ادبي ټوکې ټکالې
هغه څه دی؟ )معما(
باتور
18.11.2009
ټولو ته سلامونه !!
په ټوکو کي خو نام خدای کلک ياست :lol: ، ګورو به چي د معما په ځوابولو کي څنګه ياست . . ولو که لغز )معما( د ټوکو په کتار کي نه راځي، خو بيا هم تفريحي بڼه لري، تر نورو بحثخونو به يې همدا ځای ښه وي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:b3b0a1f93e][size=24:b3b0a1f93e]هغه څه دی؟[/size:b3b0a1f93e][/color:b3b0a1f93e]
١ـ څلور وروڼه، سريې يو دی؟ . . . . . .
٢ـ ستا د ترور د اولادونو يواځنی ماما ؟ . . . . . .
٣ـ غوږونه نه لري لېکن اوري،ژبه نه لري لېکن غږېږي؟. . . . . .
٤ـ سوری سوری دی، لېکن اوبه په کې وړای سې؟. . . . . .
٥ـ همېش چوپ يي خو چي ګوته وروړې غږ پورته کړي؟ . . . . . .
٦ـ سترګي نه لري، لېکن هر شی ويني؟. . . . . .
٧ـ په قرن کي يو وار راځي، په دقيقه کي دوه واري، لېکن په ثانيه کې هيڅ؟. . . . . .
٨ـ هم سپور، هم پې سپاره، هم لوند، هم وچ دی؟. . . . . .
٩ـ که د چا يوه سترګه ړنده سي نو د لېدو توان يې تر پخوا څومره کم سي؟ نيم؟ دريمه برخه؟ . . . . . .
١٠ـ آيا په شريعت کي د خپلي کونډي له خور سره واده کول جائزدي؟. . . . . .
١١ـ ځوروي دي دردوي دي، لېکن وينې نه؟. . . . . .
١٢ـ پاڼي لري. . نبات نه دی، پوست لري. . حيوان نه دې، پوهه لري. . انسان نه دی؟. .. .
١٣ـ سترګه لري، ديد نه شي کولای؟. . . . . .
١٤ـ تر ښيښې تېريږي، ماتوي يې نه؟. . . . . .
١٥ـ چي ورنه را اخلې يې لويېږي، چي ورکوې يې کوچنی کېږي؟. . . . .
١٦ـ چي څومره ډېرېږي، هغومره کمېږي؟. . . . . .
١٧ـ دی: سر لري سترګه نه لري، دا: سترګه لري سر نه لري؟. . . . . .
١٨ـ چي وهې اوټکوې يې په مخ ځي؟. . . . . .
١٩ـ له اوبو پيدا دی، په اوبو کي مړکېږي؟. . . . . . .
٢٠ـ نوم يې له رنګ سره سمون نه خوري؟. . . . . . .
٢١ـ چي نه وي، په زاريو او دعاګانو يې غواړو، چي وي بيا منډي ترې وهو؟. . . . . .
. . . . .
. . . . .
د ځوابونو په تمه !!
په درنښت
watanmal
19.11.2009
د قدر وړ باتور صيب سلامونه
ښه موضوع دى پيل كړى، د معماوو دريمى برخى ځواب ويلو كوښښ
به وكړم ، يعنى د 21 څخه د 7 ځواب به وليكم:
2----پلار
11 - === درد
14==== رڼا
15 ==== كنده
18==== ميخ
19==== انسان
21==== باران
==============
په مينه
وطنمل
باتور
19.11.2009
وطنمله قدرمنه، ډېره مننه!!
پرته له ١٩م څخه دي نور ټول ځوابونه سم دي، د ١١م ځواب ) لوږه، تنده، ساړه، ګرمي، . . . ( هم کېداي سي. .
د نورو ځوابونو په تمه !
په درنښت
هیښ
19.11.2009
سلامونه
۳ - ټیپ ریکارډر
۵ - رباب
۶ - کامره
۷ – ق
۸ – بیړۍ
۹- دریمه برخه
۱۲- کتاب
باتور
20.11.2009
سلامونه سلامونه !!
