او امريكايانو ناكامه تجربه تكرار كړي، كله له روسانو سره د افغانستان په نيولو كي ملگرتيا كوي او كله له امريكايانو سره، بايد پوه شي چي داسي مستي به ئې له بدو پايلو سره مخامخ كړي.

· مونږ له هيڅ داخلي ډلي او بهرني هېواد سره ذاتي دښمني نه لرو، په تفاهم او روغي جوړي باور لرو، د شخړو عادلانه او سوله ييز حل غواړو، واقعيتونه منو، په دې ټينگار كوو چي هر چا ته بايد خپل جائز حق وركړى شي، د همدې لپاره مو د هېواد د بحران د خاتمې لپاره داسي طرحه وړاندي كړې چي اساسي ټكي ئې دا دي: د بهرنيو فوځونو بشپړ او بلا قيد و شرط وتل، ټولو ډلو ته د منلو وړ موقت حكومت جوړول، د ملت د واقعي استازو مجمع دايرول، چي دا به د اساسي قانون، فوځ، پوليس، راتلونكي حكومت او نورو مهمو ملي قضاياوو لكه په جنگي جناياتو د تورنو كسانو او د هغو وطن پلورونكو محاكمه چي د اشغالگرانو ملگرتيا ئې كړې او پرديو ته ئې د هېواد په چارو كي د لاسوهنو شرايط برابر كړي، په اړه وروستۍ پرېكړه كوي.

· مونږ په مكتب، مدرسې، جومات، بازار او دې ته ورته ځايونو كي چاودني او د بې گناه افغانانو وژنه په كلكه غندو، په دې پوره باور لرو چي دا كار د اسلام او افغانستان د دښمنانانو په لاس ترسره كېږي، دوى غواړي د ملا او مكتبي په نامه د يوه بل جنگ اور هم بل كړي، دوى غواړي مجاهدين بدنام كړي، خو افغانان پوهېږي چي دا يا د بهرنيو جاسوسي شبكو كار دئ يا د بې عقلو او بې دينو خلكو او د دين او د علم د دښمنانو كار؛ نه د مجاهدينو!!

· مجاهدين بايد متوجه وي چي اشغالگرانو له ځينو وطن پلورونكو ناافغانانو نه داسي ټولگي جوړ كړي چي د دولت د مخالفينو په نامه ئې په ځينو سيمو كي د دې لپاره ځاى په ځاى كړي چي مجاهدين پرې بدنام كړي، دغو ډلو ته ئې ويلي چي د خلكو كورونو ته واوړي، غلاوي او شوكي وكړي، د خلكو خپلوان اختطاف كړي، پيسې ترې وغواړي، خلك وځوروي، ملا، مامور، مكتبي، ډاكټر، انجنير، او نور ملكيان ووژني، په جوماتونو، بازارونو او د خلكو گڼي گوڼي په ځايونو كي چاودني وكړي او مطبوعاتو ته خبر وركړي چي د دغو ناروا كارونو مسئوليت فلانۍ ډله په غاړه اخلي، تر څو په دې سره د مجاهدينو او ولس تر منځ كركه او تنفر راولاړ او ولس له مجاهدينو بېل كړي.

· زه افغانانو ته په عامه توگه او تاجرانو ته په خاصه توگه توصيه كوم چي د خپلو پانگونو او بانكونو ته د خپلو شتمنيو په سپارلو كي؛ دې ټكي ته متوجه وي چي بهرني ځواكونه د وتلو په حال كي دي، د دوى له وتلو سره سم به هغه بانكونه خپلي دروازې تړي او خپلي شتمنۍ به بهر ته انتقالوي چي د بهرنيو د تسلط تر سيوري لاندي ئې د افغانانو د شتمنيو غارت ته ملا تړلې او په تېرو كلونو كي د ډېرو شتمنيو خاوندان شوي.

· ټولو افغانانو ته بلنه وركوو چي راشئ له دې بحران نه د هېواد د ايستلو لپاره يوه بل ته د ورورۍ لاس وركړو، افغانستان د ټولو وروڼو قومونو گډ كور وگڼو، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، د پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو، داسي سرلوړى او خپلواك افغانستان جوړ كړو چي د نړۍ هيڅ ځواك هغه ته په كږه سترگه د كتلو جسارت ونه كړي، له نورو سره د سيالۍ جوگه وي او هيچا ته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي.

سرلوړي دي افغانان

بريالي دي وي مجاهدين

والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته



حكمتيار

افغانستان


أبوخليل قدوسي
27.11.2009

مجاهدورور حکمتيار صاحب اومجاهد مشر ملامحمدعُمر سددالله خطاهما
السلام عليکما ورحمة الله وبرکاته
تاسو اوټولو هغو په دين مينو دجهاد دلاري لارويو ته چي له يرغلګرو څخه مو دتېښتي لاره ورکه کړي ده په درنه قلبي مېنه دلوی اختر په مناسبت ټول مسلمانان او په تېره بيا داسلام داصيل خط پيروان ښې هيلي او مبارکيوي وړاندي کوي او الله تعالی ته ټول لاس په دعا دي چي هغه تاسو او مونږ ټولو ديرغلګر تور ښکېلاک په جونګړه هغه توره ورځ راوويني کومه چي يي پرون دسره ښکېلاک په جونګړه سرې لمبې راوليدلې .
ستاسو مبارک شخصيتونه نه يوازي دهېوادوالو لپاره بلکه دنړۍ دټولو په اسلام مينو مسلمانانو لپاره ژوندي پيغامونه دي داچي زيار مو اېستلي ترڅو پخپلو بېساري قلمونو هغوی ته په هرمناسبت ليکل شوي پيغامونه لېږﺉ الله تعالی ديي درته ستر اجر اوثوابونه درکړي .
ددې ځورېدلي ملت او دنړۍ دټولو مسلمانانو له تاسو څخه يوازېنۍ هېله داده چي تاسو دواړه دجهاد مخکښان پخپل مېنځ کي مخکي له دې چي کاروان مو دبري منزل ته ورسېږي يو اوبل ته دنژدېکت لاسونه سره ورکړي دابه نه يوازي تاسو ته ځواک دروبښي بلکه ستاسو داتباعو ترمېنځ به هم زيات واټنونه راکم کړي او ددښمنانو هغه هڅي به هم شنډي کړي کوم چي غواړي مسلمانان په بېلابېلو نومونو يوله بل څخه لېري کړي او پخپل مېنځي شخړو اودښمنيو يي اخته کړي .
دلته يوځل بيا الله تعالی ته ددُعا لاسونه پورته کوو چي هغه تاسو او دهېواد ټول مقاومت په بري سره ترخپله منزله ورسوي او له نورو اضافي ازمېښتونو او آزموينو څخه مو پخپل فضل وژغوري .
پتنګه وروره !
تاسو ته په ځانګړي توګه او دټول افغان ټولو درنو مسلمانو وروڼو ، همفکرو او دقلم دسنګر قهرمانانوته پدې ځای کي يوځل بياددې مبارکي ورځي په مناسبت تبريکات وړاندي کوم الله تعالی دوکړي هرچېرته چي ياست همدغي شېبې په بشپړه خوشالي او خندا سره تېري کړﺉ ( د ورور حکمتيار دپيغام له رانقلولوڅخه ډېره مننه).
په درنښت
ستاسي ورور
أبوخليل قدوسي
www.onlinepaigham.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more