د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغان مهاجرپه ایران کی

عبدالمتین
16.11.2009

نیکی هیلی اوښکولی دمسافری سلامونه می قبول کړی او دمسافری سلامونه دومره هم خواږه وی باور وکی لکه ماته چی څوک له وطنه سلام راولیژی :lol:
مطلب تبه راشو: مانه کوم ورور چی اوسی نوم زما له حافیظی نه وتلی یا حذف شوی او یا مسح شوی اویاهم ډیلیټ شوی چی لمانه غوښتنه کړی وه چی دایران دمهاجرو په باره کی که څه لیکنی وکړی افغان مهاجر ایران کی شته خو له حده زیاد هم دی ماشا الله اوریښتیا هم چی ایران خپله غیږه مخکی شپو کی خلاسه کړی وله خو بیرته ...
اوس ایران کی یعنی ټولو ښارونو کی هیڅ دافغان مهاجر دګشت اوګام مخنیوی دایران حکومت نکوی ازاد ډول خپل کارونه کوی
نو زموژ هم سر نخلاسیژی ورباندی اوس کوم ځینی افغا نان چی غیر قانونی هم ایرانته رازی نو ۲ورزوکی ایرانته هر یو ښار ته چی وغواړی رسیدلی شی او زمونږ افغان وروران اوس نو زیاتره قصد لری چی اختر خپلو بچو ته ور ورسوی نو دلته ورته وای نامه نامه ازاد ډول نورکوی اوس ټول خلق دمشهد ښار ته ځی او وری ۳ تر ۴ ورځی وخط ورکوی چی مشهد کی ماتل شی او بیا افغا نستان ته ستا نه شی
اودافغان ځوانان چی نشیان کیژی او یا هم داسی بد عملونه لری داسی څوک نه معتاد کیژی چی هغه مکمله او په واک کورنی مور اوپلار ولری داسی سهرا ګشت خلق نو دلته معتاد ان کیژی
او بل لامیل دمعتاد کیدلو داغه هم ده زموږ اوستا سو متل دی وای چی چیری اوسی په خوی به دهغو سی مسال زه درته ووایم دافغانستان دغزنی دولایت درباط دکلی ځوانان چی زه خبر لرم ورباندی اکثره زیاد معتا دان دی چی یو نوی ځوان له افغا نستانه راشی نو مجبور ده هغو سره ملګیری اوکی نو هغه هم سو کا او سوکانشه باندی لاس پوری کړی
بیلا خیره ډیر تعلق دیو ځوان په خپل ایمان داری لری
او یابله خبره به هم درته وکړم ایران کی زیاد تره خلق خیلاف کا ردی یعنی خرید اوفروش ددغو شیانو لری دوی وای بل شی کی پول نپیداکیژی نیشی مواد زیاد دی

