د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په یو شمیر سیمو کې د طالبانو پر ضد ولسي وسلوالې ډلې جوړې شوي

monir
23.11.2009

دوستانو سلامونه او ښې چارې!
داسې ښکاري چې امریکایی چارواکو د قومی ملیشو په مسلح کولو پیل کړﺉ دی
چې پرته د پښتنو خپلمنځي جګړې بله نتیجه نشی لرلای. نور تفصیلات په دا لاندې رپوټ کې:

[color=blue:298a7386b2]د نیویارک ټایمز امریکایی ورځپاڼه وایي چې دافغانستان په یوشمیرختیځو او جنوبي سیموکې خلکو له خپلو سیمو څخه د دفاع لپاره ملا تړلې .[/color:298a7386b2]
نیویارک ټایمز لیکي، امریکایي او افغان چارواکي له هغو ډلو سره مرسته کوي چې دافغانستان په مختلفو سیمو کې یې په خپل ابتکار دوسلوالو طالبانو پرضد وسلې ته لاس کړی او هیله من دي چې دا حرکت به په پراخه اندازه د طالبانو په وړاندې د خلکوپاڅون ته لاره هواره کړي.

د ولسي خلکو دې حرکت په کابل کې یوشمیر مشران حیران کړي او افغان او امریکایي چارواکي یې دې ته هڅولي چې د یوه پلان له مخې د دغسی ډلو شمیرزیات اوترې نه دافغانستان په ختیځو او جنوبي سیمو کې د وسلوالو طالبانو پرضد کارواخلي.

امریکایي او افغان چارواکي وایي دوی هیله من دي چې د دغه پلان په اساس به چې له خپلو سیمو څخه د خلکو د دفاع ابتکاربلل شوی، په زرګونوولسي خلک سره منسجم کړي. دوی به د طالبانو پرضد له خپلو سیمو څخه د دفاع چارې په غاړه واخلي.

چارواکي وایي چې په اوس وخت کې په سلګونو داډول وسلوالود طالبانو پرضد د خپلو سیمو امنیت ته اوږه ورکړیده.

نیویارک ټایمز لیکي، که څه هم له خپلو سیموڅخه د خلکود دفاع دغه اقدام یولوړ اقدام بلل کیږي خوهغه ډیرخطرونه هم له ځان سره لري، ځکه دورځپاڼی په وینا وسلوال طالبان نن ورځ د ۲۰۰۱ کال راهیسې تربل هروخت ډیر زړور شوي او حملو ته یې زورورکړی دی.

امریکایی او افغان چارواکي هیله من دي چې د وسلوالو طالبانو پرضد له ولسي خلکو څخه جوړد دغسی دفاعی ډلوشمیر په چټکۍ زیات کړي.

دوی به له یوی خوا دامنیت په چاروکې د افغان اوامریکایي ځواکونو ملا وتړي او له بلې خوا به هم ښایي د امریکا دولسمشر بارک اوباما پر پریکړې چې څومره شمیرنور عسکر افغانستان ته ولیږي اغیز وکړي.

دغه ولسي وسلوالی ډلې به همداراز ترهغو پورې چې دافغان امنیتي ځواکونوروزنه بشپړیږي، د امنیتي ځواکونو د نشتوالي موجوده خلا ډکه کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، امریکایان هیله من دي چې دغه کلیوالي وسلوالې ډلې به دافغانانو روحیه پیاوړې کړي چې دوسله والو طالبانو پرضد په خپله دفاع ته ملا وتړي.

یوه امریکایی پوځي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرایطو نیویارک ټایمز ته وویل چې اساسي هدف دادی چې خلک د امنیتي چارو مسولیت په خپله غاړه واخلي اوزیاتوی داکار په ځینو سیمو کې پیل شوی دی.

نیویارک ټایمز لیکي، د وسلوالو طالبانو پرضد د ولسي وسلوالو ډلو په زیاتیدو سره د دې خطر هم شته چې دوی په خپلو مینځو کې سره ونښلی یا هم د ټوپک خوله دافغان اوامریکایي ځواکونو پرضد راواړوي.

