اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اختر مو بختور شه
أبوخليل قدوسي
26.11.2009
[size=24:9c1bf770e3][color=green:9c1bf770e3]اختر مو مبارک شه ـ اختر مو مبارک شه ـ اختر مو مبارک شه [/color:9c1bf770e3][/size:9c1bf770e3]
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
اې الله پاک ! په همدغو مبارکو شپو او ورځو کي ددې لېک دلوستونکيو وروڼو لپاره ټول هغه خيرونه او ثوابونه غواړم دکومو چي دخزانو کلي ګاني له تاسره دي .او له ټولو هغو ناخوالو څخه يي وساتې چي ته يي واکمن يې.
اې الله پاک ! پخپلو تلپاتو نعمتونو اوخوشاليو کي يي پټ کړې او درسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرتيا يي په برخه کړې .
اې الله پاک ! يوداسي ډاډمن زړه ورته ورکړې چي ستاپه ليدلو يي کلک باور وي او ستا په پرېکړو خوشاله او په پېرزوينو مو قانع وي .
اې الله پاک ! يوداسي زړه ورته ورکړې چي داېمان په ډېوه منور ستاپه نصرت او مرسته يي باور ، ستا ددين دمرابطينو ياور او ستاپه دښمنانو ور زړه ور وي ،
روغتيا ، هدايت ، تقوا، پاک لمني، بښنه او مغفرت او درزق پراختيا يي په برخه کړې .
هره شېبه ، هره ثانيه ، هره دقيقه، هرساعت ، هره اونۍ ، هره مياشت، هرکال او ټول ژوند يي نېکمرغه او خوشاله وساتې .
(آمېن - آمېن - آمېن)
اختر مو مبارک شه ـ اختر مو مبارک شه ـ اختر مو مبارک شه
باتور
26.11.2009
ټولو ته سلامونه او احترامونه،
ابوخليل قدوسي وروره،
زه هم ستا په شمول ټولو وطنوالو او د نړی مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وايم، خدای دې ټولو ته بختور کړي.
د حاجيانو دي خدای حج قبول کړي، او نورو ته دي خدای د حج د فريضې د ادا کولو توان ورکړي . . آمين رب العالمين .
په درنښت
رښتینی
26.11.2009
.
محترم قدوسی الله خودی ستا خوږه او له معنی ډکه دعا قبول کړی
تاسو اوټولو وروڼو ته په خپل وار دلوی اختر مبارکی وایم الله مو
ټولی ورځی لوی اختر وګرځوه او لوی څښتن دی زموږ په ستړی او
ستومانه ولس هم ورحمیږ ی او الله ته زاری کوو چی نور مو له دی
لیونیو لیوانو وژغوری او هغه څښتن دی ددی ملت اهونه واوری
آه می لکــــــه دود له خولـــــــی نــــه ووت
چتر می په سرشو سایبان راسره درومی
په مينه
و.افغان
27.11.2009
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
ځما له خوا هم د لوی اختر مبارکي قبوله کړئ.
تقبل الله منا ومنکم صالح الأعمال، کل عام وأنتم بألف خير.
په درنښت
عادل عادل
28.11.2009
سلامونه
نیکمرغه لوی اختر مو مبارک شه
الله پاک دی د افغان ولس د خپلواکی اختر هم راولی ..... امین
الله پاک دی د اسلامی امت غمه وخوری ..... آمین
الله پاک دی د حاجیانو دعاوی او حجونه قبول وگرزوی ....... آمین
په احترام
میوند ننګیال
01.12.2009
سلامونه !
ټولو مسلمانو،کړیدلو ،ځوریدلو او غیرتمندو پښتنو ته دلوی اختر مبارک وی او لایزال رب دی وکړی چه داختر په ټولو په خوشحالو باندی تیر شی .
دا اختر دی هغو کونډو ته مبارک وی دچا :
چه دزوند شمعی دوطن اواسلام لپاره مړی شوی .
دا اختر هرهغه ورور ته مبارک وی چاچی خپل :
ابا داسلام او وطن لباره دلاسه ورکړی .
دا اختر دی هرهغی مور ته مبارک وی چا چه :
خپل دزړه ټوټه زوی سنګرته لیږلی .
ای وروڼو دالله په خاطر دا خلک دیاده مه باسی
والســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلام