د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملاعمر څه غواړې ؟

Nadar
26.11.2009

وهابي وهاج ساپي صیب دي لطفن ځواب راکړي !

محترمانو !

دلته په کومه يوه پاڼه کي کوم ښاغلي د ګورباچوف په هکله خبري کړي وې چي د هغه د قوله يې ويلي وه چي : ما څه وكړل چې تاسې به يې وكړئ،؟
دغه ښاغلي د افغانانو د بهادرۍ يادونه کوي چي پرون مو انګرېزان ځغلولي او وروسته مو د شورويانو امپراتوري هغه هم په امريکايي ډالرو او وسلو خو د دريو ميليونو ګمنامو افغانانو دد وينو په بيه ړنګه کړه او موږ بيا لويه تاريخۍ توره وکړه، اتلان شولو !. خو دغه ښاغلی نه وايي چي موږ افغانانو ته دغي توري په بدله کي څه ګټه را ورسېدله او موږ خاصتاً پښتانه همدا اوس ددې بهادريو په نتيجه کي په کوم ځای کي ولاړ يو ؟

نن سبا د هم دغومره تورو او بهادريو سره موږ په خپل پدري وطن کي لکه د ځينو ليکوالان په اند چي وايي موږ په خپل وطن کي مهاجر شولو، خپل ذاتي حقوقو نلرو او هغه ته مو څوک درناوی نه کوي . ياکله چي په پښتو وږغېږو نو راته ویل کيږي چي : برو آدم واري ګپ بزن ! يا داچي تازه د شوروي د ماتي باد موږ ته پېغور راکول کيږي چي نن څه حال دی :

امريکا او څلوېښت هيوادونه چي د افغانانو او پښتنو د ځپلو د پاره دلته راته مېشته شوه، زموږ وطن يې سم دم اشغال کړ او موږ اوس په يويشتمه پېړۍ کي يو مستعمره هيواد يو، يو مو د بنياد ګر په نامه وژني ، بل مو د القاعده او طالب په نامه بېخ را وباسي ، بل مو د ټروريسټ په نامه تبه کوي، بل مو د فاشست او افغان غول په نامه ځپي، همدغه پروني دوستان مو په بې پېلوټه طیارو باندي وژني، پنجاپي اسلامي پاکستانيان مو دغه واقعي حراميان مو هم زموږ پر سر سوداوي کوي او وژني مو . نو تاسو دلته دغه سوچ وکړی چي آيا موږ د دې واقعي اسلامي بهادريو نه څه لاسته راوړه؟ آيا موږ بهادر پښتانه او مسلمانان وو او که د ډالرو نوکران؟ . موږ همدا اوس څه يو؟ کرزۍ څوک دی او د پښتون په نامه يې و پښتنو ته څه عزت ور پرې ايښی دی ؟ ړوند ملا عمر او ګلب الدين څه کوي؟ آيا هغوی په خپل ايمان او اختيار سره عمل کوي او که بيا هم د وهابي سعوديانو او پنجاپي اجنټانو ته کار کوي؟ او لا نور هم پښتانه تبه کوي؟ . دا پښتانه چي نن سبا هم دوستم، هم شورای نظار، هم عطا، هم ډبل عبدالله، هم محقق او خليلي خېلان، هم شمالي ستميان ، هم په شورا کي قانوني او په کابینه کي مسعود او اوس فهيم د کارملي پرچميانو سره چي زموږ تکه تکه کول غواړۍ ، تاسو ښاغلي د کومو بهادريو او اسلامي اخوت او افغانيتد نه خبري کوی ؟؟ د خپل کور په انګړ کي چي مو امريکايان درخيژي تاسو د کوم ننګ او غیرت چيغي وهی؟ . پښتون او پښتونولي مو چي په رڼو سترګو ګوری تبه کيږي تاسو اوس اصلا د کوم حق باز خواست کوی ؟ تاسو اوس اصلاً ياست څوک او څه غواړی ؟؟

موږ خو ۹۵٪ حنيفي مذهبه مسلمانان پښتانه او افغانان يو ، ملاعمره ته چي وهابيت دلته د سعودي د منفوري کورنۍ په امر خپروې، نو زموږ حنفی مذهبه مسلمانان خو هغه نه مني ته ړوند ملا عمر په دې هکله څه کول غواړې ؟

پښتنو ستاسو د خپلي خرتوبۍ د لاسه زموږ دوطن بېړۍ ډوبيږي، د دوسوو کالو دولت او اردو مو ړنګ شو ، مخکي تر دې چي دا بېړۍ ډوبه شي لطفاً د ملاعمره سره يو ځای د سړو غوندي سوچ وکړی!
بني آدمان شئ ؟

د خدای په لیاظ انسانان شئ، وتلي افغانان شئ !

ملاعمره ته چي هر چا را مخته کړی يې ، خير ، خو په دې وطن باندي د پښتونولی په خاطر رحم وکړه ،د امير المؤمنين په ځای امير الا فغاني شه، په اسلام کي خو مو بې له هغه هم غول وکړه، پښتانه سره ټول کړه!!! او د پردو د نوکری نه لاس واخله !!!

په درناوي
نادر افغان


..Ahmadzai
26.11.2009

ناډره د زړه بړاس دې ویستلی!!!!!!

هر څوک حق لري چې د خپل زړه بړاس دلته وباسي، ولو که ښه پوخ کمونیست یا هم ښه لوی خرکوس وي.
خو چې د خدای تعالی ذات ، او رسول الله صلم او د دیني ثوابتو سپکاوي ونکړي

په درنښت


Nadar
26.11.2009

ګوره احمدزيه !
خبره خو تاسو و کمونيسټانو ته را و ايستله ، ولي داسي نده !
تاسو د سړي غوندي، د افغان او پښتون غوندي، د يوه سوچه پدرکرده مسلمان غوندي ځواب راکړی ، دا دلته اوس څه انډو خر روان دی ؟ دا دله ګان او دوسان دلته زموږ په وطن کي د اسلام په نامه څه غواړي ؟ ته، زه او موږ څوک يو ، پلار او نيکه مو څوک وه ، اوس دغه ړانده، کاڼه او د ووهابيانو نوکران زموږ نه څه جوړول غواړي ؟ که دغه ړوند ملاعمر يو ځل بيا د چارو واګي په لاس کي ونيسي ، نو هغه خو وهابي دی او زه، ته اوزموږ ټول ولس حنيفي مذهبه مؤمنان دي ، نو موږ لکه شیعه ګانو ته چي ځانونه نه تسليموو ، و وهابيانو ته هم نه تسليمېږو، ملاعمردي اوس دغه خبره ثابته کړي او راته ووايي چي ستا اسلام ته به زموږ اکثريت افغانان څه خېل ځانونه تسليموي ؟

زه نه کمونیسټ يم او نه هم دهري، خو د پلار او نيکه نه يو حنيفی مذهبه مسلمان يم او هغه هم ډېر سپېڅلی مسلمان . ملاعمره ګوره هوښ کوه داسي کار در باندي ونکړي چي مسلمانان پخپلوکي درباندي  واچوي ‏ او وروسته يې  په تا باندي ووهي ؟!