خو امریکایان وایي چې دوی به دغه ډلې لویې نه کړي او فعالیت به یی پریوه مشخص ځای پورې محدود وي. دوی به یوازی دخپل کور کلي دفاع کوي اوپرلارو کې به د څارنې پوستې جوړوي.

نیویارک ټایمزدامریکایی چارواکو په وینا لیکي، داډلی په اوس وخت کی وسلو ته اړتیا نه لري ځکه دوی خپل ټوپک رابرسیره کړي او دوی به د افغان حکومت سره مسقیم ارتباط لري.

چارواکي وایي پرد غو ډلو له زیات کنټرول څخه هدف دادی چې پخوانۍ تیروتنې بیا تکرار نشی په دې مانا چې په دې کار سره نور هغه شان جګړه ماران رامنیځ ته نه شي چې په تیرو وختونو کې یې افغان دولتونو ته ګواښ متوجه کړی و او یا هم بیا وسله وال اسلامي تینظمونه جوړ نه شی چی بیرته د امریکا متحده ایالاتو پرضد ودریږي.

نیویارک ټایمز لیکی، د امریکا دغه پلان دعراق هغه پلان ته ورته دی چې د ۲۰۰۶ کال په پای کې یې سوني قومي ډلې د سخت دریځو ډلو په وړاندې ودرول اوپه دې هیواد کې یې د تاوتریخوالي له کمیدو سره مرسته وکړه خو د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې ښایي ورته پلان سمه نتیجه ورنه کړي ځکه دعراق په نسبت په دې هیواد کې قومونه ډیر کمزوري شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکي، په پام کې ده، د دغه پلان له مخې چې د چارواکو په وینا لومړی مرحله یی دامریکایی خاصو ځواکونو له خوا بشپړه شوی ده، په یوشمیرلرو پرتو سیمو کې ولسي دفاعي ډلو ته پراختیا ورکړل شي چې داوسیدونکو شمیر به یې تر یو ملیون وګړو پورې رسیږی.

دامریکایی خاصو ځواکونو عسکرو لرې پرتو سیمو ته تګ پیل کړی او هغو سیمو ته په هلیوکوپترو کې ځي چې خلکو د طالبانو پرضد وسلې ته لاس کړی څو هغوی ته لازمې مرستې ورسوي.

ډګروال کریستوفیر کولیندا نیویارک ټایمز ته وویل چې مونږ غواړو دغوولسي ډلو ته ځان ورسوو چې ځانونه یې په خپله د وسله والو طالبانو په وړاندې په ډلو کې تنظیم کړي دي.

امریکایی او افغان چارواکو وویل، دوی د پلان له مخې غواړي له دغو وسلوالو ډلو څخه د طالبانو د حملو د مخنیوی لپاره کارواخلي او که په خپله د طالبانود حملو د شنډولو وس ونه لري، وکولای شي چې له پوځ او پولیسو مرسته وغواړي.

نیویارک ټایمز وایي، په هغو لرې پرتو سیمو کې چې دغې ډلې جوړې شوي تراوسه پورې ورسره د مهماتو او غذایي موادو په برخه کې محدودې مرستې شوي دي. خو امریکایي او افغان چارواکي وایي دوی په پام کې لري چې دغه وسله وال وروزي اوهغوی پر مخابراتي وسایلو سمبال کړي.

د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، دا د طالبانو پرضد یوسیمه ییزه خود جوشه حرکت دی، او افغانانو سره که مرسته وشي ددې توان لري چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي.

