د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د امريكا او طالبانو تر منځ خبرې بريالۍ روانې دي

shokoor
22.11.2009

پاكستاني رسنيو په قول:د امريكا او طالبانو تر منځ خبرې بريالۍ روانې دي

كابل (ويسا): د پاكستان چاپي رسنيو د تيرې چارشنبې په ورځ دهغه هيواد د يوه خصوصي ټلويزيون په حواله خبر وركړى چې په دې وروستيو كې په كابل كې د امريكا د سفير او طالبانو تر منځ خبرې شوې چې بريالۍ روانې دي، د مشرق ورځپاڼې د خبر له مخې طالبانو ته وړانديز شوى چې په هلمند، كندهار، ارزګان، كونړ، نورستان، په بدل كې طالبانو ژمنه كړې چې پر پوځي هډو به بريدونه نه كوي، د رسنيوپه قول د امريكا سفير كارل ايكن بيري د يوه څلور كسيز پلاوي په مشرۍ د كابل په نږدې كوم پټ ځاى كې د ملا وكيل احمد متوكل په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره خبرې اترې كړې او متوكل د امريكا شرايط د ملابرادر په لاس د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته رسولي دي.

پردې سربيره په دې وروستيو كې په پاكستاني رسنيو كې دغه خبره ډيره په شور او زور كې راپورته شوې چې په وزيرستان كې طالبان د پاكستان د پوځ لخوا را ايسار شوي وو خو امريكايي پوځونو سرحد ته څېرمه له افغان سرحد نه خپلې پوستې ټولې كړې او هغوى ته يې له كلابندۍ نه د وتلو لار وركړه.

د پښتونخوا مشهور ژورناليست رحيم الله يوسفزي له نورستان او كامديش نه د امريكايي پوځونو د پوستو ټوليدل هم له طالبانو سره د يو لړ توافقاتو پايلې بللې دي.

د يادونې وړ ده چې د فرانسې او ايټاليې د پوځونو لخوا طالبانو ته د بريدونو نه كولو به بدل كې د زرګونو ډالرو وركولو خبرونه هم پخوا رسنيو ته راوتلي دي. همدغسې په دې وروستيو كې د امريكا د نوې ستراتيژۍ په اړه دا ويل كيږي چې هغوى غواړي په افغانستان كې يوازې لس مركزونه ټينګ كړي.

په دغسې حالت كې د طالبانو او امريكا تر منځ د خبرو احتمال ډير پياوړى كوي.


Re: د امريكا او طالبانو تر منځ خبرې بريالۍ روانې دي

pattang
22.11.2009

[quote:b5e170a865="shokoor"]پاكستاني رسنيو په قول:د امريكا او طالبانو تر منځ خبرې بريالۍ روانې دي

كابل (ويسا): د پاكستان چاپي رسنيو د تيرې چارشنبې په ورځ دهغه هيواد د يوه خصوصي ټلويزيون په حواله خبر وركړى چې په دې وروستيو كې په كابل كې د امريكا د سفير او طالبانو تر منځ خبرې شوې چې بريالۍ روانې دي، د مشرق ورځپاڼې د خبر له مخې طالبانو ته وړانديز شوى چې په هلمند، كندهار، ارزګان، كونړ، نورستان، په بدل كې طالبانو ژمنه كړې چې پر پوځي هډو به بريدونه نه كوي، د رسنيوپه قول د امريكا سفير كارل ايكن بيري د يوه څلور كسيز پلاوي په مشرۍ د كابل په نږدې كوم پټ ځاى كې د ملا وكيل احمد متوكل په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره خبرې اترې كړې او متوكل د امريكا شرايط د ملابرادر په لاس د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته رسولي دي.

پردې سربيره په دې وروستيو كې په پاكستاني رسنيو كې دغه خبره ډيره په شور او زور كې راپورته شوې چې په وزيرستان كې طالبان د پاكستان د پوځ لخوا را ايسار شوي وو خو امريكايي پوځونو سرحد ته څېرمه له افغان سرحد نه خپلې پوستې ټولې كړې او هغوى ته يې له كلابندۍ نه د وتلو لار وركړه.

د پښتونخوا مشهور ژورناليست رحيم الله يوسفزي له نورستان او كامديش نه د امريكايي پوځونو د پوستو ټوليدل هم له طالبانو سره د يو لړ توافقاتو پايلې بللې دي.

د يادونې وړ ده چې د فرانسې او ايټاليې د پوځونو لخوا طالبانو ته د بريدونو نه كولو به بدل كې د زرګونو ډالرو وركولو خبرونه هم پخوا رسنيو ته راوتلي دي. همدغسې په دې وروستيو كې د امريكا د نوې ستراتيژۍ په اړه دا ويل كيږي چې هغوى غواړي په افغانستان كې يوازې لس مركزونه ټينګ كړي.

په دغسې حالت كې د طالبانو او امريكا تر منځ د خبرو احتمال ډير پياوړى كوي.[/quote:b5e170a865]
انډيواله که داخبره حقيقت ولري نوپه تورلېنګيانو به سړه تبه ګډه وي٠
داخو غېرې منطقي ده چې امريکايان هم خبرې غواړي او هم لس مرکزونه
 ټينګه ويداخبره له حقيقته لرې ده٠ طالبان بېله قيده دامريکااو نورو اشغالګرو وتل غواړي،په اشغال کې سوله
امکان نلري٠ هو طالبان به هم ژمنه کوي چې ځيني شرايط سمبوليک ومني٠ لکه  مداخلت نکول، دملک څخه د باندې چې هغه طالب هېڅ وخت ندی کړی او
نه يې کوي٠
دامريکې په کونه تيز نه تکياکېږي څکه چې له يوې خوا په سپيکو لا څيون کې
٩٠٠ مليارده ضمانت او قرض داري لري او له بلې خوا اوباما دمرېضي بيمه 
ټولو امريکايانوته ورکوي چې ټول مصرف يې 800 مليارده کېږي نو په
افغانستان کې به دجنګ لپاره د ٦٠٠٠٠ عسکرو لپاره مصارف څرنګه پيدا کوي٠??
اشغالګر هسې نارې وهي خو په حقيقت کې اقتصادي پېچ پرې لګېدلی دی٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more