په د رناوي


أبوخليل قدوسي
26.11.2009

السلام عليکم دفورم لوستونکيو!
دغه ليکونکی که هرڅوک دی خو کومي خبري چي هغه ليکلي نه خو يي اسلاميت جوته کوي او نه يي څرګند کفر، يوځای هغه ددې اقرارکوي چي زه يو پوخ مسلمان يم خو بل ځای هغه داټوله جهادي فلسفه او يونېم مليون شهيدان هرڅه بېځايه بولي يو ځای ليکي چي :
[size=24:10861b1ce7][color=red:10861b1ce7]په اسلام کي خو مو بې له هغه هم غول وکړه،[/color:10861b1ce7][/size:10861b1ce7]
هغه که رېښتيا هم مسلمان وي بايد پدې خبره توبه وباسي ديوه آسماني رسالت په هکله دداسي پوچو کلماتو کارول دهغه اسلاميت ترپوښتني لاندي کوي .
هغه داسي انګېري چي دا باشهامته افغانان ټول بي عقلان او خرڅ شوي دي يواځي هم دی دی چي په حقيقت يي سر خلاص شوی دی او په افغانانو يي زړه سوځي .
څوک نه پوهېږي چي هغه د خپلي ليکني له مخه څه غواړي چي څه بايد وشي ، افغانان بايد اشغال ومني چي دوينو له تويېدلو څخه خلاص شي ؟
خو دهغه چي پدې ليکنه کي هرڅه موخه وي خو زه ديوه مسلمان افغان په حيث بايدته دا په لنډو تورو کي ووايم چي که افغانانو دروسانو په خلاف جهاد کي قرباني ورکړه د ډالرو په خاطر نه وه بلکه يوه ديني فريضه يي ادا کړه او ټولي قربانيوي دالله تعالی د رضا دحصول لپاره وې داچي ګټه نورو ورڅخه واخېستله دابېله خبره ده .
نن که افغانان قربانيوي ورکوي نو هم موخه ديرغلګر شړل او داسلام دحاکميت په موخه دالله تعالی دضا لاس ته راوړل دی نه څوک داشخاصو لپاره جنګېږي او نه دکومو بهرنيو هېوادونو لپاره .
مجاهد ملا محمد عمر او ورور حکمتيارسدد الله خطاهما ازمويل شوی شخصيتونه اوپاخه حنفي مسلمانان دي شاعر وايي :
شب پره ګر وصل آفتاب نخواهد +++++++++ رونق بازار آفتاب نکاهد
که هغوی ستاسو په وينا پلورل شوي وای او يا دمقام او ډالرو وږي وای نو دې ستومانيو ته هېڅ اړتيا نه وه کولای يي شوای دغرب شرايط يي په هماغه ابتداء کي منلي وای دهغوی مشرتابه او ډلو ته به هېڅ زيان نه اوښت کوم مجبوريت يي درلود چي له ستومانيو څخه ډک ژوند او غرونو رغونو ته يي مخه کړه خو هغوی اصولي مؤمنان دي چي په هېڅ ډول په اصولو لوبي نکول غواړي ، سازش نه مني دژوندانه او مبارزې موخه يي په هېوادکي داسلام دنېکمرغي بښونکي نظام حاکميت او دالله تعالی دکلمې اعلاء دی او بس .
زړګيه ، افغانان او ددې فورم ليکونکي اولوستونکي دومره ناپوهان ندي چي ستاپدې پوچو ليکنو وغولېږي او يا تېر وزي بلکه هغوی تېر وتلي دي څوک چي دافغانانو شهامت ، مقاومت او دهغه رهبري ته له نامعلومه لوري غشي ورولي .
د Nadar په نوم ليکنه مه کوه بلکه که تاسو دوېښ ضمېر څښتن او دپخې عقيدې مسلمان يئ نو پخپل نوم ليکنه وکړه ځای اوټاټوبی مو معلوم کړﺉ لکه دټولو وروڼو چي څرګند دی او خپل انتقاد په قوي استدلال او منطقي بڼه مطرح کړه ترڅو وروڼه دسم ځواب ووايي .
اوتاسو ته هغه حقايق چي تاسو يي په لټه کي ياست درته روښانه کړي او که داسي نوي او لمر په دوو ګوتو پټوﺉ نو لږ ترلږه خو دانسانيت او ادب په چوکاټ کي ليکني کوه الله تعالی دهدايت نصيب کړه


باتور
26.11.2009

ښاغلي قدوسي ورور ته د سلامونو تر څنګ،

وروره دلته د ده په شان ډېر له عقدو او کينو ډک کسان ښکته پورته شوي، ښه او بد يې ليکلي. . د د غو چي زړونه لږڅه په تنګ شي بيا نو يو څه چټياټ را حواله کي. . په منطق او استدلال خبر هم نه دي، اصلي مطلب يې له سالم بحث څخه نه، بلکه د روانو بحثونو ګډوډول او يا هم د ګډونوالو تر منځ د نفاق اچول دی .

بله دا چي دلته نومونه اکثراً مستعار دي، څوک د چا پېژندنه نه شي کولای، نو له دېنه بعضي کسان سوء استفاده کوي، ځان ته يو نوم وټاکي، را داخل شي، په چټياتو پيل کړي، بيا يې يا د پاڼي مسؤولين چغه کړي او يا هم په خپله شرمېدلي بېرته لاړشي.

نو ډېر سر مه پسې ګرځوه، دوی همدا غواړي چي يو څوک ورسره ولګېږي.

په درنښت


Nadar
26.11.2009

ګوره باتوره ستا د توري او باتورۍ نه هم څوک نه دي خبر ،
په رشتيا ته يې څوک چي دومره غټي خبري کوې؟
تاته منطق او استدلال څه ښکاري ؟ کم عقله ته زما وليکني ته ښه ځيرشه د سړي غوندي استدلال ووايه ، په دې خبره دي سر خلاص کړه چي زما  خبره هم د اسلام ده هم د وطن ده او هم زموږ د پښتنو ده !

ماته او ټولو ته واضح کړه چي دغه ملاعمر پخپله څوک دی او چا را مخته کړی دی چي بايد خبره يې و منل شي ؟
زه د يوه حنیفي مذهبه مسلمان په حيث، د يوه پښتون افغان په حيث ددې خاوري د يوه بچي په حيث دا حق لرم چي  دغه پورته تشويشونه او سوالونه اظهار کړم ، ته باتور  بايد چي کاره يې ما ددې سوالو نه محروم کړې، او  يا داچي د بعضي کسانو په جمله کي مي راولې چي ګني سوء استفاده کوم  او يا ځانته يو نوم ټاکم چي و دې بحث ته را دا خل شم !!
زه ستاسو سره په پښتو ګډېږم، تاسو ماته وواياست چي زما کوم څه چټياټ دي  چي زه  بايد ورباندي و شرمېږم ؟؟؟
دغه پوښتني د ورځي او د هر چا پوښتني دي تاسو هر څوک چي ياست بايد هغه ته ځواب وواياست ، خلک خره نه دي چي هر غول چي تاسو يا ملا عمر خوري، هغه ته د آیات او حديث په حيث و ګوري او هغه و مني . پليز د سړو غوندي ځانونه و ولس ته ور وپېژنی چي در سره ملګري شي ، کنه نو دا د امير المؤمنين ډرنامه به مو د خاورو خاکه شي !!!
په ډرناوي
نادر افغان


باتور
26.11.2009

نادر خانه،

غوښتل مي چي د پوښتنو ځواب دي درکړم، لېکن دې تکراري جملې ته دي چي را ورسېدم :

خلک خره نه دي چي [color=white:c834cbe978]هر غول چي تاسو يا ملا عمر خوري، [/color:c834cbe978]. . .

نو بېرته پې پښېمان سوم.

له چټياتو څخه مي مطلب ستا د غولو خبره وه .

په درنښت


pattang
26.11.2009

ايات او حديث څه کوې ! هغه ستاسو عقيدوي لاره نده .
هلکه ډېر دپښتو ، پښتو او سني مذهبه نارې وهې خو دروغ وايې :
څکه دملا عمر ،کزرزي او اشغالګرو فرقونه پټوې ٠ پښتون له هغه چا سره په سنګر کې دريږي چې هغه يې ناموس او هيواد په وينو ساتي ، او س خو ملا عمر داکارکوي
اوکه ورسته بيا دی هم خراب شه نو حنيفي مذهبی پښتون به بيا توره رااخلي .

[quote:6c6fe0d1f5="Nadar"]ګوره باتوره ستا د توري او باتورۍ نه هم څوک نه دي خبر ،
په رشتيا ته يې څوک چي دومره غټي خبري کوې؟
تاته منطق او استدلال څه ښکاري ؟ کم عقله ته زما وليکني ته ښه ځيرشه د سړي غوندي استدلال ووايه ، په دې خبره دي سر خلاص کړه چي زما  خبره هم د اسلام ده هم د وطن ده او هم زموږ د پښتنو ده !

