نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دعالیقدر امیر المؤمنین د مبارکی پیغام دنیکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت
pattang
25.11.2009
دنیکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت
دعالیقدر امیر المؤمنین د مبارکی پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله الذی صدق وعده و نصر عبده وأعز جنده و هزم الأحزاب وحده والصلاة والسلام علی قائد المجاهدين وإمام المرسلين صاحب خلق العظیم سيدنا ونبينا محمد وعلی آله وصحبه أجمعين وبعد:
قال الله عز وجل :[ ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ{32} لَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ مَحِلُّهَا إِلَى الْبَيْتِ الْعَتِيقِ{33}] سورة الحج
دافغانستان مجاهد ولس، دشهیدانو پتمنو کورنیو، ددښمن په لاس کې اسیرانو، اتلو مجاهدینو او په مجموع کې داسلامي امت ټولو مؤمنو پرګنو ته دلوي اختر د را رسیدو له امله مبارکۍ وایم، الله تعالی دې دغه نیکمرغه ديني ورځې پر ټول اسلامي امت دتل لپاره دخپلواکي او سرلوړي په فضا کې په خوښۍ، سوکالۍ او کامیابۍ سره راولي، الله تعالی دې دحجاجو کرامو حجونه، عبادات او دعاګانې په خپل دربار کې قبولي او د دوﺉ دغه دیني اجتماع دي دټول امت دیو والی سبب وګرځوي.
غواړم دقربانۍ داختر د مبارکۍ په ترڅ کې، دروانو حالاتو له تقاضا سره سم دځينو اړينو خبرو يادونه هم وکړم:
۱ـ مسلمان مجاهد ولس ته :
تر ټولو د مخه زه د خپل مسلمان ولس نه مننه کوم، چي د اسلامي امارت غوښتنی ته يې لبيک ووايه او د ټول ټاکنو په نامه په امريکايي پروسه کې يې په نه ګډون سره دغه امريکايي ډرامه ناکامه او رسوا کړه، زه کلک باور لرم چې که دمجاهد ولس دغه راز هر اړخیزې اوپه اخلاص بنا مرستې دوام ولري، لوی خدای (جل جلاله) به داسلام او زمونږ دخاورې ددښمنانو ټولې دسیسې یو په بل پسې رسوا اوشنډې کړي، ستاسو دبېدریغه قربانیو اوسرښندنو له برکته الله تعالی مغرور دښمن له سختې ماتې، وار خطایي اورسوایي سره مخامخ کړی،هیله ده نورهم خپل اسلامي ارمان ته درسیدلو لپاره خپل برحق جهاد اومبارزې ته ادامه ورکړﺉ، دحق دلارې دسرښندونکو مجاهدینو مرسته وکړﺉ؛ په خپلو مالونو اوځانونو سره دهغوﺉ لیکې پیاوړې کړﺉ اوپه خاص ډول دحق په لاره کې دمبارکو شهیدانو او اسیرانو دکورنیو حوصله افزایي، اوپالنه وکړئ!، همدا راز دخپل شرعي مکلفیت له مخې دکابل له اجیرې ادارې سره د هر ډول تعلق او رابطې مقاطعه وکړﺉ!
هغه چاچې زموږهیواد اشغال کړی اوزموږ اولس یې یرغمل کړی، اوس غواړي چې د مذاکراتو تیرايستونکې تبلیغاتي ډرامه هم لکه دانتخاباتو د ډرامې په څیر دخپلو استعماري موخو د ترلاسه کولو لپاره تر یو وخته استعمال کړي، اشغالګر دښمن داسې مذاکرات نه کوي چې په ترڅ کې افغانستان خپلواک اوددوﺉ یرغل پای ته ورسیږي، بلکې هغوﺉ د داسې مذاکراتو غوښتونکي دي چې خپل ناولي استعمار او اشغال ته دوام وروبښي، خو د افغانستان مجاهد ولس به هيڅ کله داسې مذاکرات چې هغه زموږ په ګران هيواد کې د يرغلګرو عسکري شتون قانوني او دوامدار کوي، ونه غواړي، افغانستان زموږ کوردي، د خپل کور په ملکيت کې څوک له چاسره داسي مذاکرات نه کوي، چې د خپل کور په حاکمیت اواداره کولو کې ورته برخه ورکړي اوخپل ځان په خپل کور کې بې کوره، بې واکه اوغلام کړي. بهرنیانو دافغانانو کور او ټاټوبی په زور او ظلم لاندې کړی، که هغوﺉ دمسئلې حل غواړي، نو لومړی دي دافغانستان اشغال پای ته ورسوي.