هيښ تل ويښ وي . .
وروره، له ٩م نه پرته دي نور ټول ځوابونه سم دي، د ٣م ځواب ټليفون هم کېدای سي .
دا چي ٨م او ١٢م دي سم ځواب کړي نو بايد ووايم چي نام خدای!!
د اتمي معما اصلي بڼه بايد داسي وای : هم سپره، هم پې سپاره، هم لنده ، هم وچه؟ ليکن ما د نزاکت له مخي ګرامري تغير ورکړ.
د پاتيو ځوابونو په تمه !!
په درنښت
ع کريم حليمي
21.11.2009
س -آيا په شريعت کي د خپلي کونډي له خور سره واده کول جائزدي؟
ج -نه مړی خپلي کونډي ته د لاس وروړلو قدرت نه لري ، ............
باتور
21.11.2009
ټولو ته سلامونه،
پورته هغه څه دی )کيسۍ( له يو څو پرته ځواب سوې ، لاندي به د ټولو ځوابونه او د ځوابيانو نومونه هم وليکم :
[color=darkred:cdd91ff4f3]١ـ څلور وروڼه، سريې يو دی؟
ميز[/color:cdd91ff4f3]
٢ـ ستا د ترور د اولادونو يواځنی ماما ؟
پلار )وطنمل (
٣ـ غوږونه نه لري لېکن اوري،ژبه نه لري لېکن غږېږي؟
ټيپ ريکارډر، ټليفون )هيښ (
[color=brown:cdd91ff4f3]٤ـ سوری سوری دی، لېکن اوبه په کې وړای سې؟
سفنج [/color:cdd91ff4f3]
٥ـ همېش چوپ يي خو چي ګوته وروړې غږ پورته کړي؟
رباب )هيښ (
٦ـ سترګي نه لري، لېکن هر شی ويني؟
د عکاسي کامره او يا هنداره، آينه )هيښ (
٧ـ په قرن کي يو وار راځي، په دقيقه کي دوه واري، لېکن په ثانيه کې هيڅ؟
د قاف حرف )هيښ (
٨ـ هم سپور، هم پې سپاره، هم لوند، هم وچ دی؟
بېړۍ يا کشتۍ ) هيښ (
[color=darkred:cdd91ff4f3]٩ـ که د چا يوه سترګه ړنده سي نو د لېدو توان يې تر پخوا څومره کم سي؟ نيم؟ دريمه برخه؟
د پخوا په پرتله يې د ليد د اندازې پنځمه حصه کمېږي .[/color:cdd91ff4f3]
١٠ـ آيا په شريعت کي د خپلي کونډي له خور سره واده کول جائزدي؟
هغه څوک چي کونډه لري هغه مړ دی )حليمي (
١١ـ ځوروي دي دردوي دي، لېکن وينې نه؟
درد، لوږه، تنده . . . . . )وطنمل (
١٢ـ پاڼي لري. . نبات نه دی، پوست لري. . حيوان نه دې، پوهه لري. . انسان نه دی؟
کتاب )هيښ (
[color=brown:cdd91ff4f3]١٣ـ سترګه لري، ديد نه شي کولای؟
ستن [/color:cdd91ff4f3]
١٤ـ تر ښيښې تېريږي، ماتوي يې نه؟
رڼا، نور )وطنمل (
١٥ـ چي ورنه را اخلې يې لويېږي، چي ورکوې يې کوچنی کېږي؟
کډی، کنده )وطنمل (
[color=darkred:cdd91ff4f3]١٦ـ چي څومره ډېرېږي، هغومره کمېږي؟
عمر[/color:cdd91ff4f3]
[color=brown:cdd91ff4f3]١٧ـ دی: سر لري سترګه نه لري، دا: سترګه لري سر نه لري؟
دی: سنجاق او دا: ستن[/color:cdd91ff4f3]
١٨ـ چي وهې اوټکوې يې په مخ ځي؟
مېخ ) وطنمل (
[color=darkred:cdd91ff4f3]١٩ـ له اوبو پيدا دی، په اوبو کي مړکېږي؟
يخ، يخی[/color:cdd91ff4f3]
[color=brown:cdd91ff4f3]٢٠ـ نوم يې له رنګ سره سمون نه خوري؟
تورۍ[/color:cdd91ff4f3]
٢١ـ چي نه وي، په زاريو او دعاګانو يې غواړو، چي وي بيا منډي ترې وهو؟
باران )وطنمل(
له ښاغليو وطنمل، هېښ او په خاصه توګه له ښاغلي حليمي څخه د زړه له کومي مننه !!