ماته او ټولو ته واضح کړه چي دغه ملاعمر پخپله څوک دی او چا را مخته کړی دی چي بايد خبره يې و منل شي ؟
زه د يوه حنیفي مذهبه مسلمان په حيث، د يوه پښتون افغان په حيث ددې خاوري د يوه بچي په حيث دا حق لرم چي  دغه پورته تشويشونه او سوالونه اظهار کړم ، ته باتور  بايد چي کاره يې ما ددې سوالو نه محروم کړې، او  يا داچي د بعضي کسانو په جمله کي مي راولې چي ګني سوء استفاده کوم  او يا ځانته يو نوم ټاکم چي و دې بحث ته را دا خل شم !!
زه ستاسو سره په پښتو ګډېږم، تاسو ماته وواياست چي زما کوم څه چټياټ دي  چي زه  بايد ورباندي و شرمېږم ؟؟؟
دغه پوښتني د ورځي او د هر چا پوښتني دي تاسو هر څوک چي ياست بايد هغه ته ځواب وواياست ، خلک خره نه دي چي هر غول چي تاسو يا ملا عمر خوري، هغه ته د آیات او حديث په حيث و ګوري او هغه و مني . پليز د سړو غوندي ځانونه و ولس ته ور وپېژنی چي در سره ملګري شي ، کنه نو دا د امير المؤمنين ډرنامه به مو د خاورو خاکه شي !!!
په ډرناوي
نادر افغان[/quote:6c6fe0d1f5]


محمد احمد حمي
27.11.2009

نادر افغان صاحب ، څه چي دي ليكلي دي اكثره يې له حقيقت څخه اخبار كوي ، چي ترخه دي نو له دې امله جذبات هم را پاروي، چي بايد قدر يې وشي.

رښتيا هم په دې ديرش كاله كي دومره زوى مړى نه سو پيدا چي افغان پرابلم حل كړاى شي، هر يو چي يې لومړى ورځ ځان معرفى كوي نو غټى وعدې او دعوې كوي، په پاى كي معلومه شي چي افغان نه بلكه دنورو ايجنټ او دپرابلم حل كوونكى نه بلكه ديوې نوى او خطرناكى بڼى پرانيستونكى يې دى، والله ولى الامور كلها، الله دي اوس خير پيښ كړي.


و.افغان
27.11.2009

نادر صاحب:
ستاسو د احساساتو د احترام سره سره لازمه ګڼم چې ستاسو هغه عيب په ګوته کړم،
چې سترګې مو د هغه له ليدلو ړندې دي، يا يې پټې نيسئ چې ويې نه وينئ.

نادر خانه!
هغه ملا او هغه عالم چې له تاسو څخه يې په دولت کې نه وزارت غوښته او نه رياست ، نه يې له تاسو پيسې غوښتې نه شتمنۍ، سره له دې چې هغوی هم د دې وطن حقدار
بچي وو، د دولت په ادارو او شتمنيو کې يې لکه د نورو غوندې د حقه حقوقو خاوندانو وو،، خو تاسو نه يواځې دا چې هغوی له خپلو حقوقو محروم کړ، بلکه له هغوی څخه
مو د ژوند حق هم سلب کړ، او هغه علماء او مولايان چې په مسکنت او غريبۍ يې خپله زندګي
په جماتونو يا جماتونو پورې اړوند خونو کې تېروله، له جوماتو مو راوويستل،
په ډېره نامردګۍ مو تعذيب، قتل او مهاجرت ته مجبور کړل، نه يواځې ملايانو
پسې تاسې راواخيسته، بلکه د اسلامي مقدس دين د پشپړ ختمولو پسې هم لاس
پورې کړ، او دا تاسو روڼ اندو (وبخښئ تياره اندو، تورتم اندو، له عقل خلاص
اندو) ته د ترقۍ او پرمختګ لاره ښکارېده.

نو نادر خانه!
اوس ځان ټينګ کړئ، ملا اوس هوښيار، بيدار، او په هيواد کې په روانه لوبه ښه
پوه دی، دا چې ته د دغې پوهې لامله په هغه ديوه او بل ټاپه لګوې؛ ستاسو سره هيڅ
کومک نشي کولای.

په دې هم شکر وباسئ چې کمونستانو ته يې د ژوند کولو فرصت ورکړی دی.
نو دا طمعه بيخي مه لرئ، چې ملا به يو ځل بيا لکه د پخوا غوندې په ټولنه کې
ذليل مهان ژوند اختيار کړي، چې تاسو ته ساحه خالي شي، همدرانګه د پخواني
مکتب او شعار لاندې د راغونډېدو طمعه ، هيله او ارمان هم له زړه لرې ساتئ، ځکه
چې ان شاء الله هيڅکله پوره کېدونکی نه دی.

په درنښت


أبوخليل قدوسي
27.11.2009

ساپی صاحب
السلام عليکم
ترهرڅه لومړی درته له حق څخه په دفاع کي له لوی الله تبارک وتعالی څخه اجر اوثواب غواړم .
ويل کېږي چي دسلطان محمود پلار سبکتګين چا له مړيني څخه وروسته په خوب کي وليد چي سترګي يي غړولې يوبل ښه سړي ته يي داخوب بيان کړ او تعبېر يي ورڅخه وغوښت هغه په ځواب کي ورته وويل :
هنوز چشمش نګران است که ملکش باديګران است .
نو ددې رټل شوي ډلګۍ پاته شوني اوس هم لا سترګي غړوي ، طالبانو يوه لويه اشتباه داوکړه چي دامارت په مهال يي دهمدغي خايني وطن پلورونکي ډلي بشري تصفيه يي ونکړه چي نن بيا خپل ځانونه يواوبل ځای په بېلابېلو نومونو برېښوي .
دځواب ويلو اړتيا يي نشته راتلونکی وخت به يي ځواب ووايي .
آنکس که به قرآن وحديث زو نرهې «»«»«»«»«» آنست جوابش که جوابش ندهې
په درنښت
[size=24:8b4884c6d8][color=brown:8b4884c6d8]www.onlinepaigham.com[/color:8b4884c6d8][/size:8b4884c6d8]


z.shaheen
27.11.2009

[quote:bf026595d1="وهاج ساپی"]نادر صاحب:
ستاسو د احساساتو د احترام سره سره لازمه ګڼم چې ستاسو هغه عيب په ګوته کړم،
چې سترګې مو د هغه له ليدلو ړندې دي، يا يې پټې نيسئ چې ويې نه وينئ.

نادر خانه!
هغه ملا او هغه عالم [color=blue:bf026595d1]چې له تاسو څخه يې[/color:bf026595d1] په دولت کې نه وزارت غوښته او نه رياست ، نه يې له تاسو پيسې غوښتې نه شتمنۍ، سره له دې چې هغوی هم د دې وطن حقدار
بچي وو، د دولت په ادارو او شتمنيو کې يې لکه د نورو غوندې د حقه حقوقو خاوندانو وو،، خو تاسو نه يواځې دا چې هغوی له خپلو حقوقو محروم کړ، بلکه له هغوی څخه
مو د ژوند حق هم سلب کړ، او هغه علماء او مولايان چې په مسکنت او غريبۍ يې خپله زندګي
په جماتونو يا جماتونو پورې اړوند خونو کې تېروله، له جوماتو مو راوويستل،
په ډېره نامردګۍ مو تعذيب، قتل او مهاجرت ته مجبور کړل، نه يواځې ملايانو
پسې تاسې راواخيسته، بلکه د اسلامي مقدس دين د پشپړ ختمولو پسې هم لاس
پورې کړ، او دا تاسو روڼ اندو (وبخښئ تياره اندو، تورتم اندو، له عقل خلاص
اندو) ته د ترقۍ او پرمختګ لاره ښکارېده.

نو نادر خانه!
اوس ځان ټينګ کړئ، ملا اوس هوښيار، بيدار، او په هيواد کې په روانه لوبه ښه
پوه دی، دا چې ته د دغې پوهې لامله په هغه ديوه او بل ټاپه لګوې؛ ستاسو سره هيڅ
کومک نشي کولای.