http://pa.azadiradio.org/content/article/1884853.html


وصيل پېروز
23.11.2009

سلامونه !
داخوجوته ده چي صليبي يرغلګرنوردمجاهدينوپه وړاندي دمقاومت توان نه لري اوس مجبورشوي دي چي له خپل شيطاني دماغ سره سم داسي تګلاره پرمخ بوزي چي دافغانانو ترمنځ قومي،ژبني اوسمتي ترپګنۍ راوپاروي دقومي ملېشوجوړول هم ددې لړۍ يوه کړۍ ده،افغانان بايدپه دې حساسوشېبوکي هوښياراوسي ديوڅوډالروپه بدل کي خپل دين،ايمان اوافغاني ننګ ونه پلوري همدغه قومي ملېشې بايددطالبانواوهغو مجاهدينوکلک ملاتړوکړي چي دشپېتوملکونوراغلي صليبي لنډغرې يې دخپل تن په قربانۍ نن دې ته مجبورکړې چي زموږدهيواداشغال پای ته ورسوي اوپرېږدي چي افغانان په خپله دخپل برخليک دټاکلوواکمن شي . که ديرغلګرودمادي منافعوپه تمه ځيني قومي مشران دخپل قوم کسان اوځوانان دمجاهدينوپرضدوسلوالې جګړې ته هڅوي نونه يوازي داچي اخرت يې خطادی بلکه دلوی الله جل جلاله په مرسته به په دې دنياکي هم هرومروددوستم په برخليک اخته کېږي ان شاء الله،فکرکوم افغانان دومره بې ضميره اوبې حسه هم نه دي چي دخپل ملااو طالب پرضدديرغلګروپه حمايت ټوپک راواخلي اوويې وژني هوداسي بې ننګه کسان هم شته چي پخوايې هم داکارکړی اواوس چي امريکايان په خپله دګيدړانوپه څېردمخامخ جګړې توان نه لري غواړي دشيطانتونوله مخې بياهغه تجربه وکاروي چي دنجيب دحکومت پرمهال روسانوازمويلې وه خونتېجه يې نه دافغانستان اونه په خپله داجيروقاتلانوپه ګټه وه له ټولوهيوادوالومي هيله داده چي په افغانستان کي ديواسلامي ولسواک حکومت دراوستلولپاره دطالبانواومجاهدينودمبارزې هراړخيز ملاتړوکړي څوپه خپل هيوادکي داسي حکومت رامنځ ته کړوچي هم موديني عقائدو، ملي عنعناتو،ملي کولتوراورسم ته درناوی ولري اوهم وکړای شي چي دافغانانولپاره په افغاني مرستوکارروزګارپيداکړي اوله همدې لارې افغانستان په هرډګرکي پرخپلو پښوودروي دې هدف ته درسېدولاره همداده چي سرله اوسه قومي مشران،علماء اومتنفذين له مجاهدينوسره په تماس کي شي،له هغوئ سره تفاهم ته ورسېږي اوپه شريکه يوه داسي اجنډاجوړه کړي چي هيوادموله دې اوږدې غميزې ووزي له يرغلګرو سره ملګرتيااودهغوئ په ملاتړدپيسوپه بدل کي دخپل زوی ياني طالب،مقتداياني ملاوژنه ددواړوجهانونوهلاکت اوبربادي ده .