یرغلګر امریکایان اصلا دمذاکراتو په بهانه هغوﺉ ته دمجاهدینو تسلیمي غواړي او د دې کار شونتیا له امکانه وتلې خبره ده.
زموږ ولس دخپلمنځي مشکلاتو دحلولو اوله نړیوالو سره دښه تعامل ښې تجربي او روښانه اصول لري، لهذ داسلامي امارت دریځ په اسلامي او ملي ګټو ولاړ اوپه قوي دلایلو بنا دﺉ .
۲ - دسنګر قهرمانو او غيرتمنو مجاهدينوته :
په یرغلګرو کفري لښکرو باندې ستاسو غلبه او کامیابي دالهي نصرت محصول دی؛ که تاسي ددي الهي پيرزويني په مقابل کې، د الله تبارک وتعالي رضا او د ولس خدمت خپل نصب العين وګرځوئ، الهي پيرزويني به نوري هم پر تاسو زياتي شي؛ ددښمن پښي به درته وښويږي او ددې پيړۍ ستر استعماري ځواک د راپرځولو وياړ به درپه برخه شي، لکه چې همداسې بریښي هم ان شاء الله تعالی...
پر خپلو ځانونو الهي اواِمر په بشپړه توګه عملي؛ په خپلو لیکوکې لا زیات اتفاق او یوالی غوره اوله هرډول تفرق او اختلاف څخه ځان وساتئ!
په ټولو جهادي امورو کې دخپلو مسؤلینو اطاعت وکړﺉ، دخپلو پوځي عملياتو پرمهال دولسي خلګو او ملي شتمنيو دساتني ډيرخيال وساتئ، په خاص ډول داستشهادي (فدايي) عملياتو په ترسره کولوکې ټول ترکيز ديرغلګرو او دهغوى داجيرانو په له مينځه وړلو اومهمو اهدافو وکړئ، دعامو خلکو له مرګ ژوبلی څخه ځان ساتل دهرمومن شرعي مسئوليت دى.
ځکه دعامو خلګو مرګ ژوبله هيڅ شرعي توجيه نلري او نه هم زموږ په سپيڅلي دين کې دداسي څه کولو ګنجايش شته.
مکار دښمن غواړي چې دمجاهدینو د بدنامولو لپاره دولسي خلګو په تجمع ګانو (دیني مراکزو، مساجدو اوورته ځایونو کې) دمجاهدينو دبدنامولو لپاره داستشهادي عملیاتو په نوم خونړي بریدونه ترسره کړي، نو مجاهدين بايد ددښمن دې عمل ته هم بيدار اووسي اوله مشابه عمل نه ځان په کلکه وساتي...
تاسو باید ترهرڅه له مخه دالله تعالی رضااودخپل ځوریدلي ولس هوساینه اوسوکالی په پام کې ولرﺉ، د ولس په منځ کې دولسي مشرانو اومخورو ډیر درناوی، او په کشرانو شفقت وکړﺉ، په ټولنیزو چاروکې هر حقدار ته دحق په رسولو کې رښتني عدالت مراعات او د خپلو جهادي چارو دلاښه پرمختګ لپاره داسلامي امارت لایحی اواصول په ښه توګه عملي کړﺉ.
په پوځي عملیاتو اونورو ټولو جهادي امورو کې دممکنه اختلاف، شکايتونو اوتلفاتو د مخنیوي په منظور له تجربو، مشورو اوقوي تدابیرو څخه کار اخلئ .
همدارنګه دخپلو ځانونو په ساتنه او حفاظت کې جدي احتياط او کوښښ کوﺉ! که دمخالف لوری کوم تن در ته تسلیمیږی لکه چی هم دا اوس دغه لړی روانه ده دهغوی دحقوقو احترام کوی .
