د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په افغانستان کی قوماندانان که دشرم ګوډي؟

Azad Nazer
08.03.2004

[color=blue:89db970089]مابه ځينې ملامتول چې (( هفته فهم )) دي مګر داسې ښکاري چې دتخنيکي پرمختګ سره سره داسې خلک په دنيا کی شته چې په کلونو يې هم په خدای که پوه کړې ٠ يو درجن کلونه تېر شول ، تر شغريبه او مغريبه وځغلول شول ، بېرته راغلل ، څوک وزيران شول اوپه هغه څه چې پرې ځغلېدي ووهغه يې داځل په رسمي توګه رايج کړل ، دغربيانو دټيکس پيسې يې لکه شلغم داسې ووهلې همدغه غربيانو نوې اسلحې اوورسره واک او اختيار هم ورکړ ، همدغه غربيان ورته دټوپکو سره ولاړ دي ، دافغان اولس له قهره يې هم ساتي ، دغربيانو په حضور کې دهيروينو، ښځو،ماشومانو او اسلحو قاچاقبري هم کوي ، د نخود ددانې هومره اخلاق هم نه لري ، دنړۍ داسې ورځپاڼه به ونه مومۍ چې دغه دحيواناتو دډارچينګداړي يې نه وي غندلي مګر بياهم چې داسې څه واورې لکه په دغه لاندی خبر کی نو سړي ته دا پوښتنه راپيداشي چې دغه دملګرو ملتونو اداره په ځان ريشخند وهي که په افغانانو چې په کلونو کلونو دوی په افغانستان کی دګډوډۍ ، قتل اوغارت ، بې مسؤليتۍ ، بې عدالتۍ ، ورانۍ او بداخلاقۍ مرتکبين ونه پېژندل٠[/color:89db970089]
:oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops: :oops:

قومندانانو ته باج ترکومه؟

په کابل کر ديونيمادفتروياندالميډاډې سلواله خبريالانوسره په خبروکې دملګرو ملتونو دملکي کولوپروګرام چې دوسلوټولول پکې شامل ووناکام اوبې نتيجې وباله نوموړي وويل چې دپيسوپه بدل کې دبې وسلوکولوپروسه ځکه ناکامه وه چې له بې وسلو شويو کسانوڅخه هغه پيسې بيرته قومندانانواخيستي.اوس به دغه پروسه دپيسوپه بدل کې نه بلکې دکارپه بدل کې پرمخ ځي.

يعنې کوم کسان چې وسلې وسپاري هغوي ته به په بدل کې کارورکول کيږي چې داوا قعاٌ اغيزمن اودستاينې وړپروګرام دی.

دلته يوه پوښتنه داده چې اَخردا ٌ قومندانان ٌ ولې دومره مهم اوزوروردي چې نه ديونيما زورپرې بردی اونه دملي پوځ اونه په هيوادکې تريودرجن زياتوهيوادونوګډپوځ داکوم قومندانان دي چې دبې وسلې شويوکسانوڅخه يي پيسې اخيستي خونه يي څوک نومونه اخيستی شي اونه ددې ظلم اوتيري پوښتنه ترې کولی شي؟

:idea: :idea: :idea: :idea: :idea: :idea: :idea:

هغه چې داولس مشر معاونان ، وزيران ، واليان اواولسوالان دي څنګه به څوک جرأت وکړي چې محض خوله چوله کړي ؟ په همغه درنګ کی به يې له خولې څخه دخانګل خولۍ جوړه شي٠

:? :? :? :? :? :?

که ديونيماددفترويانددااعتراف کوي چې له بې وسلې شويوکسانوڅخه پيسې قومندانانوواخيسيې نودغه قومندانان خوبايدوپوښتل شي اوداولس امانت ترې واخيستل شي .يوازې دبې وسلې کولودپروګرام دردنه دوا کوي ځکه چې که دغه ٌ زورورٌ پرځاي پاتې وي دبې وسلې شويوڅخه به دهغه تنخواباج وغواړي چې دوی يي دوسلو سپارلوپه بدل کې ترلاسه کوي.

مطلب داچې متاسفانه نړيواله ټولنه په افغانستان کې دخپلې مداخلې له پيله ترننه دستونزوداساسي حل پرځای لوټه په اوبوکې ږدي اوپرې تيريږي.

:!: :!: :!:
اوله او اخره خاتمه يې همدغه ده ، که په بل څه مو سړي کړل نو په مخ لاړې راتوکړۍ .

