نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
میرمن کلینټن: د حامد کرزي څرګندونو وښوده چې نوموړی د فساد پر ضد مبارزه کې جدي دی
monir
20.11.2009
د امریکا د متحدو ایالتونود بهرنیو چارو وزیره هېلري کلینټن د ولسمشر حامد کرزي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره کابل ته تللې وه ، له نوموړې سره په کابل کې ازادۍ راډیو ځانګړې مرکه کړې ، چې دلته یې لوستلی شۍ.
پوښتنه:
زما لومړۍ پوښتنه داده، چې نړېواله ټولنه په ځانګړي توګه متحده ايالات حامد كرزی هڅوي، چې په حكومت كې جنګ سالارانو ته ځای ور نه كړي څومره ډاډه ياست، چې ولسمشر كرزی به په دې برخه كې بريالي وي.
میرمن کلینټن:
زه فكر كوم هغه څه، چې نن مهم وه هغه د ولسمشر كرزي خبرې وې، چې د افغانستان د راتلونكي د لر ليد په اړه يي وكړې، چې د خپلې دوهمې دورې وروسته څه ډول يو افغانستان غواړي.
دا خبرې ډيرې مشخصې هم وې، چې د افغانستان د خلكو لپاره بايد څه وشي، ما دا فرصت درلوده، چې ستاسو له يو شمېر وزيرانو سره وګورم، ما تېره شپه د دوی له جملې نه له څلورو سره وكتل، دوی راته يو تفصيلي مفهوم راكړ، چې دوي په كرنې، پوهنې، مالي او استخاباراتو كې څه كوي، زه فكر كوم، چې د حكومت د خلكو كيفت په رښتيا هم تر ډير مثبت دی، پردې هم پوهيږم، چې ډول ډول نړېوالې تبصرې شوي، چې څوك په حكومت كې دي او څوك نه دي، خو موږ دا روښانه كړې، چې موږ غواړو په حكومت كې تكړه خلك ووينو، موږ غواړو داسې خلك وګورو، چې د افغانانو لپاره ژمن وي او كولای شي، چې د هغوي ژوند پرمختللی کړي.
زه فكر كوم كه ولسمشر د هغسې خلكو استعداد ته پاملرنه وكړي، چې ما ورسره تېره شپه وكتل نو فكر كوم موږ به وكولای شو له يوه بله سره په اغيزناكه توګه كار وكړو.
له طالبانو سره د كومې سياسي طرحې په اړه بايد وايم، چې دا په رښتيا هم خپله افغانانو پورې تړاو لري، خو دا بايد يقيني كړای شي، چې هر هغه څوك، چې بېرته ټولنې ته رابلل كيږي بايد له تاو تر يخوالي څخه لاس واخلي.
د ملي اردو او ملي پوليسو له چوكاټ څخه د باندې بايد د هر ډول وسلوالو ظرفيت ته د پای ټكې كيښودل شي، له همدې امله موږ ژمن يو، چې ستاسو د هېواد د مسلكي، با نظمه پوليسو او ملي اردو له جوړېدو سره مرسته وكړو.
پوښتنه:
مننه خو خلك وايي، چې په نوي كابينه كې به ښايي زيات شمېر جنګ سالارن ځای ولري كه داسې وي نو ايا متحده ايالات به بيا هم د نوي حكومت ملاتړ وكړي؟
میرمن کلینټن:
جنګ سالارترجنګ سلاره توپير لري، داسې خلك هم وه، چې د افغانستان د خلكو په استازيتوب يي له شوروي اتحاد سره جګړه كوله، د طالبانو او د هغوي له متحدينو سره يي جګړه كوله، خو داسې خلك هم وه، چې له بشري حقونو څخه يي په ښكاره توګه سرغړونه كوله او له خلكو سره يي ناوړه رويه كوله، چې ډېره ستونزمنه ده، چې ورته وكتل شي او پرې قضاوت وكړی شي، نو ما هم لكه د نورو په څير روښانه كړې ده، چې موږ بايد مسلكي خلكو ته ترجيح وركړو، كار پوه او متخصصينو ته ترجيح وركړو، چې هغه كار، چې ورڅخه غوښتل كيږي هغه په سمه توګه ترسره كړی شي او زه فكر كوم، چې د حامد كرزي له خبرو داسې ښكاري، چې دې د همداسي يوه څه قصد لري.
