د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اياتصوف داسلام برخه ده؟

وصيل پېروز
23.11.2009

له هغووروڼوچي داسلام په اړه دقرآن کريم اوحديثوپه رڼاکي سم معلومات لري هيله کوم چي دتصوف په اړه له همدې دوومأخذونوڅخه سم معلومات راټول اوموږته يې وړاندي کړي څووکولای شوچي دتصوف په اړه مودنفې يااثبات قضاوت پرکره شواهدواواسنادو بناوي داپوښتنه ځکه راسره پيداشوه چي اوس مهال دتصوف اوصوفيت په اړه بحثونه هر ځای خوراګرم دي له موږنه اوس دالوری ورک دی چي تصوف داسلام برخه وبولواوکه نه؟ له همدې امله اړشوم چي په دې اړه ستاسووروڼوهغه نظرهم ځان ته معلوم کړم چي داسلام دسپېڅلي دين داصلي سرچينوپه دلائلومستنداوکره وي .


و.افغان
24.11.2009

محترم پيروز صاحب:
سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ.
السلام عليکم.
ګرانه وروره! عربي ژبه کې يو مثل دی، چې د فقهي قاعدې په څېر ترې هم کار اخيستل
کيږي: العبرة بالمعاني لا بالألفاظ والمباني.
ژباړه: قاعده او قانون دا دی چې معناګانو او حقائقو ته اعتبار دی، نه الفاظو او ظاهري
جوړښتونو ته.
ځمونږ اصلي مقدّس مصادر ځمونږ په مخکې تر او تازه پراته دي، د دغو مقدسو
مصادرو په اړه د خير القرون د بهترينو خلکو، علماوو، امامانو، فقهاوو او
محدثينو معتمد تفسيرونه مو هم په وړاندې ايښي دي، چې دا ټول ځمونږ لپاره
د يوې پاکې سپېڅلې تلې معنا لري، او کولای شو چې هر رنګه اعمال پرې وتلو.

تصوّف يوه غير شرعي مستحدثه اصطلاح ده، چې حسب الواقع والموجود تر لاندې
يې ښه او بد کارونه دواړه مندرج دي، مونږ يې د هغو ښو ملاتړ او پيروي کوو، کوم
چې د قرآن او سنت او د اجماع د امت او د پوهو او معتمدو علماوو د اجتهاد سره اړخ
لګوي.

په درنښت


وصيل پېروز
25.11.2009

دروندوهاج ساپی صاحب!
السلام علیکم
دالله جل جلاله له پراخ دربارڅخه درته دښې روغتیااوپه کارونوکي دبشپړبریاليتوب غوښتوونکی یم .
کله چي موږیوه موضوع بحث ته اچوونومطلب موداوي چي ددې موضوع هغه اړخونه را وسپړوچي له شريعت سره تعلق نه لري دمثال په ډول په تصوفوکي دذکراقسام اوپه هغوکي دننه دمصطفی مشکل کشایامتصرف اوولی کامل،قطب الاقطاب اوابدال اصطلاحات دي چي زموږدټولنې ډېری وګړي یې په دې اندکړي دي چي مرشدیاپيردخپل مریدپه هررنګه حالاتوخبرېږي اودکشف والهاماتوله لارې دامعلومولای شي چي دې مريدسم اودې ناسم کارکړی دی ان ځيني خووایي چي مرشد دخپل مریدساتوونکی وي ياني داچي کله یوسړی دپیریامرشدلاس نیوی وکړي نوهغه دخپل مریدترنظارت لاندي وي اونه شي کولای بدکارته لاس واچوي .
همدارنګه دوحدة الوجوداووحدة الشهودګونګ اومنطقي اصطلاحات دي چي هرڅو یې وشاربې بیاهم سړی نه شي دهغوپه مفهوم پوه شي زموږدټولنې په دیني طبقه کي اوس ډېړی کسان په دې نظردي چي دوحدة الشهوداووحدة الوجودمنل دعقائدویوجز دی دااودې ته ورته په لسګونوخبرې دي چي موږاوتاسويې بایدددین داصلي سرچينو په تله وتلواوله خپل وس سره سم یې دپښتني ټولنې مسلمانوغړوته ورسووڅوهغوئ دتصوفودغيرشرعي اومستحدثې اصطلاح ترنامه لاندي دخسرالدنیاوالاخرة ښکارنه شي . هيله مي داده چي پردې موضوع بایدتفصيلي بحث وشي اوله دین سره هرې ضد کړنې ته یې ګوته ونیول شي ځکه دازموږشرعي مسئولیت دی .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more