او نور افغا نان کارونه کوی ایرانیانو سره اکثره ښه خلق دی چی کار ورته خلاس کړی او خپلی روفی ورکوی او اکثره یعنی زیاده برخی ظلمان دی روفی خوری او کار ګر تی نور کوی اکثره هم پیداکیژی تر بیګاه پوری کار هم ورباندی وکړی اوبیګاه ښه سم وډبوی او ورته ووای چی شا ته هم راونګوری بیچاره راروان وی ځکه هیڅ هم نشی کولای ورسره حکومت ته چی ورشی هغه بیا وای اغا بیدی کارت میلی نو هلته هم نشی کولای ۵ورزی مخکی چی یو ایرانی ده زما ملګرو راته کیسه وکړه چی کارګرو باندی امخته ده کار ورباندی وکی او بیګاه وشړی بله ورز یو زمونګ څپل وطن وال ده دروفیو غوښتنی ورنه کړی اغا پول من بیدی من بیچاره انجا تو شام کار کردم الن پولی من هم نمیدی نو ده ورته ویلی بروو بابا کوس کیش او ورباندی مونډی ور اخیستی چاقو باندی وچ داغه سرکی وهلی وه بیا بل ملګری روغتون ته وړی وه وری ورته ویلی ول چی وینه او ماغزه سره ګډ شوی نو دخدای فه فضل سره هغه کاری هم وشو املیات تر سره شول اوس کم کم ښه شوی ده شکایت ورباندی کړی وه دغه مجریم تښتیدلی وه دده پلاری یوه ورځ بندی که هغ ورته وویل چی ما بیل ده زه کار نلرم ورباندی هغه هم خوشی شو خو بیا مونګ څه زور وهنو 20 لکه تومان ورته واخیستل دمجرم له پلاره تراسه ټولی 60 لکه تومان مصرف شوی ورباندی نور معلوم نده معادل افغانی 300000 کیژی او نور داسی نو څا ګانو کی مړه کیژی موټری وهی دغو ورځو کی پس له روژی مبارکی نه یو داغه نفر چاقو ووهل شو یو نفر څاه کی مړ شو برق ونیوله او یو بل موټر وواه چی له څه مودی ورسته وفات شو یو بل هم موتر وواه چی پښه ماته شوه او اوس ښه ده یعنی داغه دیو دو کلیو نفر دی چی زی خپله ډیر فیژنم او تګ راتګ ورسره لرم نور افغانان خو څه کوی چی دایران یخ چالونه ورباندی ډک وی دایران نارینه هیڅ ډول زړه سوی نلری اوښځی بیا که درته ووایم مسلمانی دی چی بل جای دغسی مسلمانی او زړه سوی ما نده لیدلی مسافر باندی دومره زړه سوی لری لکه خپل سکنی ورور خدای دی مور وبښی ددغسی ښځو اوپلار تبی څه نوایو هغو شاید ظلم کړی وی او له بلی خواه افغانان
هم دومره زیاد دی که درته ووایم هر سړک خیابان اوپل باندی کتار کتار روان وی لکه داغه ده دپلار کوری ده نور وسلام


..Ahmadzai
16.11.2009

عبدالمتين صاحب
ګیډۍ ګیډۍ سلامونه مې قبول کړه
افرین وروره ډیره ښه ، په زړه پورې او عفوي لیکنه موکړې وه
په دې لنډه لیکنه سره مو په ایران کې د افغانانو وروڼو له حال څخه ډیر معلومات ترلاسه کړل.
هیله ده راتلونکي کې هم دغې سلسلې ته دوام ورکړې،او د افغانانو د کاروبار او هم مو د ایران دخلکو د خویونو رواجونو، او عاداتو ، ښو او بدوڅخه خبر کړې.
په درنښت
جلال احمدزی


عبدالمتین
17.11.2009

[quote="jalal ahmadzai"]عبدالمتين صاحب
ګیډۍ ګیډۍ سلامونه مې قبول کړه
افرین وروره ډیره ښه ، په زړه پورې او عفوي لیکنه موکړې وه
په دې لنډه لیکنه سره مو په ایران کې د افغانانو وروڼو له حال څخه ډیر معلومات ترلاسه کړل.

جلال احمدزی صاحب لدینه دی یو جهان مننه چی افرین دی راته ووایه اوکه انشاالله چی موضوع به خبری کوو وسلام


larghonay laraway
17.11.2009

عبدالمتین جانه سلامونه!
ګرانه ډېره ښه لیکنه دې کړې ده. همدې لړۍ ته دوام ورکړه. ګوره پخوا خو به په ایران کې افغانانو ته په هوټل کې د کار کولو حق نه ورکول کیدو ځکه چې ایرانیانو ټولو افغانانو ته د هزاره ګانو په سترګه کتل او کثیفان یې ورته ویل ایا اوس هم وایي؟
بله دا چې که یوه ټوکه درسره وکړم ،دا ایرانۍ ښځې څنګه مهربانې او زړه سواندې دي؟ په دې اړه لږ نور معلومات هم ولیکه.
ګرانه په پای کې یوه مشوره هم درکوم او دا چې د ټول افغان بحث فورم ته هر وخت راځه هم د نورو لوله او هم خپل نظر او معلومات لیکه. په دې سره به دې پښتو لیکل هم قوي شي او له خیره ښه لیکوال به شې.
په همدې هیله
لرغونی لاروی


