د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دسياسي ګوندونوبازارولې سوړدی؟


مجيب انګار
07.03.2004

دتيرې لويي جرګې په ترڅ کې دنوي اساسي قانون له تصويب وروسته لومړی ځل دشپږ وسياسي ګوندونودثبت لپاره دانتقالي ادارې عدليي وزارت ته رسمې غوښتنليکونه ورکړشويدي.
په هيوادکې دطالبانوداسلامي امارت له رانسکوريدووروسته دنويوشرايطوله رامنځته کيدوسره سم په پيل کې بې شميره شعارونه اوچت شول اوډيرياران دنويو حزبونواوسياسي ډلوله نومونوسره رامخې ته شول.
دغويارانوچې دوخت په نرخ ډوډی خوړه،غوښتل يي دنوي شعارڅخه چې ٌديموکراسيٌ ده ښه په زړه پورې ګټه اوچته کړي ،په نويوراټوکيدليوسياسي حزبونوکې دنامه ترحده دٌ ديموکراسۍٌ کلمه شريکه وه ،خودغه دديموکراسۍ په نامه دحزبونوپه نامه راپورته شوی توپان له وخته مخکې بيرته غلی شو،ددوی له ځينوګروپونوسره پراخ نړيوال ملاتړهم وخوپه افغاني ټولنه کې يي چندان هرکلی ونه شواويوداسې ګونداوډله رامنځته نه شوه چې په اصطلاح دنظامي اوياجهادي ګوندونواوډلوسياله شي.
ددې پايلې داشوې چې متاسفانه نن په هيوادکې دسياسي ګوندونواوحرکتونو بازار ډيرتودنه دی ،که توددی دڅوکسانواَرګاه اوبارګاه تربريده به وي خودداسې سياسي ګوندونوتشه لاپرځاي ده چې په ملي سويه دموجودوستونزوپه حل کې اغيزمن رول ترسره کړای شي.
بايدووايوچې متاسفانه جهادي ګوندونوهم دوخت له شرايطوسره ځانونه عيارنکړای شول اودسياسي اوفکري حرکتونوپرځاي دپوځي ډلوپه توګه پاتې شول اوپرهغوهم دقومندانانوذهنيت مسلط شوچې زياتره يي ديوه ساسي حرکت له مفهوم سره نااشناوو.
اوس هم همدغه ستونزه پرځای ده.
په تيره لويه جرګه کې داساسي قانون پرمتن دبحث په لړکې درياستي اوپارلماني نظام پرسرچې کومې ناندرۍ رامنځته شوې دهغواصلي سبب همدادی چې متاسفانه تراوسه په هيوادکې داسې دحساب وړسياسي ګوندونه نشته چې په ګوندي سيستم دپارلماني سياليولپاره راپورته شي.
خوبايدووايوچې دغه تشه بايدډکه شي.
ددې تشې دډکولولپاره دې انتقالي اداره داحزابودقانون په چوکاټ کې سياسي ګوندونوته دعلني اواَزادفعاليت اجازه ورکړي دپخوانيوجهادي ګوندونودرسمي ثبت مخه دې نه نيسي،البته کوم ګوندونه چې دوسلوال تشکيلات لري هغه بايدمنحل کړای شي که هغه ډلې اوګوندونه رسمي ثبت وي اويا نه وي داهم دانتقالې ادارې مسوليت دی چې نوربايداولس له وسلوالوګروپونوڅخه وژغوري الله (ج) دې وکړي دشپږوګوندو نودرسميت غوښتنه يونوی باب شي اودهيوادسياسي فضا ورسره بدله کړای شي.


Azad Nazer
08.03.2004

ګرانو لوستونکو
هغه به څنګه سياسي ګوند وي چې د روان حکومت (( بلې )) او(( نه )) ته به ګوري او دسياسي فعاليت او عمل لپاره به د کابل په (( چاردېوالۍ)) ګزاره کوي ؟
يو واقيعي سياسي ګوند به هيڅکله هغه چاته خپلې سياسي او سازماني غوټې ونه سپړي چې په چا نيوکې لري او نه به دسيالۍ په ډګر کې دچا اجازې ته وګوري٠ که څوک داسې کوي نوبيا بل ګوند ته څه اړتيا ده ، څه چې دولت وايي هغه دې کوي ٠
دولت بايددسياسي ګوندونودفعاليت اورسميت لپاره دقانون داصولو مطابق يوه عمومي لايحه ولري ترڅو مختلف ګوندونه ددغې لايحې سره يو رنګ چلند وکړي٠
بل حقيقت دادی چې دولت نه شي کولای دسياسي ګوندونو د زېږېدو مخه ونيسي نو ښه به داوي چې يواځې په مذهبي ګوندونوتکيه ونه کړي بلکه د ملي ديموکراتيکو ګوندونود شته والي څخه سترګې پټې نه کړي ځکه چې هغه وجود لري ٠

زه خووايم چې هغه څوک چې دملي ګټو، ملي وحدت اودافغانستان پرضدنه وي ، بايد اجازه ورکړل شي چې سياسي فعاليت وکړي ٠

ازادنظر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more