د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

{{{ تروريست څوک او تروريزم څه دي؟ }}}


محمد اسحق شيوانی
01.03.2004

[size=24:d713647103]******************تروريست څوک او تروريزم څه دي؟[/size:d713647103]

دا داسي پوښتنې دي چه حالاً يې دچاسره جواب نسته، که سته هم خو موجب د حقيقت پر سترګو پټي تړلي او دخپلي دفاع د استعمال پرته بس داخبره تر سر نيولي چه ترورست يوازي او يوازي مسلمان او دهغه ملګري دي، او دهغه نشاء هم مسلمان دي او ترورستي په اسلامي ملکوکښي تر سره کيږي، ده داسره سره هغه ټوپک په لاس چه کوم ذوک ددغه تر ديد يا وضاحت کول غواړي، نو يې وراه راست ته دراوستلو لپاره د ټوپک په خوله ورسره ږغيږي او له چا څخه چه په دغه باره کښي د مرستي د نه کولو خطره لري نو وهغه ته هم نيغ نيغ دغه خبره کيږي چه دټوپک خولي ته يې په بيلا بيلو پلمو برابر کړي.
په ښکاره خو دا معلوميږي چه د دنيا په هيڅ يو کونج کښي دسر پورته کولو څوک نسته، بلکه د احتجاج کولو جرئت هم په چا کښي نه دي پاته سوي . په دغه حاليه جاريه (افغانستان او عراق) کښي د اسلامي مملکتو دضمير د رانيو لو لپاره رنګارنګ چالو څخه کار واخستل شو، چاته رشوت ورکړل شو او دډالرو په بارو کښي يې سپاره کړل، تا چه تر هغه وخته دپټي خولي څخه کار واخلي تر څوچه هغو دځپلو وار راځي.
قوم پرستو د قوميت د نعري څخه د ابدي توبي اقراوکړي . او پټه خوله سول ، ژبئيزه او منطقئيزو سياستدانو هم دخپل سياست رُخ بد لولو مشوري پيل کړي چه په نتيجه کښي يې پر مسلمانانو دتروريزم الزامونه پيل کړل.
په حقيقت کښي د تروريزم متفقه تعريف څه دي؟ په ملل متحد کښي هيڅوک پرينښوده چه د تروريزم متفقه تعريف وکړي . ددي دپاره چه وکوم څه ته دا تروريزم وايې هغه تروريزم بلل سي . خو تاريخ شاهد دی چه د دنيا اولنی الوتکه تښتوونکی (هايې جيکر) يو امريکی وو کوم چه يې واهل دنيا ته يې د ترورستي ابتدائي درس وکړی، نن د عمارتو سره د طياروهلو نوی رسم شروع سوی چه ددغه هوابازی درس هم په امريکا کښي ورکول کيږي .
په دنيا کښي د اول ايټـم بم تجربه هم امريکا وکړه ، بلکه د دوهم او آخري ايټمي حملي چه په هغه کښي په لکونو انسانا قتل شول اعزاز هم امريکا لري .
په امريکا کښي د پنځه سوه زيات رسمي وغير رسمي پرائيوټ او عوامي مسلح عسکري تنظيمونه او اداري سته چه په هغه کښي باقاعده دتربيت يافته ابرادو شميره ديو لک په شاوخوا کښي دي . د هغوي پالنه دامريکا ريګلر آرمي په طرز او طريقه کيږ . هغوی ته هغه اسلحه او بارود داستعمالولو لپاره ورکول کيږي، کوم چه يې امريکايې ځواکونه استعمالوي، دغه فوجونه د دنيا په هر کونج کښي په مناسبه معاوضه حاصليداي سي . د امريکا تحقيقاتي ادارو بالخصوص ايف بي آي او سي آي اِيْ په وار وار دا ثابته کړيده چه د قتل او تروريستي عملياتو په لړۍ کښي عوامي فوجي تنظيمونه او د هغه تر بيت يافته غړي ملوث دي ، چه تر اوسه پوري پر هغوي باندي هيڅ قسم بنديزنه دي لکيدلي، آخرولي؟