په درنښت
باتور
21.11.2009
د سلامونو تر څنګ، يو څو نوري کيسۍ :
[size=24:b862e53f2e][color=white:b862e53f2e]هغه څه دی ؟[/color:b862e53f2e][/size:b862e53f2e]
١ـ بې علته په هرچا لګېږي، له هيچا نه نه ډارېږي؟
٢ـ په ټوله نړۍ کي نه سته، لېکن زموږ په غريب وطن کي سته؟
٣ـ صرف يو دی لېکن له هر چا سره دی؟
٤ـ کوم حيوان په رنګ، شکل او خوی سپي ته تر ټولو ډېر ورنژدې دی؟
٥ـ کوم حيوان له پنځه منزله تعميره جګ ټوپ وهلای سي؟
٦ـ زوی لري لېکن پلار ورته ويلای نه شو؟
٧ـ دوه پلرونه او دوه زامن دری کبان نيسي، هر يوه ته يو مکمل کب ور رسېږي، دا څنګه امکان لري؟
٨ـ هر شی اوري لېکن هيڅ شی نه وايي؟
٩ـ په واوره کي لوڅ لغړ ولاړ، ساړه يې نه کېږي، ولي؟
١٠ـ د موټرسايکل او د تشناب د کاغذ تر منځ توپير؟
١١ـ په يوه سوري کې پنځه نور سوري؟
١٢ـ له پرېمنځلو مخکي پاک، له هغه وروسته ناپاک؟
١٣ـ چي کشوې يې لنډېږي؟
١٤ـ ليکل کولای سي، لوستل نه؟
١٥ـ په مځکه شين، په دکان کي تور او سور په کور؟
١٦ـ تېره غاښونه لري، لېکن په چا خوله نه لګوي؟
١٧ـ د الفبې د توريو تعداد څو دی؟
١٩ـ ستا دی، لېکن نور يې ستا له خوښي او اجازې پرته کاروي؟
٢٠ـ اوبه په غلبېل کي وړي، څنګه؟
٢١ـ چي موړ وي رښتيا وايي، چي وږی سي بيا په درواغ ويلو پيل کړي؟
٢٢ـ د شپې يې په اسمان وينې، بيا چې يو توری ور بدل کې نو ټوله ورځ له تاسره ګرځي؟
٢٣ـ هغه انسانان چي د بني آدم له اولاده څخه نه دي، څه نومېږي؟
د ځوابونو په تمه !
په درنښت
watanmal
25.11.2009
باتور صيب سلامونه
لومړى خو دى په اډوانس كى د اختر مبارك شه.
په زړه پورى پوښتنى دى ليكى ، ما هم پرى ډير ځوانان تنګ كړل
چى ځان ته څه وايى نو همدا پوښتنى ترينه كوم ، په اكثرو كى يى
خوله ط او ظ شى.
باتور صيب ډير تلوار مى دى اختر رالنډ دى وخت كم او كارونه زيات
بيا به هم ستاسى د څو پوښتنو ځواب وليكم كه غلط وه نو بښنه كوه:
22- ستورى او سيورى
16 - ښاښۍ
14- قلم
9- ځكه ژوندى نه دى يعنى روح نلرى
7- كسان درى دى ، نيكه ، پلار ، لمسى ، ماهيان هم درى دى=== بيډنګان كى برابر امد :D
3- الله
2- اسامه
1- جامى
په مينه
وطنمل
باتور
25.11.2009
قدرمن او قدردان وطنمله سلامونه زما هم ومنه،
اخترته خو لا يوه دوه ورځي پاته دي، لېکن زما له خوا دي هم په اډوانس درته مبارک سي. .