:idea: موږنه وايوچې قومندانان بايدراټول اولاس اوپښې تړلي داَموسيندته وغورځول شي :idea: بلکې دامناسبه بولوچې په هيوادکې بايددادارې اونظام په جوړښت کې هرافغان دخپل توان اواغيزمنتوب پراساس برخه ولري خوداسې امتيازبايدهيڅوک هم ونه لري چې دهر ډول اصولي پروسودعملي کيدومخالفت کوي اونړيواله ټولنه هم ګام پرګام هغوی ته په باج ورکولومجبوره وي

:idea: :idea: :idea: :!:
زماخبره په ياد ولرۍ ، وﻻ که په غلو او قاتلانو يې شل کړې ٠

ازادنظر


salou
20.04.2004

ګرانه وروره ازاد نظره ، ډير ډير سلامونه

تا خوداسي ستونځه په ډاګه کړيدي چي د ارقامو له مخي به يوه پيړۍ د ورځي
ګرمه موضوع وي اوکه دبي وسلي کولو کار پدي پڅه توګه دوام وکړي نو يوه پيړۍ
به هم ددي لپاره کافي نه وي.
زه داسي يوقوماندان هم پيژنم چي د خوست اودهغه په شاؤ خوا کي يي په سلګونو داړه مار اوبي مسؤليه وسله وال په خپل لاس بي وسلي کړي او ځا ئي اوسيدونکي يي ددوي له منګولو څخه ازاد کړيدي؛ليکن داچي نوموړۍنه جهادي ؤ او نه هم د امريکائيانو لاس پوڅۍ تيرکال له دندي څخه ګوښه کړ
شو.ويچي ( دبشر حقونه يي تر پښو لاندي کړيدي.)
دوي دي د بخښني له نړيوال سازمان (Amnesty International) څخه پوښتنه وکړي چي دوي پخپله څه کوي.همغه خبره دي چي وايي-
(يوي بلا بلي بلا ته ؤويل چي بؤو).
اوس لکه چي دخپل دوست او متحد رشيد دوستم پر دي وړانديز (ما پريږدۍ چي له خپل لښکر سره دهيواد په جنوبي برخو کي د القاعدي او طالبانو پرضدعمليات وکړم) غور کوي.که چيري هلته لږه اوضاع کړکيچنه شي داهم له امکانه څخه ليري ندي،خو ددوستم لپاره به داغوره وي چي بيا خپل لښکر
دسرېښوډنډ ته ونه چوي.هغه کارونه چي خپلسري قوماندانان يي کوي نه د اسلام په چوکاټ کي ځائيږي اونه هم دبشر دحقونو په چوکاټ کي.خبره پدي کي دي چي ترڅوچي امريکا په افغانستان کي دوه مخۍ سياست چلوي ، دکورخاوندته وايي چي خپل کورساته اوغله ته وايي چي خپله غلا کوه ،دالړۍ به همداسي روانه وي.هرڅه دپردې شاته دي.کنه دوي د لوي لالا لپاره يوه خوله نصوارهم ندي.له بده مرغه تر څوچي لويﻻﻻ په افغانستان کي د بلاؤ په ښکاربوخت وي، داړه ماران به دده ترسيوري ﻻندي هغه څه کوي چي زړه يي غواړي.
که غواړي چي دتل لپاره زمونږ دوست پاته شي او له مونږ سره مرسته وکړي،نو داد شرم ګوډي د زمونږ له سره کښته کړي. په ډيره ميه او درناوي.
:oops: :oops: :oops: :oops: سالو :oops: :oops: :oops: :oops:


Azad Nazer
20.04.2004

سالو وروره ډېره ډېره مننه !

وايي خبرې ډېرې او سريې يو ، ددغه پړسونګي ( O ) خارښ کوي ٠ :lol: ورپرې يې ږده چې کاکو ګانو ته ورشي چې هغوی هم دغسې د (((((((( مولا په ووري ))))))))) پسې چې ښه ترکي لم ولري ، ګرځي ٠ :lol:
زه خو ورته وايم چې دسالنګ له وران تونله عبرت واخلي کنه نوپه خدای که د بيا رغونې کومه (((((((((((داخلي اوخارجي اداره ))))))))))))) ورسره مرسته وکولای شي ٠

خبرې به پرې هله کوو که چيرې په ټولو(((((((اعضاوو))))))))))))) روغ رمټ مزار ته ستون شو :lol:

په ادب

ازاد نظر


Azad Nazer
23.04.2004

سالووروره !
هه ! دا کشمالې درواخله ، په ګڅه څڼه کې يې وټومبه !
8)
(((((((((( زه داسي يوقوماندان هم پيژنم چي د خوست اودهغه په شاؤ خوا کي يي په سلګونو داړه مار اوبي مسؤليه وسله وال په خپل لاس بي وسلي کړي او ځا ئي اوسيدونکي يي ددوي له منګولو څخه ازاد کړيدي؛ليکن داچي نوموړۍنه جهادي ؤ او نه هم د امريکائيانو لاس پوڅۍ تيرکال له دندي څخه ګوښه کړ)))))))))) :o

بس لکه زړورخان دلوېې لارې په منځ کې چروت يوړم او ستاسودغه پورته خبره راپه زړه شوه ، ماويل يوڅو پټې خبرې به درسره وکړم ( ددې کړکۍ نه بهر ته وګوره چې څوک خو به نه وي ) هو ، که سلا مو پری راغله بس دخېر دعا به راباندې وکړۍ چې له خېره سره د (((((((جاکړ )))))))))))) دپارټۍ ((((((((( خړمشر ))))))))) شم نو ټول لروبر ،کنډو کپر ، دربه در خاورې په سر خونراوزړور به راباندې راټول شي ٠ قومندان صېب به هم راسره شي ، که خوښه يې وي ٠

خويوڅه ته دې پام وي چې ګوره داسې څوک به نه پرېږدو چې سر يې زمونږ سره وي او٠٠٠٠٠٠يې دبل سره وي ٠ داسې خلکو ته هسې خدايي زما دسترګو اکر ورانيږي

زه نو اوس لاړشه ،هغه سالوپر سر واچوه چې څوک دې ون ويني او چا ته څه مه وايه چې ګنې دازاد نظر سره وې ٠
په مخه دې ګلونه


salou
25.04.2004

ازاده نظره وروره ،

له کشماليوڅخه د ډيره ډيره مننه!!!
خو که له ګڅي څڼي څخه د مطلب ګڅ اړخ وي،نو داکشمالي د بيرته درواخله.
بيا د خپله خوښه چي په هر ځاي کي يي ټومبې.

حق خو لرې چي دستا دوروستۍ جملې په بدل کي يوڅو ښکلي اوپه زړه پوري
جملې درته وليکم خو د (ټول افغان) دبحث فورم ته د درناوي له کبله داحق راتلونکي ته ريزرف کوم . وايي چي هوښيارانوته يوه اشاره هم کافي ده چي پوه شي. :evil:
رښتيا دانقل به هم در کړم چي(ځه) په(ځ) سره ليکل کيږي ،نه په (ز) سره لکه
تا چي ليکلي دي.
تل ترتله ازاد او اباد اوسي !!!!!!

((((((((( د نورو درناوۍ دخپل ځان درناوۍ هم دۍ.)))))))))


Azad Nazer
27.04.2004

سالو وروه يا خورې :!:
مننه او سلامونه

:idea: . وايي چي هوښيارانوته يوه اشاره هم کافي ده چي پوه شي. :idea:

:idea: خو که له ګڅي څڼي څخه د مطلب ګڅ اړخ وي،نو داکشمالي د بيرته درواخله. :idea:
ته چې کوم څه ته اشاره کوې ، هغه ته کمونيستي لورې وايي خو ((((ښۍ)))))) لورې دارتجاع او فاشيزم سره نښلول شوې ٠ نه چپي اونه راستي ګوندونو تراوسه د کشمالي رنګ خپل سمبول ګرځولې ٠ داچې زه په يوه لوري کی ځان نه شمېرم ، ددې اړتيا هم نه وينم چې څوک ورته وبلم ٠ ستا سو د خاطر لپاره بايد ووايم چې دغوږ ترشا دکشمالي ټومبل په نورستاني ، پشه يي او کنړي شوقي ځوانانو کې رواج لري او څه بده خبره نه ده ٠
ددې سره غواړم تاته ډاډ درکړم چې زما دليکنې هدف دانه وو چې خدای مکړه ما د چا سپکاوې کاوه بلکه ستاد ليکنې په ځواب کی مې کوښښ وکړ چې د محتاجو خلکو چې څوک ورته نن سبا اهميت نه ورکوي ، ژوند ته په تنز کې اشارې وکړم اوداهم په ډاګه کړم چې دهغوی مشر به هم هغه څوک وي چې ددوی له منځه راپا څېدلې وي ٠

:oops: :roll: بيا د خپله خوښه چي په هر ځاي کي يي ټومبې. :oops: :roll:

ددې جملې سره دې ښه درنښت راکړې ٠ تشکر ، بيا به په ژوند کی کوم پښتون په ګل ونه نازوم :(

:roll: حق خو لرې چي دستا دوروستۍ جملې په بدل کي يوڅو ښکلي اوپه زړه پوري
جملې درته وليکم خو د (ټول افغان) دبحث فورم ته د درناوي له کبله داحق راتلونکي ته ريزرف کوم . وايي چي هوښيارانوته يوه اشاره هم کافي ده چي پوه شي. :roll:

زه پوه شوم او فکر کوم چې هغه څه چې تا دټول افغان په درناوي کې په ښکاره ونه ويل ، ماته هماغسې را
ورسېدل لکه مخامخ دې چې راته ويلي وي ٠ که چېرې مې شرم درلود نو بحث به درسره نه کووم ٠

((((((((((((((((رښتيا دانقل به هم در کړم چي(ځه) په(ځ) سره ليکل کيږي ،نه په (ز) سره لکه
تا چي ليکلي دي.)))))))))))))))))))