په دې هم شکر وباسئ چې کمونستانو ته يې د ژوند کولو فرصت ورکړی دی.
نو دا طمعه بيخي مه لرئ، چې ملا به يو ځل بيا لکه د پخوا غوندې په ټولنه کې
ذليل مهان ژوند اختيار کړي، چې تاسو ته ساحه خالي شي، همدرانګه د پخواني
مکتب او شعار لاندې د راغونډېدو طمعه ، هيله او ارمان هم له زړه لرې ساتئ، ځکه
چې ان شاء الله هيڅکله پوره کېدونکی نه دی.

په درنښت[/quote:bf026595d1]

عجب انصاف آقای سافی!
آقای نادر میگوید:
[color=blue:bf026595d1]زه نه کمونیسټ يم او نه هم دهري، خو د پلار او نيکه نه يو حنيفی مذهبه مسلمان يم او هغه هم ډېر سپېڅلی مسلمان .[/color:bf026595d1] ولی شما بالایشان تاپۀ کمونستی را میزنید! اگر شما حرفهای شانرا نمی پزیرید پس دیگران به چه دلیل حرف های شما رابپزیرد؟

ابر اگر از قبله خیزد سخت باران می شـــود
شاه اگر عادل نباشد ملک ویران می شــــود


Nadar
27.11.2009

سافي صیب ستاسو د ليکني نه مننه چي زما و احساساتو ته د مود احترام سره سره لازمه ګڼلې زما عیب هم را په ګوته کړی…
خو دا زما و افغاني او پښتني احساساتو ته ځواب نه وو !
زه نه پوهېږم چي تاسو د کومي خوا را ګز کړېده، ما دهغه ملا کله بې احترامي کړېده چي د خدای بندګان او مسلمانانو ته د پاک الله د کلام د سولي او اخوت پيغام رسوي ، دځانه څخه وطنپاله او افغانپاله افغان او پښتون جوړوي او د خپل وطن او ولس خبري کوي . زموږ خلکو ته د اسلام او شرعي خبره رسوي . تاسو ماته اوس دغه شاني ملا را په ګوته کړی چي هغه دي په افغانستان کي د اسلاميت خبره او عمل يو ځای وکړي . سافي صیب تاسو دا دېرش کاله وګوری چي دغه بدبختو ملايانو ځان پر چا او چا باندي هم خرڅ نکړ خو کاشکي يې موږ ته د عدل او انصاف يو رښتيني اسلامي نظام را وستی وای ؟ تاسو وګوری چي همدغه ملايانو زموږ دوطن نه څه شي جوړ کړ ؟ ستاسو لا زړه نه دی يخ لا نور هم ويني تويول غواړی او د پنجاپيانو او سعوديانو په امر ولسونه حلالوی !
سافي صيب تاسو پوهېږی چي هيڅ افغان د اسلام ضد ندی خو هيڅوک حق نلري د خپلي سليقې اسلام پر خلکو باندي هغه هم په زور او وحشت باندي و مني او پر چا يې تحميل کړي . ستاسو د وهابيت اسلام تازه لانجې جوړوي او دا د انګرېزانو فلان دی چي سوچه مسلمانان به يې هيڅکله و نه مني .
خدای تعالی دي زموږ په وطن کي يو اتاترک غوندي نر افغان را پيداکړي چي د هر وطنپلوري هر څوک چي وي جرړي و باسي البته د جاهلو ملايانو سره هم هماغسي چلند وکړي لکه هماغه د نر بچي چي په ترکيه کيرکړی وو . ستاسو د ملايانو داشاني وحشت چي زموږ بېګناه پښتانه وژني او پښتني سيمي مو د پردو د فلانو دپاره هدف ټاکي نو ټول ولس يې و داسي يوه حالت ته راضي کړی دی چي په سوي زړه د خدای پاک نه دا داسي جاهلو او پلورل شوي ملايانوتباه کېدل وغواړي . !
نادر افغان


و.افغان
28.11.2009

وروره! چې داسې ده لکه په دې ليکنه کې چې مو ښکاره کړې ده، نو زه هم درسره
ملګری يم، زه همېشه کوښښ چې د حق پلوي وکړم، که چېرته ملا او طالب له حق
څخه فاصله ونيسي، نو ملا او طالب پرېږدم او حق اختياروم، په دې فوروم کې به
د ډېرو بحثونو له مخې تاسې دا جوته شوي وي، ځينې طالب پلوه يا طالب فکرو
غړو ماته غوسې او سپکې سپورې هم ډالۍ کړي دي.
البته له تاسو هيله کيږي چې له عمومي احکامو څخه خودداري وکړئ، څنګه چې
تاسو ځان مسلمان بولئ، او مونږ هم ستا په رښتينولی باور کوو، نو که په ملا
او طالب انتقاد لرې، لطفا يو يو دلته طرحه کوه، او په کره توګه يې څېړه، لکه دروند
غيرت او نور وروڼه چې يې کوي.
اما دغې ټاپې ماپې هيڅ په درد نخوري، او نه خلک دومره ساده دي چې دغو مجهولو عمومياتو باندې سر وخوږوي چې تاسو خپله پرې هم نه پوهېږئ، نه غواړم
چې بحث بل خوا ته لاړ شي، خو که له تا څخه ستا په خپله ليکنه کې پوښتنې پيل
کړم، نو يقين لرم چې په بعضې خپلو خبرو دې هم سر ندی خلاص.

حنفي مذهب د نورو فقهي مدرسو په شان په اسلام باندې د پوهې لپاره يو لويه
عظيمه او لوړه مدرسه ده، چې ډېر امامان په کې روزل شوي دي، تاسې چې ځان
حنيفي مسلمان بولئ، نو راوړاندې شئ، مهرباني وکړئ، زه مو هم ملګری يم، د
طالب کړنې د حنفي مذهب له مخې تنقيد کړئ، له شرعي دلائلو له مخې يې تنقيد
کړئ، زه هم درسره يم.

پاتې اتاتورک، نو هغه د يهودۍ ځوی وو، هغه غدار د خپل دولت په مقابل کې د
يهودو او انګريزانو په لمسون وسله اوچته کړه، او د خپل دولت او د نړۍ له ټولو
مسلمانانو سره يې لوی خيانت وکړ،
او خپل څو سوه کلن دولت يې له
منځه يووړ، نو څه ګټه يې وکړه؟؟
تر ننه پورې اوروپايي اتحاد ته سجدې کوي، چې په اروپايي ملکونو
کې ترکيه شامله شي، خو هغوی يې اوس هم نه پرېږدي.

په درنښت

[quote:39ab5599ef="Nadar"]سافي صیب ستاسو د ليکني نه مننه چي زما و احساساتو ته د مود احترام سره سره لازمه ګڼلې زما عیب هم را په ګوته کړی…
خو دا زما و افغاني او پښتني احساساتو ته ځواب نه وو !
زه نه پوهېږم چي تاسو د کومي خوا را ګز کړېده، ما دهغه ملا کله بې احترامي کړېده چي د خدای بندګان او مسلمانانو ته د پاک الله د کلام د سولي او اخوت پيغام رسوي ، دځانه څخه وطنپاله او افغانپاله افغان او پښتون جوړوي او د خپل وطن او ولس خبري کوي . زموږ خلکو ته د اسلام او شرعي خبره رسوي . تاسو ماته اوس دغه شاني ملا را په ګوته کړی چي هغه دي په افغانستان کي د اسلاميت خبره او عمل يو ځای وکړي . سافي صیب تاسو دا دېرش کاله وګوری چي دغه بدبختو ملايانو ځان پر چا او چا باندي هم خرڅ نکړ خو کاشکي يې موږ ته د عدل او انصاف يو رښتيني اسلامي نظام را وستی وای ؟ تاسو وګوری چي همدغه ملايانو زموږ دوطن نه څه شي جوړ کړ ؟ ستاسو لا زړه نه دی يخ لا نور هم ويني تويول غواړی او د پنجاپيانو او سعوديانو په امر ولسونه حلالوی !
سافي صيب تاسو پوهېږی چي هيڅ افغان د اسلام ضد ندی خو هيڅوک حق نلري د خپلي سليقې اسلام پر خلکو باندي هغه هم په زور او وحشت باندي و مني او پر چا يې تحميل کړي . ستاسو د وهابيت اسلام تازه لانجې جوړوي او دا د انګرېزانو فلان دی چي سوچه مسلمانان به يې هيڅکله و نه مني .
خدای تعالی دي زموږ په وطن کي يو اتاترک غوندي نر افغان را پيداکړي چي د هر وطنپلوري هر څوک چي وي جرړي و باسي البته د جاهلو ملايانو سره هم هماغسي چلند وکړي لکه هماغه د نر بچي چي په ترکيه کيرکړی وو . ستاسو د ملايانو داشاني وحشت چي زموږ بېګناه پښتانه وژني او پښتني سيمي مو د پردو د فلانو دپاره هدف ټاکي نو ټول ولس يې و داسي يوه حالت ته راضي کړی دی چي په سوي زړه د خدای پاک نه دا داسي جاهلو او پلورل شوي ملايانوتباه کېدل وغواړي . !
نادر افغان[/quote:39ab5599ef]