لکه څرنگه چې کمونستانودخپل شکست په مهال دقومي ملیشو په نامه دخپلمنځی شخړو،تعصب اوقومي اختلافاتودراپارولواو دهغوﺉ په وسیله له مجاهد ولس څخه دانتقام اخستلو په خاطر قومي کنډکونه اوخپل سري وسلوال گروپونه تشکیل کړل اوس ماتي خوړلي امریکایان اودهغوﺉ ملگری هم غواړي چې دخپل شکست په در شل کې یو ځل بیا هغه نا کامه تجربه تکرار کړي؛زه باورلرم چي ددښمن دغه وروستۍ هڅه به هم ددوی دلا زیاتي بدنامۍ او شکست سبب وګرځی خو تاسوهم بایدډیر زیات کوښښ وکړﺉ چې دخپل مجاهد ولس په مرسته ددښمن دغه وروستۍ دسیسه هم ورناکامه کړﺉ اوڅوک چې دداډول فتنو سرپرستي کوي هغوﺉ ته داسې سزا ور کړﺉ چې دنورو دپاره عبرت اودوحشی ملیشو تور اوبدنام تاریخ بیا تکرار نشي .
۳ - د کابل د مزدوري ادارې چارواکو او کارکوونکوته:
دکافرو یرغلګرو دغلامۍ اوچوپړ په لاره کې نور دخپل مسلمان اوځوریدلي ولس له ځورولو اوټکولو څخه لاس واخلئ! اجنبي متجاوزین په هیڅ صورت دافغان ولس دخیر اوښیګڼې غوښتونکي نه دي، هغوﺉ اصلا دافغانستان اوددې ولس دعقیدې او مقدساتو دله منځه وړلو هوډ کړی؛ زموږ دهيواد دټولو مادي شتمنیو دهضمولو اراده یې کړې.
دهغوﺉ له لوري دافغانستان دابادۍ او بیارغونې پوچ شعارونه هغه څه دي چې یواځې خپلو ناروا اهدافو ته درسیدلو لپاره یې کاروي اوتر همدې عنوان لاندي په زرګونو ميليونه ډالره هغه مرستې چې دافغانستان دبیارغونې په نوم یې راټولې کړې بيرته په خپلو جيبونو کې اچولې او غواړي زموږ هيواد د يوه سنجول شوی سازش (توطيې) له مخي د تل لپاره د سود اوملا ماتونکي پور په لومه کي را ښکيل کړي.
هغوي زموږ د غيور ولس د غلام کولو پوره تابيا کړي ده، زه د پخوا په څير او د خپل مسئوليت له مخي په تاسي ټولو غږکوم:
چي نور د ذلت ژوند پريږدئ! د خپل ولس سره ددښمني نه لاس واخلئ! او ددې بي ننګیو پرځای له مجاهدينو سره د وياړ، شرف او ايمان په سنګرو کي ودريږئ!
دښمن غواړي چي ستاسي په اوږه ټوپک کښيږدي او ستاسي هیوادوال ووژني، خو تاسو کوشش وکړﺉ او له وخت نه په استفادې سره خپل ځان دانګریز پلوه شاه شجاع، روس پلوه تره کي، امین، کارمل، نجیب او دهغوي دپیروانو له شرمیدونکې برخلیک څخه وژغورﺉ.
که تاسو په اخلاص سره دباطل لاره پریږدئ، نو دا به مو ددنیا او اخرت دکامیابۍ زریعه وګرځی .
تاسو نور باید دا خبره درک کړﺉ چې د غربي استعماري ځواک طلسم مات او په ګران هيواد کې عيني واقعيتونه دا راښيي چي يرغلګر نور مخ په تښتيدو دي، د حق قافله په متينو قدمونو د بري منطقي انجام ته رسيدونکې ده، اتل مجاهدين د وخت په تيريدو سره نورهم غښتلي کيږي او په پوځي، سياسي، مطبوعاتي اوټولنيزو برخو کې کاري تجربې ترلاسه کوي او دهغوﺉ په مقابل کې دیرغلګرو او دهغوﺉ دمزدورانو وارخطا هڅې د جهادي خوځښت د توپاني سيند مخي ته د شګې د بند اچولو معنا لري، خو دغیرتي ولس له مقاومت څخه را ټوکيدلې څپې به هرو مرو دمغرورو یرغلګر د غرور کپرې لاهو کوي. ان شاء الله تعالی..
۴ - اسلامي کنفرانس اوپه اصطلاح دبشري حقوقو نړيوالو سازمانونو ته:
زه د اسلامي کنفرانس له موسسې او په نړۍ کې د بشري حقوقو ترعنوان لاندي ټولو سازمانونو نه غوښتنه کوم: چي په افغانستان کې د امريکا او ائتلافي يرغلګرو قواوو له خوا د ملکي خلکو د وژنې د مخنيوي لپاره سملاسي لاس په کار شي.