عبدالمتین
17.11.2009

[quote:bf8d48a9bc="larghonay laraway"]بله دا چې که یوه ټوکه درسره وکړم ،دا ایرانۍ ښځې څنګه مهربانې او زړه سواندې دي؟ په دې اړه لږ نور معلومات هم ولیکه.
لرغونی لاروی[/quote:bf8d48a9bc]
لرغونی لاروی صیب که درته ووایم دومره مهر بانه دی چی خپله به هم دایران قصد وکی اوپاسپورت به جوړ کړی
یعنی مهربانه دی اوزړه سواندی دی چی داغه تیره ورځ هم ماته یو نفر وویل چی یو کور کی می کار کاوله دورځی مزد 15 زره تومان ده وای خو چی مازدیګر شو هغی ښځی اول سفیلنی راواخیسته او نظیریی ور وچکړی وه او دورځی لخوایی هم ډیر په زړه پوری خوراکونه ورکړی ول ځکه دلته کار ګروو ته اکثره خلق ډوډی نه ورکوی خو دی ښه ډوډی ورکړی وه او اخزر کی 17 زره تومان مزد هم ورته حساب کړی وه او داسی نور هم ډیر له هر افغان مهاجر که پښتنه وکم نو وای چی ډیری ښی ښځی دی وسلام


رښتینی
17.11.2009

سروری صیب بیخی په زړه پوری لیکنه مو کړی ده ډییییییره مننه
او هغه چی له تانه یی نوم هیر شوی و همدا لرغونی لاروی صیب و
لاروی صیب ډیر ښه سړۍ دی دده خبری په پام کی لره :)

اوستا ل پاره زما مشوره داده چی ته کوښښ وکړه چی په ټول افغان کی
له لیکلو لوستل زیات وکړی ستا پښتو کمی کمی کړمی اونیمګړتیاوی لری
ته داسی پښتو لیکی لکه له خپلو ملګرو سره چی په مجلس اوبانډار کی ناست
یی یعنی ولسی سیمییزه لهجه کاروی که څه هم زه ستا له خبرو خوند اخلم
خو دلیکلو له پاره باید هڅه وکړی چی ادبی پښتو ولیکی او که په ټول افغان کی
راسره پاته شی نو دا کار به هم ترسره کړی او دلرغونی صیب په وینا
یوښه لیکوال به شی
زه ستا په لیکنه سل په سوکی پوهیږم خو کیدی شی چی ځینی ملګری
پری پوهه نشی زه ځکه پری پوهیږم چی زموږ سیمه غزنی ته نږدی ده
او ددی سیمی لهجه یوه ده نو کوښښ باید وکړی چی په ژبه ادبی کړی
او دا مشکله نده بس دا چی چی او ستاسو ستاسو ورزیاتوه اخر به که
خدای کول ګوهر الرحمن ګوهر اویاد مجاور احمد زیار درنه جوړ شی :)
ګوره دلته دټوکو اجازه هم شته

په مینه


عبدالمتین
17.11.2009

[quote:291d5da916="larghonay laraway"]عبدالمتین جانه سلامونه!
ګرانه ډېره ښه لیکنه دې کړې ده. همدې لړۍ ته دوام ورکړه. ګوره پخوا خو به په ایران کې افغانانو ته په هوټل کې د کار کولو حق نه ورکول کیدو ځکه چې ایرانیانو ټولو افغانانو ته د هزاره ګانو په سترګه کتل او کثیفان یې ورته ویل ایا اوس هم وایي؟
[/quote:291d5da916]
لاروی صیب که درته ووایم نو خوابدی به شی راڅخه؟
اوس هم یو یو خرکوس پیداکیژی چی ووای کیسافت یاداسی بله بیکاره خبره خو زیادتره هغه کیسی نشته اوهوتل کی تراوسه نیم خبر شوی چی افغانی دی هوتل کی کار وکی شاید موقع ورته پیداشی دکار کولوو اوس ماشاالله افغا نان وروڼه هم نظافت مراعته وی نوشاید هوتل کی هم کار وکوی وسلام