و.افغان
29.11.2009

نادر افغان
سلامونه اودرناوۍ تاسو ته وړاندې کوم.
بحث به له خيره په مخ بوځو، خو په اصولو.
د عربانو خبره (حتی نضع النقاط علی الحروف) تر څو چې په حروفو باندې ټکي کيږدو،
اړينه ده چې د حنفيت او وهابيت په اړه ماته خپل تعريفونه وړاندې کړی، بيا د دې
دواړو تګلارو باندې تلونکو خلکو ته په کلي مجمله توګه اشاره وکړې، تر څو په هغو
سکالوګانو چې طرحه کيږي، د ذکر شوو تعريفونو په نظر کې نيولو سره په دقيقه توګه بحث وشي، او صحيح تشخيص شي.

په درنښت


رښتینی
29.11.2009

.

وهاج صيب او نورو ملګرو سلامونه می ومنی !

وهاج صیب ! دا ډول بحثونه ستړی کوونکی وی زه ځکه برخه
نشم پکی اخیستلی اصلا نن داد وهابیت او حنفیت خبری خلکو
سیاسی شعارونه ګرځولی دی که نه ولا که حنفیت دی هم تش نوم یی
پاتی دی او داراز وهابیت درواخله
یوه بیلګه یی درکوم :

پښتانه تقریبا په سلوکی ۹۸په اصطلاح پاک حنفی مسلمان د ی خو دامام
ابوحنیفه له مذهب سره سم پیغله نجلۍ هم په نکاح کی دخپل ځان واکداره
کیدلی شی او که دولی نکاح یی خوښه نه وه نو باطلولی یی شی

خوکه دکوم پښتانه لور دامام ابوحنیفه رحمه الله مذهب په دی توګه غوره کړی
او دخپل حق غوښتونکی شی نو په پښتنو کی له دی لویه بیحیا ! ښځه بله نه وی
اوپه ځینی پیښو کی خو یی په مرګ هم محکوموی

بناء دا سیاسی ناری سوری دی او غواړی دحنفیت دعبا په اغوستلو سره خپل
مخالفین دوهابیت په نامه تورن او وځپی او الله دحق مل دی هغه ته به زارۍ
کوو چی حق بریالۍ کړی

په مینه

.


pattang
29.11.2009

حامد صيب سلام ايله بيله زه او ته !
خبره زاتي او ايتنيکي نده بلکې اقتصادي ، غريبي ،مجبوري اود تعليم او تربييې نشتوالی او يا ډېره کمي ده ، د خوار ملا په خوله څوک عمل نکوي !

[quote:2df66596ec="حامد"].

وهاج صيب او نورو ملګرو سلامونه می ومنی !

وهاج صیب ! دا ډول بحثونه ستړی کوونکی وی زه ځکه برخه
نشم پکی اخیستلی اصلا نن داد وهابیت او حنفیت خبری خلکو
سیاسی شعارونه ګرځولی دی که نه ولا که حنفیت دی هم تش نوم یی
پاتی دی او داراز وهابیت درواخله
یوه بیلګه یی درکوم :

پښتانه تقریبا په سلوکی ۹۸په اصطلاح پاک حنفی مسلمان د ی خو دامام
ابوحنیفه له مذهب سره سم پیغله نجلۍ هم په نکاح کی دخپل ځان واکداره
کیدلی شی او که دولی نکاح یی خوښه نه وه نو باطلولی یی شی

خوکه دکوم پښتانه لور دامام ابوحنیفه رحمه الله مذهب په دی توګه غوره کړی
او دخپل حق غوښتونکی شی نو په پښتنو کی له دی لویه بیحیا ! ښځه بله نه وی
اوپه ځینی پیښو کی خو یی په مرګ هم محکوموی

بناء دا سیاسی ناری سوری دی او غواړی دحنفیت دعبا په اغوستلو سره خپل
مخالفین دوهابیت په نامه تورن او وځپی او الله دحق مل دی هغه ته به زارۍ
کوو چی حق بریالۍ کړی

په مینه

.[/quote:2df66596ec]


مختار
30.11.2009

نادرخانه زه هم ستا دداعيې ننګه کوم !
دا خبره بايد ټوله په زغرده واوري چي موږ اول پښتانه يو بيا مسلمانان!
که زموږ افغانيت او پښتونلي ته په هر نامه چي وي ضربه ورکول کيږي نو موږ که هغه د اسلام لخواوي، که د بن لاډن لخوا وي، او که دسعودي کورنۍ او د هغه د طالبي نوکرانو لخوا وي ، موږ وهغه ته په نفرت او کرکي سره ګورو او هغه ته ځواب ورکوو، خپل سپېڅلی اسلاميت او د خدای وحدانيت او د هغه ځلانده ارزشونه ساتو خو نور هر څه په لغته وهو [color=white:edd5e0f7c1]
(..............................)[/color:edd5e0f7c1]

په اسلام کي چي تر دا اوسه پوري د هري مذهبي فرقې يا ښاخې بدعت را مينځته سوی دی نو هغه ښاخه يا فرقه د انګرېزانو د لاړډانو يا صليبي عيسويانو لخوا طراحي سوې او مسلمانان يې تبه کړي دي . موږ ټوله آګاه يو چي دغه د سعودي د کورنۍ لخوا چي د وهابيت د بدعت په نامه کومه تازه فرقه په اسلام کي را وزېږده او دوحشت او بربريت لاره يې خپله کړل نو دا هم د انګرېزانو د تازه نخشو د تحقق د پاره نوي کرامات وه . همدغه بن لاډن پرون هم د سي آی اې مزدور وو ، د اسلام په نامه يې پر شورويانو د امريکا مبارزه و بري ته ورسول او نن سبا هم بيا د سي آی اې مزدور دی چي د هغه د ځپلو په نامه پنټاګون خپل عظیم پوځي ماشین دلته د نورو موخو د پاره را مات کړی او مينځني آسیا ته زموږ دوطن د بربادۍ په قیمت غزوي . بې سواده، چرسي، بنګي پنج عيب شرعي ړوند ملاعمر يې هم د خپلو هدفو د تحقق د پاره ددې ولس و مخي ته درولی او قتل عام يې ورباندي شروع کړی دی په شمال کي خپل جنګي جنايت کاران او لوی غله را غونډ کړي ددي . زموږ ددغه دربدره، وږي او پر ميدان پاتي زخمي وطن سرنوشت په همدغو اراذيلو باندي په داسي شرمناکه بدعت سره تعينوي او هغه ته بيا د اسلامي احکامو د تحقق نوم هم ورکوي! . خلاصه نن اسلام او اسلامي حکام دربسته د سي آی اې په خدمت کي ځان راوستی دی او هر دله او دوس چي د اسلام په نامه په مسلمانو باندي خپل ياسین تېزوي نو هغه پخپله لوی غدار او ابلیس دی . دغه غداران احساساتي يا پلورل سوي کسان پورته کښته کوي او د هغوی په چټياتو سره مؤمن مسلمانان پشت نخود سیه پسې روانوي .او زموږ اسلامي جذبه او د هغه اصلي جوهر د پلور سوي په ظاهره اسلامي لېډرانو جنايتکارانو او خائينانو په مزدوری سره د خاورو خاکه کوي . دلته يا پتنګ يا متنګ يا ساپی يا باتور يا نور
[color=white:edd5e0f7c1]
(..............................)[/color:edd5e0f7c1]