او ددي جنايت عاملينو ته دي دسزا ورکولو ژغ پورته کړي، همدا راز د امريکا په مشری يرغلګرو ځواکونو او د کابل لاس پوڅې ادارې تربيلا بيلو نومونو لاندي دهيواد په ګوټ - ګوټ کې دټولو بین المللی اصولو خلاف زندانونه جوړ کړي دي، چي هلته زمونږ زيات شمير بيګناه او بيوزله هيوادوال په وحشيانه توګه شکنجه کيږي، بايد ددغو وحشيانه اعمالو د مخنيوي لپاره د بشري حقوقو ټول دعوه لرونکي سازمانونه د خپل مسئوليت له مخي عاجل اقدامات و کړي، زموږ ډير بنديان په بندي خانو کي دناوړه سلوک اوشکنجو له امله شهيدان او معيوب شوي دي.
که چيرې دبشری حقوقو سازمانونه د امريکې او د غرب د خوشحالي لپاره خپل مسئوليت نه ادا کوي، نو د بشري حقوقو د ساتنې عنوانونه بايد اخلاقاً له ځانه ليري کړی..
۵ – پوهانو، ليکوالانو اوادیبانوته:
د خپلواکو پوهانو، استادانو او سياستوالو نه مې هيله داده، چې په هره ناسته او غونډه کې دخپل مظلوم ولس برحقه داعيه راپورته او ملا تړيې وکړي، په خپلو لیکنو او ویناوو کې دي په افغانستان کې دموجودو واقعیتونو په هکله دهیوادوالو اونړیوالو ذهنونه تنویرکړﺉ او دخدای ورکړي استعداد حق دې په لساني اوقلمي جهاد سره اداکړي.
په درنو ليکوالانو او ژورنالستانو غږکوم: چي زموږ د تاريخ په دې قاطع دور کې (چې پرخاوره مو بربنډ تيرى شوى) خپل نقش ولوبوي او د اسلامي هيواد د خپلواکي او د رښتيني اسلامي نظام په ملاتړ کې په پرله پسې توګه مطبوعاتي هلې ځلې ترسره کړي، په ټولو رسنيو کي دخپل مسؤلیت له مخی واقعی حقایق دخلکو غوږونو ته ورسوی، په ايماني قوت او ميړاني سره دحق ویلو اوحق ښکاره کولو مبارزه وکړی.
همدا راز زه د دردمنو او با احساسه شاعرانو نه غوښتنه کوم چې پخپلو اشعارو، او ادبي ليکنو کې دي د یرغلګرو په وړاندې دمجاهدينو دجهاد حماسې او کارنامې محفوظي او په ولس کې دي دخپلواکي، غيرت، ملی یووالی او اسلامي خوځښت جذبه ژوندۍ او لا غښتلې وساتي.
۶ - دسیمی اوګاوندیو هیوادونو ته:
د غرب داستعماري پراختيا غوښتني کرغيړن پلانونه چي په سيمه کي روان دي او داقتصادي مرستو په نامه یې دپیژندل شوو اجرتي قاتلانو او کرغیړنو کمپنیو پټو او ښکاره توطیو اوحربو ته لار هواره کړي او دسیمې د ولسونو تر منځ یې دکرکې، توپیر اوتربګنیو بازار تود کړی، دا په حقیقت کې د بشري ارزښتونو، عدالت، سولي او دهیوادونو تر منځ دمتقابلو اصولی اړیکو او خپلواکي په خلاف عمل دى؛ که دسیمي هیوادونه دامریکا استعماری لاسوهنو او په سیمه کې پراخ پوځي حضورته لاس تر زنی کښینی نو د ابد دپاره به ټوله سیمه بی ثباته او له پرمختګ نه ورسته پاته اوبی واکه شي..
موږ په باور سره ویلای شو چې دالله تعالی په نصرت او د مجاهدینو د قوی عزم او پیاوړی مقاومت له برکته د دښمن زور اوبه شوی، رعب یې ختم شوی اوشوم پلانونه یې خنثی شوی اوس نو باید تاسو زموږ دمظلوم ولس دقربانیو دقدر داني په ترسره کولو له اشغالګرونه زموږ دهیواد په ازادی کې مرسته وکړی، اسلامی امارت غواړي چی د متقابل احترام په صورت کې له ټولو هيوادونو سره ددوه اړخيزي همکارۍ، اقتصادي پرمختګ اوښی راتلونکی په اړه رغنده ګامونه واخلی، موږ د استعمار په مقابل کې ټولي سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړو چې په راتلونکي کې د سېمي په سوله او ثبات کې د يوه مسئول او ذمه وار ځواک په توګه خپل رول ادا کړو..