زه دنقل سره نه بلديم او نه مې نقلي شيان خوښېږي ٠ يوه ګوته که بل ته نيسې نو څلور ځانته نيسې٠
که زما په غلطه ( ز) دې ددې لپاره زړه يخيږي چې زه نپوهېږم او ته کامل يې نو ما پخوا اعتراف کړې چې زه يواځې زده کړه کوم اوتراوسه لا په ډېر څه نه پوهېږم ٠
خېر ، وچ غرور او بې ځايه تکبر دپښتنو عادت دې ٠ :wink:

تاسو که خپلو جملو ته پام وکړۍ نو کېدای شي چې ما د ( ز) په ليکنه وبخښۍ :wink:
زه به (((((( ز ))))))) صحيح استعمال زده کړم تاسو د ( ي ، ی ، ې ) :wink:
همدارنګه ((((((( دستا)))))))) کلمه بايد يواځې ((((((ستا))))))) وليکل شي ٠
خلک وايي چې پرته له فونېټيکي الفبا څخه نور ټول رسم الخطونه تلفظي نيمګړتياوې لري اودغه ستونځه په پښتو او فارسي کی هم شته ٠
زما اخيره جمله دا وه چې مخ په سالو پټ کړه چې څوک دې ونه ويني ٠ تا دټولې ليکنې جوړښت او تر کيب ته نه دي کتلي او د تادۍ څخه دې کار اخيستې ٠ تا فکر کړې چې ګنې زه په رښتيا د څه شک درباندی لرم خو تنزي خبرې تل سرچپه ويل کيږي او هغه ته کنايه هم وايي نو که تاسو دغه کنايې پرمخ ( راسته ) کړۍ نو مطلب به يې دا شي چې مونږ هر اقدام بايد په ښکاره وکړو٠

زه ډېره بخښنه غواړم چې داسې ليکنې کوم چې دپښتنو دمزاج سره برابرې نه دي ، خو غم مه کوه ، ډېر ژر ليکنې او دا سايټ تاسو ته پرېږدم ٠

(((((((((((((((تل ترتله ازاد او اباد اوسي !!!!!!)))))))))))))))))))))
ستا سره :!: :!: :!: :!: :!: :!:

((((((((( د نورو درناوۍ دخپل ځان درناوۍ هم دۍ.)))))))))
_________________
بېشکه چې دې ٠او همدا علت دې چې ((((درناوې))))) په زور غواړو او انتقاد نه پېژنو ٠

په درنښت

ازاد نظر


salou
27.04.2004

ګرانه وروره ازاد نظره ،
هيله ده چي زمادزړه له کومي سلامونه اونېکي هيلي ومني.

1-په افغانستان کي لوي شوۍ يم اود کشماليوپه دوداودوستورباندي
ډيرښه پوهيږم اوهغه څه چي مادهغوي د(ټومبلو)په باب درته ليکلي
ؤمطلب مي همدا
(ښۍ اوکيڼ)اړخ ؤ چي تاسوپخپله هم رڼا پري اچولي دي.
غيرله(په ښي اړخ کي يي ټومبې اوکه په کيڼ کي)بل هيڅ کوم مطلب نلرم.

٢- ستاسوله ليکني سره هيڅډول مخالفت نلرم يوازي اويوازي
وروستنۍ جملې
(ځه اوس نوسالوپرسرواچوه...)زمافشاررالوړکړ.

وروره،
نه نجلۍ يم اونه هم ښځه چي ته سالوراپرسروي.
دانه تنزدی اونه هم کنايه،
بلکي يوکوچنۍ هلک هم ددي په معنی پوهيږي.

٣- که زماهره خبره ته دتنزاوکنايي په چوکاټ کي اچوي نوزه
دډيرډېرافسوس اوپښيماني سره خپلي خبري بيرته اخلم.

٤- په لوړفکر،استعداداوهېوادپالني کي دهيڅ شک نلرم ،ځکه
پدي سايټ کي ستاسوموجوديت دپښتواوپښتنو په ګټه بولم.

ښه به داوي چي زه خپله داسايټ پخپلي حيا کي پريږد م.
ځکه چي که نن تاسالورا پرسرکړصبابه چا بورکه راپرسرکړي وي.

جوړ،تياراوقلم د همداسي چليدلۍ اوسه!
په درناوي
سالو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more