 را مخته کوي موږ ته نصیحت کوي چي شوله شوه يا پوله شوه، خو خبر نه دي چي لا دوخته يې ......... شوېده!!
په درناوي
مختار

[color=white:edd5e0f7c1]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د قلم عفت ساته، ځکه چې حق ښکنځلوته ضرورت نه لري، او ستاسې سپکه خوله
ستاسو د حجّت د کمزورۍ ښودنه کوي.
په درنښت
[/color:edd5e0f7c1]


بابړ
30.11.2009

هر څوک چي ما، زما ولس او زما وطن د اسلام څخه د دفاع په نامه زما آبرو، زما حيثيت او زما تاريخي برم تر پښو لاندي کوي،زما وطن په نورو خرڅوي ، ماته تازه لانجې خلقوي [color=white:ce3a23e824]
(..............................)[/color:ce3a23e824]

پرېږده چي دا خبره منافق سعوديان هم واوري، د اوباما پنټاګون يې هم واوري، ډال خوره د ملعون ضیا الحق پنجاپيان يې هم واوري او ړوند ملا اومر د پنجاپيانو نوکر يې هم واوري . ته بې عقله، شیطان ملاعومره دا خبره ښه په زغرده واوره چي دا ته نه بلکه دا زما مظلوم ولس دی چي د امير المؤمنينو خطاب بايد ورته وشي ، نه ته پلورل شوی شیطان!!
په درناوي
بابړ

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د قلم عفت ساته، ځکه چې حق ښکنځلوته ضرورت نه لري، او ستاسې سپکه خوله
ستاسو د حجّت د کمزورۍ ښودنه کوي.
په درنښت


عادل عادل
30.11.2009

سلامونه

نادره خدای دې انصاف درکړي، ټولو ښو او بدو افغانانو او ددوی معنویاتو ته مو په خواره سترګه کتلي دي، صرف ښکنځل، افترا او تهمت مو ویلئ، خپله سپکه مو ویلې او تر ټولو بده یې دا چې د حل لارې هیڅ ډول وړاندیز مو نه دئ کړئ.

ښاغلئ احمد حمید ؟ ورور هم ستاسو نادرو خبرو ته سپینې او اکثریت رښتیا ویلي دي ؟؟

د امام ابوحنیفه رحمت الله علیه حقیقی مذهب ته یوازې هغه څوک وهابیت وایي چې په حنفیت او وهابیت دواړو کې مطلق جاهل وي.


باتور
30.11.2009

ټولو ته سلامونه،

زما په خيال د اختر وريجي او شولې په بعضيو کسانو ښې نه دي لګېدلي او يا يې لا نه دي هضم سوي . .

مختارخانه !!

ما دلته کوم وخت تاته د کومي شولې يا پولې نصيحتونه کړي؟

ما تل ويلي چي د چا سپين خوښېږي د چا شين او د چا هم تور . . څوک به په يوه کي خير ويني او څوک به په بل کي . . [color=white:e08d3188d7]سپکي سپوري دي بېرته در واخله!! [/color:e08d3188d7]

اقتباس:
دلته يا پتنګ يا متنګ يا ساپی يا باتور يا نور بېعقله جاهله پلورل سوي کسان  را مخته کوي موږ ته نصیحت کوي چي شوله شوه يا پوله شوه،

په درنښت


و.افغان
30.11.2009

دروند حامد صاحب:
ډېره ښه.
ستاسو د خبرو په شان يوه څه توضيح مې نادر صاحب ته وړاندې کړه، خو سر يې پرې
د هغه چا خبره خلاص نه شو، زه له پيله پوهېدم چې دغه ښاغلی د دغو مصطلحاتو په
مدلول او معنا نه پوهيږي، او هسې يې لکه د طوطيانو تکراروي.

وروڼو!
مشکل او ستونځه ټوله په مونږ کې ده، او يواځې مونږ يې حل کولی شو، که د دنيا
ټول طاقتونه په اخلاص سره هم ځمونږ د ستونځې حل وغواړي، خو چې مونږ ورته تيار
نشو، نو هيڅکله به ستونزه حل نشي.

راځم مطرح شوې سکالو ته!
هغه دولت باندې چې د وهابيت ټاپې لګيږي (سعودي عربستان) ، او بيا ورباندې دا
تهمت لګيږي، چې دوی تخلف مونږ ته را ډالۍ کړی دی، دا هسې چټي يو بهتان دی.

دغه دولت له نن څخه په لسګونه کاله مخکې د ښځو لپاره د اعلي معياري تعليم د
حاصلولو لپاره لارې هوارې کړې دي، او نن په په هر بخش کې په زرګونه ښځينه
ماسټرانې او دکتورانې لري.
نن په سعودي کې د ساينسي علومو د زده کړې لپاره يوه داسې لوی بين المللي پوهنتون
دی، چې د نړۍ د لوړو پوهنتونو سره تنافس کولی شي.

دا چې له سعودي څخه د ځينو راغلو تکفيري او اسلام دښمنه ګمراه متخلفو عناصرو
په سبب مونږ دلته يو ځل بيا بل تحوّل لاندې کړو، نو بايد له هېره ونه باسو، چې دغه
عناصر دغه مفکورې له سعودي څخه نه دي راوړې، بلکه د پاکستان په خاوره کې دوی ته
د مصري استاذانو له خوا تدريس شوي دي، او پاکستاني حکومت يې د خپلو
سيمييزو مصالحو په بناء حمايت کړی دی.
افغاني طالبان د خپلې سياسې کمزورۍ او په دين باندې د ناسم پوهاوي قرباني شول،
چې په دغه قضيه کې د افغانانو طبيعي شدّت هم ډېر رول ولوبوه.

وکيل احمد متوکل صاحب داسې نظر ورکاوه، چې که چېرې مونږ وتوانيږو چې د
سعودي په شان يو اسلامي حکومت هم منځ ته راولو،نو دا به ځمونږ لويه کاميابي وي،
البته ځينو ناپوهو له هره حيثه په نامناسب وخت کې د خلافت خوبونه ليدل، او سعودي
حکومت او ورسره نور ټول حکومتونه هم ورته مسلمانان نه ښکارېدل، او خپل امارت
يې خلافت ابوبکري او عمري باله.

د بودا په هکله د مسلمانانو علماوو د اتحاديې څخه يو هيئت هلته هغوی ته ورغی،
چې سعودي علماء هم په دغه اتحاد کې غړيتوب لري، او هغوی يې له دغه اقدام څخه منع کړل،
خو سره له دې هم هغوی دعلماوو خبرو ته هيڅ غوږ ونه نيو، او د اسلام له مخې نه بلکه د
خپلو زړونو د بړاس د ويستلو لامله يې د بودا تمثالونه والوځول.

له سعودي څخه يواځې د شوروي تاليڅټي او ايراني معامله ګران وطنفروشان او
هغه کمونستان خار خوري چې د الله جل جلاله په فضل ،
بيا د افغانانو په قهرمانۍ او د سعودي په ريالاتو يې دولت له منځه لاړ، او په شرمونو
ټولې نړۍ ته وشرمېدل.

سعودي له مونږ افغانانو سره زمونږ د وطن، ناموس او دين په حفاظت کې مرسته کړې
ده، دا مرسته يې مونږ هيڅکله نشو هېرولی، دلته زما د آل سعود خاندان تخصيصول
موخه نه دي، بلکه سعودۍ ولس يادوم، که دغه حکومت وي او بل حکومت راشي نو
دغه خلکو کې خير شته، هر چېرته د اسلامي قضاياوو سره خپلې مرستې کوي.

سعودي په نړيواله او سمييزه سطحه باندې دوستان او دښمنان لري، چې تاسو ټولو
ته معلوم دي، سعودي بايد په نړيواله او سيميزه سطحه متحالفين ولري، تر څو د خپل
امن په ښه توګه وساتلی شي،
پټه نه ده له تاسو چې په سيمه کې پاکستان د سعودي کلک حليف
دی، په نوييمو کلونو کې هم پاکستان سعودي ته ټټر وواهه، او د عراق په ضد جګړه
کې يې خپل فوځ ورولېږه، چې ځينې يې تر اوسه پورې هلته شته دي، په اوسني
کشمکشونو کې هم پاکستانۍ فوځ له سعودي سره کلک ولاړ دی.

او د دې په مقابل طبعا سعودي بلکه عمومي خليجي دولتونو له پاکستان سره متقابلې
مرستې کوي، دا چې پاکستان له دغه تحالف څخه ځمونږ په ضد ګټې پورته کوي،
يعنې خليجۍ پيسې ځمونږ په ضد کاروي، نو په دې کې د سعودي يا خليج څه ګناه ده؟؟

کوزه پښتونخوا چې د پاکستان لپاره يوه حياتي مسئله ده، مونږ هيڅکله داسې تمه
له خليجي هيوادونو څخه نشو کولای، چې ځمونږ لپاره د پاکستان سره اړيکې خړې
پړې کړي، تر څو ځمونږ ځمکه بېرته مونږ ته راکړي، دا له عقل څخه لرې خبره ده، په دې
چې که له یوې خوا پاکستان له هغوی سره د يوه کلک ملګري په توګه ودريږي، نو هغوی
به هم د پاکستان د خواهشاتو خيال ساتي.
دا چې هغه وخت مونږ حکومت او اردو لرله، خپله خاوره مو لاسته رانه وړه، نو اوس له
نوره هم مسافه زياته شوه، خو بيا هم الله جل جلاله مهربان دی.

نو مشکل ځمونږ خپل دی، او يواځې دا مونږ يې حلولی شو، دا مشکل مونږ ته نه روس
حلولی شي، تاسو خو خپله وليد، او نه به يې د امريکا سره څلويښت دولتونه حل کړي،
د افغانستان قضيې ته کمونستانو ډېر تاوان په دې ورساوه، چې افغانستان يې له
اسلامي صف څخه وويست، او تباه برباد يې کړ،خامخا به اسلامي صف د پاکستان په
خوا ودرېده، ځکه چې پاکستان له پيله ځان په اسلامي صف کې وروهلی، او د
کمونستانو له راتګ سره د پاکستان غوا لنګه شوه.
په حقيقت کې خرو کمونستانو افغانستان په سلګونه کلونه شاته وغورځاوه،
او پاکستان ته يې د لږې مودې په ترځ کې د لسګونو کلونو پرمختګ وباښه.

وروسته مجاهدين خپلو منځوکې سره ونښتل، هو مونږ دا فرصت لرلو، چې د خليج لپاره تر پاکستان ښه حليف واوسو،
چې يو له بل سره مو د متقابل احترام په بناء مساويانه اړېکې درلودې، خليج ځمونږ
نه دښمن دی، او نه دښمن وو، خو ايران ځمونږ ازلي دښمن دی، مو کولای شو چې
د ايرانۍ ورقې څخه ډېره استفاده وکړو، ځکه چې خليج همېشه د همدغه ايران له طرفه
خطر احساسوي.

داسې نه چې مونږ خدای نخواسته د خليج پيسو ته ضرورت لرو، نه داسې نه ده،
الحمد لله، چې خپل منځ کې سره جوړ شو، بهرني لاسونه قطع کړو، نو دخپل هيواد
هر څه دومره ډېر دي، چې ځمونږ له حاجت څخه هم زيات دي، ليکن دغه
تحالفات خپله ځمونږ د امن سره پوره کومک کولای شي، په ايران باندې چې کله
له ختيځ او لوديځ دواړو لوريو څخه فشار وي، نو ايران به کوښښ نه کوي، چې د بل چا
د امن په حساب خپل ځان چارچاپېر وغځوي.

په درنښت

[quote:d9faefae7c="حامد"].

وهاج صيب او نورو ملګرو سلامونه می ومنی !

وهاج صیب ! دا ډول بحثونه ستړی کوونکی وی زه ځکه برخه
نشم پکی اخیستلی اصلا نن داد وهابیت او حنفیت خبری خلکو
سیاسی شعارونه ګرځولی دی که نه ولا که حنفیت دی هم تش نوم یی
پاتی دی او داراز وهابیت درواخله
یوه بیلګه یی درکوم :

پښتانه تقریبا په سلوکی ۹۸په اصطلاح پاک حنفی مسلمان د ی خو دامام
ابوحنیفه له مذهب سره سم پیغله نجلۍ هم په نکاح کی دخپل ځان واکداره
کیدلی شی او که دولی نکاح یی خوښه نه وه نو باطلولی یی شی

خوکه دکوم پښتانه لور دامام ابوحنیفه رحمه الله مذهب په دی توګه غوره کړی
او دخپل حق غوښتونکی شی نو په پښتنو کی له دی لویه بیحیا ! ښځه بله نه وی
اوپه ځینی پیښو کی خو یی په مرګ هم محکوموی

بناء دا سیاسی ناری سوری دی او غواړی دحنفیت دعبا په اغوستلو سره خپل
مخالفین دوهابیت په نامه تورن او وځپی او الله دحق مل دی هغه ته به زارۍ
کوو چی حق بریالۍ کړی

په مینه

.[/quote:d9faefae7c]


pattang
30.11.2009

اوس ستا خبرې :
[color=brown:3bcec7e5de]دا خبره بايد ټوله په زغرده واوري چي موږ اول پښتانه يو بيا مسلمانان! [/color:3bcec7e5de]
دغه پورته کرښه د څه مانا لري ? څرنګه يې تجزيه اوتحليل يې کوې ?
دګېن په دود ? لفظي ? کلتوري ? معنوي ? رواجي ? خلقي  ?فلسفي .......
داخبر خوبه چپيانو کوله اما عملي يې نکړه او خدای پاک ټول وشرمول ، اول
دروبلونومذدوران وو اوس ددالرو او سترګې داسې مړې نيولي دي لکه دمنډېيې
دغلو ٠هو داخبره نور خلک هم کوي خو هغوی يې عملي کوي او دملي مقاومت له
څنګ سره ولاړ دي ددالر و سپي ندي ، دبېناموسي ټېکه شرم او دپښتني کلتور
نه منونکی دود بولي٠

[quote:3bcec7e5de]بې سواده، چرسي، بنګي پنج عيب شرعي ړوند ملاعمر يې هم د خپلو هدفو د تحقق د پاره ددې ولس و مخي ته درولی او قتل عام يې ورباندي شروع کړی دی په شمال کي خپل جنګي جنايت کاران او لوی غله را غونډ کړي ددي . تحقق نوم هم ورکوي![/quote:3bcec7e5de]
ستاداپورته متن ،ستا صداقت وطن ته اوستا شخصيت په ګوته کوي چې توان
يې ټول منفي دی ٠ څوک چې ښو ته بد وايې، يا په خپله بد او يا د پردۍ خولې لوده
دی٠

[quote:3bcec7e5de]زموږ ددغه دربدره، وږي او پر ميدان پاتي زخمي وطن سرنوشت په همدغو اراذيلو باندي په داسي شرمناکه بدعت سره تعينوي او هغه ته بيا د اسلامي احکامو دتحقق نوم هم ورکوي! [/quote:3bcec7e5de]

نور يې پرېږده !
ايا تاسو په کابل کې هغه مردارې کوڅې پاکې کړي که غول لاا وس هم په کوڅو کې
کوۍ ? که د کرزي دبيکاره او غلوله ډلې څخه نه يې نو ستا وړانديز او عمل راته
په ګوته کړه ?

