د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داداری فساد په وړاندې عملی مبارزه پیل شوه

monir
22.11.2009

سنډی ټایمز : د صدیق چکري د نیولو امر صادر شوی

سنډې ټایمز ورځپاڼې ته د افغانستان د لوی څارنوالۍ مقاماتو ویلي ،چې د حج او اوقافو د وزیر صدیق چکري او د ولسمشر کرزي د کابینې د یو بل وزیر د نیولو اوامر صادر شوي.
دکابینې د بل وزیر نوم لا نه دی څرګند شوی خو ورځپاڼې ویلي چې دغه اوامر د رواني میاشتې په سر کې جمهور ريس کرزي ته هم سپارل شوي دي.

د ورځپانې په وینا په افغانستان کې د فساد او جرمونو پر ضد د مبارزې ځانګړي ځواک چې د امریکا او بریتانې د پولیسو خاص مشاورین ورسره مرسته کوي د حج او اوقافو د وزیر صدیق چکري پر خلاف کافي او قانع کونکي اسناد او شواهد برابرکړي دي.

د افغانستان د قانون له مخې له دې نه مخکې چې د دواړو وزیرانو د نیولو لپاره ګام واخستل شي لومړی باید ولسمشر کرزۍ د هغوي سیاسي مصونیت لغوه کړي.

سنډې ټامیز وايي دا چې حامدکرزیۍ به پریږدي چې د هغې د کابنیې دوه وزیران د مالي فساد په تور محاکمه شي او که څنګه دا به په افغانستان کې د فساد د له منځه وړلو په اړه د کرزي د تازه ژمنو لومړنۍ ازمیښت وي.

افغان ولسمشر چې نړیوالو پرې د فساد د مخنیوي په برخه کې کلک فشار راوستی د دویمې پینځه کلنې دورې د لوړې په مراسمو کې ژمنه وکړه چې د فساد مخه به نیسي او تورن چارواکي به محاکمې ته وړاندې کوي.

د افغان دولت ددو وزیرانو د نیولو اوامر وروسته له هغې صادر شوي چې په روانه اونۍ کې د افغان امینتي ځواکونو یو جنرال له فساد سره د مبارزې دځانګړي ځواک لخوا د لس ګونو زرو ډالرو د اختلاس او حیف او میل کولو په تور ونیول شو.

په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد مبارزه کې دا تازه تحولات په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل راپور کې افغانستان له سومالېې وروسته په پراخ فساد کې ککړ د نړی دویم هیواد وباله .

سنډې ټایمز ورځپاڼه وايي افغان ولسمشر د لوړې په مراسمو کې فساد د افغانستان لپاره یو خطرناک دښمن بللی خو دا چې نوموړی به ددغه دښمن د جرړو د ویستلو لپاره څه کوي دا به د ورځپاڼې په وینا په راتلونکو اونیو کې کله چې کرزۍ خپله نوې کابینه او د ۳۴ ولایتونو والیان ټاکي روښانه شي.

د لندن چاپ دغه ورځپاڼه زیاتوي سره له دې کرزي ژمنه کړې چې کار به اهل کار ته سپاري خو دا ویره هم شته چې کیدای شي نوموړې به مهمې او لوړې څوکۍ هغو اشخاصو ته ورکړي چې له ده څخه يې په انتخاباتو کې ملاتړ کړی او یا پخوانیو مقاماتو څو د شوي فساد د ښکاره کیدو مخنیوي وشي.

ورځپاڼې په دې لړ کې د بریتانې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې راخیستي چې ویلي ،له کرزي مو غوښتي چې د اوسني پراخ فساد مخه ونیسي .ډیویډ میلیبنډ ویلي مونږ هم هغه څه له حامدکرزي غواړو څه چې د افغانستان خلک يې غواړي.

د بریتانې د بهرنیو چارو زیر ویلي کرزي په دې برخه کې کلکه ژمنه کړې خو هغه باید خپلو وعدو ته عملي بڼه ورکړي.

سنډې ټایمز د مقالې په دوام کې لیکي: په افغانستان کې هوا په سړیدو ده، د دولت د مخالفانو فعالیت هم په ژمي کې کمیږي نو همدا ښه فرصت دی چې ولسمشر کرزۍ لازم بدلونونه رامنځته کړي.

ورځپاڼه بیا د یو شمیر افغان کارپوهانو په حواله وايي چې د تیرو اتو کلونو د ټولې ناکامۍ بار باید یوازې د کرزي پر اوږو وانه چول شي ،دغه کارپوهان وايي په ۲۰۰۱ لومړي کال کې د طالبانو له ماتې وروسته نړیوالو هم د جنګ زپلي افغانستان د بیارغونې د اوږود مهالو ازمونونود لرې کولو لپاره کافي پاملرنه نه ده کړې.

http://www.timesonline.co.uk/tol/news/world/Afghanistan/article6927086.ece


monir
07.12.2009

ښاروال کابل به چهار سال حبس محکوم شد

16.09.1388
لوی څارنوالی افغانستان می گوید بخاطر ثابت شدن موارد فساد ، ښاروال کابل به چهار سال حبس محکوم شده است.

مقامات لوی څارنوالی کابل می گوید، حکم بازداشت ښاروال کابل میر عبدالاحد صاحبی را به مسولین امنیتی سپرده اند.

مبارزه با فساد اداری در افغانستان یکی از مسایل بسیار مهم در دوره جدید ریاست جمهوری حامد کرزی دانسته می شود و جامعه جهانی نیز در ارتباط فشارهای را بر آقای کرزی وارد کرده است.

مقامات ارشد امریکایی گفته اند که بعد از این کمک های امریکا برای افغانستان به حیث چک سفید نخواهد بود و آنها در مقابل این کمک ها منتظر شفافیت در کار حکومت افغانستان می باشند.

وزیر دفاع ایالات متحده رابرت گیتس اخیرا به دنبال اعلام استراتیژی نظامی جدید امریکا برای افغانستان در جلسه کانگرس امریکا گفت:
"پولی را امریکایی ها مالیه پرداخته اند و حکومت این کشور به افغانستان فرستاده است به دلیل وجود فساد اداری در افغانستان به درستی مصرف نشده است."

همچنین سفیر امریکا در ناتو آیو دالدر در صحبت با رادیو آزادی گفت، ممکن نیست که کار در افغانستان مانند گذشته اد امه داشته باشد در غیر آن حمایت شان در این کشور کاهش خواهد یافت.

در نتیجه فشار های ایالات متحده و برخی دیگری از کشورهای غربی که کمک های را با افغانستان متعهد هستند، مقامات افغان نیز از تلاش ها در ارتباط به جلوگیری از فساد اداری صحبت کرده اند.

مقامات لوی سارنوالی افغانستان گفته اند تحقیق در ارتباط به اتهامات فساد اداری در مورد حد اقل دو وزیر کابینه فعلی و تعدادی دیگری از مقامات ارشد دولتی جریان دارد.

اما تصمیم امروزی محکمه در مورد ښاروال کابل طی هشت سال گذشته در تلاش های دولت افغانستان در زمینه مبارزه با فساد بی سابقه دانسته می شود.

جزییات در مورد حکم بازداشت ښاروال کابل را که به اتهام فساد مورد پی گرد قانونی قرار گرفته در مصاحبهء می شنوید که فوزیه احسان با فضل احمد فقیریار معاون لوی څارنوالی افغانستان انجام داده است.
http://origin-da.azadiradio.org/content/article/1897237.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more