shokoor
23.11.2009

ګرانو دوستانو سلام علیکم!
د منیر ورور خبره سمه ده چې د ملکی خلکو مسلح کول د کورنۍ جګړې پیل دﺉ چې د هېڅ چا په ګټه نده. او پدې وروستیواوو کلونو کې ډېره ښه ضمینه هم ورته برابره شوې ده.
د خارجی ځواکونو بمباري او د ملکی خلکو وژنه له یوې خوا د خلکو غوصه را پارولې او د قومی مشرانو، ښوونکو، ډاکټرانو او د لارو او نورو تاسیساتو جوړولو انجینرانو او کارکوونکو وژنه چې خلک یې پړه پر طالبانو اچوی چې په نتیجه کې یې په ځینو سیمو کې تعلیماتو، طبي آسانتیاوو او کار وبار نشتوالئ له بلې خواخلک په تنګ کړي دي.
طبعاْ هغه خلک چې د بهرنیو قواو په عملیاتو کې خپل کورنۍ غړي له لاسه ورکوي د بهرنیو او دولتی ځواکونو پر مخالفت کې دي. همدا راز د طالبانو خبري سرچینو ته په پام سره چې (دبهرنیوتلفات به پرېږدو) هره ورځ د لسهاو افغانی اردو او پولیسوسرتېرو د وژنې خبر خپروی هم بې تاثیره نده. دا سرتېرې هم پښتانه، تاجیک، اوزبک، هزاره او دهېواد نورو مېشتو قامونوڅخه دي چې هر یو یې ځانته مور پلار، کونډې او یتیمان پر ځای پرېږدي. دغه راز مونږ په تېره کې د ډېرو ځانمرګي عملیاتو شاهدان و چې پکې د یو نیم بهرني تر څنګ ګڼ شمیر ملکي کسان وژل شوي دي چې دو ی هم له ځانه خپلوان پرې ایښي دي. زه فکر نکوم چې دا او هغو سره تړلي نور خلک له طالبانو څخه ملا تړ وکړي. پرته لدې طالبان نوي خلک ندي خلکو د دوی دامارت مثبتې او منفی تجربې کړي دي.
په سلو کې اتیا هیوادوال په کلیو او باندو کې ژوند کوي که هغو ته هر څومره ډول او سرنئ ووهل شي چې دین په خطر کې دﺉ هغو ته بې تاثیره دﺉ ځکه هغو پخپله ویني چې دهغو په دیني ژوند کې هیڅ بدلون ندﺉ راغلئ.
[quote:04de8d8841]فکرکوم افغانان دومره بې ضميره اوبې حسه هم نه دي چي دخپل ملااو طالب پرضدديرغلګروپه حمايت ټوپک راواخلي[/quote:04de8d8841]
زه هم پدې باور یم چې افغانان بې ضمیره ندي او ټوپک د څه لپاره اخلي!
په یوه کلي کې چې د بچیانو د تعلیاتو لپاره ښونځي نه وي، د ناروغانو لپاره یې کلینیک او روغتون اود ژوند نورې آسانتیاوې نه وي خلک به هرو مرو د هغو په وړاندې ټوپک اخلی په هره پلمه چې وي د دغو تاسیساتو د جوړولو مخنیوﺉ کوي. .
په هر حال هسې چې زه اصولاْجګړه د ستونزو د حل لپاره ردوم د ملیشه کولو پروسه هم نه تائیدوم ځکه ور څخه د وینو بوی را خېږي!

والسلام


و.افغان
24.11.2009

وروڼو!
طالب يو افغان بچی دی، البته يواځينی افغان نه دی.
څوک به د دې ضمانت وکړي، چې دغه مسلّحې ډلې چې دومره به تقويه کيږي، چې د
طالب سرتېرو مقابله به وکولای شي؛ چې دوی به په آينده کې بېرته په اشغالګرو او
شرمخه يرغلګرو نه راګرځي؟
په درنښت


pattang
24.11.2009

داخوشې پرو پاګندې په درد نخوري !
هغه بې ناموسان چې دطالب سره جنګيږي نو ولې جنګېږي?? اشغالګر غواړي ? که سره زامن له شنو سترګو سره خوند ور کوي ? نو کډه دې ور وکړي .
کوم ښوونځي ساتي هغه  کوم چې اشغالګروجوړکړي د مخبري او فحشا ځايونه دي ? طالبان هغه خلک وژني چې اشغالګروته مخبري کوي دا کار خو په هر ملي
مقاومت کې شوی دی ، نه يواځې طالبان دي٠
مونږ داسې خلک هم لرو چې هغوی دهرچا سره منډې وهي لکه کمکی مسکو
چې اوس کمکی واشنګټن ترې جوړ دی ٠


وصيل پېروز
25.11.2009

محترمووروڼوسلامونه اونیکي هیلې!
څرګنده خبره ده چي داروپا،امریکااواسیاراغلي صلیبي لېوان زموږپه هیوادکي خپلې سیاسي،کولتوري اوپوځي موخې لري دهمدې لپاره یې زموږهیواداشغال کړی اولاهم دوام ورکوي په هرډول چي وي هغوئ غواړي په سیمه کي دخپل تلپاتي نفوذلپاره له افغانستان نه دیوې اډې په توګه کارواخلي همدانن موږوینوچي دګران هیوادځمکه، فضا اداری اوملکي چارې،دچارواکوټاکنه اوان دلاروواک موهم دپردیوپه لاس کي دی که دې ته څوک اشغال نه وايي نوداپیغام موهغه ته نه دی خوکه څوک هیواداشغال شوی بولي او دلته راغلي بهرني پوځونه یرغلګرګڼي هغوئ ته موپیغام دادی چي داشغالګروله خواد ملېشوجوړول دهغودسیسویوه کړۍ ده چي غواړي افغانان په کورنیواوخپل منځي شخړواخته کړي که څوک دهیواداوهیوادوالوپه راتلونکي دردېږي هغوئ بایدله طالبانوسره مذاکرات وکړي هره ګیله چي ترې لري ورته وړاندي يې کړي ځکه دواړه لوری مسلمانان اوافغانان دي هره ستونزه په خپلمنځي بحثونوحل کولای شي خوکه دیرغلګروپه خواکي ودرېږي بیابه پرېکړه یوازي په ټوپک کېږي چي داحالت یوازي اويوازي دیرغلګروپه ګټه دی نه دمسلمانانواوافغانانو.