[quote:3bcec7e5de]او زموږ اسلامي جذبه او د هغه اصلي جوهر د پلور سوي په ظاهره اسلامي لېډرانو جنايتکارانو او خائينانو په مزدوری سره د خاورو خاکه کوي . دلته يا پتنګ يا متنګ يا ساپی يا باتور يا نور [/quote:3bcec7e5de]

دا پورته کرښه دې خيانت دی او داسې خيانت دی لکه خلقيانو چې په پټو سترګو
ډله ئيزې کندې په پښتنو ډکې کړې خو فرق يې دادی چې هغه محکه کيږي او ته
نه !


طالب ISI
30.11.2009

نادره وروه، طالبان د دینی مدرسو زدکونکی دی، کله چې د مجاهدینو په نامه مشهورو غلو او خاینانو د اسلام، وطن،ناموس او یونیم میلیون شهیدانو سره خیانت وکړ، نو خلک داسی یو حالت ته ورسیدل چی که اسراییل هم راغلی وی، خلکو به یی هرکلئ کړئ وو، خو د مدرسو پاک طالبان راغلل او ملک یی لاندی کړ، شرعی نظام حاکم، او امنیت راغئ، دا چئ ددوی او ددوی نظام د نړیوالو په خوښه برابر نه وو، له دوی سره یی اړیکی وشکولی، او دوی مجور شول، چی له منافقینو سره اړیکی وساتی او منافقینو افغانستان د پنځمی صوبی په حیث قبول کړ.
بیا چې کله د طالب د ساتلو څخه خرڅول ګټور وو، بیا یی بولئ کړل، او ښه ګټه یی هم وکړه.
چی کله بیا بازار را ولوید بیا یی ساتل تر خرڅولو ښه وو، نو ځکه اوس افغانی طالبان چی افغانستان کی جهاد کوی، روزی، او مرسته ورسره کوی، او که همدغه طالبانو ووایی، چی پاکستان هم انګریزئ نظام، دی، لاهور کی فاحشه خانی دی، ظلم دی،د امریکا ملګرئ دی، بیا یی لکه د صوات طالبان له ریشو سره له مینځه وړی.
د کرزی د حکومت له پيل څخه ملا دوه لاری درلودی، البته هفه ملانو چي طالبانو کی یی لوړی څوکئ درلودی یا زندان یا مرګ.
البته دوی بهتره وګنه چی مقاومت پیل کړی، چی تر اوسه ادامه لری.

زما په اند نن ورځ نړئ کی دا مهمه نه ده چی څوک حنفی دی څوک وهابی سنی دی څوک شیعه څوک مسلمان څوک عیسوئ،
ښه ملک او ښه اولس هغه دی چی پر ځان تکیه وی، د وګړو مشکلات یی حل وی، په خیټه ماړه وی، چا ته محتاج نه وی.
چی همدا وهابئ سعودی عرب په همدی ټولوښیګڼو سمبال دی.

وهاج صاحب د اتاترک خبره کړی، زما په اند که اتاترک نه وی، ترکیه به دغه اوسنی ښه حال ته نه وه رسیدل، او لکه نور مسلمان ملکونه وروسته به پاتی وه، اتاترک هفه ملان مړه کړل چی سروکار به یی له : پوړنی، د جینکو له ښونځی، .... او نور شیانو سره وو، چی دولت ته یی سرخوږئ، پیدا کولو. او همدغه ډول ملان په ډیره آسانئ د بهرنیو ملکونو په وسیله په کمه بیه اخیستل کیدای شی، او د یوه ملک د بیخ او بنیاد پری وباسی.
خلاصه دا چی یوه طرف ته د کرزی فاسده اداره چی ظالم کمونستان، خلقیان، پرچمیان، ډاکوان، جنګسالاران پکی ګډ دی، او بل طرف داسی خلک دی چی تر بریا وروسته به ملک بیا د پاکستان په پنځمه صوبه واړوی، نه به درس وی نه تعلیم، نه کار نه کسب، نه آبادی ، یو سپیره حکومت به وی چی شپه او ورځ به له ګیرو، قچیانو ، ډمانو، ټیپونو ماتولو، کیبل وهلو، سره مصروف وی، خو خپله به په کزوزینانو کی ګرځی، چی عام اولس له لوږی او بیکارئ مری، هفه به ددوی په قول د الله امر وی!
پاک الله د خېر پيښ کړی.


ډاکټر څپاند
01.12.2009

ښاغلي وهاج ساپي داسې ليکلي:

[quote:fb56fcc660]دغه دولت له نن څخه په لسګونه کاله مخکې د ښځو لپاره د اعلي معياري تعليم د
حاصلولو لپاره لارې هوارې کړې دي، او نن په په هر بخش کې په زرګونه ښځينه
ماسټرانې او دکتورانې لري. [/quote:fb56fcc660]

وه ساپی صيب،
نه پوهيږم چه ته دافغانستان له تاريخ نه ببيخبره ئي او که ټول افغان ولس
تاته ړانده اوبيسواده ښکاري؟
اعليحضرت امان الله خان زموږ دهيواد دتاريخ هغه ځلانده ستوری وه چه افغاني نجونوته ئی دتعليم دروازې پرانستې٠په هغه وخت کې ستاپه زړه پوری سعوديان دخرګوش په خوب بيده ول٠مګرانګريز نوکره ملايانو پر هغه دکفرفتوی ورکړه٠

[quote:fb56fcc660]نن په سعودي کې د ساينسي علومو د زده کړې لپاره يوه داسې لوی بين المللي پوهنتون
دی، چې د نړۍ د لوړو پوهنتونو سره تنافس کولی شي. [/quote:fb56fcc660]

وهاج بياپر موږ دړندو ګمان کړی :wink: مګردده نه بغير بل هيچا هم سعودي
ندی ليدلی؟٠دسعودي دبيکفيته پوهنتونو ډاکتران زموږ دهيواد د ٣٠ کاله پخوا
دليسانس جوګه هم ندي٠

[quote:fb56fcc660]له سعودي څخه يواځې د شوروي تاليڅټي او ايراني معامله ګران وطنفروشان او
هغه کمونستان خار خوري چې د الله جل جلاله په فضل ،
بيا د افغانانو په قهرمانۍ او د سعودي په ريالاتو يې دولت له منځه لاړ، او په شرمونو
ټولې نړۍ ته وشرمېدل.[/quote:fb56fcc660]

ديته وائي داپز(حافظ يانابينا) غونډاری،
هرچا چه دحق او حقيقت اواز پورته کړ،نو وهاج دخپلو پټو سترګو ډز پرې
وکړي،په کمونيزم اودروس په نوکرئ ئي متهم کړي٠ديته وائی اسلامي قضاوت
شششششششاباش وهاجه شابببببببباسسسسس٠


[quote:fb56fcc660]
دی، په نوييمو کلونو کې هم پاکستان سعودي ته ټټر وواهه، او د عراق په ضد جګړه
کې يې خپل فوځ ورولېږه، چې ځينې يې تر اوسه پورې هلته شته دي، په اوسني
کشمکشونو کې هم پاکستانۍ فوځ له سعودي سره کلک ولاړ دی.[/quote:fb56fcc660]

لږ انصاف وهاج جانه :!:
ولې صادقانه اعتراف نکوې چه پاکستاني جرنيلان او دسعودي کورنئ دواړه
دامريکا دګټو دتامين لپار يو دبل په خدمت کی دي٠

وهاج  صيب،
که په صداقت سره غواړې چه دسعودي دولت دافغانانو لپار سرمشق او
مثال کړې،[size=9:fb56fcc660]نوځما يو پټ نصيحت ته غوږشه، [/size:fb56fcc660]اوهغه داچه ددی دولت دسلو
صفتونو سره يو غيبت هم ذکر کړه،دهغي نه بغير،ډيرلږ خلک به پيداشي
چه ستا په وينا باور وکړي،اوته به دعربي سعودي دتاليودڅټلونه بيبرخې شې٠

په درناوی،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more