له ځوابونو څخه دي مننه . . نه پوهېږم چي نور دوستان ولي برخه نه اخلي، ښايي چي دا پوښتني او هغو ته ځوابونه به ماشومانه ورته ښکاري . . لېکن هغه ستا خبره چي د ډېرو خولې د دې پوښتنو ځواب ته ط او ظ کېږي، ماشومان خو يې لا د لوستلو توان هم نه لري.
له لومړي او ١٦م نه پرته دي نور ځوابونه ټول سم دي، د دوهم ځواب بل وو خو ستا د اسامه ځواب تر هغه ښه دی :wink:
د٩م ځواب له انسان او حيوان نه پرته بل هر شی )کور، موټر، سايکل. . . . (سم دی . . او دا چي ٧م دي سم ځواب کړی نو وايم چي ماشاء الله . .
تر اختره، د نورو ځوابونو په تمه
په درنښت
باتور
02.12.2009
ټولو ته سلامونه!
تېر وار خو ښاغليو وطنمل، هيښ او حليمي ځوابونه وليکل، دا وار صرف ښاغلي وطنمل . . دريم ځل به هيڅ څوک هم ځواب ونه ليکي :(
فکر نه کوم چي نور ځوابونه به راسي . . د پاتيو ځوابونه:
١ـ بې علته په هرچا لګېږي، له هيچا نه نه ډارېږي؟
[color=darkred:fc7d770446]باد، شمال[/color:fc7d770446]
٢ـ په ټوله نړۍ کي نه سته، لېکن زموږ په غريب وطن کي سته؟
[color=brown:fc7d770446]د امريکايانو اختراع )ترهګري(، د وطنمل د اسامه ځواب هم درست دی[/color:fc7d770446]
٣ـ صرف يو دی لېکن له هر چا سره دی؟
[color=darkred:fc7d770446]الله تعالی )وطنمل([/color:fc7d770446]
٤ـ کوم حيوان په رنګ، شکل او خوی سپي ته تر ټولو ډېر ورنژدې دی؟
[color=brown:fc7d770446]سپۍ[/color:fc7d770446]
٥ـ کوم حيوان له پنځه منزله تعميره جګ ټوپ وهلای سي؟
[color=darkred:fc7d770446]تعمير ټوپ نه سي وهلای[/color:fc7d770446]
٦ـ زوی لري لېکن پلار ورته ويلای نه شو؟
[color=brown:fc7d770446]مور[/color:fc7d770446]
٧ـ دوه پلرونه او دوه زامن دری کبان نيسي، هر يوه ته يو مکمل کب ور رسېږي، دا څنګه امکان لري؟
[color=darkred:fc7d770446]نيکه، زوی او لمسی )وطنمل([/color:fc7d770446]
٨ـ هر شی اوري لېکن هيڅ شی نه وايي؟
[color=brown:fc7d770446]غوږ[/color:fc7d770446]
٩ـ په واوره کي لوڅ لغړ ولاړ، ساړه يې نه کېږي، ولي؟
[color=darkred:fc7d770446]واورين سړی، موټر، کور، سايکل . . )وطنمل([/color:fc7d770446]
١٠ـ د موټرسايکل او د تشناب د کاغذ تر منځ توپير؟
[color=brown:fc7d770446]لومړی مستعمل هم خرڅېږي[/color:fc7d770446]
١١ـ په يوه سوري کې پنځه نور سوري؟
[color=darkred:fc7d770446]دسماغوګان ، دستکش[/color:fc7d770446]
١٢ـ له پرېمنځلو مخکي پاک، له هغه وروسته ناپاک؟
[color=brown:fc7d770446]اوبه[/color:fc7d770446]
١٣ـ چي کشوې يې لنډېږي؟
[color=darkred:fc7d770446]سګرټ[/color:fc7d770446]
١٤ـ ليکل کولای سي، لوستل نه؟