۷- دسپینې ماڼۍ چاراواکو اوجګړه پلوو امريکايانو ته:
د افغانستان موجوده عیني واقعیتونو ته په کتلو سره په دې هیواد کې دامریکایي اونورو ایتلافي یرغلګرو انجام له مطلق شکست او ماتې سره مخامخ دی؛ داسې ماتې چې نه یې دنورو اضافي ځواکونو په رالیږلو سره تلافي کیدای شي اونه یې دمسلسلو نامعقولو استراتیژیو په غوره کولو سره .
تاسو باید نور په دي خبره ښه ځان پوه کړئ، چې دجبر اوزور منطق اوس خپل رنګ بایللی اوتاسو نشي کولای چې افغان میړنی اولس دخپل مادي اوپوځي زور او یاهم دچل او فریب په شیطاني منتر ایل کړﺉ .
تاسو چې له کوم اولس سره د مقابلې لاره غوره کړې، هغوﺉ په نړۍ کې دمستکبرو امپراتوریو دراچپه کوونکو ویاړ، ښه مهارت او تاریخي تجربه لري زمونږ مؤمن ولس به غربي استعمار پري نږدي چي زمونږ هيواد دي زمونږ د خپلواکي، حياتي ارزښتونو او دسيمي د هيوادونو په خلاف د تجاوز کارانه سازشونو په اډه بدل کړي.
دا هماغه ولس دی، چې تر تاسو له مخې یې انګلیسي اوروسي امپراتورۍ دنړۍ له نقشې حذف کړې وی، له هغو تجربونه په استفادې سره اوس په خورا حوصله او لوړ مورال ستاسو دمورال بایللیو اوماتې خوړلیو پوځیانو په مقابل کې دجهاد اوعزت په سنګرو کې قرار لري، هغوﺉ دخپل ایمان اوعقیدې له مخې په دې مقابله کې ستاسو په شکست اوخپل بریالیتوب باور لري، تاسو ته په کار ده چې نور دبې ځایه اوبې فایدې زور ازموینې په ځای دمنطقي تعامل لاره غوره، او د افغانستان د اشغال ستونزې ته دپای ټکی کیږدﺉ اوښه پوه شئ!
چي ستاسي جنګي او جارحانه سیاست به ستاسي ولس ته په ټوله نړﺉ کې دښمنان دومره زیات کړي، چي بالاخره به دا پراخه نړۍ درته تنګه اوژوند به مو تریخ وي، ځکه چې دزور او استبداد پالیسي اوس هیچاته هم دزغملواومنلووړنه ده.
۸ - داروپا اوپه عامه توګه دغرب ازادي پلوه ولسونو ته :
ستاسي استعمارګرو چارواکو د يو څو پانګوالو بډايانو د شتمنيو د لا زياتولو لپاره د تروريزم ترپلمې لاندي زموږ په هيواد يرغل کړى او نوي استعماري جال يې خور کړى دى.
زموږ ځوانان، سپين ږيري، ښځې او ماشومان ستاسې په بمونو او توپونو هره ورځ شهيدانيږي، يرغلګران د شپې زمونږ د ولس په کورونو بريدونه کوي او په ړندو بمباریو زموږ شنه باغونه، ملی شتمنۍ، تعلیمي او تجارتی مرکزونه له منځه وړي، ددي ظلم او تيرى مقابله او ددې څخه دفاع زمونږ مشروع اوملي حق دي.
موږ به په خپلو ټولو امکاناتو او سرښندنو سره خپل ټول حق استعمالوو.
تاسي د خپلو استعمارګرو چارواکو په هغو خبرو تير نه وزئ، چي خپل تيري ته د مجبوري جنګ وايي، بلکې دغه يو استعماري جنګ دي، په اصطلاح له تروريزم سره دمبارزې پلمه ستاسي د چارواکو په لاس کې يوه درواغجنه وسله او وسيله ده چې د هغې پر بنسټ ستاسي په سترګو کې خاوري اچوي، ددي ظلم د مخنيوي لپاره غږ پورته کول ستاسي د ضمير غوښتنه او اخلاقي دنده ده.