پوښتنه:
د حامد كرزي په لومړۍ دوره كې يوه بله اندېښنه د امريكايي ځواكونو په بمباریو کې ملکي تلفات و، چې د افغانانو په منځ کې یې د حامد کرزي اعتبار ته صدمه رسولې ده.
ايا امريكا به داسې نوي اقدامات وكړي، چې د حامد كرزي په دې نوي دوره كې د امريكايې ځواكونو په واسطه د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې مخنيوی وشي؟
میرمن کلینټن:
بلې، په حقيقت كې موږ پردې اړه لا دمخه كار پيل كړی، زه هم د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې په اړه خپله اندېښنه او خواشيني څرګندوم او د نويو كړنو پر اساس جنرال مك كريسټل نه يوازې له متحده ايالاتو بلكې له ټولو متحدينو او افغان ځواكونو سره په گډه كار كړی، چې ټول هغه څه بايد وكړي، چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه نېولی شي.
دا هر وخت ممكنه هم نه ده، داسې خواشينونكي پېښې پېښږي، خو زه فكر كوم، چې د جنرال مك كريسټال تر رهبرۍ لاندې په تېره مياشت كې پردې برخه كې د پام وړ كموالی راغلی دی.
پوښتنه:
ولسمشر بارك اوباما حامد كرزي ته يوه شپږ مياشتنې موده ټاكلي، چې بايد د افغانستان له حكومت څخه اداري فساد لرې كړی شي، خو زيات افغان كار پوهان پردې باور دي، چې دا به حامد كرزي ته ستونزمنه وي، چې د دې نېټې پورې هر څه سم شي، اوس كه حامد كرزی پردې غوښتنه كې پاتې راغې نو د امريكا غبرګون به څه وي؟
میرمن کلینټن:
زه خوشحاله شوم، چې حامد كرزی د خپلې وينا پرمهال د فساد په اړه خبرې وكړي، چې اوريدونكو ورته په دوامداره توګه چك چكې ووهلي، حامد كرزي د فساد او د نه معافيت په اړه خورا زياتې قوې خبرې وكړي، په ځانګړي توګه كله، چې يي د ځينو اقداماتو څخه يادونه وكړه، چې د ټولو چارواكو دارايي بايد ثبت شي، د سترو جرمونو پرضد د يوې محكمې جوړېدل، د فساد پرضد د كميسون جوړېدل دا ټول ډير مثبت اقدامات وه.
زه فكر كوم، چې له دې امله په ولسمشر كرزي ښه باور كېدی شي ځكه هغه به دغه اقدامات ترسره كوي او دا هغه څه دي، چې ولسمشر اوباما يې هم غواړي.
پوښتنه:
رابه شو يوې بلې مسلي ته، ستاسو حكومت د راپورونو پر اساس پر پاكستاني پوځ باندې فشار راوړي، چې د ملا محمد عمر تر مشري لاندې د طالبانو د كويټې د شورا او د حقاني د شبكې پرضد شمالي وزيرستان ته ور وخوځيږي، ايا تاسو اوس داسې څه وينۍ، چې په جنوبي وزيرستان كې د ادعا شويو برياوو په تعقيب پاكستاني پوځ د طالبانو پرضد شمالي وزيرستان ته ته خوځيدلی وي؟
میرمن کلینټن:
زه پوهيږم، چې د پاكستان پوځ په جنوبي وزيرستان كې سخت كار كوي او دوی به د خپلو سرچينو د لګښت او سرتېرو لپاره لومړيتوبونه ولري خو موږ به پر دوي باندې خپل فشار ته دوام وركړو، چې په پاكستان كې ټولو افراطيانو پسې ولاړ شي، ځكه ځيني له دغو افراطيانو څخه خپله پاكستان او ځيني بيا افغانستان په نښه كوي او موږ فكر كوو، چې داسې هڅې بايد موجود وي، چې په پاكستان كې د افراطيت جرړې وباسي ځكه دوي افغانستان هم تهديدوي.