[color=brown:fc7d770446]قلم )وطنمل([/color:fc7d770446]
١٥ـ په مځکه شين، په دکان کي تور او سور په کور؟
[color=darkred:fc7d770446]تور چای[/color:fc7d770446]
١٦ـ تېره غاښونه لري، لېکن په چا خوله نه لګوي؟
[color=brown:fc7d770446]ږمنځ، شانه[/color:fc7d770446]
١٧ـ د الفبې د توريو تعداد څو دی؟
[color=darkred:fc7d770446]پنځه )ا، ل، ف، ب او ې([/color:fc7d770446]
١٩ـ ستا دی، لېکن نور يې ستا له خوښي او اجازې پرته کاروي؟
[color=brown:fc7d770446]نوم[/color:fc7d770446]
٢٠ـ اوبه په غلبېل کي وړي، څنګه؟
[color=darkred:fc7d770446]چي يخی يې کړو[/color:fc7d770446]
٢١ـ چي موړ وي رښتيا وايي، چي وږی سي بيا په درواغ ويلو پيل کړي؟
[color=brown:fc7d770446]ګړی، ساعت[/color:fc7d770446]
٢٢ـ د شپې يې په اسمان وينې، بيا چې يو توری ور بدل کې نو ټوله ورځ له تاسره ګرځي؟
[color=darkred:fc7d770446]ستوری ـ سيوری )وطنمل([/color:fc7d770446]
٢٣ـ هغه انسانان چي د بني آدم له اولاده څخه نه دي، څه نومېږي؟
[color=brown:fc7d770446]آدم او حواء )ع([/color:fc7d770446]
له ټولو لوستونکو، په خاصه توګه له ښاغلي وطنمل څخه مننه !
په درنښت
كريم كامران
11.01.2010
سلام عرض کوم.
۱/ دا یوه پوښتنه ده چې په میلادي کال کې څو میاشتې ۲۸ ورځې لري. دعلم الفلک پوهان یې کولای شي صحیح ځواب کړي.
۲/ او دا څنګه؟ یوموټرچلوونکی د سړک په ښي لوري روان وو ناڅاپه دسړک په کیڼ لوري وروګرځید دسړک پرغاړه ستن سره او په خوا کې پیاده رو باندې روان سړي سره ټکر شو خو ددې سره هم ترافیکو ته مجرم نشو.
۳/ او داسول هغو وروڼه ته چې له عربي ژبې سره څه ناڅه بلدتیا لري:
که په لاندې جمله کې فقط یو توری (حرف) ورزیات شي معنی یې سرچپه کیږي او دسلیمان (ع) قبر دقدس جنوب ته راځي:
[color=green:d95158bc3b]إن قبر سليمان (ع) شمال القدس.[/color:d95158bc3b]
۴/ او داسوال هغه څوک چې پوځي او نظامي زده کړې یې کړي وي.
۲۴ عسکر دي په ۶ کتارو کې په داسې ترتیب باید ودرول شي چې په هر کتار کې ۵ عسکر راشي.
۵/ او دا سوال کېدای شي فزیکپوهانو پورې اړه ولري. هره مایع ماده په یخوالي سره منجمده ګرځي هغه کومه مایع ده چې په حرارت سره منجمده کیږي.
۶/او داسوال به دجغرافیې پوهان حل کړي. هغه ښار چې اوسیدونکي نلري، هغه سیندچې اوبه نلري، او هغه ځمکه چې خاوره نلري چېرته پیدا کېږي؟
۷/ او قانون پوهان به یې ځواب کړي: هغه کوم قاتل دی چې په قانون کې مجرم ندی. (دځانوژنې څخه په استثنا).
۸/پاتې شو درياضي په قسمت کې سوال. د څلور وارې ۸۰ عدد څخه ۶۵ څنګه لاسته راځي؟ او د څلور وارې ۷۰ څخه ۶۳ څنګه لاسته راځي؟ او ۸ ددرې وارې ۹ څخه څنګه لاسته راځي.