عبدالمتین
17.11.2009

[quote:227faae2e6="حامد"]سروری صیب بیخی په زړه پوری لیکنه مو کړی ده ډییییییره مننه
او هغه چی له تانه یی نوم هیر شوی و همدا لرغونی لاروی صیب و
لاروی صیب ډیر ښه سړۍ دی دده خبری په پام کی لره :)

اوستا ل پاره زما مشوره داده چی ته کوښښ وکړه چی په ټول افغان کی
له لیکلو لوستل زیات وکړی ستا پښتو کمی کمی کړمی اونیمګړتیاوی لری
ته داسی پښتو لیکی لکه له خپلو ملګرو سره چی په مجلس اوبانډار کی ناست
یی یعنی ولسی سیمییزه لهجه کاروی که څه هم زه ستا له خبرو خوند اخلم
خو دلیکلو له پاره باید هڅه وکړی چی ادبی پښتو ولیکی او که په ټول افغان کی
راسره پاته شی نو دا کار به هم ترسره کړی او دلرغونی صیب په وینا
یوښه لیکوال به شی
زه ستا په لیکنه سل په سوکی پوهیږم خو کیدی شی چی ځینی ملګری
پری پوهه نشی زه ځکه پری پوهیږم چی زموږ سیمه غزنی ته نږدی ده
او ددی سیمی لهجه یوه ده نو کوښښ باید وکړی چی په ژبه ادبی کړی
او دا مشکله نده بس دا چی چی او ستاسو ستاسو ورزیاتوه اخر به که
خدای کول ګوهر الرحمن ګوهر اویاد مجاور احمد زیار درنه جوړ شی :)
ګوره دلته دټوکو اجازه هم شته

په مینه[/quote:227faae2e6]
حامد صاحب خبری دی سمی دی خوزمادپښتو جوړیدل وخط نیسی اوهغه همداغه ټول افغان ځای ده چی خپله پښتو جوړه کړم
که خدای کول یوه اونی ورسته به دی وښوروم چی داغه ځای دی غلط لیکلی اوله بلی خوا می ځکه پښتو خرابه ده چی ما سره کوم تعلیم لرونکی خلق نشته یا هغه افغان کارګروو سره وینم چی هغه کلی واله پښتو وای اویا هم ایرانی فارسی ده نو تاسو کیدایشی تعلم درجه مو هم لوړه وی اوټول هغه تعلم لرونکو سره تګ راتګ ولری

اوبه خبر داده چی ویلی دی دی لاروی صاحب ډیر ښه سړی ده او بیا دی ورپسی خندلی داولی ماته شک پیداشو؟
نو کوشش به کوو حامید صاحب ستاسو له مرستی څخه یوه نړی مننه وسلام


larghonay laraway
18.11.2009

عبدالمتین جانه سلامونه!
ګرانه مرکه دې خوږه ده. که یو څو نورو پوښتنو ته هم ځواب راکړې ښه به وي:
په ایران کې څه کار کوې؟
د ایران خو ډېر سخت اخوندي نظام دی، انټرنیټ ته دې څنګه لار پیدا کړې ده؟
څومره وخت کېږي چې په ایران کې یې؟
یوه وروستۍ پوښتنه مې دا ده چې د ایران ښځې چې دومره ښې او زړه سواندې دي نو ښایسته هم دي که نه؟ ځکه په بازار کې خو یې د القاعده وو غوندې خوله پټه کړې وي ، نه معلومېږي؟
ګوره یوازې پوښتنې کووم، نور مې په زړه کې څه نشته؟
نورې پوښتنې به بیا کوو...


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more