همدا پيغام مې پاكستاني چارواكو ته هم رسولی و، كله، چې درې اونۍ دمخه زه هلته تللي وم. ځكه موږ پوهيږو، چې تروریستان او افراطيان له دغې اوړي.
افغانستان نه شي كولای، چې د خپلي خاورې كنټرول په لاس كې ونيسي خصوصا كله، چې تروریستان خپلو خوندي ځايونو ته له پولي هاغه غاړې واوړي او دغه راز پاكستان هم نه شي كولای، چې د هغو تروريستانو جرړې وباسي، چې هغوي او د هغوي حكومت تهديد كړي او بيا افغانستان ته مهاجر شي، نو ځكه، چې د تروريزم پرضد د جګړې خبره شي، نو موږ افغانستان او پاكستان دواړو ته ګورو.
پوښتنه:
مننه زما وروستۍ پوښتنه، په رسنېو كې داسې راپورونه خپاره شوي، چې متحده ايالات له افغانستان او پاكستان سره پرداسې يوشمېر اساساتو باندې خبرې كوي څو له افغانستان څخه د نړېوالو ځواكونو وتلو ته لاره هواره كړي. كېدای شي پردې اړه لږ رڼا واچوي؟
میرمن کلینټن:
زه فكر نه كوم، چې داسې څه اساسات دې وي، چې تا وويل، خو زه فكر كوم، چې موږ هڅه كوو داسې اندازه ګيري وټاكو، چې پردې څرګنده شي، چې موږ د برياليتوب پر لور روان يو. ما پردې اړه د دفاع له وزير جنرال وردګ سره اوږد بحث درلوده، هغه ډير خوښ بريښيده، چې څومره زيات افغان او د ايساف ځواكونه په ګډه سره كار كوي. دوي له يوه بله سره استخباراتي معلومات شريكوي، په ګډه زيات ماموريت لري . په ګډه زياتي روزنې كوي، چې په حقيقت كې همدا غوره اساسات دي. ځكه هغه څه، چې موږ يي تمه لرو هغه داده، چې څومره موږ د پرمختګ او بريا پر لور روان يو.
لكه ولسمشر حامد كرزي، چې وويل، اهسته اهسته به افغان امنيتي ځواكونه د هېواد ټول لومړني امنيتي مسوليتونه په راتلونكو پنځو كلونو كې په خپل لاس كې ونيسي، متحده ايالات غواړي له افغانستان سره اوږد مهاله اړيكې ولري. خو تل يواځې دا پوځي اړيكې نه وي، د وخت په تېرېدو سره به د افغاني ځواكونو مسلكي كېدل ووينو، چې په هغه وخت كې به موږ بيا د جګړې پرځای په روزنيزو او يو شمېر نورو چارو باندې بوخت شوي او د دې ترڅنګ موږ په ملكي برخه كې هم ژمن يو، موږ د خپلو ملكيان شمېر درې چنده كړ، چې ستاسو له حكومت سره د ظرفيت په جوړولو كې مرسته كوي، چې دا هم موږ ته په مساوي توګه اهميت لري.
موږغواړو، چې پردي برخو كې هم د اوږده وخت لپاره له افغانستان سره يو. چې د پوهنې او روغتيا سيستم وده وكړي.
تاسو وګورې، چې كرنه په افغانستان غوندې يوه هېواد كې، چې د مركزي اسيا د باغ حيثيت لري، دلته باغونه وه او صادرات يي لرل.
له افغانستان سره ښې ژمنې وجود لري او موږ غواړو، چې له تاسو سره د يوه ښه ملګري په صفت ستاسو د هيلو په پوره كولو كې مرسته وكړو.
http://pa.azadiradio.org/content/article/1883000.html
pattang
22.11.2009
دکوني مفعول او رنډۍ په خبرو به نور لوده اعتبا ر کوي!
دې دواړو سبوت شته اود دواړو اتريبوت حقيقت لري٠