مونږ په خپل هيواد کې د يوه داسي اسلامي نظام غوښتونکي يو، چي د هغه په رڼاکې ددې ملت د ټولو افرادو که نارينه وي که ښځينه، حقوق خوندي وي، يو داسي نظام چې پخپلو پښو ولاړ، د خپلې ارادې خاوند او کورني او بهرني تګلاري يې نه بل ته ضرر رسوونکې او نه په ځان باندي د بل ضرر منونکې شرعي قاعدې باندې ولاړې وي .
د تروريزم سره مقابله نا موجه مفهوم د پنتاګون او واشنګنټن له لوري جوړه شوې استعماري اصطلاح ده، چي غواړي ددي اصطلاح په استعمال سره خپلواک هيوادونه مستعمره وګرځوي، د هغوي طبيعي شتمني او اقتصادي منابع تر خپلي خيټې لاندي کړي، د هغوي اعتقادات او مذهبي روایات پایماله کړي .
۹- ټول اسلامي امت ته:
دنړۍ په ګوټ- ګوټ کې ټولو مسلمانو وروڼو ته داسلام دستر خلیفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ددغه قول په ور یادولو سره چې:...
”نحن قوم أعزنا الله بالإسلام فإن ابتغينا العزة في غيره أذلنا الله.”
ژباړه (موږ هغه قوم يو چې الله په اسلام سره عزتمند کړي يو، که موږ په بله لاره کې دعزت لټون وکړو، نو الله به موږ خوار او ذليل کړي)..
هغوﺉ ټولو ته ددې توصیه کوم، چې دخپل تیر عظمت او برم د ترلاسه کولو لپاره داسلام د سپیڅلیو احکامو عملي کولو ته پوره پاملرنه وکړئ، دنړۍ په هر ګوټ کې دخپلو مظلومو مسلمانو ورڼو مرسته وکړئ، له ظالمو متجاوزینو سره دجهاد اومقابلې په میدان کې له درایت، پوهې اوحکمت څخه کارواخلئ.
په تیره دجهادي حرکتونو (غورځنګونو) مسؤلین باید دخپلو جهادي چارو په پرمخ بیولو کې له ډیر غورنه کار واخلي، خپل صفونه له تفرق اوځانځاني څخه وساتي او د دښمن ټولو هغو توطیو ته متوجه اووسي، چې دمسلمانانو دبدنامولو لپاره یی په کار اچوي.
دداسې کارونو په ټینګه مخنیوی وکړي، چې اسلام او مسلمانانو ته یې دګټې په ځای تاوان ډیر رسیږي، دمقابلې په ډګر کې خپلې ټولې هلې ځلې یواځې دیرغلګرغاصب دښمن په ټکولو متمرکزې کړﺉ په بي هدفه کارونو ځانونه مه مصروفوئ، اوخپله ټوله توجه تر ټولو اهم هدف ته واړوئ!.
دټولې نړۍ مسلمانان باید په افغانستان، عراق، فلسطین اونورو ځایو کې د اسلام او اسلامي امت مدافعين- مجاهدین په خاصو دعاګانو کې یاد کړي، دهغوﺉ اسلامي اواخلاقي ننګه وکړي او دهغوﺉ له قضیې څخه دي د یوې برحقې اسلامي قضیې په توګه دفاع وکړي، څرنګه چې امريکا اوپلويان يې دټولي اسلامي نړۍ دبې ثباته کولو ښکاره اومرموزې هلې ځلې کوي او دخپلو استعماري فرمايشونو دپوره کولو لپاره په اسلامي هيوادونو کې د اختلاف اور ته لمن وهی، نو هر مسلمان بايد خپل اصلي دښمن وپيژني، او د دښمنانو دسيسو ته يې هوښيار اووسي..
او په اخیر کې خپلو ټولو مسلمانانو وروڼو ته د الله تعالی دغه قول دیوه نیکمرغه توصیې په توګه وریادوم چې فرمایې :
{أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُواْ الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْاْ مِن قَبْلِكُم مَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَاء وَالضَّرَّاء وَزُلْزِلُواْ حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللّهِ أَلا إِنَّ نَصْرَ اللّهِ قَرِيبٌ }البقرة214
ژباړه: ایا داسې مو ګڼلې چې جنت ته به له هغه مخکې داخل شئ چې لا د ړومبنیو تیر شویو خلګوغوندې حالت نه وي درباندې راغلی، هغوﺉ ته کړاوونه او رنځونه رسیدلي وو او آن دومره لړزول شوی وو چې هماغه رسول او ورسره مؤمنانو به ویل: دالله تعالی مرسته به کله وي؟ (الله وویل) خبراوسئ دخدای مرسته نژدې ده.