په درناوي
سلامونه اوښی چاری درته غواړم
عبدالمتین
11.01.2010
سلامونه ټولو دپاڼی لوستونکو ته ډالی کوم، :!:
اسانه ساده اوبی سرخوږی نه کیدایشی چی ځواب زما پوښتنوته راکی،
1. هغه څه دی چی ټول وخط روان وی نه شپه ګوری اونه ورځ ؟
2. اوهغه څه دی چی ټوله ورځ روانه وی او بیګاه دیوی روفی ځای ونیسی ؟
3. اوهغه څه دی چی ټوله ورځ ګرزی اوبیګا یاهم دورځی رپۍ ده ترکونه لاندی کړی؟
4. اوهغه څه دی چی بی نجاره لرګی ده ، اوبی ژرندی وړه دی،اوبی خیاط کالی دی ،
5. اوهغه څه دی ، الوزی مرغه نده، باروړی باری نده، تورده کارغه نده،
6. اوهغه څه دی ، چی کته ځی پورتی لارده اوپه سرکی هم انګارده خدای دی وکړی چی غلطه شوی نوی رانه،
ستاسو دوستانو دساتیری لپاره وسلام
باتور
13.01.2010
ټولو ته سلامونه،
کامران خانه وروره، ډېري جالبي پوښتنې دي، له دوو نه پرته به نوري ځواب کړم . . دا دوه دې را باندې پور :
١ــ په هره يوه مياشت کې ٢٨ ورځې شته
٢ــ دا به يا په کابل کې د اشغالګرو موټر وو او يا به په هندي فلم کې د امجدخان
٣ــ د ) ه( توری چې ور زيات کړو : ان قبر سليمان )ع( شماله القدس
٤ــ ؟؟
٥ــ د هګۍ سپين او ژېړ
٦ــ په نقشه کې
٧ــ د وخت قاتل
٨ــ ؟؟
د عبدالمتين خان د پوښتنو ځوابولو ته به بيا راسم، لږ څه به سوچ ورته وکړم :)
په درنښت
كريم كامران
13.01.2010
سلامونه باتور صیب!
زبردست! دنښې منځ دې ویشتلی ټول ځوابونه صحیح دي.
[quote:d2c998f703="خو باتور صیب ددوهمې پوښتنې په ځواب کې"]
٢ــ دا به يا په کابل کې د اشغالګرو موټر وو او يا به په هندي فلم کې د امجدخان
[/quote:d2c998f703]
داشغالګرو موټر که څه هم زما ځواب نه وو خو بلکل په ځای لګي.
خو هغه ځواب چې ماله ځان سره ساتلی درته ووایم که بل وخت، کله چې پاتې دوه پوښتنې هم ځواب شي؟.
مننه
watanmal
14.01.2010
دوستانو سلامونه
كريم كامران صيب ، د باتور ورور كور دى اباد وى چى ستاسى پوښتنو ته ئى
ځواب ويلى او يقين وكړه چى د مكتب په وخت هم په رياضى مى سر نه خلاصيدو
نو پاتى دوه پوښتنى دى هم باتور صيب ته پريدم:
عبدالمتين صيب ستاسى د نيمو پوښتنو د ځواب ويلو كوښښ به وكړم:
1-- عمر
۲-- امسا
۶-- د چيلم لوګى
وطنمل
له واوری سفین له شپی نه ډیر تور؟؟
عبدالمتین
14.04.2010
سلامونه ګرانو لوستونکو نیکی هیلی اوپیرزوینی می ومنۍ،
غواړم یوه پوښتنه وکړم ،
له واوری سفین،له شپی نه تور،خبره لری چی اوله خبریې خوړل ېې حرام،څښل ېې حلال،په قران شریف کی ذکر شوی سړی په ورځ کی 3 واره او ښځه ېې په ټول عمر کی یو واری استفاده کوی ، لطفآ ځواب راکړی مننه