د يو راپور مطابق امريکا د ١٧٩٨م څخه تر ٢٠٠٣م پوري ٢٤٢ واره پر نورو ملکو باندي فوچي تيری کړي او هغه مملکتو انسانان يې ناحقه په قتل رسولي او دانسانيت په نامه يې تجارت کړی.
د ١٩٩١م په جنګ کښي عراق ته دوه کربه دوديرش اربه تاوان سو ، خو امريکا پنځه پنځوس بلينه منافع وکړه .
دټولو حقايقو څخه دا چرګنديږي چه د دنيا يواځنی تروريست امريکاده ، چا چه هميشه اصول شکني ، بربريت او د عالمي ضابطو مخاقفت کړی او په نورو مملکتو د مداخلت په آن د انسانيت د قتل اعزاز تر لاسه کړي ، اصل ستم ظرفي خو داده چه د اميکا او د يهودو اصل مرام دادي چه اسلام په عالمي سطحه بدنام کړي او هغه ته د تروريزم او جهالت بڼه ورکړي . او د هغه خلاف سره عام جګړه پيل کړي لکه څنګه چه هما اوس روانه ده او د سر په ستر ګو ورته ګورو . ددغه ايجنډي عملي بڼه هلته لاڅرګنده سوه چه امريکا په افغانستان کښي د اسلامي امارت د ختميدو لپاره قسم قسم الزامات پيل او تورونه لګيدل يې پيل کړل او د اسامه پلمه يې پرته له هر څۀ ثبوته ډنډوره کړه اوپر افغانستان باندي يې کيميايې حملي پيل کړي . دامريکا له لوري په دغه جګړه کښي په زر هاوو ښځي او ماشو مان په نا حقه شهيدان شول ، حتی چه جوماتونه او روغتونونه لاهم بمبار شول . دغه راز د عراق پر مسلمانانو هم امريکايې ځناورانو دوه لکه دوديرش زره ميزائل او خطر ناکه بمونه وغورځول .
د ١٩٩١م څخه بيا تر اوسه د بند يزنو او يا له بمباری له وجهي پنځلس لکه عراقيان چه په هغه کښي زياتره ښځي او ماشومان شامل وه، شهيدان شو . دمرګ سبب يې بم يا لوړه وه . له دغه حقايقو سره سره امريکا غواړي چه لمر په دوو ګتو پټ کړي . مسلمانانو د دآنشور علماء په چيغو چيغو دا وايې چه په اسلام کښي تروريستي نسته ، مسلمان تروريست نشي کيدای، مسلمان امن غواړي . مسلمان دفاع کوي. که چيري پريو مملکت تيری تروريستي نه وي ، نو دهغه دفاع کله تروريستي ده ؟ ټولي نړۍ ته دا معلومه ده چه تروريستي عمليات ټول په امريکا کښي پالل کيږي . امريکا بايد د بل د کور پر ځاي دخپل کور تصفيه وکړي . امريکا بايد د حقيقت پر سترګو پټۍ نه واچوي . که امريکا غواړي چه د مسلمانانو په سرو نوی ورلډ ټريډ سينټر جوړ کړي نو دا به د تاريخ لويه تروريستي نه وي؟ بايد ووايم تروريستي هغه ده چه امريکا يه تر سره کوي . مسلمانان ته پکارده چه د غيرت څخه کار واخلي ، دنظم او ضبط او اتفاق څخه کار واخلي.