والسلام
داسلام خادم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد
باتور
25.11.2009
پتنګه وروره، ډېره مننه !!
ښاغلي خبريال هم د ورځنيو چارو په څانګه کي د لوی مجاهد امير المؤمنين ملا عمر پيغام را وړاندي کړی، لېکن زما په فکر تر هغه يې دا ځای سم دی .
د پيغام خبري يې ټولي مرغلري دي، همدا د هر يوه په دين او وطن مين افغان د زړه نارې دي . .
د دې په امېد چي هر يو په سنګر کي ټوپک په لاس او له سنګر نه بهر قلم په لاس مجاهد په دې خبرو ځان سم پوه کړي او د عمل جامه ور واغوندي .
په درنښت
مصطفى مهاجر
26.11.2009
الله سبحانه وتعالى دي امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد ته اوږد ژوند ورکړي.چي په ساده درويشي کښئ يي نړى ولړزوله او دوه څلويښت ملکونه يي له ماتې سره مخامخ کړل.
غريب
غريب
26.11.2009
مننه پتنګ صاحب ستا له زحمت نه يو نړي مننه زيات خوشحاله شوم او زمونږ له طرفه هم دلوي اختر مباركي قبولي او منظوري كړي خداي خو د وكړي چي دخوشحالي اختر مو وي
مننه
Nadar
26.11.2009
محترمانو !
دلته په کومه يوه پاڼه کي کوم ښاغلي د ګورباچوف په هکله خبري کړي وې چي د هغه د قوله يې ويلي وه چي : ما څه وكړل چې تاسې به يې وكړئ،؟
دغه ښاغلي د افغانانو د بهادرۍ يادونه کوي چي پرون مو انګرېزان ځغلولي او وروسته مو د شورويانو امپراتوري هغه هم په امريکايي ډالرو او وسلو خو د دريو ميليونو ګمنامو افغانانو دد وينو په بيه ړنګه کړه او موږ بيا لويه تاريخۍ توره وکړه، اتلان شولو !. خو دغه ښاغلی نه وايي چي موږ افغانانو ته دغي توري په بدله کي څه ګټه را ورسېدله او موږ خاصتاً پښتانه همدا اوس ددې بهادريو په نتيجه کي په کوم ځای کي ولاړ يو ؟
نن سبا د هم دغومره تورو او بهادريو سره موږ په خپل پدري وطن کي لکه د ځينو ليکوالان په اند چي وايي موږ په خپل وطن کي مهاجر شولو، خپل ذاتي حقوقو نلرو او هغه ته مو څوک درناوی نه کوي . ياکله چي په پښتو وږغېږو نو راته ویل کيږي چي : برو آدم واري ګپ بزن ! يا داچي تازه د شوروي د ماتي باد موږ ته پېغور راکول کيږي چي نن څه حال دی :
امريکا او څلوېښت هيوادونه چي د افغانانو او پښتنو د ځپلو د پاره دلته راته مېشته شوه، زموږ وطن يې سم دم اشغال کړ او موږ اوس په يويشتمه پېړۍ کي يو مستعمره هيواد يو، يو مو د بنياد ګر په نامه وژني ، بل مو د القاعده او طالب په نامه بېخ را وباسي ، بل مو د ټروريسټ په نامه تبه کوي، بل مو د فاشست او افغان غول په نامه ځپي، همدغه پروني دوستان مو په بې پېلوټه طیارو باندي وژني، پنجاپي اسلامي پاکستانيان مو دغه واقعي حراميان مو هم زموږ پر سر سوداوي کوي او وژني مو . نو تاسو دلته دغه سوچ وکړی چي آيا موږ د دې واقعي اسلامي بهادريو نه څه لاسته راوړه؟ آيا موږ بهادر پښتانه او مسلمانان وو او که د ډالرو نوکران؟ . موږ همدا اوس څه يو؟ کرزۍ څوک دی او د پښتون په نامه يې و پښتنو ته څه عزت ور پرې ايښی دی ؟ ړوند ملا عمر او ګلب الدين څه کوي؟ آيا هغوی په خپل ايمان او اختيار سره عمل کوي او که بيا هم د وهابي سعوديانو او پنجاپي اجنټانو ته کار کوي؟ او لا نور هم پښتانه تبه کوي؟ . دا پښتانه چي نن سبا هم دوستم، هم شورای نظار، هم عطا، هم ډبل عبدالله، هم محقق او خليلي خېلان، هم شمالي ستميان ، هم په شورا کي قانوني او په کابینه کي مسعود او اوس فهيم د کارملي پرچميانو سره چي زموږ تکه تکه کول غواړۍ ، تاسو ښاغلي د کومو بهادريو او اسلامي اخوت او افغانيتد نه خبري کوی ؟؟ د خپل کور په انګړ کي چي مو امريکايان درخيژي تاسو د کوم ننګ او غیرت چيغي وهی؟ . پښتون او پښتونولي مو چي په رڼو سترګو ګوری تبه کيږي تاسو اوس اصلا د کوم حق باز خواست کوی ؟ تاسو اوس اصلاً ياست څوک او څه غواړی ؟؟
موږ خو ۹۵٪ حنيفي مذهبه مسلمانان پښتانه او افغانان يو ، ملاعمره ته چي وهابيت دلته د سعودي د منفوري کورنۍ په امر خپروې، نو زموږ حنفی مذهبه مسلمانان خو هغه نه مني ته ړوند ملا عمر په دې هکله څه کول غواړې ؟
پښتنو ستاسو د خپلي خرتوبۍ د لاسه زموږ دوطن بېړۍ ډوبيږي، د دوسوو کالو دولت او اردو مو ړنګ شو ، مخکي تر دې چي دا بېړۍ ډوبه شي لطفاً د ملاعمره سره يو ځای د سړو غوندي سوچ وکړی!
بني آدمان شئ ؟
د خدای په لیاظ انسانان شئ، وتلي افغانان شئ !
ملاعمره ،ګوره ته چي هر چا را مخته کړی يې ، خير ، خو په دې وطن باندي د پښتونولی په خاطر رحم وکړه ،د امير المؤمنين په ځای امير الا فغاني شه، په اسلام کي خو مو بې له هغه هم غول وکړه، پښتانه سره را ټول کړه!!! او د پردو د نوکری نه لاس واخله !!!
ددې وطن ياني د افغانانو د وطن و راتلونکي ته اسلامي او افغاني او ايماني سوچ وکړه !!
دلته ډېر شيطاني نخشې تر لاس لاندي دي !!
چي بيا د پښتون په نامه مختوری نشې !!
په درناوي
نادر افغان
pattang
26.11.2009
هلکه نادره خبرې دې ضد اد نقيض دي لکه چې ډېر ځوان يې تجربه نلرې احساساتو
پسې اخيستی يې٠
Re: دعالیقدر امیر المؤمنین د مبارکی پیغام دنیکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت
bazgar
05.12.2009
ټولي څرګندوني يې په زړه پوري دي خو دغه کرښي يې حالاتو ته په کتلو سره ډيري زريني کرښې دي خداي دي طالبانو وروڼوته توفيق ورکړي
[color=red:7ab87e1f4c] دخپلو پوځي عملياتو پرمهال دولسي خلګو او ملي شتمنيو دساتني ډيرخيال وساتئ، په خاص ډول داستشهادي (فدايي) عملياتو په ترسره کولوکې ټول ترکيز ديرغلګرو او دهغوى داجيرانو په له مينځه وړلو اومهمو اهدافو وکړئ، دعامو خلکو له مرګ ژوبلی څخه ځان ساتل دهرمومن شرعي مسئوليت دى.
ځکه دعامو خلګو مرګ ژوبله هيڅ شرعي توجيه نلري او نه هم زموږ په سپيڅلي دين کې دداسي څه کولو ګنجايش شته.
مکار دښمن غواړي چې دمجاهدینو د بدنامولو لپاره دولسي خلګو په تجمع ګانو (دیني مراکزو، مساجدو اوورته ځایونو کې) دمجاهدينو دبدنامولو لپاره داستشهادي عملیاتو په نوم خونړي بریدونه ترسره کړي، نو مجاهدين بايد ددښمن دې عمل ته هم بيدار اووسي اوله مشابه عمل نه ځان په کلکه وساتي...[/color:7ab87e1f4c]