Lotfollah
25.11.2009

سلامونه
[quote:6a97e2a5d2="shokoor"]
زه هم پدې باور یم چې افغانان بې ضمیره ندي او ټوپک د څه لپاره اخلي!
په یوه کلي کې چې د بچیانو د تعلیاتو لپاره ښونځي نه وي، د ناروغانو لپاره یې کلینیک او روغتون اود ژوند نورې آسانتیاوې نه وي خلک به هرو مرو د هغو په وړاندې ټوپک اخلی په هره پلمه چې وي د دغو تاسیساتو د جوړولو مخنیوﺉ کوي. .
[/quote:6a97e2a5d2]
زما په نظر د کلیو او باندو خلک چې طالب نه غواړي د دې حق لری ، چې د خپلې سیمې څخه دفاع وکړي . دا بې تفاوته ده چې دا دفاع د هندو په مرسته کېږي او یا د مسلمان په مرسته!

په درناوي


pattang
25.11.2009

تا داخبره ونکړه چې له چا څخه دفاع کوي ? خبره دطالب غوښتلو ندی هغه بيا
وروسته مسائل دي ، زهم شرائط لرم ! خواوس هر حرکت دطالب په ضد داشغالګرو او دفاحش ګوډاګي دولت په ګټه
دی نو ايا داسې حرکتبه اسلامي او پښتني وي ? نه ، نه او نه
مرګ په اشغالګرو او پر پوچمغزه اجنټانو چې د کرزي منافق له لکۍ لاندې
کور ړک وهي٠

[quote:72953cae81="Lotfollah"]سلامونه
[quote:72953cae81="shokoor"]
زه هم پدې باور یم چې افغانان بې ضمیره ندي او ټوپک د څه لپاره اخلي!
په یوه کلي کې چې د بچیانو د تعلیاتو لپاره ښونځي نه وي، د ناروغانو لپاره یې کلینیک او روغتون اود ژوند نورې آسانتیاوې نه وي خلک به هرو مرو د هغو په وړاندې ټوپک اخلی په هره پلمه چې وي د دغو تاسیساتو د جوړولو مخنیوﺉ کوي. .
[/quote:72953cae81]
زما په نظر د کلیو او باندو خلک چې طالب نه غواړي د دې حق لری ، چې د خپلې سیمې څخه دفاع وکړي . دا بې تفاوته ده چې دا دفاع د هندو په مرسته کېږي او یا د مسلمان په مرسته!

په درناوي[/quote:72953cae81]


عبد السلام
25.11.2009

سلام عليكم:
پتنگ خان ليكي:
[quote:267011ed1f]خبره دطالب غوښتلو ندی هغه بيا
وروسته مسائل دي ، زهم شرائط لرم ! [/quote:267011ed1f]
لكه چي طالبان درباندي بد ولگيدل كه څنګه؟ داسې مكوه چې هر څه پټ ساتي  :lol: هغه شرايط خو دې مونږ سره هم لګه
شريک غوندي کړه چې څه دي؟



