د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

عبدالقادر جیلاني څوک وو؟

..Ahmadzai
18.11.2009

درنو او محترمو وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له ډیرو افغانانو وروڼو څخه د عبدالقادر جیلاني باره کې عجیبة عجیبه خرافات اورم، خو کله کله پوه افغانان هم اورم چې د عبدالقادر په ځینو خبرو او اقوالو استشهاد کوي او د دلیل په حیث یې وړاندې کوي.
زه نه پوهیږم چې ایا عبدالقادر جیلاني ورته عقاید لرل او که متآخرینو د د ده په حق کې د غلو نه کار اخیستی ده، خوپه دې ښه پوهیږم چې عموماٌ صوفي مذهبه ډلې په خرافاتو افسانو او چټیاټو مبتلا دي ، او د شخصیتونو تقدس کوي،
لاندې لینک مې دا ښاغلي عاجزه ورور د لاس لیک نه رانقل کړی، عاجزه ورور د طب او صحت او د ماشومانو بخشونو کې ډیرې لیکنې کوي.
له وروڼو څخه مې هیله ده چې د دغې صوفي ډلې او مذهب باره کې لږ معلومات راکړي، او هم د عبدالقادر جیلاني باره کې موثق او رښتیني معلومات راکړي.
او مخصوصاٌ که ښاغلی وهاج صاحب هم پرې رڼا واچوي منندوې به یم .

[color=darkblue:7614279f3b]
د غوث الثقلين رحمه الله عجيبه كرامت

د مشائخو يوې ټولۍ داسي ويلي دي :

يوې ښځي خپل زوى د سيد عبدالقادر الجيلاني رحمه االله په حضور كي حاضر كړى او وه يې ويل زما ددې زوى زړه ستا سره ډيره ښه مينه لري او ستا سره يې زړه كلك تړلى دى ما وده ته دالله جل جلاله لپاره خپل حق ور خپل كړى دى. شيخ هم هغه قبول كړه په مجاهده سره يې امر كړ او د صالحينو پر لاره د تللو امر يې ورته وكړه .

بله كومه ورځ دهمده مور راغله خپل زوى يې وليدى چي رنګ يې ډير

ژړ ، بدن يې ډير ډنګر شوى وو او دلوږي نښي پكښي ليدل كيدلې ، يوه د اوربشينه ډوډۍ څنډه يې په لاس كي وه او هغه يې خوراك وو وروسته د شيخ عبدالقادر الجيلاني رضي الله عنه حضور ته راغله
دهغه په مخ كي يې يو لوښى وليدى چي دخوړل شوي چرګ هډوكي پكښي پراته وه ، دهلك مور وويل زما سرداره ته چرګ خورې او زما زوى اوربښينه وچه ډوډۍ خوري سيدعبدالقادر الجيلاني په هغه هډوكو لاس تير كړ او وه يې ويل :

( قم باذن الله الذي يحي العظام وهي رميم )

دهغه لوى څښتن جل جلاله په امر پورته سه كوم چي وراسته هډوكي ژوندي كوي[ ،ا چرك ودريد او اذان يې وكړ شيخ عبدالقادر ورته وويل كله چي ستا زوى ودې درجې ته ورسيدى نو بيا چي څه خوري و دې يې خوري . [/color:7614279f3b]--------------------------------------------------------------------------------

http://bloguna.com/alqadari

[1] نزهة الخاطر الفاطر .
www.bloguna.com
په درنښت


و.افغان
18.11.2009

ډاکټر صاحب:
سلامونو ته مو وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
په لنډو به د عبد القادر الجيلاني په اړه څه عقيده لرم؛ محترمو وروڼو ته وليکم:
عبد القادر الجيلاني يو زاهد عابد او د پاکې عقيدې سړی تېر شوی دی، او په هغه
صوفيانو داسې له دروغو، بدعياتو، شرکياتو، مزخرفاتو، خزعبلاتو، او خرافاتو
قصي تړلي دي، لکه چې شيعه ګانو چې په امام جعفر الصادق او محمد الباقر (رحمة
الله عليهم أجمعين) پورې تړلې دي.
دغه ټول خرافات هغه ته هيڅ صحيح اسناد نه لري.

او که بالفرض و التقدير عبد القادر جيلاني ته ثابت هم شي، نو عبد القادر جيلاني
تر قرآن او سنت پورته نه دی، چې په قرآن او سنت او د صحابه کرامو په فهم به د
هغه قول يا فعل مخکې شي.

په درنښت


..Ahmadzai
18.11.2009

وهاج صاحب
يو جهان مننه
ملطب مې همدا وو چې هسې نه د دغو جاهلانو په عمل کوم پاک سړي باندې د بدعت ، ضلال او ګمراهۍ ټاپه ونه وهل سي.
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more