نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
همدغه ته سوټه کراسي وايي
Azad Nazer
03.03.2004
ښاغلي راهين د وهلو ادعا وکړه
د هرات د ملي بانک مدير عبدالظاهر راهين وايي چې د هغه ولايت والي تورن اسماعيل خان نن د وظيفې پر مهال وهلى دى. لدې کبله چې د هغه په غوښتنې د ملي بانک د مرکزي دفتر له خوا دوى ته اجازه ورکړل شوې وه چې د بانک پر يو جريب مځکه د وادانۍ څخه کار واخلي. خو د هرات د راديو او ټيلويژن مشر د ښاغلي اسماعيل خان په استازيتوب دا خبره رد کړه چې گواکي د بانک مدير وهل شوى دى.او زياته يي کړه چې د بانک په اړه يي ځني شکايتونه تر لاسه کړي وه چې د اوريدولو حق تر گوتو کوي.
:( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :( :(
ګرانو لوستونکو
زه دا نه وايم چې دادمجاهدينو لومړې ځل او لومړې شخص دې چې نه خپل حيثيت پېژني اونه دبل بلکه دا دهغو ډلو له جملې څخه دې چې دجهاد په نامه يي په ميليونونو ډالره ګټلي او اوس هم لا موړ شوې نه دی٠ که ددوی اخلاقو ته ، اجتماعي مقام ، فکر، نظر ، عقيدو ، اهليت ، لياقت ، پوهه ، پېرزوينې ، عدالت ، نيت ، امانت داري ، شرم اوايماندارۍ ته ځيرشۍ نوداسی کوم ډاډمن څه به پکی ونه مومۍ چې زړه مو پرې تسلي شي ٠ دوی دمرګ ژوبلې اوويجاړولو په کارونو کی دنړۍ قهرمانان دي خو که سياست او عدالت ترې غواړۍ نو دوی ددغه کارلپاره نه دي روزل شوي ٠
تاسو شاهد ياست چې په تېرو دولسو کالو کی دوی دافغانانو اوافغانستان څخه څه جوړکړل اونړۍ ته يې افغان اولس او دهغوی هېوادپه څه ډول او کوم نوم معرفي کړ٠ نن په ټوله نړۍ کی افغانان ديو جاهل ، بې سواده ، وحشي ، ظالم ، قاچاقبر او تروريست اولس په نوم پېژني ٠ دنړۍ خلک د عراقيانو سره خواخو ږ ي څرګندوي ، دهغوی په پلوۍ مظاهرې کوي مګر دافغانستان نوم هم نه يادوي ، ولی ؟
ځکه چې دا ددغه اسلامي ډلو ټپلو برکت دې چې افغانستان څوک په سړه لېټۍ کی هم نه حسابوي ٠ افغان دنړۍ خلکوته هغه نارينه دي چې نه دښځوحقوق مني ، نه ازادي اونه دانساني ژونداصول اونورمونه ٠ نړۍ به څنګه افغانانو ته دسيال په سترګه وګوري چې سرتمبه مشران يې هيڅ کيفيت نه لري ٠ دهرات دنجونو اوښځو خودکشي دهغه ځای دسرتنبه ټوپکچي د رسمي اخلاقو دردوونکې بېلګې دي ٠
مونږ فکرکاوه چې دلويې جرګې مشر به دهغه دپوهې په پيمانه ټاکل شوې وو او هغه به نړۍ ته وښايي چې دمجاهدينو په ډلو کی ريښتيني اومخکښ لارښوونکي شته خو ددې پرځای چې افغانانو له يې داوړو-اوبو پوزه ايښي وي ، جناب مجددي صېب ترې په سټه پرېکړه ٠
ددوی سترګ دملخ له سترګو هم کلکې دي او رپ نه وهي نو څه به وشرميږي ځکه خو په خپلو جرمونو کی نه کمې راولي ، نه توبه ترې باسي اونه ورکېږي٠ په هرچا مرض لګيږي ، زړيږي او په خپلو بدو پښېمانه کيږي مګر په دغه دخدای پيداوښت باندی بلا هم نه لګي ٠ که څوک ورته ووايي چې دولس کاله مو چې هرڅه وکړل هغه مووکړل ، نه مو دچا شخصي مال په امن کی پرېښود نه مو دولتي مال ، نه مو دچا عزت ته وکتل نه مو خپل ته ، نه مو صلح راوړه نه ترقي ، څه چې خلکو په خواريو جوړ کړي وو هغه مو ټول وران کړا ٠ په دېوالونو درڅخه دکوټبند مېخونه اودزړوبخاريونلونه هم پاتی نه شول اودپاکستان سټيل ميل ته موورسول ، نو اوس چې نورڅه نه دي پاتی ، افغانان خو په کرار پرېږدۍ ٠ بيا څه درته وايي ؟ مونږ جهادکړې ، قرباني موورکړې او شهيدان موورکړي ٠
، نو که جهاد ، قرباني او شهيدان دې ددې لپاره ورکړي لکه په تېرو دولسو کالو کی مو چې وښودل نو بيا خو مو ملي خيانت کړې اوبايد محکمې ته راښکل شۍ ٠
هۍ هۍ ، په شرم به هغه وشرميږي چې پرې پوهيږي
ازادنظر
Re: همدغه ته سوټه کراسي وايي
م ن غروال
04.03.2004
ښاغلئ ازاد نظر ورور ليکي
[color=yellow:dd8e4c1ee9] دادمجاهدينو لومړې ځل او لومړې شخص دې چې نه خپل حيثيت پېژني اونه دبل بلکه دا دهغو ډلو له جملې څخه دې چې دجهاد په نامه يي په ميليونونو ډالره ګټلي [/color:dd8e4c1ee9]
[color=#444444:dd8e4c1ee9][/color:dd8e4c1ee9]nh
هو، غوره اوخورا با ارزښته ده چه جانيان ملي خاينان هيڅ وخت د مجاهد په مقدس نوم ياد نشي٠ هر چا چه غير انساني او غير اسلامي کړه په هر عنوان يا کړي وي يا يې کوي د اسلامي اصولو په اساس مؤمن ته اصلا اجازه نشته چه دا ډول خلکو ته د اسلام مقدسې نامې وکاروي٠
څوک چه د جهاد ادعا لري هغه اصلا جهاد ندې کړئ هيڅ اسلامي کړل د ادعا لپاره ندي بلکه هم هماغه وخت يې د جمهوري رياست، صدارت، قومانداني، جنرالئ، واليتوب، او د خپلو جېبو ډکولو په هيله شپې سبا کولې٠ لکه څنګه چه اوس د دا ډول خلکو شتمنۍ او د څوکۍ نيولو هوا څخه څرګنديږي٠ که جګړه د اسلام مقدسو ارمانو او اصولو په بنسټ نه وي، نشو کوﻻئ چه جهاد ورته ووايو٠ ﻻ د جهاد په وخت کي له بده مرغه کوم خيانتونه چه د جهاد په نامه د همدا ډول خلکو لخوا شويدي چه هم ريښتينو مجاهد وروڼو ته معلوم دي اوهم نړېوالو ته٠ نو د ازاد نظر ورور ليکنه د اسلامي اصولو له بنسټو څخه يوه بنسټيزه ليکنه ده چه د نهايت ژوبل زړه وير دي٠ چه د حقايقو ترخې يادې دي٠ چه هره سترګه يې د لوستو او هر غوږ يې د اورېدو توان نلري٠ لوی حق کتونکئ مقدس ذات جل جلاله به يې هرمرو د خپلو شومو اعمالو جزا ورکړي٠