26.11.2009

ښاغلو، منلو او قدرمنو سلامونه او درناوی !
له ځينو خولو څخه دا خبره ډيره اورېدل کيږي چې د سعودي عرب غوندې يوۀ بنسټپال اسلامي هيواد، اروپائي هيوادونو، پاکستان ، سهيلي کوريا او جاپان سره د امريکا سم دوستانه اونورې نړۍ لکه چين روسيې هند او نورو سره عادي اړيکې لرل ثابتوي چې د امريکا سياست په عقيدوي ، کلتوري او ايديالوژيکي بنسټونو ولاړ نه دی اونه هم ددغوبنسټونو له مخې د امريکا سره معامله يا برخورد کول سم او پر ځای بريښي .
دوی په داسې جملو کې وايي :
هغه ډول چې امريکا ئې له نورو هيوادونو سره وهي هغه د اقتصادي اړيکو ډول دی، هغه نه ددين دی، نه د کلتور ،ايديالوژۍ او نه د نورو معنوياتو ډول دی، نو که څوک ددغو معنوي ارزښتونو له مخې ورته غبرګون ښکاره کوي، ورته به وائي چې ډوله چيرې دې وهم ، چيرې غږيږې ؟ دغه ټولو ارزښتونو نسخه دې له ځانه سره وساته، ميده يې که، چاڼ پې که ، له ټوټې څخه يې وباسه، وايغږه ، خوړين يې که اچار يې که ،وې جوشوه، وېخوټکوه، پاخۀ يې که، کباپ يې که ،پټۍ يې که، وېسيزه ، ګنډېر يې که ، زهر قاتل يې که او وې خوره ، زما يې درباندې څۀ او زما ئې پرې څۀ؟
ددوی په اند هغه څه چې امريکا يې غواړي او وايي هغه آزاد اقتصادي بازار ، آزادې اقتصادي اړيکې او دهغې حمايه کونکی آزاد سياست دی ، چې هم ستا د اقتصادي ګټو او پرمختګ يواځينۍ لار ده او هم زما، په دې چوکاټ کې زه (امريکا) درسره هرې انډيوالۍ ته تيار يم او پر ضد يې هېڅ عمل او هېڅ اديالوژي تحميلول نه د ځان او نه د نړۍ له پاره منلی شم ، خو هر هيواد آزاد دی چې صرف دځان له پاره يې غوره کړي!
دې ډول طرحو ته ستاسې ځواب څه دی، مشخصه پو ښتنه دا چې :

١- ايا د امريکا دغه سياست د نړۍ په وړاندې سم دی؟
که سم نه وي د پړې ټکي يې ستاسې په اند کوم دي ؟

٢- او ايا رښتيا هم د امريکا همدغه دريځ دی ؟


باتور
26.11.2009

ښاغلي پتوال ته سلامونه،

نظر دي سل په سلو کي تائيدوم . . امريکايان قماربازان دي، چېرته چې قمار لګېږي هغلته ناسته ولاړه کوي . .
عربان يې د راکړي ورکړي په دام کي داسي راګير کړي چي ځان نه سي ورنه خلاصولای . . دا نه دی چي دوی د هغو عقايدو ته د احترام له کبله له هغوی سره دوستان دي او يا به د عربانو سپېرې شګي دوی ته ښې ښکاري . .

په همدې شان زموږ په وطن او ټوله منځنۍ آيشيا کي هم په خپلو اقتصادي هدفونو پسې روان دي . .
نه د کرزي والو د تورو سترګوغمه ورسره ده او نه هم د پنشېريانو د شنو سترګو. . له ټولو څخه يې خپل خره جوړ کړي، خپل بار تر منزله پې رسوي. .
هو کله کله يې سرونه د خپلو مادياتو په اخور کي هم ننباسي او يو څه غله دانه هم ورکوي . .

خره د دوو لپو اوربشو لپاره ټول عمر بار وړل، ضليلتوب او سپکتوب په ځان ګالي .

په درنښت


pattang
26.11.2009

نه طالبان بد ندي راباندې لګيدلي ، داولس غوښتنې او اراده له هر شي لوړه ده،
دوست ته به خپل نيک نظر وايې ، چې وخت يې راشي بيا به ګورو.

[quote:438034e603="عبد السلام"]سلام عليكم:
پتنگ خان ليكي:
[quote:438034e603]خبره دطالب غوښتلو ندی هغه بيا
وروسته مسائل دي ، زهم شرائط لرم ! [/quote:438034e603]
لكه چي طالبان درباندي بد ولگيدل كه څنګه؟ داسې مكوه چې هر څه پټ ساتي  :lol: هغه شرايط خو دې مونږ سره هم لګه
شريک غوندي کړه چې څه دي؟[/quote:438034e603]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more