)))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))))) وسلام(((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((((

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی



ع کريم حليمي
02.03.2004

ډير محترم شيوانی صاحب او درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله
ډيره ښه پوښتنه ده ٠ (په حقيقت کښي د تروريزم متفقه تعريف څه دي؟)
چه بيله د جنګ د اعلانه څوک وژنی ٠ دغته ترور ويلکيږی
يوڅوک په بيره کی اچوي يا په زړه کی د مرګ وهم ور اچولو ته تروريزم ويل کيږی
تروريزم نوی کار ندی پيداسوی ٠ دا ډير زړه اسلحه ده ٠ چه زورور او کم زورئ دواړو کار ځنی اخستی دي
د تاريخ په اوږدوکی ٠ که يو مملکت پر بل مملکت حربی حمله وکړی او اعلان ئی نوي کی داهم يو قسم ترور دی
پر موټر سيکل سپور او پر سړک ټکان کول ترور بلل کيږی ٠ د تاريخ په اوږدو کی مظلوم د ځان د دفاع د پاره
چه هر څه چه په لاس ورځی کار ځنی اخلی ٠و بغضو ته ئی ترور ويل کيږی ٠ ترور يوازی په توپک او چاړه نه دی
بلکی په شبنامو ، راډيو وغيره هم تروريزم کيږی٠ هرغيری قانونی د زړه وهم او قتل چه سياسی شکل ولری
هم تروريزم دی هر هغه عمل او نشريه چه انسانان په وهم او دهشت کی اچوی تروريزم ورته ويلای سو٠
٠ په تلويزون کی می د بن ﻻدن دخولی پخپله واوريدل چه بن ﻻدن و امريکاته د جنګ اعلان وکی ٠
ډيره می خوا بده سوه چه يو عرب زما دخاوری (د افغانستان) څه د جنګ اعلان کوی و امريکاته ٠
بن لادن خپله عربۍ مدعا (فلسطن) د امريکا سره درلوده يا پيداکړه ٠ و افغانته لازمه نوه چه ځان په شريک کړی ٠ يو علتوڅه ئی دغه مدعا ده چه افغان ئی پر دوو يا درو تقسم کړی ٠ د حل لاره ئی يوه ده٠ يا به ټولو ډالر غواړو
او يا ملی ګرايی ٠ (هغه ﻻر چه زموږ ملی کټی په کښی وساتل سی نه شخصی کټی)
افغان د خدای د دين ټيکدار نه دی ٠ ولی چه نبی ص ئی هم ټيکدار نه وو ٠ خدای ج ورته وويل
بسمه تعالی ٠ کتب انزل اليک فلايکن فی صدرک حرج منه لتنذربه وذکری للمؤمنين :!:
معنی ٠ دا کتاب دی نازل کړه سوی تاته (ای محمده ) نو نه دی وي په سينه کښی ستا تنګئ د رسولو دده له پاره
ددی چه و ويروئ په دغه (کتاب) سره او په پند ورکولو سره مؤمنانوته ٠
که کفار زموږ د خدای ج دين د ترورستانو وبولی ٠ زموږ زه بايد تنګئ راته و نکی ٠ په دغه دوی کافران دی
موږ افغانان ته ضرور ده چه سره يو ځای سو او اعلان وکړو چه موږ د بن ﻻدن په طرف کی نيو ولاړ ٠
خپل عرب ئی پوهيږی او بن ﻻدن ئی٠ زموږئی په څه ٠ موږ افغانان د اسامه ټيکه داران کيدائ نسو
دپښتنولۍ ساتنه بيله پښتانه بل څوک نه راسره کوي ٠ ولی چه اخوانيان پښتنولی نه خوښوي ٠ امريکايان ئی هم
نه خوښوي ٠ خدای وعده کړئ چه خپل دين ساتی ٠ او د پښتون ولۍ وعده د پښتانه سره هيچانده کړئ ٠
هرڅوک بيله پښتانه ئی دښمن دی ٠ که يو څوک دافغان خاور په زور باندی په مکه شريفه کډوی ٠ پښتانه ته
ﻻزمه ده چه جنګ پر وکړی ٠ نه غواړو چه پښتون ولی ورکه کوو٠
هغه خانان ،مخور، غيری سياسی علما، او بعضئ عوام خلګ راوﻻړسی ٠ او د حکومت او طالبانو ترمنځ جوړه
راولی ٠ چه دغه عمل پر افغانانو په سل کی پر ديرشو (30 ) واجب دی بيله کومه شکه !
طالب بی چاره خو د افغان سره هر ورځ لاس په ګريوان دی هر يو چه مرئ زموږ ورور دی ٠ سل افغانان مړه کيږی
بيا نو امکان لری چه موټر چپه سی او يو خارجی زخمی سی ٠
بسمه تعالی ٠ انما المؤمنون اخوه فأصلحوابين أخويکم
زموږ افغانانو ته داعيب دی چه ورته ګورو او وړونه مو هره ورځ سره وژنی ٠ فکر کوم چه خوا بدئ مو يوازی په
خوله دي ٠ نه په زړه ؟
که په ټول افغان کی داڅوک سته چه عملی قدم اخلی او دجوړی دپاره غواړی کار وکړی ؟٠ راسئ چه يوه
طرحه ورته جوړه کړو ٠ دغه کارته ويلای سو اسلامی، اخلاقی ، ډماکرسی ،ملی، پښتون ولی ٠٠٠٠٠٠٠
که يو ورور دبل ورور جوړه ور ونه کړی نو تماشا چه کوی دا ورور نه دی اصلأدئ هم دښمن دي ؟
د ورور سره دښمنی بد کار دي ! دجنګ په وخت کی افغانته ليکنی هيڅ نفعه نه رسوی٠
که ليکنی او عمل دواړه سره يوځای سی حاصل ورکوي ٠ يوازی ليکنی هيځ حصل نه کوي ٠
حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more